اسيان

اسيان چې په رسمي ډول د سويل ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې په نوم پېژندل کېږي، په سويل ختيځه اسيا کې د لسو غړيو هېوادونو ېوه اتحاديه ده، کومه چې د دې ټولنې د غړيو هېوادونو او اسيا پاسفيک د حکومتونو تر منځ همغږۍ ته وده ورکوي او د اقتصادي، سياسي، امنيتي، پوځي، تعليمي او ټولنيز کلتوري يووالي په برخه کې د اسانچاري دنده تر سره کوي.

د اسيان بنسټيزه موخه اقتصادي وده چټکول او له دې لارې ټولنيز پرمختګ او کلتوري وده منځ ته راوړل و. ثانوي موخه يې د قانون د حاکمیت او د ملګرو ملتنو د منشور د اصولو پر بنسټ سيمه ييزه سوله او ثبات دودول و. په اسيان کې د نړۍ ځينې په تېزۍ سره وده کونوکي اقتصادونه شامل دي، دې سازمان خپلې موخې له اقتصادي او ټولنيزې دايرې څخه ورهاخوا پراخې کړې دي. په ۲۰۰۳ز کال کې اسيان له درې ارکانو څخه د جوړې اسيان ټولنې پر سر موافقه کولو له لارې، اسيان له اروپايي اتحاديې سره په يوه لاره روان شو چې دا درې ارکان دا دي: د اسيان امنيتي ټولنه، د اسيان اقتصادي ټولنه او د اسيان ټولنيزه کلتوري ټولنه. د اسيان په بيرغ او نښان کې د وريژو لس ډنډر دي چې د سويل ختيځې اسيا د لسو هېوادونو استازيتوب کوي، کوم چې يو له بل سره په يووالي تړلي دي.

اسيان په منظم ډول د اسيا پاسفيک سيمې او له دې څخه ورهاخوا هېوادونو سره په اړيکه کې دی. اسيان چې د «UN, SCO, PA, GCC, MERCOSUR, CELAC» او «ECO» ستر لوی یک دی، د ائتلافونو او مذاکراتي شريکانو يوه نړيوله شبکه لري او ډېر ورته د یو نړيوال ځواک د مرکز په سترګه ګوري. دا ټولنه په ډېرو نړيوالو چارو کې ښکېله ده او په ټوله نړۍ کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو کوربه توب کوي. د دې سازمان برياليتوب په تاريخ کې د يو لړ سترو سوداګريزو بلاکونو (دله يا اتحاد) پر مخ وړونکی ځواک ګرځېدلی چې په دې بلاکونو کې APEC او RCEP هم شامل دي.

تاريخ

بنسټ اېښودل

له اسيان مخکې د ۱۹۶۱ز کال د جولای په يو دېرشمه نېټه يو بل سازمان جوړ شوی و چې د سويل ختيځې اسيا ټولنې (ASA) په نوم يادېدو، دا ډله له تايلينډ، فلپين او مالایا فدراسیون څخه جوړه وه. اسیان خپله د ۱۹۶۷ز کال د اګست په اتمه نېټه جوړ شو، کله چې د پنخو هېوادونو هر يو اندونیزيا، ماليزيا، فلپين، سینګاپور او تايلينډ د بهرنيو چارو ويرانو د اسيان اعلاميه لاسليک کړه. څنګه چې په اعلاميه کې درج شوي دي، د اسيان موخې او اهداف په سيمه کې اقتصادي وده، ټولنيز پرمختګ او کلتوري ترقي ده، څو سيمه يیزه سوله، د شريکو ګټو په اړوند همغږي او دوه اړخيزه همکاري، يو بل ته د روزنې او څېړنې په برخه کې د اسانتيا منځ ته راوړلو سره مرسته کول، د خلکو د ژوندانه د معيارونو د پورته کولو لپاره د کرنې او صنعت څخه د ښې ګټې اخستل همغږي کول، د سويل ختيځې اسيا مطالعات دود کول او د همدې ډول موخو او اهدافو لرونکو نړيوالو سازمانونو سره د نژدې، ګټورې همکارۍ ساتل دي.

د اسيان جوړېدلو په لومړي سر کې پر کمیونیزم د برترۍ ساتلو له هيلې انګېزه اخستې وه. له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد له خوا د شمالي کوريايي ټاپووزمې له نيولو، په شمالي کوريا کې د کمونستو حکومتونو (۱۹۴۵)، د چين د خلکو جمهوريت (۱۹۴۹) او له شمالي ویتنام سره د پخوانۍ اندو-چين د ځينو برخو چې په برتانوي مالايا کې ورسره کمونستي تاوتريخوالی (بېړنی حالت) هم ملګری و او د ۱۹۵۰ز لسيزې په لومړيو کې له متحده ايالاتو څخه د فلپين له خپلواکۍ وروسته نا امنۍ څخه پس کمونزم په مرکزي اسيايي سيمو کې پښې کلکې کړې وې.

دې پېښو په ۱۹۵۴ز کال کې همدا راز د لومړي « S.E.A.T.O.» (سويل ختيځ اسيا تړون سازمان) جوړېدلو سره هم مرسته وکړه چې مشري يې د متحده ايالاتو او انګلستان تر څنګ استراليا کوله، دې سازمان په سويل ختيځېه اسيا کې ګڼ شريکان درلودل چې دې سازمان د پراختيا د مخنيوي او له دې څخه د مخکې په ۱۹۴۹ز کال د لويديځې اروپا لپاره د جوړ شوي دفاعي مورچل ناټو د ختيځې نسخې په توګه يې کار وکړ. په هر حال، د اسيان د ډلې سيمه يیزو غړیو هېوادونو د ۱۹۷۰ز لسيزې په منځ کې د «سايګون» د زوال او د ۱۹۷۵ز کال په اپريل مياشت کې د ويتنام د جګړې د پای ته رسېدو او د «سيټو» له منځه تګ وروسته د ځواک په توازن کې د بدلون له راتګ پس زياته همغږي تر لاسه کړه.

د اسيان د لومړۍ سرمشريزې ناسته په ۱۹۷۶ز کال د اندونيزيا په «بالي» کې تر سره شوه، په کومه کې چې په ګڼو صنعتي پروژو توافق وشو او د دوستانه اړیکو او همکارۍ په يو تړون او د همغږۍ په يوې اعلاميې لاسلیک وشو. د سړې جګړې پای ته رسېدو د اسيان له هېوادونو سره مرسته وکړه چې په سيمه کې له زياتې سياسي خپلواکۍ څخه ګټه واخلي، په ۱۹۹۰ز لسيزه کې، اسيان د سيمه ييزې سوداګرۍ او امنيتي موضوعاتو په اړوند د يو مخکښ غږ په توګه راڅرګند شو.

د ۱۹۹۵ز کال د ديسمبر په پنځلسمه نېټه، له هستوي وسلې څخه د پاکې سويل ختيځې اسيا تړون لاسليک شو، څو په دې ډول سويل ختيځه اسيا له هستوي وسلو څخه پاکه سيمه وګرځي. دا تړون د ۱۹۹۷ز کال د مارچ په اته وېشتمه نېټه هغه مهال پلی شو، کله چې له يو پرته نورو ټولو غړيو هېوادونو تصويب کړ. دا تړون د ۲۰۰۱ز کال د جون د مياشتې په يوويشتمه نېټه له هغې وروسته بشپړ پلی شو، کله چې فلپين تصويب کړ او په عمل کې يې په سيمه کې ټولې هستوي وسلې بندې کړې.

پراختيا

د ۱۹۸۴ز کال د جنورۍ په اومه نېټه برونای د اسیان شبږم غړی شو او د ۱۹۹۵ز کال د جولای په اته ويشتمه نېټه د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ویتنام له دې سازمان سره د اوم غړي په توګه يوځای شو. لاوس او ميانمار (چې مخکې برما و) دوه کاله وروسته د ۱۹۹۷ز کال د جولای په درويشتمه نېټه ورسره يوځای شول. کمبوډيا هم د لاوس او ميانمار سره په يو وخت کې ورسره يو ځای کېدو، خو په ۱۹۹۷ز کال کې يوې کودتا او داخلي ناارامۍ دا يوځای کېدل وځنډول. دا هېواد د ۱۹۹۹ز کال د اپريل په دېرشمه نېټه هغه مهال له دې سازمان سره يوخای شو چې خپل حکومت يې باثباته کړ.

په ۲۰۰۶ز کال کې، اسیان ته د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د څارونکي حيثيت ورکړل شو، د دې په بدل کې ياد سازمان ملګرو ملتونو ته د «مذاکرې شريک» حيثيت ورکړ.

د اسيان د هېوادونو تر منځ تاريخي مشترکات

د يو شان جغرافیايي موقعيت د شراکت تر څنګ، سويل ختيځ اسيايي هېوادونه د ختيځې اسيا او سويلي اسيا تر منځ د کلتوري څلور لارې په توګه بلل کېږي، کوم چې د سويلي چين د سمندر او تر څنګ يې د هند د بحر په مهمو نښلونکو سيمو پراته دي، له اروپايي نېواک پړاونو څخه مخکې يې همدا راز له اسلامي او پارسي اغېز څخه زيات اغېزمن شوي وو.

د شا اوخوا ۱۰۰ مخزېديز راهيسې، سويل ختيځې اسياي مجمع الجزايز د هند بحر او سويلي چين سمندر د سوداګريزو لارو پر څلور لارو مرکزي موقعيت خپل کړی و، کوم چې اقتصاد او نظریات په خوځښت راوستل. په دې کې د سويل ختيځې اسيا د «ابوګيډا» ليکدود تر څنګ په ويتنام کې چينايي رسم الخط متعارف کول هم شامل و. د ګڼو اصلي متونونو تر څنګ، په تايلينډ، کمبوډيا، لاوس، اندونيزيا، مالايا او داسې نورو کې ګڼ ابوګيډا براهمي ليکدود هم په پراخه پیمانه خپور و. له تاريخي اړخه، د «پلاو»، «کاوي» (له لرغوني تاملي رسم الخط څخه) او «رينکونګ» يا «سورت اولو» په څېر ليکدودونه د لرغونې مالايي لیکنې لپاره کارول کېدل، تر دې چې په ماليا مجمع الجزاير کې د اسلامي تبليغي ماموريتونو پر مهال يې ځای «جاوی» ونيو.

په ګڼو اسيان هېوادونو کې تاريخي اروپايي نېواکګرې اغېزې، د فرانسوي اندو-چين (اوسنی ويتنام، الوس اوکمبوډيا)، برتانوي برما، مالايا او بورنيو (اوسنی ميانمار، ماليزيا او سینګار او بورنيو)، هالنډي ختیځ هندوستان (اوسنی اندونيزيا)، اسپانوي شرق الهند (اوسنی فلپين او ګڼې نورې مستعمرې) او پرتګالي تيمور (اوسنی تيمور ليسټي) په ګډون په ټولو سويل ختيځو اسيايي هېوادونو اغېز پیدا کړ، يواځې تايلينډ (هغه مهال سايم بلل کېدو) يواځينی سويل ختيځ اسيايي هېواد و چې د اروپايي مستعمرې په توګه ونه نيول شو.

سرچينې

Tags:

اسيان تاريخاسيان سرچينېاسيان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ګوجر قبیلهفیسبوکپلان جوړونهد احد غزامحمد شفيع عثمانيد لمر رڼاغزنيکلمپلمرماري انتوانېتژمنی سبزیجات او په ختيځ زون کی یی اقليمي شرايطاوبهد اسیایي هیوادونو نوملړولادمیر پوتینډاکټر محمد نعیم وردګفلسطیند افغانستان قومونهد افغانستان ولسمشرهلمند ولايتپه نباتاتو د بهرنيو عواملو اغیزېاموي خلافتد واده بلنليکاقتصادي ودهکيمياسولهنیویورکچرسد افغانستان ژبېنسيم حجازيحديثهندپه کیوبا کې د غلامۍ ضد قانونپه فرانسه کې د ادب او هنر بیا راژوندي کېدل(رنسانس)سمفروپولویدانتاداکټر سید جمال الدین هرویسینه بغلمحمد زبير شفيقيپښتو یاګانېسترگهسيد بهاوالدين بهاييدژوندبڼو ډولونهفردوسیدوبۍ نړيوال هوايي ډګرسيد بهاو الدين مجروحاندونيزيازنگاليمو هن جوداروچاپیریالی روغتيا ساتنهد انګلستان د انګلو- ساکسون تاریخد ښځو مطالعهسورة سبأمولانا جلال الدين محمد بلخيافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېسردار محمد يحيا خانشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهچین د خلکو جمهوریتد افغانستان اسلامي جمهوریتد افغانستان نښانپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهشاه زمان خانټولنيزې رسنۍپوځميخانيکسېسټمشرابفوټبالاحمد شاه درانی🡆 More