اوومه کلیوپاترا (په انګلیسي: Cleopatra VII) د بطلیموسي مصر وروستۍ واکمنه وه چې په سکندریه کې د ۳۰قم کال د اګوسټ میاشتې پر ۱۰مې یا ۱۲مې نېټه په ۳۹ کلنۍ کې مړه شوې ده.
د عام وګړو په باور، کلیوپاترا ځان د یوه مار (مصري کبرا مار) په واسطه ځان وچیچه او مړه شوه؛ خو د رومي دورې لیکوالانو سترابو، پلوتارک او کاسیوس دیو په اند، کلیوپاترا د یوه زهري ملهم یا د یوې زهرې ستنې لګولو لهلارې ځان مسموم کړ. نومهاله څېړونکي د مړینې علت په توګه د مار چېچنې په هکله د لرغونو لیکنو او څرګندونو پر موثقوالي او دې باندې چې ایا هغه وژل شوې ده که نه، بحث کوي. ځینې اکاډمیکې څېرې داسې انګېري چې رومي سیاسي سیال «اوکتاویان» ځانوژنې ته مجبوره کړه ترڅو د خپلې خوښېوړ لهلارې ځان ووژني. د کلیوپاترا د کبر ځای او موقعیت معلوم نهدی. د لیکنو لهمخې، اوکتاویان هغې او خاوند ته یې (رومي سیاستوال او جنرال مارک انتوني چې ځان یې په توره ووژه) اجازه ورکړه ترڅو یو د بل ترڅنګ دفن شي.
د کلیوپاترا په مړینې سره د درېسره حکومت پاتې شویو اوکتاویان او انتوني ترمنځ د روم جمهوریت وروستۍ جګړې ته د پای ټکی کېښود، چې په دې جګړه کې کلیوپاترا د خپل خاوند او درېیو ماشومانو پلار هملارې وه. په رومي یونان کې د اکتیوم په جګړه کې په ۳۱قم کال کې انتوني او کلیوپاترا له ماتې وروسته مصر ته وتښتېدل، چې وروسته اوکتاویان پر مصر هم برید وکړ او د هغو ځواکونه یې له ماتې سره مخ کړل. کلیوپاترا ځان ووژه ترڅو د رومیانو او د اوکتاویان (چې په ۲۷قم کې د روم لومړی امپراتور شو او د اګوسټوس په نامه مشهور ؤ) نظامي بري په جشن کې د یوه بندي په توګه رسم ګذشت ونهکړي. اوکتاویان سره د کلیوپاترا زوی قیصریون (چې د پنځلسم بطلیموس په نامه هم پېژندل کېږي) بندي ؤ؛ قیصریون د جولیوس قیصر، چې په مصر کې ووژل شو، وروستی وارث ؤ؛ اوکتاویان د هغه له وژلو لاس واخېست او له انتوني سره یې یوځای روم ته بوته. د کلیوپاترا په مړینې سره هېلنیسټي دوره او د مصر بطلیموسي حکومت پای ته ورسېده او همدا راز د مصر رومي واکمنۍ پيل شوه چې په هغې کې مصر د رومي ټولواکمنۍ یو ایالت ؤ.
د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو هنري آثارو کې د کلیوپاترا د مړینې انځورګري شوې ده. دغه آثار د تجسمي، ادبي او تمثیلي هنرونو لهلارې له مجسمو او انځورګریو څخه نیولې تر شعرونو او تمثیلي ټوټو او فلمونو کې وړاندې شوې دي. کلیوپاترا د لاتین لرغونو ادبیاتو په شعر او نثر کې بېساري وړتیا درلوده. په داسې حال کې چې په تجسمي هنرونو کې د هغې د مړینې په هکله د لرغوني روم له پېر څخه لږشمېر آثار پاتې دي، خو د منځنیو پېړیو، رنسانس، باروک او نومهالي آثارو شمېر یې زیات دی. د «اسکیلین زهرې» او «ویدې آریادنې» په څېر لرغونې یوناني-رومي مجسمې د راتلونکو هنري آثارو لپاره الهام وګرځېدې ترڅو د کلیوپاترا د مړینې انځورګري وکړي، او په ټولیزه توګه په دغو انځورګریو کې یو کوچنی کبرا مار لیدل کېږي چې کلیوپاترا ځان پرې چیچي. د کلیوپاترا مړینې په هغو آثارو کې چې انځورګرۍ، تمثیلي ټوټې او فلمونه پهکې شاملېږي، په تېره بیا د وېکټوریا پېر په آثارو کې د اېروتیسیزم او جنسي تمایلاتو مضامین منعکس کړي دي. د کلیوپاترا مړینه د نیوکلاسیکي مجسمه جوړونې، ختیځپالې انځورګرۍ او سینمایي آثارو لهلارې ښودل کېږي.
داسې هېڅ کومه سرچینه نشته چې د کلیوپاترا د مړینې دقیقه نېټه په کې ذکر شوې وي. تیودور کرېسي سکیټ د ثابتو پېښو نومهالو لیکنو او د تاریخي سرچینو متقابلې کتنې پر بنسټ د هغې د مړینې نېټه د ۳۰قم کال د اګوسټ د میاشتې ۱۲مه نېټه ښودلې ده. ستانلي م. بورستاین، جېمز ګروت، آیدن دادسن او دیان هېلتون د هغه د فرضیې ملاتړ کوي، خو وروستي دوه بیا په احتیاطي توګه وایي چې غوره ده د مړینې نېټه یې شاوخوا د اګوسټ ۱۲مه ولیکل شي. د ۳۰قم کال د اګوسټ ۱۰مه نېټه د نورو پوهانو، لکه دوان و. رولر، جوان فلېچر او جېني اندرسن لهخوا سمه ګڼل کېږي.
اولمپوس د کلیوپاترا شخصي طبیب، د پلوتارک په حواله، نه د مړینې لامل او نه د کوچني کبرا یا مصري کپچهمار چیچنه ذکر کړې ده. سترابو، چې لومړنی پېژندل شوی تاریخي سند وړاندې کوي، باور درلود چې کلیوپاترا ځان په کبرا مار چیچلی یا د زهري ملهم په وهلو یې ځان وژلی دی. پلوتارک بیا وایي چې کوچنی کبرا مار هغې ته د اېنځرو په یوې ټوکرۍ کې راوړل شوی ؤ، خو بیا هم د مړینې په هکله یې نورې بدیلې کیسې هم ذکر کوي، د بېلګې په توګه د یوې خیالي وسیلې کارونه، چې ګواکې کلیوپاترا د یوې ستنې په واسطه خپل پوستکی توږلی دی او لهدې لارې یې ځان مسموم کړ. د کاسیوس دیو په وینا، د کوچنیو سوریو ټپونه د کلیوپاترا پر مټو موندل شوي وو، خو د پلوتارک په څېر یې ادعا وکړه چې هېڅوک د هغې د مړینې پر واقعي لامل نهپوهېږي. دیو د کوچني کبرا مار ادعا ذکر کوي او ان د یوې کوچنۍ ستنې بحث یې هم مطرح کړی دی او پهدې سره داسې برېښي چې د پلوتارک خیالي کیسه یې تایید کړې ده. د فلوروس او ولیوس پاترکولوس په څېر نومهاله مورخان د مار چیچنې نظریې ملاتړ کوي. رومي طبیب جالینوس د مار چیچلو کیسه ذکر کوي، خو لږ څه په توپیر سره وایي چې کلیوپاترا پر خپلې مټې باندې خوله ولګوله او ځان ته یې هغه زهر تېر کړل چې په یوه لوښي کې ورته راوړل شوي وو. سویتونیوس د کوچني کبرا مار کیسه نقل کړې، خو د موثقوالي په هکله یې شک څرګند کړ.
په نومهالو لومړیو څېړنو کې د کلیوپاترا د مړینې لامل په هکله ډېر لږ بحث شوی دی. ټوماس برَون، د دایرةالمعارف لیکوال د خپل ۱۶۴۶ز کال په اثر «سیودودکسیا اپیدمیکا» (متداولې تېروتنې) کې بیانوي چې د کلیوپاترا د مړینې څرنګوالی معلوم نهدی او په هغو هنري انځورونو کې، چې ښیي هغه د یوه کوچني مار په واسطه ځان چیچي، د «ځمکني کبرا مار» لویه اندازه په سمه توګه نهڅرګندوي. په ۱۷۱۷ز کال کې اناټومېست جووانی باتیستا مورګاني له پاپي طبیب جوواني ماریا لانسیسي سره د ملکې د مړینې لامل په هکله لنډه تفنني ادبي مکاتبه ترسره کړه، څرنګه چې د مورګاني د ۱۷۶۱ز کال په اثر «De Sedibus» کې ذکر شوې ده او د ادبي مکتوبونو د یوې لړۍ په توګه د هغه د ۱۷۶۴ز کال په اثر «Opera omnia» کې خپره شوه. مورګاني استدلال وکړ چې کلیوپاترا په اغلب احتمال سره د مار چیچلو لهامله مړه شوې ده او د لانسیسي فرضیه یې، چې د زهرو لګول لا موجه او معقول دلیل برېښي، رد کړه او ویې ویل چې هېڅ یوناني-رومي لیکوال په خپلو لیکنو کې د زهر څښاک په هکله یادونه نهده کړې. لانسیسي د هغه خبر د داسې استدلال لهلارې رد کړه چې ګڼې د رومي شاعرانو څرګندونې باوري او رښتینې نهدي، ځکه هغوی د پېښو په بیانولو کې ډېره مبالغه او اغراق کوي. د هغه په ادبي خاطراتو کې، چې په ۱۷۷۷ز کال کې خپاره شول، ډاکتر جان ګولین د مورګاني استدلال ملاتړ کوي او بیانوي چې د مار چیچل د مړینې لا احتمالي او طبیعي لامل برېښي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د کلیوپاترا مړینه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.