بنګله دېش: سوېلي اسيا هېواد

بنګله دېش، د بنګال د تاریخي او توکمیزو ژبو خپلواکه برخه جوړوي، چې په 1947ز کال کې د بریتانوي هند د وېش پرمهال وېشل شوې وه.

په رسمي توګه بنګله دېش د خلق جمهوریت په توګه په جنوبي اسیا کې یو هېواد دی. دا په نړۍ کې اتم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، چې 148,460 کیلومتر مربع (57,320 میل مربع) یا 147,570 کیلومتره مربع (56,980 میل مربع) مساحت لري او 163 میلیونه نفوس لري او په نړۍ کې یو له ډېر نفوس لرونکو هېوادونو نه شمېرل کېږي. بنګله دېش په لوېدیځ، شمال او ختیځ کې له هند سره او په سویل ختیځ کې له میانمار سره ځمکنۍ پولې لري، سویل ته یې له بنګال خلیج سره یو ساحل شته. دا د سلیګوری دهلیز په واسطه له نیپال او بوتان نه په لنډ ډول جلا شوی او له چین نه په شمال کې د هند له سیکیم ایالت نه ۱۰۰ کیلومتره لرې دی. ډاکه یې پلازمېنه او لوی ښار دی، چې د هېواد اقتصادي، سیاسي او کلتوري مرکز هم دی. چیټاګنګ یې تر ټولو لوی بندر او دویم لوی ښار دی. رسمي ژبه یې بنګالي ده، چې د هند واروپايي ژبې د کورنۍ یو له ختیځو څانګو نه ده.
بنګله دېش: تاریخچه, سیاست او حکومت, سرچينې
|250px]] بنګله دېش

دغه هېواد د بنګالي مسلمانانو اکثریت لري. لرغونی بنګال د هند په نیمه وچه کې د وانګ، پنډرا، ګنګاریډای، ګوډا، سماتتا او هریکیلا ایالتونو یو مهم کلتوري مرکز و. موریان، ګوپتا، پالا، سینا، چندر او دیوا کورنۍ له اسلام نه مخکې د بنګال وروستۍ واکمنۍ وې. د بنګال د مسلمانانو فتحه په 1204ز کال کې هغه وخت پیل شوه، چې بختیار خلجي پر شمالي بنګال واکمن شو او تبت یې اشغال کړ. کله چې ډیلي د سلطنت یوه برخه شو، نو په 14مه پېړۍ کې درې ښاري ایالتونه راڅرګند شول، چې د ختیځ بنګال ډېره برخه له سونارګاون نه اداره کېده. د سلطان بلخي، شاه جلال او شاه مخدوم روپو په څېر صوفي میسیونر مشرانو د مسلمانانو د واکمنۍ په خپراوي کې مرسته وکړه. دغه سیمه له یوه خپلواک او واحد بنګال سلطنت سره یوځای شوه.

د مغولو تر واکمنۍ لاندې، ختیځ بنګال په ختیځ برصغیر کې د مسلمانانو پرمختګ ته دوام ورکړ او د نړۍ له ګوټ ګوټ نه یې سوداګر راجلب کړل. مغلي بنګال په 18مه پېړۍ کې د بنګال د نوابانو په مشرۍ په زیاتېدونکې توګه قاطع او خپلواک شو. په 1757ز کال کې میرجعفر خیانت، نواب سراج الدوله ته د بریتانوي ختیځ هند شرکت لپاره ماتې ورکړه او بالاخره په جنوبي اسیا کې د بریتانیا واکمنۍ پای ته ورسېده. د بنګال صدارت په بریتانوي هند کې تر ټولو لوی اداري واحد ته وده ورکړه او په 1905ز کال کې یې د بنګله دېش رامنځته کېدو لپاره د ختیځ بنګال او اسام رامنځته کول یو بنسټ وټاکه. په 1940ز کال کې، د بنګال لومړي وزیر په ختیځه سویلي اسیا کې د یو دولت جوړولو په هیله د لاهور د پرېکړې ملاتړ وکړ. بنګال تر وېش مخکې د بنګال لومړي وزير، د بنګالي خپلواک دولت وړانديز وکړ. یوې ټولپوښتنې او د راډکلیف لاین اعلان، د بنګله دډېش اوسنی ځمکنی سرحد رامنځته کړ.

په 1947ز کال کې، ختیځ بنګال د پاکستان په واک کې تر ټولو نفوس لرونکی ولایت شو. دا د ختیځ پاکستان په نوم بدل شو او ډاکه د هېواد مقننه پلازمېنه شوه. په ۱۹۵۲ز کال کې د بنګالي ژبې خوځښت، د ختیځ بنګال مقننه ټاکنې، ۱۹۵۴ز، د 1958ز پاکستان کودتا، د 1966ز کال شپږ نقطه یي خوځښت او د 1970ز کال د پاکستان عمومي ټولټاکنې د دې لامل شوې، چې د پاکستان په ختیځ کې بنګالي ملتپالنه او د ډیموکراسۍ د پلوۍ خوځښتونه رامنځته شي. د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ عوامي لیګ ته د واک سپارلو لپاره د پاکستان د پوځي حکومت انکار په 1971ز کال کې د بنګله دېش د آزادۍ جګړې لامل شو، چې د هند په مرسته مکتي باهني یو بریالی وسله وال انقلاب وکړ. دې شخړې د ۱۹۷۱ز کال د بنګله دېش نسل وژنه او د روڼاندو په ګډون د خپلواکۍ پلوو بنګالي ملکي وګړو وژنه رامنځته کړه. د بنګله دېش نوی ایالت په ۱۹۷۲ز کال کې د سویلي اسیا لومړنی سیکولر ایالت شو. په ۱۹۸۸ز کال کې اسلام دولتي دین اعلان شو، خو په 2010ز کال کې د بنګله دېش سترې محکمې په اساسي قانون کې سیکولر اصول بیا تایید کړل.

بنګله دېش یو واحد پارلماني او د اساسي قانون درلودونکی جمهوریت دی، چې د ویسټ منسټر سیسټم پراساس دی. بنګاليان د بنګله دېش د ټول نفوس 98٪ جوړوي او د بنګله دېش ډېر مسلمان نفوس د دې لامل شوی، چې بنګله دېش په نړۍ کې درېیم ډېر مسلمان لرونکی هېواد شي. دغه هېواد اته برخې، 64 ولسوالۍ او 495 فرعي ولسوالۍ لري. دا په سویلي اسیا کې له هند او پاکستان وروسته درېیم لوی پوځ لري او د ملګرو ملتونو په سوله ساتو عملیاتو کې لوی مرسته کوونکی دی. همدارنګه په هند - ارام سمندر کې یو منځنی ځواک دی. بنګله دېش یو مخ پر ودی اقتصاد دی، چې د GDP له مخې په نړۍ کې 33م لوی او د PPP له مخې 29م لوی هېواد دی. دا د روهینګیا نسل وژنې له امله په نړۍ کې د کډوالو د تر ټولو لوی نفوس کوربه و. په هر حال، د بېوزلۍ کچه په کې له 2011ز کال راهیسې نیمایي ته راټیټه شوې او تمه کېږي چې هېواد به په دې لسیزه کې یو متوسط ​​عایداتي هېواد شي. یو وخت بنګله دېش د ململ ټوکر د سوداګرۍ تاریخي مرکز و، اوس د نړۍ یو له سترو عصري جامو صادرونکو نه دی.

تاریخچه

په بنګله دېش کې د ډبرې د دورې وسایل موندل شوي، چې له 20,000 کلونو نه ډېر د انسانانو استوګنځای په ګوته کوي او د مسو د دورې د مډېرت ځایونو پاتې شوني 4,000 کاله پخواني دي. لرغونی بنګال د اطریش، تبت-برمنانو، دراویډیانو او هند-اریانوله خوا د کډوالۍ په پرله پسې څپو کې مډېرت شوي وو. د لرغون پېژندنې شواهد مني، چې د BCE تر دویمې پېړۍ پورې، د وریځو کرلو ټولنو په سیمه کې ژوند کاوه. په 11مه پېړۍ کې خلکو په منظم ډول په کورونو کې ژوند کاوه، خپل مړي یې ښخول او د مسو زیورات او تور او سره لوښي یې جوړول.

ګنګا، برهمپترا او میګناریورونه د اړیکو او ترانسپورت لپاره طبیعي ارتباطي لیکې وې او د بنګال په خلیج کې د ساحلونو سمندري سوداګرۍ ته اجازه ورکړل شوې وه. د اوسپنې دورې په لومړیو کې د فلزي وسلو، سیکې، کرنې او اوبو لګولو چارو ته پراختیا ورکړل شوه. له میلاد مخکې د لومړۍ زریزې په منځ کې د اوسپنې دورې په وروستیو کې لوی ښاري مډیرت ځایونه رامنځته شوي، دا هغه مهال و، چې د شمالي تورو صیقل شوو لوښو کلتور وده کړې وه. په 1879ز کال کې، الکساندر کننګهم مهاستنګر د پنډرا سلطنت د پلازمېنې په توګه وټاکه، چې په ریګویدا کې یې یادونه شوې ده. په بنګله دېش کې تر ټولو زړه کتیبه په مهاستنګر کې وموندل شوه او له  میلاد نه مخکې په درېیمې پېړۍ پورې اړوندېږي. دا په براهمي لیکدود لیکل شوې ده.

سیاست او حکومت

بنګله دېش د خپل اساسي قانون له مخې یوه رسمي نماینده ډیموکراسي ده، د ویسټ منسټر په څېر یو واحد پارلماني جمهوریت دی، چې نړیواله رایه لري. د حکومت مشر لومړی وزیر دی چې په هرو پینځو کلونو کې د حکومت جوړولو لپاره بلنه ورکول کېږي. ولسمشر په پارلمان کې د تر ټولو لوی ګوند مشر ته بلنه ورکوي، چې د نړۍ د پینځمې لویې ډیموکراسۍ لومړی وزیر شي. بنګله دېش په ۱۹۹۰ز کال او ۲۰۱۴ز کال کې دوه حزبي حکومت رامنځته کړ. ټاکنې یې د واک په دغې موده کې د بې طرفه سرپرست حکومت له خوا اداره کېدې، خو د نګران حکومت په ۲۰۱۱ز کال کې د عوامي ليګ حکومت له خوا ړنګ شو. بي اين پي په ۲۰۱۴ز کال کې له راتلونکو ټاکنو بايکاټ وکړ او ويې ويل چې: له سرپرست حکومت پرته به عادلانه نه وي. د BNP په مشرۍ د اوکیه فرنټ جبهې، د 2018ز کال په ټاکنو کې برخه اخیستې وه. په ټاکنو کې د بې نظمۍ ډېرې ادعاګانې وشوې.

ژبې

د بنګله دېش اصلي ژبه بنګالي ده (د بنګلا په نامه هم پېژندل کېږي). بنګالي د هند واروپايي ژبو د کورنۍ یو له ختیځو څانګو نه ده. دا د ختیځ هند و اریایي ژبو برخه ده، چې د 10مې او 13مې پېړیو ترمنځ یې وده کړې. بنګالي پر بنګالي لیکدود لیکل کېږي. سانسکرت په لرغوني بنګال کې په ځانګړې توګه د پادریانو له خوا د لیکنیو اړیکو ژبه وه. د اسلامي دورې په لړ کې، بنګالي خپل ځای سانسکرت ته د اصلي ژبې په توګه ورکړ. د بنګال سلطانانو د سانسکرت پر ځای د بنګالي ادبیاتو تولید ته وده ورکړه.

نن ورځ، په بنګله دېش کې د بنګالي ژبې معیار د بنګله اکاډمۍ له خوا ټاکل شوی. په بنګله دېش کې له 98 سلنې نه زیات وګړي، په بنګالي، یعنې په خپلې مورنۍ ژبې خبرې کوي. بنګالي د یوې تسلسلي ژبې په توګه تشرېحشوې، چې په ټول هېواد کې یې پر بېلابېلو ګړدودونو خبرې کېږي.

سرچينې

Tags:

بنګله دېش تاریخچهبنګله دېش سیاست او حکومتبنګله دېش سرچينېبنګله دېش

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

الرژي یا کلک غبرگونبدخشان ولايتمتلمینیوپزد سوفیا نړۍامير امان الله خانانګلستاند کتاب نړيواله کره شمېرهمرزا اسد الله خان غالبnt2k9لمريز غونډالفرانسهسولهتېلوګود بکارت پردهیوزنېټعثماني – افغان جګړه (۱۷۲۶-۱۷۲۷)قندي کوچۍفلسفهپرمخ د ځوانۍ دانېهري رودمحمد عثمان نژندزنگاليپښتو پښتو تشريحي قاموسد نړېوال سازمانونه په اړه معلوماتاسلامکوشانيانجنسي ناوړه ګټه اخيستنهويکي مانياآی اېس او ۳۱۶۶-۱امام علي رحمانوفپسرلیويکيپالانګاعربي ژبهملاريازغوپرواژید ودې هورموندسلجوقیانو واکمنيکزاخي ژبهبغلان ولايتکابل ولايتنسيم حجازيورځني نصیحتونه (سنت طریقي)لاس انجلسشاهپور ځدراڼعبدالله گلسيد بهاوالدين بهايياوزونولزشکرې ناروغيجوناګړآی اېس او ۳۱۶۶د انګلستان د انګلو- ساکسون تاریخمحمد گل خان مومندنجيبه شريفپښتو یاګانېمزار شريفپه انسانانو کې د تذکیر آلهد معدې زخمد افغانستان د فوټبال ملي لوبډلهد انسانانو جنسي توپیروالید امریکا متحده آیالاتونه🡆 More