کرواسيا هیواد په کرواسیایي Hrvatska) چې په رسمي توګه د کرواسیا ولسمشريزه نوميږي د بالکان په سيمه کې پروت يو هېواد دی.
| |||||
نخشه موقعيت Location of کرواسيا (orange) |
د یاد هیواد د هر وګړې کلنی عاید ۹۲۰’۱۳ ډالره دي. سیلانې د کرواسی د اقتصاد لویه برخه جوړوې چې د ټول اقتصاد ۲۰% یې د سیلانې له لاری لاسته راوړې. د کرواسی سیاسي نظام جمهوری تک (یو) پارلمانی دی. دا هیواد د نړۍ په مختلفو سازمانونو کې غړیتوب لرې چې د هغې جملی نه یوه اروپایي ټولنه ده او په ۹-۲۰۰۸ کلونو کې د ملګروملتونو امنیت شورا غیر دایمی غړی وو. کرواسیا په ۱۹۱۸ کال کې د دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته د اتریش مجارستان امپراطوري نه جداشوه او د پخوانی یوګسلاویا سره یوځای شوه. دا هیواد په ۲۱ د جون ۱۹۹۱ د یوګسلاویا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د کرواسیا د خپلواکی جګړې څلور کاله دوام درلود چې د خپلواکی غوښتونکو په ګټه تمامه شوه او یاد هیواد خپله خپلواکی تر ننه ساتلی ده. د کرواسیا لوی ښار او پلازمینه د زاګرب ښار دی.
کرواسیا، په رسمي ډول د کرواسیا جمهوریت، د مرکزي او سویل ختیځې اروپا د تقاطع په برخه کې یو هېواد دی. دغه هېواد د ادریاتیک سمندرګي په اوږدو کې ساحلي کرښه لري، له شمال لویدیځ څه له سلوانیا، له شمال ختیځ څخه له هنګري، له لویدیخ څخه له سربیا او په سویل ختیځ کې له بوسنیا او هرزګوینا او مونتي نګرو سره ګاونډی دی چې په لویدیځ او سویل لویدیځ کې له ایټالیا سره ګډه سمندري پوله لري. د کرواسیا پلازمېنه او لوی ښار زاګرب دی چې د ۲۰ ناحیو په لرلو سره د دغه هېواد د لومړني فرعي وېش لویه برخه جوړوي. د دغه هېواد مساحت ۵۶،۵۹۴ کیلومتر مربع (۲۱،۸۵۱ مایل مربع) او د وګړو شمېر یې نږدې ۳.۹ میلیونه کسه دی.
کرواسيا خپلواک جمهوري هېواد دی، چې د پارلماني سیستم له مخې اداره کېږي. دغه هېواد د اروپايي ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي شورا، ناټو او نړیوال سوداګریز سازمان غړی او د مدیتراني د اتحادیې د بنسټ اېښودونکو غړو څخه یو دی. د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې فعال ونډه وال دی، د آیساف ځواکونو په ماموریت کې یې ونډه اخیستې او همدارنګه یې له ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کال پورې د ملګرو ملتو د امنیت شوراغیردایمي چوکۍ هم لرلې. له ۲۰۰۰ ز کال راهیسې، د کرواسیا دولت د زیربنا په برخه کې په ځانګړې توګه د پان اروپايي کوریډور د لېږد رالېږد د مسیر او د هغو په امکاناتو برابرولو پانګونه کړې ده.
نړیوال بانک کرواسیا د لوړ عاید لرونکو هېوادونو له ډلې بللی چې د انساني ودې د شاخص له مخې ډېر لوړ ځایګی لري. خدمات، صنعتي سکتورنه او کرنه په نوبت سره د دغه هېواد په اقتصاد کې لوی رول لوبوي. توریزم د دغه هېواد د عوایدو یو له مهمو سرچینو څخه دی، ځکه دغه هېواد د سیاحت د ۲۰ مخکښو ځایونو په نوملړ کې ځای لري. دولت د دولتي پام وړ لګښتونو له امله د اقتصاد په یوه برخه کنټرول لري. اروپايي ټولنه د کرواسیا یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ده. کرواسیا په داسې حال کې چې د رسنیو او نشریاتو په برخه کې د عمومي بنسټونو او شرکتونو د پانګونې په مرسته له خپل کلتورنه ملاتړ کوي، خو ټولنیز امنیت، عمومي روغتیايي خدمتونه او لومړنۍ او عالي زده کړې په وړیا ډول وړاندې کوي.
د کرواسیا جمهوریت یو واحد دولت دی چې له پارلماني سیسټم نه ګټنه کوي. د یوګوسلاویا په فدرال سوسیالیت جمهوریت کې د واکمن کمونیست ګوند په له منځه تلو سره، کرواسیا خپلې لومړۍ څو ګوندي ټاکنې تنظیم کړی او خپل اوسنی اساسي قانون یې په ۱۹۹۰ ز کال کې تصویب کړ. دغه هېواد د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر په اتمه د خپلواکۍ اعلان وکړ چې په ۱۹۹۲ ز کال کې د یوګوسلاویا د تجزیې او د ملګرو ملتونو له خوا په نړیواله کچه د دغه هېواد د په رسمیت پېژندلو لامل وګرځېده. کرواسیا د ۱۹۹۰ ز کال د اساسي قانون له مخې ترهغه مهاله چې په ۲۰۰۰ ز کال کې یې خپل سیاسي نظام پارلماني ته بدل کړ، نیمه ریاستي نظام یې درلود. دولت هم له درېیو مقننه، اجرائیه او قضایه قوو څخه جوړ دی.
د دغه هېواد ولسمشر د دولت په سر کې ځای لري چې په مستقیم ډول د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او د اساسي قانون له مخې د دوو دورو لپاره ولسمشري کولای شي. ولسمشر د وسله والو ځواکونو په اعلی قوماندانۍ سربېره له پارلمان سره د لومړي وزیر د ټاکلو په بهیر کې ونډه لري او هم په بهرني سیاست څه ناڅه اغېز لري. تر ټولو وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې په کې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري په ۵ مه نېته ترسره شوې چې له مخې یې زوران میلانوویچ، د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په ۱۸ مه لوړه وکړه. د حکومت مشري لومړی وزیر کوي چې تر لاس لاندې د لومړي وزارت څلور مرستیالان او د ځانګړو برخو د مسئولینو په توګه ۱۶ وزیران لري، د اجرائیوي قوې په توګه، د قوانینو او بودیجې د وړاندې کولو، د قوانینو د اجرا کولو او د بهرنيو او کورنيو پالیسیود پلي کولو مسئولیت پر غاړه لري. حکومت د زاګرب په Banski dvori ماڼۍ کې ځای لري. د ۲۰۱۶ ز کال د اکتوبر له ۱۹ مې نېټې راهیسې اندري پلنکوویچ، د دغه هېواد لومړی وزیر دی.
د دغه هېواد یوه جرګه لرونکی پارلمان (Sabor) د قانون جوړونې واک لري. د پارلمان دویمه جرګه، یا د ناحیو جرګه د ۱۹۹۰ ز کال د اساسي قانون له مخې په ۱۹۹۳ ز کال کې رامنځته شوه، خو په ۲۰۰۱ ز کال کې بېرته له منځه لاړه. د Sabor د غړو شمېر له ۱۰۰ څخه تر ۱۶۰ تنو توپیر کوي. دوی ټول د عمومي ټاکنو له مخې د یوې څلور کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. د Sabor ناستې د جنوري له ۱۵ مې څخه د جولای تر ۱۵ مې او د سپټمبر له ۱۵ څخه د ډسمبر تر ۱۵ مې ترسره کېږي. په کرواسیا کې دوه لوی سیاسي ګوندونه د کرواسیا دیموکراتیکه اتحادیه او د کرواسیا ټولنیز دیموکراتیک ګوند دی.
کرواسیا له ۱۹۴ هېوادونو سره دیپلماتیکې اړیکې لري. د ۲۰۲۰ ز کال د شمېرو له مخې، کرواسیا په بهرنیو هېوادونو کې ۵۷ سفارتونه، ۳۰ قونسلۍ او اته دایمي دیپلماتیک ماموریتونه لري. په ورته مهال په دغه هېواد کې ۵۶ بهرني سفارتونه، ۶۷ قونسلۍ او هم د نړیوالو بنسټونو، لکه: د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپايی بانک (EBRD)، د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM)، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، نړیوال بانک، نړیوال روغتیايي سازمان (WHO)، د پخوانۍ یوګوسلاویا لپاره د جرایمو د نړیوالې محکمې (ICTY)، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(UNDP)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د یونسف دفترونه شتون لري.
د کرواسیا د بهرني سیاست په څرګندو شوو موخو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د نړیوالې همکارۍ پراختیا او خپله د کرواسیا او د کرواسیا د اقتصاد وده شاملېږي.
په ۲۰۰۰ مه لسیزه کې د کرواسیا د بهرنۍ پالیسۍ یو له موخو څخه د ناټو غړیتوب و. کرواسیا په ۲۰۰۰ ز کال کې د ناټو د سولې لپاره د همکارۍ په پروګرام کې شامله شوه، په ۲۰۰۸ ز کال کې د ناټو د غړیتوب وړاندیز ورته وشو او په رسمي توګه د ۲۰۰۹ ز کال د اپرېل په لومړۍ په رسمي ډول له دغه اتحاد سره یوځای شوه. د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ ز کال دورې لپاره کرواسیا د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړ او د ۲۰۰۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې یې د دغې شورا مشري وکړه. دغه هېواد په شنګن سیمه کې د یوځای والي لپاره چمتووالی نیسي.
د کرواسیا وسله وال ځواک د هوايي ځواک، ځمکني او سمندري پوځ له برخو او سربېره پر دې د روزنې او ملاتړ له قوماندانیو جوړ دی. پوځ د لوی درستیز له خوا اداره کېږي چې دفاع وزیر ته راپور ورکوي، چې هغه بیا په خپل نوبت سره ولسمشر ته ځواب ویونکی دی. د اساسي قانون له مخې ولسمشر د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان دی. د جګړې پر مهال د سملاسي ګواښ په حالت کې هغه په مستقیم ډول د پوځ لوی درستیز ته لارښوونې کوي.
د ۱۹۹۱-۱۹۹۵ ز کال له جګړې وروسته د پوځ دفاعي لګښتونه راکم شوي. په ۲۰۱۹ ز کال کې د دغه هېواد د ناخالصو داخلي تولیداتو نږدې ۱.۶۸٪ برخه نظامي لګښتونو ته ځانګړې شوې وه چې له امله یې کرواسیا له پوځي پلوه په نړۍ کې ۶۷ ځایګی درلود. له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې نظامي لګښتونه، د ناخالصو داخلي تولیداتو له ۲٪ څخه په کمه کچه ساتل شوي، چې د ۱۹۹۴ ز کال د ۱۱.۱٪ لوړ ریکارډ څخه ډېر توپیر لري. په دودیز ډول د سرتېرو په جلب او جذب باندې په تکیه لرلو سربېره، د کرواسیا وسله والو ځواکونو د ۲۰۰۹ ز کال په اپرېل میاشت کې د ناټو له غړیتوب وړاندې، د کوچني کولو، جوړښتونو د بیاکتنې او حرفوي کولو اصلاحي دوره تېره کړه. په ۲۰۰۶ ز کال کې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې پوځ کولای شي د سولې پر مهال ۱۸۰۰۰ فعال نظامي پرسونل، ۳۰۰۰ تنه ملکي پرسونل او ۲۰۰۰ داوطلب کسان چې عمر یې باید د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وي وکاروي.
کرواسیایي ژبه د یاد هیواد رسمي ژبه ده.
کرواسی په ۲۱ اداري واحدونو ویشل شوی ده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کرواسيا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.