بيالوژي پوه یو ساينسپوه دی، څوک چې په بيالوژي کې څېړنه کوي.
بيالوژي پوهان پر ځمکه د ژوند د څېړنو سره لېوالتيا لري، که هغه یوه انفرادي حجره وي، که ګڼ حجروي ژوندي موجودات وي، يا له يو بل سره د تعامل کوونکي نفوس يوه ټولګه وي. دوی عموماً د بيالوژي په يوه ځانګړې څانګه کې تخصص لري (لکه ماليکولي بيالوژي، ژوپوهنه او تکاملي بيالوژي) او څېړنه يې په يوه ځانګړې برخه تمرکز لري (لکه د ملاريا يا سرطان ناروغۍ مطالعه کول).
هغه بيالوژي پوهان چې په بنسټيزو څېړنو کې ښکېل دي، موخه يې د طبيعي نړۍ په اړوند پوهاوي کې پرمختګ دی. دوی خپلې څېړنې د علمي طريقې په کارولو سره تر سره کوي، کومه چې د ښکارندو (فرضيو) د ازموينې لپاره يوه تجرباتي طريقه ده. شونې ده چې د دوی په موندنو (اعتراعات) کې پر کومې ټاکلې موخې تطبيقات شامل وي، لکه بايوټيکنالوژي (د صنعتي او نورو موخو لپاره له بيالوژيکي جرياناتو کار اخستل)، د کوم موخه چې د انسانانو لپاره د ګټورو طبي محصولاتو جوړول دي.
په اوسني عصر کې، ډيری بيالوژي پوهان يو يا ډېرې علمي سندونه لري، لکه د لسانس سند تر څنګ يې د ماسترۍ يا دوکتورا په څېر پرمختللی سند. د نورو ساينسپوهانو په څېر، بيالوژي پوهان هم د اقتصاد په بېلا بېلو برخو کې په کار بوخت لېدل کېږي، لکه په علمي، غېر انتفاعي، خصوصي صنعت يا حکومت کې.
د بيالوژي بنسټ اېښودونکی، «فرانسسکو ريډي» تر اوسه د تر ټولو ستر بيالوژي پوه په توګه منل شوی دی. يو انګريز طبيعي فيلسوف «رابرټ هوک» د حجرې اصطلاح جوړه کړې، کوم چې د بوټو (نباتاتو) جوړښت د شاتو د ګبین د جال له حجرو سره د ورته والي ښودنه کوي.
«چارلس ډاروين» او «الفريډ واليس» د طبيعي غوراوي په مټ په خپلواک ډول د تکامل نظريه وړاندې کړه، کومه چې د «On the Origin of Species» (د انواعو د اصليت په هکله) په نوم د «داروين» په کتاب کې په تفصيل سره تشریح شوې وه، دا کتاب په ۱۸۵۹ز کال کې خپور شوی و. په دې کتاب کې، «داروين» وړانديز کړی چې د انسانانو په ګډون د ټولو ژونديو موجوداتو ځانګړتياوو ته، د راغونډ شوي سمون سره د ميراث د طبيعي جرياناتو په مټ بڼه ورکړل شوې وه، د کوم په پايله کې چې د وخت د یوې اوږدې مودې په تېرېدو سره لرې والی او اختلاف منځ ته راغلی و. د د تکامل تيورۍ اوسنۍ بڼه د بيالوژي په نږدې ټولو برخو کې اغېز لري. په جلا ډول، «ګریګور مينډل» په ۱۸۶۶ز کال کې د وراثت اصول کېښودل، کوم چې د اوسني جنيټيک بنست وګرځېد.
په ۱۹۵۳ز کال کې، «جيمز ډي. واټسن» او «فرانسس کرک» د DNA بنستيز جوړښت تشريح کړ، دا جنيټيکي مواد دي چې په خپلو ټولو بڼو کې د ژوند څرګندونه کوی او د «موريس ولکنز» او «روزالينډ فرينکلن» د کار پر بنسټ يې وړانديز وکړ چې ډي این ای دوه ګونی (غبرګ) مارپيچ دی (د غبرګ تاو شوي مار په څېر دی).
«ایانولمټ» د يوې څېړنيزې ډلې مشري وکړه، کومې چې په ۱۹۹۶ز کال کې په لومړي ځل د يوې بالغې بدني حجرې څخه يو تي لرونکی ژوی جوړ کړ، دا له «ډورسټ» څخه يو فنلنډي ګډ و چې «ډولي» يې بولي.
په بيالوژي کې د لسانس سند عموماً په مالیکولي او حجروي او بيالوژي، پرمختګ، ايکولوژي (ټولنپېژندنه/د موجوداتو او چاپېريال تر منځ د اړيکې علم)، جنيټیک، مايکرو بيالوژي، اناتومي، فزيالوژي (د بدن د غړيو د دندو علم)، بوټو پېژندنه او ژوپېژندنه کې درسي دورو ته اړتيا وي. شونې ده چې په اضافي شرايطو کې يې فزيک، کيميا (عمومي، عضوي او بايوکميسټري)، حساب او شمېرې شاملې وي.
هغه محصلین چې د څېړنې پر بنسټ د مسلک د غوره کولو هيله لري، عموماً د لوړو زده کړو سند لکه ماسټري يا دوکتورا (د بېلګې په ډول PhD) زده کړې تعقيبوي، چېرته چې دوی کولای شي د شاګردۍ د يوې نمونې پر بنسټ د يو څېړونکي مشر څخه روزنه تر لاسه کړي، کوم څه چې له ۱۸۰۰ز لسيزې راهيسې شته. د لوړو زده کړو په دې پروګرامونو کې محصلين ډېر ځله د بيالوژي په يوه ځانګړې فرعي څانګه کې تخصصي روزنه تر لاسه کوي.
بيالوژي پوهان، څوک چې په بنسټيزو څېړنو کې کار کوي، هغه نظریات وړاندې کوي او د ژوند په اړوند د انساني علم پر مخ وړلو لپاره تجربې تر سره کوي، په کومو کې چې د تکامل، بايوکمسټري (بيوشيمي)، ماليکولي بيالوژي، د اعصابو ساينس او د حجرې بيالوژي په څېر موضوعات شامل دي.
بيالوژي پوهان عموما د لابراتوار تجربې تر سره کوي، په کومو تجربو کې چې ژوي، بوټي، کوچني ژوندي موجودات يا ګڼ حجروي موجودات شامل وي. په هر حال، د بيالوژيکي څېړنې يوه کوچنۍ برخه له لابراتوار څخه دباندې هم تر سره کېږي، او شونې ده چې د تجربې پر ځای طبيعي څارنه پکې شامله وي. د بېلګې په ډول، شونې ده چې بوټو پېژندونکی د بوټو انواع وڅېړي، کوم چې په يو ځانګړي چاپېريال کې موجود وي، په داسې حال کې چې يو چاپېريال پېژندونکی په دې اړوند مطالعه وکړي چې له اور لګېدو وروسته يو ځنګل څه ډول بېرته جوړېږي.
هغه بيالوژي پوهان چې په تطبيقي څېړنو کې کار کوي، هغوی د بنسټيزې څېړنې پر مټ تر لاسه شوي برياليتوبونه په ځانګړو څانګو يا تطبيقاتو کې د لا زياتو معلوماتو لپاره کاروي. د بېلګې په ډول، شونې ده چې دا تطبيقي څېړنه د نوې درمل جوړونې په درملو، درملنو يا طبيعي تشخيصي ازموينو کې وکارول شي. په خصوصي برخه کې تطبيقي څېړنه او توليد ته وده ورکونکي بيالوژيکي ساينسپوهان اړتيا لري چې خپلې څېړنېزې طرحې يا پايلې د هغو خلکو په وړاندې بيان کړي چې سايسپوهان نه دي، خو په داسې موقف کې دي چې کولای شي د دوی نظريات يا ومني، يا يې رد کړي. دا ساينسپوهان بايد د خپل کار سوداګريزې اغېزې په نظر کې ونيسي.
د جنيټيک او عضوي ماليکولز په علم کې چټکې ودې د بيالوژيکي ټیکنالوژۍ په ډګر کې د لا زيات پرمختګ هڅونه وکړه او هغو صنعتونو ته يې بدلون وکړ، په کومو کې چې بيالوژيکي ساينسپوهان کار کوي. بيالوژيکي ساينسپوهان اوس کولای شي د ژویو او بوټو په جنټیکي موادو کې لاسوهنه وکړي، دوی هڅه کوي چې عضوي ژوندي موجودات (د انسانانو په ګډون) لا زيات تولیدونکي يا د ناروغيو په وړاندې مقاومت کوونکي وګرځوي. په بايوټیکنالوژيکي جرياناتو بنسټيزه او تطبيقي څېړنه، لکه د DNA بيا يو ځای کول، د انساني «انسولين» او د ودې هارمون په ګډون د مهمو مادو د پيدا کولو لامل ګرځېدلې ده. ډيری هغه مادې چې پخوا په زيات مقدار کې نه وې موجودې، اوس مهال د بايوټيکنالوژيکي لارو چارو په مټ تولیديږي. ځينې دا ډول مواد يې د ناروغيو په درملنه کې ګټور دي.
په بېلا بېلو جینومونو (کروموزومونه او د هغوی اړوند جينونه) کار کونکې پروژې «جينونه» سره جلا کوي او د هغوی د کار ټاکنه کوي. دا کار د ځانګړو ناروغیو او ميراثي روغتيا د خطرونو، لکه «سيکل» حجرې د وينې کمښت سره د اړوندو جينونو د موندلو لامل ګرځي. په بايوټيکنالوژۍ کې پرمختګ د بيالوژي په نږدې ټولو برخو کې د څېړنې فرصتونه پیدا کړي دي، په کومو کې چې د درملو، کرنې او چاپيريالي سمون په څېر څانګو کې سوداګريز تطبيق شامل دی.
ډيری بيالوژيکي ساينسپوهان په يو ځانګړي ډول ژوندي موجود د مطالعې يا يو ځانګړي فعاليت کې تخصص لري، که څه هم وروستيو پرمختګونو يو شمېر دوديزې ډلبندۍ تتې کړي دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.