ژورنالېست یا خبریال چې په لوېدیځه نړۍ کې ورته راپورتراو خبر څېړونکی هم وایي، مالومات راټولوي، کیسې تیاروي، په ورځپاڼو، رادیو او تېلویزیون کې خبرونه وړاندې کوي، او ولس په سیمه ییزو، ملي او نړیوالو پېښو خبروي .
د دې تر څنگ پر ټولو پېښو تبصرې کوي، خلک په ټولیزو چارو خبروي او دوی د خپل اندو واند څرگندولو ته هڅوي . خبریال همدارنگه د دولتي کارمنو کړه وړه څاري، د سیاسي او دولتي کړیو کړه وړه او تصمیمونه ملت ته په روانه، ساده اوڅرگنده ژبه ژباړي او د ملت غږ دولت ته رسوي .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article خبريال, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.