ډاکه

ډاکه (/ˈdɑːkə/ DA-kə يا /ˈdækə/ DAK-ə؛ بنګالي: ঢাকা، رومي: Ḍhākā ، بنګالي تلفظ: ) پخوا د داکا (Dacca) په نوم پېژندل کېده، د بنګله دېش پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار او همدار راز د نړۍ په کچه د بنګالي ژبې تر ټولو ستر ويونکی ښار دی.

دا ښار تر ۲۰۱۱ زېږديز کال پورې د ۸،۹ ميليون اوسېدونکو او په سترې ډاکه سيمه (Greater Dhaka Area) کې له ۲۱،۷ ميليون څخه د زياتو اوسېدونکو په درلودلو سره په نړيواله کچه اتم لوی او شپږم خورا ګڼ نفوسه ښار دی. د نقشه کښنې د یوې سروې له مخې ډاکه د نړۍ په کچه په خوار ګڼ ډول اباده شوې ښاري سيمه لري او په خبري رسنيو کې په نامتو توګه په همدې ډل بيانېږي. ډاکه د سويلي اسيا له سترو ښارونو څخه او هغه ستر نړيوال ښار دی، چې مسلمان ډېره کي په کې ژوند کوي. ياد ښار د بنګال دلتا د برخې په توګه د بورګنګا سيند (Buriganga River)، توراګ سيند (Turag River)، دالېشواري سيند (Dhaleshwari River) او شيتالاکشيا سيند (Shitalakshya River) له لورې راچاپېر شوی دی.

ډاکه ډويژن
ঢাকা বিভাগ
د ډاکه ډويژن انځور
د ډاکه ډويژن انځور
د ډاکه ډويژن انځور

Map of Bangladesh showing Dhaka division
Map of Bangladesh showing Dhaka division
Map of Bangladesh showing Dhaka division

کورډېناټونه: ۲۴°۱۰′ شمال ۹۰°۲۵′ ختیځ / 24.167°شمال 90.417°ختيځ / 24.167; 90.417
د رامنځته کېدو نېټه ۱۶۰۸  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هېواد کينډۍ:Bangladesh
پلازمینه د:
بنګله دېش
ختیځ پاکستان
ډھاکه ډويژن   د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه ڈھاکہ
پراخوالی
 • پراخوالی 368 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 60 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2011 census)
 • ټولټال ۴۷٬۴۲۴٬۴۱۸
وروستي مالومات
وخت زون بنگلا دیش معیاری وخت (ه.ن.و+6)
رسمي ژبه بنګالي ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
1000
1100
1200–1299
1300–1399  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ 02  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1185241  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 BD-C
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډاکه  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ډاکه په سيمه کې له لومړۍ زريزې راهيسې استوګنه شوې ده. يو پخواني معاصر ښار د مغل سترواکۍ د ولایتي پلازمېنې او سوداګريز مرکز په توګه له ۱۷ پېړۍ څخه وده وکړه. ډاکه (له ۱۶۰۸ – ۱۶۳۹ ز پورې او له ۱۶۶۰ – ۱۷۰۴ ز کال پورې) د ۷۵ کالونو لپاره د لومړني صنعتي شوي مغلي بنګال (Mughal Bengal) پلازمېنه وه. دا ښار په بنګال کې د تاري ټوکر د سوداګرۍ مرکز او د نړۍ له خورا نېکمرغه ښارونو له ډلې څخه و. د مغلو ښار د پخواني واکمن سترواک جهانګير په وياړ جهانګيرناګر (د جهانګير ښار) نومول شوی و. دې ښار د “Mughal Subahdar”، “Naib Nazims” د ډاکه د نوابانو او دېوانونو د څوکۍ [مرکز] کوربه توب وکړ. له استعمار څخه مخکې د ښار درنښت يا برم په ۱۷ او ۱۸ پېړيو کې هغه مهال لوړ شو، چې ياد ښار د يوريشيا د سوداګرو لپاره ټاټوبی و. د ډاکه بندر د سيند او سمندري دواړو سوداګريو لپاره يوه ستره سوداګريزه پايه يا ستن وه. مغلو دا ښار په ښه ډول د باغچو ، مقبرو، مسجدونو، ماڼيو او کلاګانو په جوړولو سره ښکلی کړ. دې ښار ته يو وخت د ختيځ ونيز “Venice of the East” ويل کېدل. تر برتانوي واکمنۍ لاندې ښار د برېښنا، د اورګاډي د ليکو، سينماګانو، د لويديځ ډول پوهنتونونو او پوهنځينو او د معاصرې اوبه رسونې د پېژندګلوۍ شاهد و. دا ښار په برتانوي حکومت کې له ۱۹۰۵ ز کال څخه وروسته د ختيځ بنګال او اسام ولايت د پلازمېنې په توګه يو مهم اداري او زده کړه ييز مرکز شو. په ۱۹۴۷ ز کال کې د برتانوي حکومت له پای ته رسېدلو څخه وروسته ډاکه د ختيځ پاکستان اداري پلازمېنه شوه. ياد ښار په ۱۹۶۲ ز کال کې د پاکستان د مقننه قوې پلازمېنه او په ۱۹۷۱ ز کال کې د خپلواکۍ له جګړې “Liberation War” څخه وروسته د خپلواک بنګله دېش پلازمېنه شو.

ستر نړيوال ښار ډاکه په بنګله دېش کې د سياسي، اقتصادي او کلتوري ژوند مرکز دی. دا ښار د بنګله دېش د حکومت، زياتو بنګله دېشي شرکتونو او مخکښو بنګله دېشي زده کړه ييزو، پوهنيزو، څېړنيزو او کلتوري ادارو يا سازمانونو مرکز دی. د يو معاصر پلازمېنه ښار په توګه له رامنځته کېدنې راهيسې د ښار نفوس، پراخوالي او ټولنيزې او اقتصادي تنوع په بې شانه ډول وده کړې ده. دا ښار اوسمهال د هېواد په کچه له تر ټولو ګڼو صنعتي شويو سيمو څخه دی. ډاکه د بنګله دېش د اقتصاد ٪۳۵ جوړوي. د ډاکې د ونډو تبادله “Dhaka Stock Exchange” له ۷۵۰ څخه زيات شرکتونه لښتليک کړي دي. دا ښار له ۵۰ څخه د زياتو سياسي ماموريتونو او همدا راز د “BIMSTEC” او “CIRDAP” د مرکزي ادارو کوربه توب کوي. د ښار کلتور د خپلو رېکشاوو، د پخلي د ډول، هنري مېلو او مذهبي راز راز والي له امله پېژندل کېږي. دا پخوانی ښار د مغلو او برتانوي دورو څخه د پاتې نږدې ۲۰۰۰ ودانيو کور دی.

ايتمولوژي

د ډاکه د نوم اصليت ناڅرګند دی. يو وخت په ياده سيمه کې د ډاک “dhak” په نوم ونې خورا عامې وې او ښايي دا نوم له همدې څخه رامنځته شوی وي. په ورته ډول دا نام ښايي د داکېشوري “Dhakeshwari” په نوم پټ هندو خدای (الهه) ته ويل کېږي، چې عبادتځای (معبد) يې د ښار په سويل لويديځه برخه کې دی. يوه بله نامتو نظريه څرګندوي، چې د ډاک “dhak” په نوم د موسيقۍ يوې ميمبرانوفون “membranophone” وسيلې [هر هغه وسيله چې د خوځېدونکې غځېدلې پردې له لارې غږ توليدوي] ته ويل کېږي، چې د صوبه دار لومړي اسلام خان “Subhadar Islam Khan I” په امر په ۱۶۱۰ ز کال کې د بنګال پلازمېنې د پرانېستې پر مهال وغږول شوه.

ځينې سرچينې دا هم وايي، چې ياد نوم له يو “Prakrit” ګړدود څخه اخېستل شوی دی، چې ډاکه باسا “Dhaka Bhasa” يا ډاککا “Dhakka” ورته وايي او په راجاتارانجيني “Rajatarangini” کې د پېرې يا څار د تم ځای لپاره کارېدلې دی؛ يا دا چې داواکا “Davaka” ته ورته ويی دی، چې د ختيځ پولې د پاچاهۍ په توګه د سامودرا ګوپتا “Samudragupta” په الله اباد “Allahabad” رکن په کتيبه (ليکنه) کې ياد شوی دی. د “Rajatarangini” له مخې چې د کالهانا “Kalhana” په نوم کشميري برهمن ليکلی دی، ياده سيمه په اصل کې د ډاککا “Dhakka” په نوم پېژندل کېدله. د “Dhakka” ويی د څار يا پېرې د برج معنا لري. د بېکرامپور “Bikrampur” او سونارګاون “Sonargaon” په نوم د بنګالي واکمنانو پخوانۍ پوځي کلاګانې دې ښار ته نږدې پرتې دي. نو ډاکه د زيات اټکل له مخې د سنګر نيونې د موخې لپاره د پېرې د برج په توګه کارېدلی ويی دی.

تاريخچه

له مغل څخه مخکې

د ننۍ ډاکې سيمه کې د ښاري استوګنو تاريخ لومړۍ زريزې ته ورګرځي. ياده سيمه د بېکرامپور “Bikrampur” لرغونې سيمې برخه وه، چې د سينا “Sena” کورنۍ له لورې اداره کېده.

ډاکه تر اسلامي واکمنۍ لاندې د سونارګاون “Sonargaon” تاريخي سيمې برخه شو، چې د ډهلي او بنګال سلطنتونو سيمه ييز اداري مرکز و. ستر نښلونکی سړګ “Grand Trunk Road” له سيمې څخه تېر شو، چې سيمه يې له شمالي هند، مرکزي اسيا او د چيټاګونګ “Chittagong” له سويل ختيځ بندري ښار سره ونښلوله.

لومړنۍ معاصره دوره

مغلي سترواکۍ د لرغونې معاصرې دورې پر مهال پر سيمه باندې حکومت وکړ. د ډاکه لرغوني ښار “Old City of Dhaka” د مغلو تر واکمنۍ لاندې د بوريګنګا سيند “Buriganga River” پر څنډو باندې وده وکړه. ډاکه په ۱۶۰۸ ز کال کې د مغلي بنګال پلازمېنه اعلان شوه. اسلام خان چيشتي “Islam Khan Chishti” د ښار لومړنی مشر و. خان د سترواک جهانګير په وياړ ښار جهانګير ناګر (د جهانګير ښار) ونوماوه. د انګرېزانو له لورې د ښار له نيولو څخه لږه موده وروسته يې ياد نوم له لاسه ورکړ. د ښار د مغلي واکمن شايسته خان تر مشرۍ لاندې اصلي پراختيا ومونده. د ښار پراخوالی هغه وخت د نږدې يو ميليون نفوس په درلودلو سره ۱۹ په ۱۳ کېلومتره (۱۱،۸ په ۸،۱ ميل) اندازه شو. ډاکه په سويلي اسيا کې يو له سترو او خورا نېکمرغه ښارونو څخه و. د لعل باغ کلا “Lalbagh Fort” د جوړولو چارې په ۱۶۷۸ ز کال کې د شهزاده محمد اعظم له لورې پر بنګال باندې د نوموړی د ۱۵ مياشتنۍ واکمنۍ پر مهال پيل شوې، مګر نوموړی د کار له بشپړېدولو څخه وړاندې د سترواک اورنګزېب له لورې له دندې څخه لرې کړای شو.

بنګال د مغلو په دوره کې يوه شتمنه سيمه وه. دا سيمه د ټوکر د توليد او کښتۍ جوړونې غوندې صنعتونو کې په نړيواله کچه نامتو وه. بنګال د ورېښمين او مالوچو ټوکرانو، فولاد، ښورې او کرنيز او صنعتي توليد لېږدونکی و.

دې سيمې د ۱۷ او ۱۸ پېړيو پر مهال سيمه ييز اقتصادي مرکز ته وده وکړه او د بنګالي “Bangalis”، ماروارېس “Marwaris”، کشميريانو “Kashmiris”، ګجراتيانو “Gujaratis”، ارمنيانو “Armenians”، عربانو، ايرانيانو، يونانيانو، هالنډيانو، فرانسويانو، انګرېزانو او پرتګاليانو په ګډون يې د يوروشيا سوداګرو لپاره د مرکز په توګه خدمت کاوه. ياد ښار د ۸۰۰۰۰ په کار پوه اوبدونکو په درلودلو سره د نړيوال تاري ټوکر، پنبې او سنډ يا کنف مرکز و. ښار په ښه ډول خپرې شوې باغچې، څلي، مسجدونه، معبدونه، بازارونه، کليساګانې او کاروان سرايونه درلودل. بارا کاترا “Bara Katra” د ښار تر ټولو لوی کاروان سرای و. د سيند غاړو کې ځای ځای د چايو خونې او يو شمېر دولتي ماڼۍ جوړې شوې وې. يوروشيايي سوداګرو په فاراشګنج “Farashganj” (فرانسوي بازار “French Bazzar”)، ارمانيټولا “Armanitola” (ارمنيايي سيمه “Armenian Quarter”) او پوسټوګولا “Postogola” (پرتګالي سيمه “Portuguese Quarter” کې ګاونډيتوبونه جوړ کړل [استوګن شول].

تاریخ

جغرافیه

اقتصاد

دا د بنگلادېش يو ډويژن دی۔

سرچينې

نور ولولئ

Tags:

ډاکه ايتمولوژيډاکه تاريخچهډاکه تاریخډاکه جغرافیهډاکه اقتصادډاکه سرچينېډاکه نور ولولئډاکه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سپوږميز لېږديز کالهندارهتوره تتۍچټک پیغام سیسټمابن سينا بلخيد نزول لاملونه(قرآن)جنسي ځورونهمشاهدهخاورهد داود جمهوري افغانستاننثرد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهاردو ژبهکندهارتوکمپالنه (ټولنيزعلم)برېښنامتالورژيد ثور انقلابد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېانګلیسيمسکومسکو ولايتکلا، ارغنداباندونيزياد بدر غزاسوېل ختيځه اسياافغانستان ته د اسلام راتگسراج الدين حقانينورزيښوونځیهراتد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهپښتونستاننوې پاپواګينهلوګر ولایتلغمان ولايتاوټ(جودر)Rheniumپښتو نومځري او د هغو کارونهمالیهاقلیم پېژندنهتقوااحمد يوسف نورستانيپاميرپښتني بانکThalliumکورګانفدرالي قبايلي سيمېپېښورجمهوریت غوښتنهټولنيزې رسنۍد اسیایي هیوادونو نوملړد انټرنټ تاریختوېرناټوويکيپېډياساراتوفد لمانځه وختونهله مذهبي ټولنې څخه شړلملاريااموي خلافتتلاسېمیاکمول (مارغه)پلار څوک دیدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهد شهیدانو چوکتقاعدد یونان د خپلواکۍ جګړهپير روښانبودجهنسيم حجازي🡆 More