ليکوال

ليکوال يا ليکواله داسې يوه وگړي (وگړې) ته ويل کېږي چې ادبي نثر يانې لنډې کيسې، داستان، ناول، رومان، نندارمې او نورې هنري پنځونې وکړې او کړې يې وي.

په پښتو ژبه کې هغو کسانو ته، چې په بېلابېلو پوهنو کې پوهنيزې څېړنې کوي او بيا يې د کتاب په بڼه چاپوي، هم د ليکوال ويي کارول کېږي. مانا دا چې که چيري کوم وگړي پوهنیزې څېړنې کړې وې يا يي هنري نثر يا په بله وينا داستاني اثار ليکلي وي، د ليکوال په نامه یادېږي.

مطلق داسې هم نه ده چې هر ليکوال دې هرو مرو مسلکي او کسبي وي. زموږ په هېواد لوی افغانستان کې داسې ليکوال ډېر دي چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو د خپل ځاني لوست او د ليکوالۍ د استعداد د درلودلو په پايله کې يې ډېر ښه اثار ليکلي او ډېرې ښې څېړنې يې کړې دي. لکه پوهاند عبدالحی حبيبي، پوهاند عبدالشکور رشاد، استاد عبدالروف بېنوا، د اکاډميسين کانديد محمد انور نوميالی، پوهاند صديق الله رښتين، پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار، حبيب الله رفيع او گڼ شمېر نور.

د نړۍ په نورو هېوادو کې هم داسې ليکوال تېر شوي او شته چې د ليکوالۍ په څانگه کې يې هېڅ کومې مسلکي زده کړې نه دي کړې، خو داسې هنري اثار يې پنځولي چې په ټوله نړۍ کې نامتو شوي او د ليکوال نوم يې تلپاتې کړی دی. د ساري په توگه د روسيې ستر ليکوال لېو نيكولايوويچ تولستوى، فیودور داستایفسکي، ستر امريکايي ليکوال تيودور درايزر او گڼ شمېر نور د همدغو اماتورو ليکوالو له شمېر څخه دي.


دا هم وگورۍ

  • پنځوونکی ليکوال
  • د ليکوالو لړليک
  • د ښځينه ليکوالو لړليک
  • ادبي ځېل
  • درملگر ليکوال
  • کسبي ليکوالي
  • د ډرامې ليکوال
  • تخنيکي ليکوال
  • د وېبپاڼو ليکوال
  • ليکنه

سرچينې

باندنۍ تړنې

Tags:

داستانلنډه کيسهناولپښتو ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سل سوالونهبلخ ولايتمهرو کلیپه متحده ایالاتو کې د دین ازاديد مولداویا بندرد ویکیپېډیا لړليکسي ټي سکنکابل سيندلونگاستمناءاصف خانملاله ميوندوالهپنجوايي ولسوالۍصحيح بخاريحامد کرزید افغانستان اسلامي امارتفضل عمر مجدديسليکانحجروی ویشزاويهقاهرهRheniumبي-٥٢ سټراټوفورټرېسانسان پيژندنهسلطان محمود غزنويد بشري منابعو مديريتارجنټاینګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتسمحمد اسلم وطنجارخوست ولايتمحمد (ص) په اسلام کېمالیهلعاب (لاړې)جگتورنلونګاروپايي ټولنهفقہ حنفی اور جمہوریتپاکستاند استوا کرښهمحاسبهنړیواله جنايې محکمهمحمد حسن کاکړنړیوال سوداګریز سازمانخواړهتوره غاړهمحمد عثمان نژندعربي ژبهیهودشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهتهراندکاربن مونو اکسایډ زهريت او اغیرېد کريميا جګړهبارانعبدالله بن عبدالعزیز آل سعودډونالډ ټرامپد کوویډ-۱۹ اکسفورډ-اسټرازېنکا واکسینجاپانپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتسید احمد سېلابشاه حسين هوتکهسپد افغانستان دموکراتیک جمهوریتسمبالښتد هند سمندراوو سی ۴۳ انساني کرونا ویروسد هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړهد خلق ډموکراتيک ګوندد افغانستان ملي اردوبارکزيارچنا کاويباميان🡆 More