انور سادات

محمد انور السادات (د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر له ۲۵ – د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶) یو مصري سیاستوال او پوځي افسر و چې د ۱۹۷۰ کال د اکتوبر له ۱۵ څخه تر ۱۹۸۱ کال د اکتوبر تر ۶ د بنسټپالو پوځي افسرانو له لوري تر وژل کېدو پورې یې د مصر د دریم ولسمشر په توګه دنده پر مخ یوړه.

سادات د ازادو افسرانو یو جګپوړی غړی و چې د ۱۹۵۲ کال د مصر په انقلاب کې یې پاچا فاروق له واکه لرې کړ او د ولسمشر جمال عبدالناصر باوري ملګری و، چې د هغه تر واک لاندې یې دوه ځله یې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه او په ۱۹۷۰ کال کې د ولسمشر په توګه بریالی شو. په ۱۹۷۸ کال کې سادات او د اسراییلو لومړي وزیر میناخېم بیګن د متحده ایالاتو له ولسمشر جیمي کارټر په مرسته د سولې تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې دوی د نوبل د سولې جایزې وړ وپېژندل شول.

انور سادات
(عربي: محمد أنور السادات د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انور سادات
انور سادات

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ ډيسمبر ۱۹۱۸
مړینه 6 اکتوبر 1981 (63 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قاهره   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت مصر (۱۹۷۱–۱۹۸۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه عربي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
عربي
آلماني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام مارشال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د مصر ۱۹۵۲ کال انقلاب
د شمالي یمن کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
انور سادات
انور سادات

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انور سادات  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړي د ولسمشر په توګه په خپلو یوولسو کلونو په اوږدو کې د مصر لاره بدله کړه، د ناصر پلوه له ډېرو سیاسي او اقتصادي اصولو څخه څنګ ته شو چې څو-ګوندي نظام یې بېرته راپورته کړ او د انفتاح اقتصادي سیاست یې په لاره واچوه. نوموړي د ولسمشر په توګه د ۱۹۷۳ کال په یوم کیپور جنګ کې د مصر مشري وکړه ترڅو د مصر سینا ټاپووزمه بېرته ترلاسه کړي، چې اسراییلو د ۱۹۶۷ کال له شپږ ورځنۍ جګړې را په دې خوا اشغال کړې وه، چې دې کار هغه په مصر او د یو څه وخت لپاره په پراخه عربي نړۍ کې د یو اتل په بڼه را پورته کړ. هغه وروسته له اسراییلو سره په خبرو اترو کې ښکېل شو، چې د مصر – اسراییلو د سولې د تړون لامل شوې؛ دې د نوموړي او میناخیم لپاره د نوبل د سولې جایزه وګټله، چې سادات لومړی مسلمان نوبل جایزه ګټونکی شو. که څه هم د دې تړون په اړه غبرګون - چې په پایله کې سینای بېرته له مصر سره یوځای شوه - په عمومي ډول د مصریانو ترمنځ د خوښې وړ و، خو د دې د هېواد اخوان المسلمین او کیڼ اړخو له خوا رد شو او داسې احساس یې را منځ ته کړ چې سادات د فلسطیني دولت د یقیني کولو هڅې پرېښودې. د سوډان په استثنا، عربي نړۍ او د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د سادات د هڅو سره سخت مخالفت وکړ چې ګواکي له عربي دولتونو سره له مخکینۍ مشورې پرته یې له اسراییلو سره جلا سوله کړې ده. د فلسطین په ستونزه کې د دوی سره د پخلاینې څخه د نوموړي د انکار په پایله کې مصر له ۱۹۷۹ کال څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې د عربي اتحاد څخه ویستل شو. همدارنګه د سولې تړون د هغو بنسټیزو لامونو څخه و د هغه د وژنې لامل شو. د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر په شپږمه د اکتوبر د شپږمې په رسم ګذشت کې د خالد اسلامبولي په مشرۍ وسله والو په قاهره کې پر سادات د اتومات ټوپک ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د ژوند لومړي کلونه او انقلابې کړنې

انور سادات د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر په ۲۵ مه په میت ابو الکوم کې چې د منوفیا د والي په برخه کې چې هغه مهال د مصر سلطنت و، په یوې غریبې کورنۍ وزېږېد چې ۱۳ وروڼو او خویندې یې درلودې. د هغه یو ورور عاطف سادات وروسته پیلوټ شو او د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر په جګړه کې ووژل شو. د هغه پلار، انور محمد السادات، د بر مصر اوسېدونکی و، او مور یې، سیت البرین، له پلار څخه سوډاني وه. 

نوموړی د قاهرې، چې هغه مهال د مصر د پاچاهۍ پلازمېنه وه، له شاهي پوځي اکاډمۍ څخه په ۱۹۳۸ کال کې فارغ شو او د سیګنال قول اردو ته ولېږل شو. هغه اردو ته د دوهم بریدمن په توګه لاړ شو او په انګلیس - مصر سوډان (سوډان په هغه وخت کې د برتانیا او مصر د ګډې واکمنۍ لاندې ګډ حکومت و) دنده ور وسپارل شوه. هلته يې له جمال عبدالناصر او د څو نورو ټیټ پوړو افسرانو سره ولیدل او د ازادو افسرانو پټ خوځښت یې را منځ ته کړ چې دې سازمان له مصر څخه د انګلیسانو د ايستلو او د شاهي فساد د له منځه وړلو ژمنه يې وکړه.

نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بریتانوي ځواکونو له لورې له دې امله زندانی شو چې د اشغالګرو ځواکونو په شړلو کې یې د محوري ځواکونو څخه د مرستې د ترلاسه کولو هڅې کولې. هغه د دوهمې نړیوالې جګړې له پای وروسته، په ​​هغه وخت کې د پټې ټولنې سره ولیدل او د وفد ګوند تر مشرۍ لاندې حکومت کې یې د مالیې وزیر او د مصر-انګلیس د دوستۍ ټولنې مشر، امین عثمان د وژنې پرېکړه وکړه چې له انګلیسانو سره یې پراخه خواخوږي درلوده. عثمان د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په میاشت کې ووژل شو. د امین عثمان له وژلو وروسته سادات بیا زندان ته ستون شو. هغه د قرمیدان په زندان کې د زندان له خورا سختو کړاوونو سره مخ شو، خو د حسین توفیق په قضیه کې لومړی تورن په تېښته بریالی شو او د جرم د ثبوت له نه شتون وروسته ټول تورونه له منځه ولاړل او تورن خوشي شول. ځوان افسر صلاح ذوالفقار چې په هغه وخت کې په زندان کې مامور و او د سادات پر اتلولۍ یې د زړه له کومي باور درلود چې د خپل هېواد لپاره یې د وطن دوستۍ ونډه لوبولې وه، په داسې حال کې چې زنداني هم و خو په دې باور و چې له خپل وطن سره د مينې له امله بندیان شوي دي. ذوالفقار له ځانه سره د ښاغلو لپاره خواړه، اخبارونه او سګريټ راوړل او له خپلې کورنۍ سره يې د ليدنې د اجازې په ترلاسه کولو کې ډېره مرسته کوله. انور سادات په ډېرو سیاسي خوځښتونو کې، د اخوان المسلمین، فاشیست ځوان مصر، د مصر د مانۍ د اوسپنیزو ساتونکو، او د آزادو افسرانو په نامه د پټو نظامي ډلو په ګډون، کارنده غړی و.  سادات له خپلو ملګرو ازادو افسرانو سره یوځای په هغه پوځي کودتا کې برخه واخیسته چې د ۱۹۵۲ کال د مصر انقلاب یې پیل کړ چې د همدې کال د جولای په ۲۳ مه یې پاچا فاروق له واکه لرې کړ. سادات ته دنده ورکړل شوې وه چې د انقلاب خبرونه د راډیو له لارې د مصر خلکو ته ورسوي.

د ناصر د ولسمشرۍ په اوږدو کې

سادات د جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۵۴ کال کې د دولت وزیر وټاکل شو او د الجمهوریه د نوې ورځپاڼې مسئول مدیر هم وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۵۹ کال کې د ملي یوالي د منشي په توګه دنده پیل کړه سادات (له ۱۹۶۰ – ۱۹۶۸پورې) د مصر د ولسي جرګې رئیس او بیا په ۱۹۶۴ کال کې مرستیال ولسمشر او د ولسمشرۍ د شورا غړی و او د ۱۹۶۹ کال په ډسمبر کې بیا د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

محمد رياض تسنيمسلووانياپښتني بانکد انځوریزې خبريالي تاریخد انسان جنسي غوښتنېد لوی اختر مياشتڅارنهګرجستان5 نومبرسردار علي ټکر28 سپټمبربټي کوټ ولسوالۍعمر بن عبدالعزيزمېډياويکيزوکړهرېږدلهمحمد (ص) په اسلام کېد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهنورستان ولايتقزاقستانامام الدين جمعه دينسورة المجادلةتوکمپالنه (ټولنيزعلم)بودجهد انسان بدنلوګر ولایتغوره ويناوېد کمپیوټر ځانګړتیاويد درود شريف ځانګړتیا او ګټياسلامي دولت – خراسان ولایتد دوهم ګروپ عناصرپير روښانThalliumهايتياپلاتونتایوانارواپوهنهاباسين يوسفزیپېښورمريم نوازسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟فیودور داستایفسکيسويستلويزوند نزول لاملونه(قرآن)مينهتوېرقرآن کریمتودوخه بدلونکیوزهپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونخيميرانوچکۍ تبه (محرقه)لېزرانور شاه کشميريiz3asزمریتلاسېمیااروپايي ټولنهدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)جنسي تېرید اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېدریم جورجلومړی مخامير کروړ سوريموسی قلعهمنځنۍ پېړۍ🡆 More