ټولنيزه انسان پېژندنه يا Social Anthropology په انساني ټولنو او کلتورونو کې د کړو وړو فردي ځانګړتياوې څخه بحث کوي.
دا پوهه په ټول انګليسان او عامه شتمنۍ او د اروپا ډېره برخه کې د انسان پېژندنې ستره جوړونکې برخه ده، چې په يادو سيمو کې له کلتوري انسان پېژندنې څخه يوه بېله څانګه ده. ټولنيزه انسان پېژندنه په متحده ايالتونو کې په کلتوري انسان پېژندنه يا ټولنيز-کلتوري انسان پېژندنه کې په عام ډول ډلبندي شوې ده.
د کلتوري انسان پېژندنې اصطلاح په عمومي ډول د توکم پالنې فعاليتونو باندې پلې کېږي، چې په معنا کې جامع دي، هغو لارو چارو ته متمايل دي چې کلتور په کې فردي تجربې اغېزمنوي يا د پوهې، دودونو او د يو قوم د بنسټونو د يو روڼ نظر چمتو کول په نښه کوي. ټولنيزه انسان پېژندنه د توکم پالنې پر هغو فعاليتونو باندې پلې کېدونکې اصطلاح ده، چې د ټولنيزو اړيکو د يو ځانګړي نظام څنډې يا ګوښې ته کولو هڅه کوي. لکه: هغه نظامونه چې کورنی ژوند، اقتصاد، قانون، سياست يا دين رانغاړي، د ټولنيز ژوند جوړښتي بنسټونو ته د شننې لومړيتوب ورکوي او کلتوري ښکارندو ته د ټولنيزې علمي پلټنې د اصلي مسئلو اړوند دويمې يا ثانوې کچه ورکوي.
د ټولنيز انسان پېژندونکو لپاره د پام وړ موضوعګانې دودونه، اقتصاد او سياسي تنظيم يا اداره، قانون او په کې د ټکر حل لارې، د مصرف او تبادلې نمونې، خپلوي او کورنی جوړښت، جنسيتي اړيکې، زېږون او ټولنيز کول او دين دي، په داسې حال کې چې د ټولنيزې انسان پېژندنې اوسني پوهان له نړيوال پلوۍ، توکميز تاوتريخوالي، جنسيتي څېړنو، څو مليتي اصالت او سيمه ايزې تجربې او د سايبري فضا کلتورونو راڅرګندېدل سره سروکار لري او له اقتصادي پرمختګونو سره د چاپيريالي اندېښنو د ټکر پر مهال د مخالفانو په يو ځای کولو کې هم مرسته کولی شي. د Gillian Tett او Karen Ho په ګډون برتانوي او امريکايي انسان پېژندونکو، چې Wall Street [پېښه] يې وڅېړله؛ له ۲۰۰۷-۲۰۱۰ مالي کړکېچ لپاره په اقتصادي او سياسي نظريه کې د نغښتې تخنيکې تشرېحاتو يوه ځايناستې تشرېح چمتو کړه.
د انګليستان، فرانسې او امريکا د ټولنيزې کلتوري انسان پېژندنو تر منځ توپيرونه په زياتېدونکو خبرو اترو او د دواړو نظريې او تګلارو په رانيولو سره لږ شوي دي. ټولنيز او کلتوري انسان پوهان او ځيني هغه پوهان چې دا دواړه سره يو ځای کوي، د انسان پېژندنې په زياتره بنسټونو کې موندل کېږي. په دې ډول د بنسټيزو واحدونو رسمي نومونه نور د روزنو يا سمونونو د دې پوښښ محتوا په بشپړ او اړين ډول نه راغبرګوي. لکه د ټولنيزې او کلتوري انسان پېژندنې بنسټ Institute of Social and Cultural Anthropolgy (اکسفورډ)، په جوړښت کې د بدلون منعکس کولو په موخه خپل نوم بدل کړ. ځيني نور لکه د Kent پوهنتون کې ټولنيزه انسان پېژندنه؛ په ساده ډول انسان پېژندنه شوه. زياتره يې هغه نوم ساتي، چې پر بنسټ يې رامنځته شوي دي.
د متمرکز ساحوي څېړنو (د ګډونوال د کتنې مېتودونو باندې ټينګار کولو سره) په ګډون په ټولنيزه انسان پېژندنه کې اوږدمهاله کيفيتي څېړنه په دوديز ډول د اند ټولونو، پوښتنليکونو او لنډو ساحوي کتنو د کميتې څېړنې په پرتله هڅول شوې ده، چې کميتي څېړنه په نمونه يې ډول د اقتصادپوهانو، سياستپوهانو او زياتره ټولنپوهانو له لوري کارول کېږي.
ټولنيزه انسان پېژندنه د خپلې پراخه لړۍ، په ټوله نړۍ کې د ټولنو او کلتورونو پرتليز توپير ته د پاملرنې او د اروپايي الاصل امريکايانو د انګېرنو د بيا ازمايلو په موخه يو سمون يا روزنې ته د دې پوهې له لوري د ورکول کېدونکې وړتيا له مخې له ځينو مضامينو لکه اقتصاد او سياسي پوهې څخه بېله شوې ده. ياده پوهه له ټولنپوهنې څخه د خپلو اصلي لارو چارو (د ګډونوال د اوږد مهاله کتنې او د ژبپوهنې وړتيا پر بنسټ) او د مايکرو څېړنو له لارې د چمتو شوي مناسبتوب او روښنايۍ په اړه د ژمنتيا له مخې بېله شوې ده. ټولنيزه انسان پېژندنه کلتور، هنر، شخصيت او ادراک ته د رسېدلو لپاره د سختو ټولنيزو ښکارندو تر شا پراختيا کوي. د ټولنيزې انسان پېژندنې زيات پوهان کميتي مېتودونه هم کاروي، په ځانګړي ډول هغوی چې څېړنه يې له سيمه ايز اقتصاد، احصايې، انساني ايکولوژي، د پوهې ځواک يا روغتيا او ناروغتيا ته ورته موضوعګانو سره اړيکه لري.
په ټولنيزه انسان پېژندنه کې کاري ځانګړتياوې ځکه بدلېږي، چې د څېړنې شيانو بڼه بدله کړې او نوې معنوي نمونې رامنځته کېږي. موسيقي پېژندنه او طبي انسان پېژندنه د اوسنيو په ښه ډول راپېژندلو شويو ځانګړتياوو بېلګې دي.
يو څه وروستی او د اوسمهال ادراکي پرمختګ له ډلې د غېر عادي ټيکنالوژيو ټولنيز او توکميزې پوهېدنې، د کورنۍ راپورته شوې بڼې او د خپلوۍ په اړه نمونه شوي نوي ټولنيزتوبونه، د دولتي ټولنپالنې د برم داوم لرونکې غورځېدنه، د بيا راپورته کېدونکي مذهبي تعصب سياست او د Audit کلتورونو او ځواب وينې وړتيا شننې يادولی شو.
ياد مضمون ته له ځينو نورو پوهو څخه ژوند ورکول شوی او لکه د فلسفې (اخلاق، ښکارندپوهنه، منطق)، د پوهې تاريخچې، رواني شننې او ژبپوهنې له لارو چارو سره يې مرسته کړې ده.
ياد مضمون اخلاقي او انعکاسي دواړه اړخونه لري. په دې برخه کې کار کوونکو د هغه حس يو پوهاوی رامنځته کړی دی، چې پوهان په کې د خپلې څېړنې شيان او هغه لارې چارې جوړوي، چې کېدای شی انسان پېژندونکي په خپله په کې د دوی له لوري څېړل کېدونکو ټولنو کې د بدلون پړاوونو سره مرسته وکړي. د دې يوه بېلګه د Hawthorne [اصل کې يو ډول غرنۍ ونه ده، چې ابي خوشبويه ګلان نيسي] اغېزه ده، چې په واسطه يې څېړل کېدونکي شيان کېدای شي هغه پوهې ته په ځواب ويلو کې خپل کړه وړه بدل کړي، چې کتل کېږي او څېړل کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ټولنيزه انسان پېژندنه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.