ګابون

ګابن چې رسمي نوم یې د ګابن جمهوریت دی د مرکزي افريقا په لودیځ لور کې پروت هیواد دی.

د ګابن پلازمینه لیبرویل ښار او رسمی ژبه یې فرانسوي ده، یاد هیواد ۷۴۵'۲۶۷ کیلومتره مساحت او ۸۶۷'۴۵۴'۱ میلیونه وګړي لري. د پیسو واحد یې د مرکزي افریقا فرانک دی او په ۱۷ اګست ۱۹۶۰م کال یې له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړی.

ګابون بيرغ ګابون نښان
ګابون
نخشه
موقعيت
حکومت
 -  ولسمشر علی بونګو وندیمبا
 -  لومړی وزیر ریموند ندونګ سیما
Legislature ولسي جرګه
 -  Upper House مشرانو جرګه
 -  Lower House ملي جرګه
جوړښت
 -  ورکړل شوې اګسټ ۱۷, ۱۹۶۰ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۲۶۷,۶۶۷ کيلومتر2 (۷۶th)
۱۰۳,۳۴۷ sq mi 
 -  اوبه (%) ۳.۷۶%
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۶ estimate ۱٬۹۷۹٬۷۸۶ (۱۵۰th)
 -  ګڼه ګونه ۵.۵/km2 (۲۱۶th)
۱۴.۳/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۳۸.۲۸۰ بیلیونه 
 -  پر کس $۱۸,۶۴۷ 
GDP (nominal) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۱۷.۲۱۲ بیلیونه 
 -  پر کس $۸,۳۸۴ 
Gini (۲۰۱۷) ۳۸ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰.۷۰۲ (۱۱۵th)
د وخت سيمه (UTC+۱)
د موټر چلولو لوری ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .ga
پيل ګڼ +۲۴۱


ګابن (/ɡəˈbɒn/) په رسمي ډول د ګابن جمهوريت دی، چې د مرکزي افريقا پر لويديځ ساحل باندې پروت هېواد دی. دا سيمه چې د استوا پر کرښه باندې پرته ده، شمال لويديځ ته يې استوايي ګينه، شمال ته يې کامرون، ختيځ او سوېل ته د کانګو جمهوريت او لويديځ ته يې د ګينه خليج پروت دی. نږدې ۲۷۰۰۰۰ کېلو متر مربع (۱۰۰۰۰۰ ميل مربع) پراخوالی او د اټکل له مخې ۲،۱ ميليون وګړي يا نفوس لري. درې څرګندې سيمې لري: ساحلي درې، غرونه (مرکزي برخه کې کرسټال غرونه او چيلو ماسسېف “Chillu Massif”) او په ختيځ کې هواره او بې ونو دښته. د ګابن پلازمېنه او تر لوی ښار “Libreville” او رسمي ژبه يې فرانسوي ده.

ننني ګابن کې په اصل کې Pygmy وګړي استوګن شول، چې د Bantu توکم قبيلو د کډوالۍ له امله په پراخه ډول بې ځايه او جذب شول. په ۱۸ پېړۍ کې ګابن کې د يورنګو پاچاهۍ (Kingdom of Urungu) په نوم د Myeni ويونکو پاچاهي جوړه شوه. ياده پاچاهي په اصل کې د غلامانو د پېر او پلور له امله د يو پياوړي سوداګريز مرکز جوړېدلو وړ وه. يورنګو په ۱۸۷۰ لسيزه کې د غلامۍ پرېښودنه حس کړه. په ۱۹۶۰ کې له فرانسې څخه د خپلواکۍ له راهيسې د ګابن خپلواک دولت دري ولسمشران درلودلي دي. د ۱۹۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې دې هېواد يو ګڼ ګوندي نظام او يو نوی ديموکراتيک اساسي قانون وړاندې کړ، چې يو څه روڼ ټاکنيز بهير ته يې لاره هواره او زيات حکومتي بنسټونه يې سم يا اصلاح کړل.

ګابن له Mauritius, Seychelles, Botswana او سويلي افريقا څخه وروسته په سيمه کې د پينځم تر ټولو لوړ HDI او له  Mauritius, Seychelles, Botswana او استوايي ګينه څخه وروسته د پينځم تر ټولو لوړ سړي سر عايد (PPP) ناخالص کورني محصول په درلودلو سره په نيمه صحارايي افريقا کې يو له نېکمرغه هېوادونو څخه دی، چې پراخه نفت او باندنۍ شخصي پانګه اچونې په ياده برخه کې مرسته کړې ده. د هېواد ناخالص کورنی محصول په ۲۰۱۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۲ ز کال پورې په کلني ډول له ٪۶ څخه زياته وده وکړه. که څه هم د عايد په وېش کې د نابرابرۍ له امله، د نفوس د پام وړ برخه غريبه پاتې کېږي.

ګابن په ولسي ادب (فولکلور) او د افسانو پوهه يا تاريخ کې بډايه هېواد دی. د کيسو يا داستانونو د ساتنې دودونه په کې ژوندي دي. لکه د Fangs وګړو تر منځ “mvett” او د Nzebis په منځ کې “ingwala” داستانونه. ګابن د مخ پټووني يا نقاب له امله هم پېژندل کېږي. لکه: n’goltang (Fang) او د “Kota” د ساتنځای څېرې.

رېښه

د ګابن نوم په اصل کې له (gabão) څخه تر لاسه کېږي، چې پرتګالي کې «په چپنه کې نغاړلو» ته وايي او نږدې د “Libreville” له لورې د کومو سيند د ننوتوځي (مدخل) بڼه ده.

تاريخچه

له استعمار څخه مخکې دوره (له ۱۸۸۵ ز کال څخه مخکې)

د سيمې لومړني اوسېدونکي “Pygmy” ولسونه يا وګړي وو. دوی د بانټو (Bantu) قبيلو د کډوالۍ له امله، د هغوی له لورې په پراخه ډول بې ځايه شول.

په ۱۵ مه پېړۍ کې لومړني اروپايان سيمې ته ورسېدل. په ۱۸ پېړۍ کې په کې د “Orungu” په نوم د “Myeni” ويونکو پاچهي جوړه شوه. په ۱۸ او ۱۹ پېړيو کې د غلامۍ سوداګرۍ د واک له لارې ياده پاچاهي د هغو پياوړو سوداګريزو مرکزونو د جوړېدلو وړتيا درلوده، چې د يادې دورې پر مهال ګابن کې رامنځته شول.

د ۱۷۲۲ ز کال د فبروري پر ۱۰ (Bartholomew Roberts, Barti Ddu) چې يو ويلزي سمندري داړه مار و او انګليسي کې د تور بارت (Black Bart) په نوم يادېږي، په (Cape Lopez) سمندر کې مړ شو. نوموړي له ۱۷۱۹ ز کال څخه تر ۱۷۲۲ ز کال پورې د امريکا او لويديځې افريقا پر بېړيو باندې بريدونه وکړل.

استعماري دوره (۱۹۶۰-۱۸۸۵ز کلونه)

فرانسوي سپړونکي (Pierre Savorgnan de Brazza) په ۱۸۷۵ ز کال کې ګابن او کانګو سيمې ته د خپل لومړي ماموريت مشري وکړه. نوموړي د “Franceville” ښارګوټی بنسټ کېښود او وروسته استعماري والي و. په نني ګابن سيمه کې بېلابېلو “Bantu” قبيلو ژوند وکړ، چې په ۱۸۸۵ز کال کې فرانسې په رسمي ډول ونيوله.

انګليسي سپړونکې (Mary Kingsley) ګابن ته د بېرته ستنېدنې په يون کې په ۱۸۹۴ ز کال د “Ogooue” سيند د غاړو په اوږدو کې پورته شوه. د ونې له منځ ختلې تنې څخه جوړه شوې بېړۍ په واسطه په سفر کې يې د (beetles) [خزندو] او د تازه اوبو د کبانو (freshwater fish) نمونې ټولې کړې.

ګابن په ۱۹۱۰ ز کال کې د فرانسوي استوايي افريقا له څلورو سيمو څخه شو، چې د يادو څلورو سيمو يووالی تر ۱۹۵۸ ز کال پورې ژوندی پاتی شو. په دويمه نړيواله جګړه کې متحدينو د ويشي فرانسې پلوې استعماري ادارې د له منځه وړلو په موخه پر ګابن بريد وکړ.

ګابن د ۱۹۵۸ ز کال د نومبر پر ۲۸ په فرانسوي ټولنه (French Community) کې يو خپلواک جمهوريت شو انو د ۱۹۶۰ ز کال د اګسټ پر ۱۷ په بشپړ ډول خپلواک شو.

له خپلواکۍ څخه وروسته (۱۹۶۰ ز کال څخه تر اوسه)

د هېواد لومړنۍ ولسمشر چې په ۱۹۶۱ ز کال کې وټاکل شو، (Léon M'ba) و او عمر بونګو اونډيمبا (Omar Bongo Ondimba) يې مرستيال ولسمشر و.

واک ته د (M'ba) له رسېدلو څخه وروسته مطبوعات تر فشار لاندې راغلل، سياسي څرګندونې يا تظاهرات بند شول، د بيان خپلواکي پرې شوه، نورې سياسي ډلې په پرله پسې ډول له واک څخه بې برخې شوې او په ولسمشرۍ کې د واک د پراخولو په موخه د فرانسوي کرښو [قانون] له مخې اساسي قانون بدل شو. ولسمشري هغه دنده وه، چې “M’ba” د ځان لپاره غوره کړه. که څه هم هغه وخت چې د ۱۹۶۴ ز کال په جنوري کې “M’ba” د يو ګوندي حکومت جوړولو په موخه ملي جرګه له منځه وېوړه، له واک څخه د نوموړي د لرې کولو او د پارلماني ديموکراسۍ د بيارغونې غوښتونکې فوځي کودتا وشوه. فرانسوي سرتېرو په ۲۴ ساعتونو کې دننه “M’ba” ته د واک د بېرته ورکولو په موخه سيمې ته الوتنې وکړې.

له څو ورځو جګړې څخه وروسته د پراخه لاريونونو او پاڅونونو سره سره، کودتا پای ته ورسېده او مخالفين بنديان شول. فرانسوي سرتېرې تر اوسه د ګابن د ننۍ پلازمېنې په باندنۍ څنډه باندې پروت کمپ (Camp de Gaulle) کې شته. په ۱۹۶۷ ز کال کې د “M’ba” له مړينې څخه وروسته يې بونګو (Bongo) ځايناستی (ولسمشر) شو.

د ۱۹۶۸ ز کال په مارچ کې بونګو د BDG په منحل کولو او د (Parti Democratique Gabonais (PDG)) په نوم نوي ګوند په رامنځته کولو سره ګابن يو ګوندي دولت اعلان کړ. نوموړي د پخواني سياسي تړاو په پام کې نيولو څخه پرته د ګابن ټولو اوسېدونکو ته د ګډون بلنه ورکړه. بونګو د حکومت د پرمختګ سياستونو په ملاتړ کې PDG د يوې وسيلې په توګه د کارونې له لارې د يو ملي خوځښت رامنځته کول غوښتل، چې موخه يې د هغو سيمه ايزو او قبيلوي سياليو له منځه وړل وه، چې په تېر کې يې د ګابن سياست وېشلی و. بونګو د ۱۹۷۵ ز کال په فبروري کې ولسمشر وټاکل شو. د ۱۹۷۵ ز کال په اپرېل کې د مرستيال ولسمشر د دريځ يا دندې پر ځای د لومړي وزير څوکۍ يا دنده رامنځته شوه، چې په خپل کاري ډول يې د ځايناستې حق نه درلود. نوموړی د ۱۹۷۹ ز کال په ډسمبر او د ۱۹۸۹ ز کال د نومبر (اووه کلنې دورې پورې) دواړو ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو.

د ۱۹۹۰ ز کال په لومړيو کې اقتصادي ناخوښۍ او سياسي خپلواکۍ غوښتنې لپاره هيلې د زده کوونکو او کارکوونکو له لورې توند لاريونونه او کاربنديزونه (اعتصابونه) وهڅول. بونګو د کاريګرو له لورې د وير يا غم د سبب په غبرګون له هغوی د برخې پر برخې پر بنسټ سره خبرې اترې وکړې او د پام وړ مزد يا معاش امتيازات يې رامنځته کړل. د دې تر څنګ يې ورسره د “PDG” (Parti Democratique Gabonais) د پرانيستلو او د ۱۹۹۰ ز کال له مارچ څخه تر اپرېل پورې د يوې ملي سياسي ناستې د برابرولو ژمنه وکړه، چې د ګابن د راتلونکي سياسي نظام په اړه به په کې بحث وشی. د “PDG” په نوم د بونګو ګوند او ۷۴ نورو سياسي ادارو يا بنسټونو په ناسته کې ګډون وکړ. ګډونوال په اړين ډول د حاکم PDG او د هغه د متحدينو او د اپوزيسيون ټولنو او ګوندونو د متحده جبهې تر منځ په دوه ناتړلو يووالو (اتحادونو) باندې ووېشل شول، چې بېلو شويو “Morena Fundamental” او “Gabonese Progress Party” ډلو څخه جوړه شوې وه.

ایداري وېش

ګابن هیواد په خپل ایداري وېش کې په ۹ ایداري برخو ویشل شوی دی.

  1. استوایر (Estuaire)
  2. اوګوویه علیا (Haute-Ogooue)
  3. موین اوګوویه (Moyen-Ogooue)
  4. انګونیه (Ngounie)
  5. نیانګا (Nyanga)
  6. اوګوویه ایویندو (Ogooue-Ivindo)
  7. اوګوویه لولو (Ogooue-Lolo)
  8. اوګوویه ماریتیم (Ogooue-Maritime)
  9. وولو انتم (Woleu-Ntem)

تاریخ

کلتور

ګابون 
A Gabonese mask

جغرافیه

ګابون 
Gabon map of Köppen climate classification
ګابون 
Beach scene in Gabon

اقتصاد

Tags:

ګابون رېښهګابون تاريخچهګابون ایداري وېشګابون تاریخګابون کلتورګابون جغرافیهګابون اقتصادګابوند مرکزي افریقا فرانکفرانسويلیبرویلمرکزي افريقا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پکتيا ولايتادبپوهنهد متحده ایالاتو فدرالي حکومتماشومانو حقونهسیال په سیال (شبکه)فرانسوا هولانډعبدالباري جهانيلاهور۴۰۰ (عدد)د چاپ ماشینحضرت یحیی علیه السلام- پښتو داستانبېلجیموينه لږیابراهيم رييسيانګلستانابداليپښتو نومځري او د هغو کارونهمرغومی (مياشت)روغتيالوی اقتصادسعودي عربستانپوهنهد کابل سرینا هوټلجلال الدين حقانيمېډياويکيد افغانستان سيندونهیحیی خانرمشا شفاکابلد ننگرهار پوهنتونعايشه بنت ابي بکرسمسور صافید رونډا جګړهد بشري حقونو نړېواله اعلاميهمتحده عرب اماراتتلاسېمیاد ناټو پراخونهچهار آسياب ولسوالۍډاکتر کبير ستوریلیبریاد افغانستان لنډ تاريخعبدالشکور رشادد انسان بدنسرشمیرنهافغانستان ته د اسلام راتگکچالوبرهماطبي څېړنهزده کړه (پوهه)بایوګاز تکنالوژيد افغانستان ولايتونهپلوتارکپانکراسسردار عبدالقدوس خاند ډيورنډ کرښهاجرايي قوهسيد رسول رساويکي خوښي يادګارونهگوندبدخشان ولايتشکيله (اداکاره)انسانجاپان🡆 More