برټرانډ راسل

برټرانډ ارتور وېلیم راسل، درېیم اېرل راسل د Mo (د فرانسې د مېرېټ نښان) او  FRS(د شاهي ټولنې د همکارۍ مډال، ژباړن) ګټونکی (زېږېدنه د ۱۸۷۲ کال د مې میاشتې ۱۸مه - مړینه د ۱۹۷۰ کال د فبرورۍ ۲یمه) یو بریتانوي فلیسوف، منطق پوه او عمومي روڼ‌اند و.

هغه پر ریاضیاتو، منطق، د سېټونو نظریې، ژبپوهنې، مصنوعي هوښ، علوم پېژندنې، کمپیوټر ساینس او د تحلیلي فلسفې په بېلابېلو حوزو په ځانګړي ډول د ریاضیاتو پر فلسفې د ژبې پر فلسفې، اپیزیتیمولوژي (معرفت پېژندنې) او میتافزیک د پام وړ اغېز درلود.

برټرانډ راسل
(انګلیسي: Bertrand Arthur William Russell د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برټرانډ راسل
برټرانډ راسل

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Bertrand Arthur William Russell د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ مې ۱۸۷۲
مړینه 2 فبروري 1970 (98 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا (۱۲ اپرېل ۱۹۲۷–)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اګنوسټېزم   د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۹۰۷–۱۹۲۲)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری مشیر الفرېډ نورث وایټ‌هېډ   د (P184) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ڈاکٹری شاگرد لوډویګ ویټګنشټاین   د (P185) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
خبريال
فیلسوف
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د سيټ نظريه
د فلسفې تاريخ
پوهنپوهنه
سولپوهنه
شمېرپوهنه
د ژبې فلسفه
د ساینس فلسفه
اخلاق
مذهب
ټولنپوهنه
فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کیلیفورنیا پوهنتون، لاس انجلس
هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر اقليدس
جان ستورات میل
جورج بول
ګوتلوب فريج
جورج کانټور
باروچ سپینوزا
ډيويډ هيوم
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
لوډویګ ویټګنشټاین
الفرېډ نورث وایټ‌هېډ   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک شننيزه فلسفه
ازاداندي
لوېديځه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
برټرانډ راسل
برټرانډ راسل

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هغه د شلمې پېړۍ له مخکښو منطق پوهانو څخه و او له خپل سلف ګلوتاب فرېګه، ملګري او همکار جي. اي. موور او د هغه له شاګرد او تحت الحمایه لوډيګ ویتګنشټاین سره د تحلیلي فلسفې له بنسټ اېښودنکو څخه و. راسل له موور سره د بریتانیا د اېډيالیزم پر وړاندې د بلوا مشري وکړه. راسل له خپل پخواني ښوونکي اې. اېن. وایټ هېډ سره پرنسیپا متمتیکا (د ریاضیاتو مبادي) ولیکه چې دکلاسیک منطق په پراختیا کې مهمه پېښه او منطق ته د ټولو ریاضیاتو د راټيټولو هڅه وه (منطق پالنې ته مراجعه وکړئ). پر «دلالت» د راسل مقاله د فلسفې د پارادیم په توګه بلل کېږي.

راسل یو سوله غوښتونکی او د امپریالیزم ضد مدافعینو څخه و چې د اېندین/ لرغونو امریکایانو د لیګ مشري یې پر غاړه وه. هغه مخکې تر دې چې د اتومي انحصار له خوا چمتو شوی فرصت له منځه لاړ شي او له لېوالتیا سره نړیوال دولت ته د ښه راغلاست پرېکړه وکړي، کله نا کله يې له اتومي جګړې څخه د مخنیوي پلوي کوله. هغه د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې د خپلې سوله غوښتنې له امله بندي شو. راسل ورورسته پرېکړه وکړه چې د نازي المان د الدوف هېټلر پروړاندې جګړه «له دوو شیطانانو سره تر جګړې لږ اړينه ده» او همدارنګه يې پر ستاليني ټوټالیتاریزم نیوکه وکړه، د ويتنام خلاف يې د متحده ايالاتو جکړه محکومه کړه او د اتومي بې وسلې کولو له څرګندو پلويانو څخه و. راسل په ۱۹۵۰ کال کې په ادبیاتو کې «د خپلو هغو بېلابېلو او مهمو لیکنو لپاره چې په هغه وخت کې يې د انسان‌دوستۍ او فکري ازادۍ څخه د دفاع لپاره لیکلې وې» د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغه همدارنګه په ۱۹۳۲ کال کې د ډي. مورګان مډال، په ۱۹۳۴ کال کې د سېلي‌وېسټر، په ۱۹۵۷ کال کې د کالېنګا جایزې په ۱۹۶۳ کال کې د جیوروزلېم  جایزې ګټونکی هم شو.  

ژوند ليک

د ژوند لومړي کلونه او مخينه

برټراند ارټور راسل د ۱۸۷۲ کال د مې مياشتې په ۱۸مه د انګلستان د مانچستر، د ترېلېچ په سیمه کې د راوېنسکروفت په کور کې په يوه با نفوذه او لېبرال کورنۍ کې زېږېدلی. د هغه مور او پلار وېسکونټ او وېکنتس امبرلي د خپل وخت رادیکال وو. لارډ امبرلي د خپلو ماشومانو له کورني روزونکي بیولوژي پوه ډاګلاس سپالډېنګ سره د خپلې مېرمنې په اړيکه رضایت وښود. کله چې دا چاره رسوايي بلل کېده دواړه د زېږون د لومړني کنترول پلویان وو. لارډ امبرلي ډئيست (خدای‌پال) و او ان له فلیسوف جان سټوارټ مېل څخه یې غوښتنه وکړه چې د راسل د سیکولار پلاربللي په توګه عمل وکړي. مېل د راسل تر زوکړې یو کال وروسته ومړ خو د هغه لیکنو د راسل پر ژوند لوی اغېز پرېښود.

د هغه پلارني نيکه لارډ جان راسل چې وروسته په لومړي اېرل راسل شوی (زوکړه ۱۷۹۲-۱۸۷۸) دوه ځله په ۱۸۴۰ لسیزه او ۱۸۶۰ لسیزه کې لومړی وزیر و. هغه د ۱۸۱۰ لسیزې په لومړيو کې کله چې د پارلمان غړی و له ناپيلون بناپارت سره ليدنه وکړه. راسل‌یان تر دې مخکې د څو پېړيو لپاره په انګستان کې مخکښ وو او د ټوډور کرړې له راڅرګندېدو سره واک او اشرافیت ته ورسېدل (  ډک اف بېډفورډ وګورئ). هغوی ځانونو د وېګ د یوې مخکښې کورنۍ په توګه تثبیت کړل او په ۱۵۳۶ تر ۱۵۴۰ کلونو کې د صومعو د له‌منځه تللو نیولې تر شاندار انقلاب (۱۶۸۸- ۱۶۸۹) او د لویو سمونو قانون (۱۸۳۲) تر تصویب پورې یې په لویو سیاسي پېښو کې برخه واخیسته.   

مېرمن امبرلي د لارډ او د مېرمن الډرلي ستانلي لور وه. راسل تر ډېره د خپلې مورنۍ انا له ملنډو وهلو څخه ډارېده، چې د ښځو د زده‌کړو مبارزه وه.  

ماشومتوب او نوې ځواني

د راسل دوه خویندې او وروڼه لرل: ورور فرانک (چې نږدې اووه کاله له برټراند څخه مشر و) او خور رېچل (چې څلور کاله مشره وه). د ۱۸۷۴ کال په جون کې د راسل مور د تور ټوخي/ډېفتري ناروغي له امله ومړه او څه موده وروسته رېچل هم مړه شوه. د ۱۸۷۶ کال په جنوري کې يې پلار د سږو د التهاب/برونشیت له امله د ژور خفګان د یوې اوږدې دورې تر تېرولو وروسته ومړ. فرانک او برټرانډ د خپل ويکتوریایي انا او نیکه تر پالنې لاندې لوی شول، چې په پمبروک لوج کې يې د رېچمونډ په پارک کې ژوند کاوه. د هغه نیکه پخوانی لومړی وزیر اېرل راسل په ۱۸۷۸ کال کې ومړ او راسل هغه په وېلچیر کې د ناست زړه‌سواندي سپين ږیري په توګه یاد کړ. د هغه انا کنټس راسل (کورنۍ نوم يې مېرمن فرانسس اېلیوټ) د راسل په ماشوموتوب او نوې ځوانۍ کې د کورنۍ غالبه څېره وه. 

کنټس له یوې پړسبیټرنیزمې (د کالوني عیسویت یوه څانګه، ژباړن) سکاټلنډي کورنۍ څخه و او په بریالۍ توګه يې محکمې ته د عدالت‌غوښتنې ليک وړاندې کړ تر څو د امبرلي له وصیت‌پاڼې څخه هغه ماده لرې کړي چې له مخې يې بچیان اړ و د اګنوستیک په توګه لوی شي. هغې له مذهبي محافظه‌کارۍ سره سره په نورو برخو کې د پرمختګ ليدلوری درلود (د داروينيزم منل او د ایرلڼډیانو له [1]کورنۍ واکمنۍ څخه ملاتړ) او د ټولنیز عدالت او اوصولو څخه د دفاع په برخه کې د هغې د ليدلوري اغېز په ټول عمر کې له برټراند راسل سره پاتې شو. د انجيل دا ایت چې «د بدیو په ترسره کولو کې د یوې ډلې پر لار مه‌ځه» د هغه په شعار بدل شو. د جو پمبرک لوج فضا له دعا او عاطفي ځپنې څخه ډکه رسمي فضا وه. فرانک د دې موضوع پر وړاندې له څرګندې بلوا سره غبرګون وښود، خو ځوان برټراند دا زده کړي وو چې خپل احساسات پټ کړي.  

د راسل د ځوانۍ دوره په یوازیتوب کې تېرېده او تر ډېره به یې د ځان‌وژنې په اړه فکر کاوه. هغه په‌خپل ژوند لیک لیکلي چې «له طبیعت او کتابونو سره  او (وروسته) ریاضیاتو سره زما مينې زه له ناهیلۍ څخه وژغورلم» یوازې د ریاضي د ډېرې زده‌کړې لپاره د هغه هيلې نوموړی له ځان‌وژنې څخه راوګرځاوه. هغه په کور کې له يو شمېر خپلو ښوونکو څخه زده‌کړه وکړه. کله چې راسل یوولس کلن وو ورور یې فرانک هغه د اقلیدوس له کار سره اشنا کړ، هغه دا په‌خپل ژوند لیک د خپل ژوند له لویو پېښو څخه یادوي، چې د لومړۍ مينې په څېر بې سارې/برېښنده وه. 

د دغه جوړښتي کلونو په بهیر کې هغه د پرسي بایشي شیلي اثار هم کشف کړل. راسل ولیکل: «خپل ټول اضافي وخت مې د هغه د اثارو پر لوستلو تېر کړ او د زړه له تله مې زده کړل، ما هېڅ داسې څوک نه پېژندل چې ورسره د خپلو افکارو یا احساساتو په اړه خبرې وکړم، ما دې ته فکر کاوه چې له شيلي سره پېژندل څومره په زړه‌پورې وو، زه په دې فکر کې هم وم چې ایا زه په ژوندوني هم باید له داسې یو انسان سره ووینم چې تر څنګ يې دومره ژوره خواخوږي احساس کړم.» راسل داسې ادعا وکړه چې په ۱۵کلنۍ کې يې ډېر وخت د عیسوي مذهب د عقیدو د باور په اړه پر فکر کولو تېر کړ، چې د هغه له نظره قناعت کوونکې نه وي.په دې عمر کې هغه دې پایلې ته ورسېد چې خپلواکه اراده نه‌شته او دوه کاله وروسته دا چې تر مرګ وروسته ژوند نه‌شته دی. په پای کې يې په ۱۸ کلنۍ کې د مېل د ژوندلیک تر لوستلو وروسته د لومړي لامل استدلال پرېښود او یو اتیست شو.   

هغه په ۱۸۹۰ کال کې د اېډوارډ فېټز جېرالډ په نوم له خپل یو امریکايي ملګري سره دې لويې وچې ته سفر وکړ او فېټرز جېرالډ له کورنۍ سره يې د پاریس د ۱۸۸۹ کال له نندارتون څخه لیدنه وکړه او د نندارتون تر بشپړېدو لږ وروسته د ايفل برج ته وخوت.

سرچينې


[1] په‌خپله د سیمې د اوسېدونکو یا ښاریانو له‌خوا د یو مستعمره هېواد واکمني، ژباړن.

[2] د الحاد يو ډول، په خدای باور نه لرل، ژباړن.

Tags:

برټرانډ راسل ژوند ليکبرټرانډ راسل سرچينېبرټرانډ راسل

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

شراب د اسلام له نظرهمحمد عثمان نژندفیودور داستایفسکيژونداروپايي ټولنهعامه افکار څه ته وايي؟بوديجهد منجمنټ اساساتد افغانستان ولايتونهمحمد رياض تسنيممتلونهمسکو ولايتد کمپيوټر امنيتسیډنيرونډاروندي ژبهانځور خبرياليد انټرنټ تاریخامام الدين جمعه دينپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونسوسياليستی دولتپاچا گل وفادارچاریکارد لویې بریتانیا دویم جورجسره میاشتمورجگړههلمند ولايتچڼاسسلووانياخټکزنکد انځوریزې خبريالي تاریخد افغانستان اسلامي امارتجنسي ناوړه ګټه اخيستنهمرکزي بانکپاميرمحمد بن قاسماوهایوآزاد تجارتبټي کوټ ولسوالۍتلمودجنسي ځورونهد کمپیوټر ارزښتدرملناروغيانوشکا شيټيښوونځید انګستان درېیم ویلیاملومړی مخچيلياسلامسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟خصوصي کولوزهنغمهسردار محمد يحيا خاند واده شپهاپلاتونساپوهنهاسلامي بانکوالیمیلان2012د جنازې لمونځآی اېس او ۳۱۶۶-۱n9fhiککړتیااقتصادي ستونزهلېزرپوځخالد بن ولیدمنرال🡆 More