جالینوس

الیوس جالینوس یا کلادیوس جالینوس (په یوناني: Κλαύδιος Γαληνός؛ زوکړه: د ۱۲۹ زکال سپټمبر میاشت – مړینه: شاوخوا ۲۱۶ زکال) چې تر ډېره د جالینوس یا جالینوس پرګامون په نومونو پېژندل کېږي یو رومي یوناني طبیب، جراح او فیلسوف و.

نوموړی د لرغونې زمانې د بریالیو طبي څېړونکو څخه بلل کېږي چې د اناتومي، فزیولوژي، پتالوژي، فارماکولوژي، نیورلوژي سربېره یې د فلسفې او منطق په ګډون په ګڼ شمېر علمي برخو باندې پام وړ اغېز لرلی.

جالینوس د بډایه یوناني معمار او له علومو سره د لیوالتیا لرونکي الیوس نیکون د زوی په توګه جامعې زده کړې وکړې او له امله یې نوموړی د یو بریالي مسلکي طبیب او فیلسوف په توګه و روزل شو. جالینوس د پرګامون په لرغوني ښار (اوس مهال د ترکیې په ازمیر ولایت کې د برګاما سیمه ده) کې وزېږېد، هغه پریمانه سفرونه وکړل او په روم کې له استوګن کېدو وړاندې له ګڼ شمېر طبي نظریاتو او نوښتونو سره بلد شو؛ هغه د رومي ټولنې مخکښو غړو ته خدمت وکړ او بالاخره نوموړی د څو سترواکانو ځانګړی طبیب شو.

له اناتومي او طبابت څخه د جالینوس درک تر ډېره پورې د تور تریخي، زیړ تریخي، وینې او بلغم اړوند د سنتي طبابت د لرغونې او هماغه مهال ته د اړوندې نظریې تر اغېز لاندې و؛ چې د لومړي ځل لپاره د انساني طبیعت په نامه د اثر د لیکوال کورپوس بقراط له خوا مطرح شوې وه. د جالینوس نظریاتو د څه باندې ۱۳۰۰ کلونو لپاره پر لویدیځ طبابت باندې تسلط درلود او هغه یې تر خپل اغېز لاندې راوستی و. د هغه له خوا تشریحي موارد تر ډېره پورې د بربري شادیانو د تشرېح پر بنسټ و. ورته مهال، وروسته له هغه چې د نوموړي دې ته پام شو چې د دغه شادیانو د څېرې حالات تر ډېره د انسانانو د څېرې حالاتو ته ورته دي د خوګانو په څېر نورو حیواناتو ته یې مخه کړه. د انسان د بدن د غړو د کشف په موخه له حیواناتو څخه د نوموړي د ګټنې لامل دا و چې هغه مهال د طبي څېړنو په موخه د انسانانو د وجود څیرل په شدیده توګه منع و. جالینوس خپل زده کوونکي هڅول څو مړو ګلادیاتورانو یا هم هغو اجسادو ته ډېر پام ولري چې د اوبو پر مټ به یې بدن شړېدلی و؛ د دې لپاره چې د انسان د بدن سره بلد شي. د انسان د بدن اړوند د هغه تشریحي راپورونه تر ۱۵۴۳ زکال پورې بې سیاله و، تر هغه مهاله چې د انسان د بدن د غړو انځورونه د آندریاس وسالیوس له خوا د انسان د وجود د جوړښت (فابریکا) په نامه علمي اثر کې خپاره شول او د جالینوس فزیولوژیکي نظریې ته د دغه نوو مشاهداتو سره تطبیق ورکړل شو. د وینې د دوراني سیسټم د فزیولوژي اړوند د جالینوس نظریه تر ۱۲۴۲ زکال پورې بې ننګونې پاتې شوه، هغه مهال چې ابن النفیس خپل اثر، شرح تشریح القانون لی ابن اسینا (د ابن سینا د قانون پر بنسټ د اناتومي تشرېح) خپور کړ او په هغو کې یې د وینې د ریوي دوران اړوند خپل کشف وړاندې کړ.

جالینوس خپل ځان طبیب او فیلسوف باله، هماغه ډول چې خپله یوه رساله یې په دې نامه چې «یو غوره طبیب فیلسوف هم دی» ولیکله. جالینوس د عقل پالونکو او تجربه پالونکو طبي ډلو ترمنځ له بحث سره پریمانه لیوالیتا لرله چې د هغه مستقیم مشاهدات، تشریحات او سپړنې د دغه دوه ډلو د نظریاتو ترمنځ د موجودو افراطي لیدلورو د یو پېچلي منځګړي حالت څرګندويي کوي. د هغه ډېری آثار ساتل شوي او /یا هم د هغو له اصلي یوناني ډول څخه ژباړل شوي، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نور یې له منځه تللي او یو شمېر هغه چې ده ته یې نسبت ورکول کېږي، جعلي دي. په داسې حال کې چې د مړینې د نېټې اړوند یې بحثونه شتون لري، خو هغه مهال چې ومړ عمر یې له اویا کلونو کم نه و.

ژوند لیک (بیوګرافي)

د جالینوس یوناني نوم د γαληνός (جالینوس) له ستاینوم څخه ریښه اخیستې چې د «آرامښت» په معنی دی. هدارنګه د هغه لاتیني نوم (الیوس یا کلادیوس) ښيي چې نوموړي رومي تابعیت لرلی.

جالینوس خپل لومړنی ژوند «د زهني عاطفو اړوند» (On the affections of the mind) په نامه خپل اثر کې توصیف کړی. نوموړی د ۱۲۹ زکال په سپټمبر میاشت کې وزېږید. پلار یې، الیوس نیکون بډایه معمار او د ودانیو جوړونکی و چې له فلسفې، ریاضیاتو، منطق، ستورپوهنې، کرهڼې او ادبیاتو سره یې پام وړ مینه لرله. جالینوس خپل پلار د یو «مهربانه، عادل، غوره او خیر غوښتونکي» کس په توګه ستایلی. هغه مهال د نوموړي زیږون ځای، پرګامون (اوس مهال د ترکیې د ازمیر ولایت برګاما ښار دی) یو مهم کلتوري او فکري مرکز و چې د خپل کتابتون له امله یې شهرت درلود او له سکندریې وروسته په نړۍ کې دویم لوی کتابتون و، همدارنګه په کې د سکلېپیوس لوی معبد شتون درلود چې نوموړی د لرغونو یوناني باورونو له مخې د طبابت او درملنې خدای ګڼل کېده. دغه ښار ځانته رواقي (ستاوندي) او همدارنګه افلاطوني فیلسوفان را جلب کړی و چې جالینوس  په ۱۴ کلنۍ کې له هغو سره بلد شو. هغه خپل مطالعات د هغه مهال د اصلي فلسفي سیسټمونو په برخه کې وکړل چې د ارسطو فلسفه او اپیکورېزم په کې شامل و. پلار یې د هغه لپاره د فلسفې یا سیاست په برخه کې د یوې سنتي مسلک پلان نیولی و او هڅه یې کوله چې هغه د ادبي او فلسفي اغېزو لاندې راولي. له دې سره جالینوس بیانوي چې د ۱۴۵ زکال په شاوخوا کې د هغه پلار په خوب کې سکلېپیوس ولید او ورته یې لارښوونه وکړه چې خپل زوی د طبابت په برخه کې زده کړو ته ولېږي.

طبي زده کړې

جالینوس له خپلو لومړنیو لیبرال زده کړو وروسته د ۱۶ کلنۍ په عمر د طبیب یا مرستیال طبیب کېدو په موخه د زده کړو یوه څلور کلنه دوره د سیمه ییزې درملنې په معبد یا سکلېپیون کې پیل کړه. نوموړی هلته د یو شمېر کسانو لکه د پرګامون د ایسچیرون(Aeschrion of Pergamon)، ستراتونیوس (Stratonicus) او ستایروس (Satyrus) تر اغېز لاندې راغی. دغه معبد د مساج خونې یا د پاکولو د ځای په توګه عمل کاوه چې ناروغان به هلته د کشیشانو د خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه تلل. په پرګامون کې دغه معبد ته تر ډېره رومیان ورتلل څو د خپلو دردونو یا ناروغیو لپاره درملنه ومومي. دغه معبد همدارنګه د یو شمېر مخکښو کسانو لکه د تاریخ پوه کلودیوس چاراکس، ویناوال آیلیسو آریستیدس، ژبغړاند پولمو او قونسل کوسپیوس روفینوس د راغونډېدو ځای و.

د جالینوس پلار په ۱۴۸ زکال کې ومړ او له همدې امله جالینوس د ۱۹ کلنۍ په عمر په یو خپلواک بډایه واوښت. وروسته له دې نوموړي د بقراط په لارښوونو کې شوې مشورې تعقیب کړې او په پریمانه کچه یې سفرونو او مطالعاتو ته مخه کړه؛ هغه د سمورنا (اوس ازمیر)، کورینث، کرت، کیلیکیه (اوس مهال چوکوروا)، قبرس او بالاخره د الکسندریې د لوی طبي ښوونځي په ګډون ګڼ شمېر ځایونو ته سفرونه وکړل او ځان یې د طبابت په برخه کې له بېلابېلو فکري مکتبونو سره بلد کړ. په ۱۵۷ زکال کې د ۲۸ کلنۍ په عمر پرګامون ته راوګرځېد او د اسیا د لوی کاهن د ګلادیاتورانو (سرتېرو) د طبیب په توګه وټاکل شو چې د آسیا تر ټولو زیات نفوذ لرونکي او بډایه کسان و. جالینوس ادعا کړې چې لوی کاهن وروسته له هغه چې یوه شادي یې راوویسته او نور طبیبان یې د هغې د ټپ په درملنې سره وازمویل، دی یې له ټولو څخه غوره کړه. کله چې هغوی دغه ټاکنه وه نه منله، جالینوس خپله د هغې د جراحي عملیات ترسره کړل او په دې سره د لوی کاهن پام وړ وګرځېد. نوموړي هلته په څلور کاله خپل ژوند کې د غذايي رژیم، د اندامونو د تناسب، حفظ الصحې او وقایوي چارو په اهمیت وپوهېد؛ همدارنګه یې د ژوندیو موجوداتو اناتومي او د بدن د غړو د ماتوالي او شدیدو ضربو درملنه زده کړه او د هغوی ټپونه یې «بدن ته د کړکۍ» په توګه یاد کړل. د نوموړي د دندې پر مهال یوازې ۵ ګلادیاتوران مړه شول چې د هغه د پخواني ځای ناستي پر مهال دغه کچه ۶۰ تنه وه؛ دا د هغوی ټپونو ته د جالینوس د ډېر پام پایله وه. په همدغه مهال کې نوموړي د نظري طبابت او فلسفې په برخه کې خپلې څېړنیزې چارې ترسره کړې.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

2012دوچکالۍ په وړاندې تدابیرپوهنهمړینهپرمخ (جنسي عمل)مصرامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )ازاد شعرتورېزم په افغانستان کېسوسياليستی دولتاضطراب5 نومبراروپایي ټولنهتاي ژبهخالد بن ولیداختصاصي مجازي شبکهبیجنګاسلامپالنهننګرهار ولایتعضوي مادهمتالورژيصدیق الله رښتیناجارهتقواهايتيپېښورامازون باراني ځنګلکاناډاد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهمنځنۍ پېړۍمحمد رياض تسنيمشراب د اسلام له نظرهکابل بانکپښتونستاند امریکا د آیالاتونو نوملړد زړه ناروغۍد کابل کندهار لویه لارخاورهدري ژبهد انګليستان د بېوزلۍ قوانيند افغانستان ژبېقرآن کریمد منجمنټ اساساتبوديجهغوره ويناوېدرېیمه نړۍسپوږميز لېږديز کالهندارهاسلامي دولت – خراسان ولایتد راتلونکي څېړنېارګانېزمد امپراطوریو هدیرهنثرغروزهپکتيا ولايتzutsuخيميرانسردار محمد داود خاناپلاتونجمهوریت غوښتنهيوټيوبعبدالله مقرید اسټرالیا لویه وچهد اکسيديشن نمبرد جنازې لمونځد پښتو ژبې ليکنښېعبدالرحمان بابا🡆 More