د مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه

د مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه د ایران د حکومت پر وړاندې د هغو لاریونو او مدني نارامیو ټولګه ده چې د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په ۱۶مه په تهران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې له امله پیل شول؛ مهسا د ایران د مذهبي پولیسو له خوا د نامناسب حجاب – د ایران د اجباري حجاب د قانون پر خلاف – لرلو له امله هغه مهال ونیول شوه چې نوموړې له سقز څخه تهران ته په سفر راغلې وه.

د عیني شاهدانو په خبره د نیولو پر مهال امیني د مذهبي پولیسو له خوا شدیده ووهل شوه؛ هغه ادعا چې ایراني چارواکي یې رد کوي.

لاریونونو په چټکۍ سره د امیني له زیږون ځای سقز څخه د کردستان نورو ولایتونو او بیا یې د ایران ټولو برخو ته پراختیا ومونده. د دغو لاریونونو په غبرګون کې د سپټمبر له ۱۹مې وروسته د ایران دولت په ځینو سیمو باندې انټرنټ پرې کړ. د لاریونونو په پراختیا سره د ټولنیزو رسنیو څخه د کار اخیستو په برخه کې په ملي کچه ډېری انټرنټي بندیزونه ولګول شول. د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ای دغه پراخې نارامۍ نه یوازې بغاوت وبللې بلکې هغه یې د بهرنیو هېوادونو او له هېواده بهر مخالفینو له خوا «ترکیبي جګړه» وبلله. ښځو، له دې ډلې زده کوونکو په دغو لاریونونو کې اصلي رول درلود. په داسې حال کې چې په تېر کې لوی اعتراضات چې د دولت له خوا له تاوتریخوالي څخه په ګټه اخیستو ځپل شوي تر ډېره د ټاکنو د پایلو او یا اقتصادي ستونزو اړوند و، خو  د ۲۰۲۲ زکال اعتراضاتو د ښځو د حقونو د زیاتوالي سربېره بله اصلي غوښتنه لرله؛ دا چې اسلامي نظام راوپرځول شي. د ګارډین ورځپاڼې په خبره دغه لاریونونه د ۱۹۷۹ زکال د اسلامي انقلاب له مهال را وروسته د حکومت پر ضد تر ټولو لوی ګواښ دی. د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ زکال د لاریونونو پر خلاف د ۲۰۲۲ زکال لاریونونه «هېواد شموله و چې ټولو ټولنیزو طبقاتو، پوهنتونو، واټونو او ښوونځیو» ته یې لار ومونده.

د ایران د بشري حقونو د غیرانتفاعي سازمان د راپور پر بنسټ د ۲۰۲۲ زکال د نومبر تر ۱۹مې نېټې پورې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمر لرونکو ۴۳ تنو په ګډون لږ تر لږه ۳۷۸ کسان په دغو لاریونونو کې د اوښکو بهونو ګازونو او وسلو څخه د ګټنې په ګډون د دولت د مداخلې له امله وژل شوي. دغه لاریونونه د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ زکال له لاریونونو را وروسته تر ټولو خونړي لاریونونه دي چې له ۱۵۰۰ زیاتو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. د دغو اعتراضاتو پر وړاندې د دولت غبرګونونه په کلکه سره غندل شوي.

مخینه

په ۱۹۷۹ زکال کې د ایران له انقلاب ډېر ژر وروسته، ایراني ښځې له قانوني پلوه مکلفې شوې څو خپل وېښتان په عمومي ځایونو کې د بشپړ حجاب کولو پر مټ وپوښي. د دغه منفور قانون اجرایوي حالت د حسن روحاني د ولسمشري په دوره کې چې له ۲۰۱۳ زکال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې وه راکم شو، خو د روحاني د سخت دریځي ځای ناستي ابراهیم رئیسي د ولسمشرۍ پر مهال یې بېرته زور واخیست. همدا و چې د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په ۱۴مه ۲۲ کلنه ایراني کردي نجلۍ مهسا امیني د ایران د مذهبي پولیسو له خوا د مناسب حجاب نه لرلو له امله ونیول شوه. په پولیسو تور پورې شو چې د هغې پر سر باندې یې مرګوني ګوزارونه کړي او له امله یې نوموړې د سپټمبر په ۱۶مه مړه شوه.

لاریونونه

پیلني لاریونونه چې تر ډېره پورې د ښځو له خوا مخته وړل کېدل د اجباري حجاب د له منځه وړو غوښتنه یې لرله ورپسې دغه اعتراضات په ملي پاڅون واوښتل. دغو لاریونونو د ۲۰۰۹، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ زکال د لاریونونو په پرتله زیاته پراختیا ومونده او آن د اسلامي جمهوریت د قدرت مراکزو لکه مشهد او قم ښار ته یې لار ومونده. د پخوانیو یو شمېر لاریونونو پر خلاف په دغو لاریونونو کې منځنۍ ښاري او کاریګري کلیوالي طبقاتو ته اړوند کسان شامل و. له دې سربېره د ښوونځیو نجونې هم د لومړي ځل لپاره په لاریونونو کې ورګډې شوې. دغو لاریون کوونکو د امیني په مړینه باندې د اعتراض سربېره د ښځو له حقونو څخه په دفاع د اجباري حجاب د له منځه وړو او د ښځو لپاره یې د لا زیاتو آزادیو غوښتنه کوله؛ همدارنګه یې د ایران په مذهبي پولیسو، رهبر او دین پالونکي رژیم نیوکې لرلې.

د ایران د پخوانیو ډېرو لاریونونو پر خلاف داسې ښکاري چې لاریون کوونکي تدریجي اصلاحاتو ته د ځان محدود کولو پر ځای په دولت کې د بشپړ بدلون غوښتونکي دي. د آزادې اروپا د راډیو/ ازادي راډیو د راپور له مخې اقتصادي ستونزو او د ژوندانه ناوړه شرایطو د لاریونونو له ودې سره مرسته کړې. نیویارک ټایمز بیا د ایراني وګړو ناخوښیو لکه «د بیو زیاتوالي، لوړې بېکارۍ، فساد، (او) سیاسي فشارونو» ته اشاره کړې او د ایران کمزوری اقتصاد یې د دغو اعتراضاتو تر شا اصلي محرکه قوه بللې؛ د ایراني بنسټونو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱ زکال په اګست میاشت کې یو په دریمه برخه ایراني وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي. محافظه کاره تحلیل ګر عبدالرضا داوري داسې شمېره وړاندې کړې چې ښيي ۹۵ سلنه ایرانیان «د خپل ځان او خپلو ماشومانو د نن او سبا ورځې د هوسا ژوند اړوند اندېښمن دي». په ایراني کاري بازار کې یوازې ۱۵ سلنه مېرمنې کار کوي. په ۲۰۲۲ زکال کې د WEF سازمان د جنسیتي توپیر د راپور پر بنسټ په مخکښو دولتي بنسټونو کې د ښځو د ځایګي له مخې ایران د ۱۴۶ هېوادونو په کتار کې ۱۴۳ ځایګی لرلی دی.

د دغو اعتراضاتو په غبرګون کې، وګړو د ایران په څو ښارونو کې د دولت په ملاتړ لاریونونه وکړل څو د دغو لاریونونو پر وړاندې ودرېږي. د ایران دولت دغه متقابل لاریونونه «خپله رامنځته شوي» وبلل. د دولت ملاتړو لاریون کوونکو د دولت ضد لاریون کوونکو د وژنې غوښتنه کوله او هغوی یې د «اسرائیلو سرتېري» بلل او همدارنګه یې «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسرائیلو» شعارونه ورکول؛ هغه شعارونه چې د تل لپاره د ایران د مذهبي مشرانو روایت دی او تل د هېواد په نارامیو کې بهرني هېوادونه ښکېل ګڼي.

رسنیز پوښښ د اینټرنټ د بندښت او د خبریالانو د نیولو په ګډون د غونډو د پوښښ اړوند د ایران د حکومت د دوامداره او نوو محدودیتونو پر بنسټ له ستونزو سره مخ شو. په داسې حال کې چې ان بي سي نیوز (NBC News) تلویزیون په تهران کې خبریال درلود خو ډیری لویدیځې رسنۍ اړ وې څو په خپلو همکارو رسنیو، د بشري حقونو په ډلو او د ټولنیزو رسنیو پر محتوا تکیه وکړي. د بي بي سي نیوز د راپور له مخې د ایران د دولت له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو اطلاعاتو او مرکو یوه پروژه رامنځته شوې او په دې سره یې هڅه کړې لویدیځې رسنۍ اغوا کړي څو د هغو درواغ معلومات خپاره کړي: «په دې سره دوی داسې هم ویلی شي چې بهرنۍ رسنۍ جعلي خبرونه خپروي».

د لاریون کوونکو اقدامات

معترضان تر ډېره پورې کوچنۍ او چټکې غونډې جوړي چې ګڼ شمېر یې د غونډو «فلش ماب» یا هدفمند چټک ډول ته اړوندېږي. موټر چلوونکي د امنیتي ځواکونو د چټکتیا د راکمولو په موخه کوڅې په خپلو موټرو سره بندوي؛ سړکونه د خځلنیو او یا آن د پولیسو د موټرو په چپه کولو بندول کېږي. موټرسایکل لرونکي ځواکونه د ټرافیکو جریان تړي او هغوی بیا په لاریون کوونکو ډزې کوي. په ځیني مواردو کې امنیتي ځواکونه له رنګي توپونو څخه په لاریون کوونکو باندې د نښې جوړولو لپاره ګټنه اخلي. یو شمېر لاریون کوونکي بیا له ځان سره اضافي جامې ګرځوي څو د رنګ شوو پر ځای هغه واغوندي، له پېژندنې څخه د مخنیوي په موخه له ماسک ګټنه کوي او یا هم عامه امنیتي کمرې له منځه وړي. یو شمېر معترضین د خپلو کورنو له کړکیو یا د بامونو له سره شعارونه ورکوي. په نمایشي لاریونونو کې د وینې په څېر په سور رنګ باندې د سترګو رنګ کول، د حجاب لرې کول او سوزول او یا هم د ښځو له خوا په عامه محضر کې د ویښتانو لنډول شاملېږي. له دې امله چې لونګۍ د رژیم د سمبول په توګه په پام کې نیول کېږي یو شمېر فعالین په لونګیو غورځولو لاس پورې کوي (د واټونو پر سر د «مخکښو» ایراني روحانیونو لونګۍ یې له سره غورځوي او بیا تښتي)؛ یو شمېر اصلاح غوښتونکي لکه احمد زید آبادي په دغه بهیر باندې نیوکه کوي او څرګندوي چې دغه کار بیا کولای شي په موضوع کې نه شامل علما وځوروي.

مدني تحریمات

د پوهنتونو یو شمېر ښوونکو او پروفیسورانو د تدریس په تحریم او یا هم په استعفا ورکولو سره د زده کوونکو له خوځښت خپل ملاتړ ښوولی. په دغو ښوونکو کې نصرالله حکمت (د شهید بهشتي پوهنتون)، عمار عاشوري (اسلامي آزاد پوهنتون)، لیلا ګلداران (د شیراز د هنرونو پوهنتون)، غلام رضا شهبازي (د هنرونو د پوهنتون او سوره پوهنتون) او همدارنګه علی رضا بحریني، شهزام خزايي او آذین موحمد (په تهران کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د شریف پوهنتون) ښوونکي شاملېږي.

شعارونه

لاریون کوونکي له داسې شعارونو او بنرونو ګټنه کوي چې په مستقیم ډول د ایران په اسلامي جمهوریت او خامنه یي باندې نیوکه کوي. لاریون کوونکي د مذهبي پولیسو سره د بشري حقونو د نقض له امله خپل شدید مخالفت څرګندوي. «ښځه، ژوند، آزادي» (په فارسي ژبه: زن، زندګی آزادی) د دغه لاریونو بنسټیز شعار دی.

سرچينې

Tags:

د مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه مخینهد مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه لاریونونهد مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه د لاریون کوونکو اقداماتد مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه سرچينېد مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هيموګلوبيننیو همپشایربارانلغمان ولايتپښتانهپښتو ياگانېموسمد اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمانلمرالمیرا شریفی مقدمبيولوژيجودی لین اوکیفتايرايډ غدهخوشال خان خټککوټه (ښار)جنسي اړيکېامازونکرنهعباس ۱د انګلستان د انګلو- ساکسون تاریختمدند پښتو ژبدودشفعهاندونيزياانټرنېټد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتد بشري منابعو مديريتنور محمد ترکیعبدالقادر خان خټکد هډوکي ماتېدلجرمنيبي بي نیکبختهپوهنهموسیقيسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟انتراکسشوروي اتحادسویډنشړشمولسمشرشمالي اروپايونيکوډکندهارفېلډسپاربېلجیماخلاقشيدېامير دوست محمد خاندېوناگريمسيحيتمارشال غلام حيدر خان چرخيعبدالاحد مومندد افغانستان کلتورويکيخونديځد هیوادونو نوملړژوندفزیکد انرژي اغېزمنه کارونهالكساندر الكساندروويچ رومانوفزکاتحبيب الله رفيعقرآن کریمد جرمني هیټلرعقل (نثري کلیات)ګوګلخوستشاه حسين هوتکپه افغانستان کې د ۱۹۷۳ زکال کودتابوټیانور ساداتپاړسي ژبه🡆 More