بطلیموسي لړۍ

بطلیموسي لړۍ، همدارنګه بطلیموسي کورنۍ یا لاګید کورنۍ (د لاګید نوم یې د لومړي بطلیموس د پلار لاګوس له نوم څخه اخیستل شوی) هغه سلطنتي مقدوني یوناني لړۍ وه چې په هلنېستي دوره کې یې د لرغوني مصر په بطلیموسي پاچاهۍ واکمني وکړه.

د هغوی حکومت له میلاد وړاندې ۳۰۵ کال څخه له میلاد وړاندې ۳۰ کال پورې د ۲۷۵ کلونو لپاره دوام وموند. بطلیموسي لړۍ د لرغوني مصر وروستۍ لړۍ وه.

بطلیموس د لوی سکندر له اوو سوماتوفولاکسانو (ساتونکو همکارانو) څخه و چې د سکندر میرنی ورور او هغه ته نږدې جنرال و؛ نوموړی له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال کې د سکندر له مړینې وروسته د مصر حاکم یا ساتراپ وټاکل شو. ده له میلاد وړاندې ۳۰۵ کال کې ځان فرعون لومړنی بطلیموس اعلان کړ چې وروسته بیا د سوتر («ژغورونکي») په توګه پېژندل کېده. مصریانو ډېر ژر بطلیموسیان د خپلواک مصر د فرعونانو د ځای ناستو په توګه ومنل. بطلیموسي کورنۍ له میلاد وړاندې ۳۰ کال کې د رومیانو د فتحې تر مهاله په مصر حکومت وکړ.

د لرغوني مصر د نورو لړیو په څېر په بطلیموسي لړۍ کې هم له خویندو او وروڼو سره واده کول دود چاره وه، خو دغه چاره په جدي توګه د دغې لړۍ د پیلېدو څخه تر یوې راتلونکې پېړۍ پورې پیل نه شوه. یادې لړۍ ته اړوندو ټولو نارینه واکمنانو د بطلیموس نوم درلود، په داسې حال کې چې سلطنتي ملکو ته بیا د کلئوپاترا، ارسینوی یا برینیکي نومونه کارول کېدل. د دغې لړۍ تر ټولو مشهوره غړې ملکه اوومه کلئوپاترا وه چې په پیل کې یې د ژولیوس سزار او پومپیوس او وروسته یې بیا د اکتاویان او مارک انتوني ترمنځ د روم په سیاسي شخړو کې د ونډې لرلو له امله شهرت وموند. د رومیانو له خوا د مصر له نیولو وروسته د هغې څرګنده ځان وژنه په مصر کې د بطلیموسي حکومت پای ټکی و.

بطلیموسي واکمنان او ملکې

  • لومړی بطلیموس سوتر (له میلاد وړاندې ۳۰۳ – ۲۰۸ کال) په پیل کې یې له تائیس، وروسته له آرتاکاما، بیا له یوریدیس او بالاخره له لومړۍ برینیکي سره واده وکړ؛
  • دویم بطلیموس فیلادلفیوس (له میلاد وړاندې ۲۸۵ – ۲۴۶ کال) په پیل کې یې له لومړۍ ارسینوی او بیا له دویمې ارسینوی سره واده وکړ؛ ده له بطلیموس لومړي ایپیجون سره په مشترکه بڼه واکمني وکړه؛
  • دریم بطلیموس اورژتس (له میلاد وړاندې ۲۴۶ – ۲۲۱ کال) له دویمې برینیکي سره یې واده وکړ؛
  • څلورم بطلیموس فیلوپاتور (له میلاد وړاندې ۲۲۱ – ۲۰۳ کال) له دریمې ارسینوی سره یې واده وکړ؛
  • پنځم بطلیموس اپیفانس (له میلاد وړاندې ۲۰۳ – ۱۸۱ کال) له لومړۍ کلئوپاترا سیرا سره یې واده وکړ؛
  • شپږم بطلیموس فیلومتور (له میلاد وړاندې ۱۸۱ – ۱۶۴ کال، له میلاد وړاندې ۱۶۳ – ۱۴۵ کال) له دویمې کلئوپاترا سره یې واده وکړ، همدارنګه یې له میلاد وړاندې ۱۵۲ کال کې د لنډ مهال لپاره له بطلیموس یوپاتور سره په مشترک ډول واکمني وکړه؛
  • اووم بطلیموس نیوس فیلوپاتور (په ډېر احتمال سره یې حکومت نه دی کړی)؛
  • اتم بطلیموس فیسکون (له میلاد وړاندې ۱۷۰ – ۱۶۳ کال، ۱۴۵ – ۱۱۶ کال) په پیل کې یې له دویمې کلئوپاترا او بیا له دریمې کلئوپاترا سره واده وکړ؛ نوموړی په لنډ مهالې توګه له میلاد وړاندې ۱۳۱ کال څخه تر ۱۲۷ کال پورې د دویمې کلئوپاترا له خوا له سکندریې څخه تبعید شو، خو په ۱۲۴ کال کې بېرته ورسره جوړ راغی؛
  • دویمه کلئوپاترا فیلومتر سوترا (له میلاد وړاندې ۱۳۱ – ۱۲۷ کال)، له اتم بطلیموس فیسکون سره یې مخالفت درلود؛
  • بطلیموس اپیون (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۲۰ – ۹۶ کال)، د اتم بطلیموس زوی، د سیرنه وروستی بطلیموسي پاچا و؛
  • دریمه کلئوپاتر فیلومتر سوترا ډیکیاسون نیکفوروس (کوکي) (له میلاد وړاندې ۱۱۶ – ۱۱۰ کال) له نهم بطلیموس لاتیروس (له میلاد وړاندې ۱۱۶ – ۱۰۷ کال) او لسم بطلیموس لومړي الکساندر (له میلاد وړاندې ۱۰۷ – ۱۰۱ کال) سره یې په ګډه حکومت وکړ؛
  • نهم بطلیموس لاتیروس (د دویم سوتر په توګه له میلاد وړاندې ۱۱۶ – ۱۰۷ کال؛ له میلاد وړاندې ۸۸ – ۸۱ کال) له څلورمې کلئوپاترا او وروسته یې له کلئوپاترا سلن سره واده وکړ، ده په خپله لومړۍ دوره کې له دریمې کلئوپاترا سره په ګډه واکمني وکړه؛
  • لسم بطلیموس لومړی الکساندر (له میلاد وړاندې ۱۰۷ – ۸۸ کال) په پیل کې یې له کلئوپاترا سلن او بیا له دریمې برینیکي سره واده وکړ، ده له میلاد وړاندې ۱۰۱ کال پورې په مشترک ډول له دریمې کلئوپاترا سره واکمني وکړه؛
  • دریمه برنیس فیلوپاتور (له میلاد وړاندې ۸۱ – ۸۰ کال)؛
  • یوولسم بطلیموس دویم الکساندر (له میلاد وړاندې ۸۰ کال)؛ د دریمې برینیکي له وژلو وړاندې یې له هغې سره په ګډه واک وچلاوه، خو د هغې له وژلو وروسته یې د ۱۹ کلونو لپاره په خپلواکه بڼه واکمني وکړه؛
  • دوولسم بطلیموس نئوس دیونیسوس (اولیتس) (له میلاد وړاندې ۸۰ – ۵۸ کال؛ له میلاد وړاندې ۵۵ – ۵۱ کال) له پنځمې کلئوپاترا تریفینا سره یې واده وکړ؛
  • شپږمه کلئوپاترا تریفینا (له میلاد وړاندې ۵۸ – ۵۷ کال) له څلورمې برینیکي (له میلاد وړاندې ۵۸ – ۵۵ کال) سره یې په ګډه واکمني وکړه، دا په ډېر احتمال هماغه مخکې یاده شوې پنځمه کلئوپاترا تریفینا ده؛
  • کلئوپاترا («اوومه کلئوپاترا تیا فیلوپاتور» له میلاد وړاندې ۵۱ – ۳۰ کال) له دیارلسم بطلیموس تئوس فیلوپاتور (له میلاد وړاندې ۵۱ – ۴۷ کال)، څوارلسم بطلیموس (له میلاد وړاندې ۴۷ – ۴۴ کال) او پنځلسم بطلیموس سزاریون (له میلاد وړاندې ۴۴ – ۳۰ کال) سره یې په ګډه واکمني وکړه.
  • څلورمه ارسینوی (له میلاد وړاندې ۴۸ – ۴۷ کال) له کلئوپاترا سره یې په مخالفت واکمني وکړه؛
  • د موریتانیا بطلیموس (له میلاد وړاندې ۱۳ یا ۹ کال – ۴۰ زکال) د روم له اړخه د موریتانیا پاچا او واکمن و.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ننګرهار ولایتغسلصالح محمد خان هوتکاستمناءارواپوهنهلرغونپوهنهالکترولیت محلولدکاربن مونو اکسایډ زهريت او اغیرېچارليماګنيبهرنۍ پوراحمد شاه درانید افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )لېبراليزمکوچنی اخترګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتسمحمدجنرال عبدالرازقټي آر ټي پښتوپکتيا ولايتلغمان ولايتجېنومډونالډ ټرامپشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهد امریکا متحده آیالاتونهفضل عمر مجدديښوونځیتور زېړیاحمدزيزلمی هېوادملخوست ولايتد مایکروسافټ تاریخچین د خلکو جمهوریتپنجوايي ولسوالۍد هند سمندرد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندطبي بوټيد فرانسې تاریخجنسي اړيکېبلخانس بن مالکاوگانسونافغانعبدالله بن عبدالعزیز آل سعودبودجهپه اسلام کې د خدای تصورمغولانيوني ماشينپاکستاند افغانستان لنډ تاريخيو گونديز رياستښيښهد واده شپهجلغوزهکوټیلیا چانکیابازار (ځای)اپل شرکتمهرو د سید آباد ولسوالۍ يو کلیاروپايي ټولنهعمر بن خطابد فلمونو په نړۍ کې ښځېد افغانستان اسلامي امارتانا لله و انا الیه راجعوند وړانګو روغتيايي اغيزيجمهوریت غوښتنهارغندابابو حنيفه (امام اعظم)امير حبيب الله خان[email protected]اختصاصي مجازي شبکهآند🡆 More