امازون په انگلیسي ژبه (Amazon) دامریکا په متحده ایالاتو کي دنړیوال الیکترونیکي (بریښنایي) سوداګری یوه ستره کمپنی ده چي دامریکا ترڅنګ دنړۍ لوی شمېر هیوادونه او وګړي ترې دخپلي سوداګری او نورو تجارتي کارونو لپاره ګټه اخلي .
ددې کمپنی اصلي کارځای دمتحده ایالاتو په واشینګټن کي موقیعیت لري . امازون دمګړی (په 2023 کال کي) 310 میلیون فعالان لري اودمتحده ایالاتو ترڅنګ په جرمني، انګلستان، سعودی عربستان، متحده عرب امارات، هندوستان او یوشمېر نورو هیوادونو کي په پراخه کچه دوګړو ترمنځ دبریښنایي سوداګری کارونه مخته وړي . یاده کمپنی دخپلو سوداګریزو چوپړتیاوو په مرسته دنړۍ له شتمنو کمپنیو څخه ګڼل کیږي اودامهال تر 500 میلیارده امریکایي ډالره ډیره شتمني پخپل واک کي لري . دامازون کمپنی مشر جیف بیزوس دنړۍ له لسو شتمنو کسانو څخه ګڼل کیږي .
امازون کمپنی په 1994 زیږدیزکال کي دجولای پر5 نېټه دجیف بیزوس له لوري دمتحده ایالاتو په واشینګټن کي رامنځ ته سول اوهغه وخت یې یوازي دیو دوکان بڼه درلوده خو وروسته دالکترونیکي نړۍ په پراختیا سره دغه کمپنی خپل بریښناییزي برخي ته وده ورکړه او اوس وخت دخپلو چوپړتیاوو 66 سلنه په متحده ایالاتو کي ترسره کوي .
دامازون نړیواله سوداګریزه ساحه ډېره پراخه ده اود امریکایي او اروپایي هیوادونو سربېره یې دنړۍ نور اوسېدونکي هم دخپل تجارت دپراختیا لپاره استعمالوي . ددغه ویبپاڼي څخه په 2009 زیږدیز کال کي یوازي 615 میلیونه کسانو لیدنه کړې وه خوپه 2022 کال کي یاده شمېره دمیاشتي 2 میلیارده کسانو ته ورسېدل چي داد امازون لپاره ډېرستر پرمختګ وو . دنړۍ مشهوره سوداګریزي کمپنی لکه Nike, Dc comics, Brothers group اوځیني نور دخپلو اجناسو لپاره ښه بازار دامازون ویبپاڼه ګڼي . امازون په متحده ایالاتو کي دخپلو اجناسو لپاره 100 فعاله مرکزونه لري اوددې ترڅنګ په ټوله نړۍ کي نژدې 185 نور مرکزونه هم لري .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article امازون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.