سياست له پریکړو سره ملګري د فعاليتونو يوه ټولګه ده، دا فعاليتونه د افرادو تر منځ يا په ډله یيز ډول وي یا د ځواک د اړيکو په نورو بڼو، لکه: د سرچينو او حيثيت وېشل.
د ټولنيزو علومو هغه برخه سياسي علوم بلل کېږي چې، سياست او حکومت تر څېړنې لاندې نيسي.
سياست په مثبت ډول، «دسياسي حل لارې» په معنا هم کارېدای شي چې سياسي حل لاره روغه جوړه او عدم تشدد دی، يا په تشرېحي ډول په دې ډول چې «د حکومت کولو د علم هنر»، خو ډېر ځله منفي اړیکه ورکول کېږي. د بېلګې په ډول: د مریيتوب د لغوه کولو د خوځښت غړی «وينډل فيليپس» وايي چې: «موږ سياست نه کوو، زموږ په وړاندې د مریيتوب مخالفت مسخرې نه دي». د سياست مفهوم په بېلا بېلو لارو تعريف شوی دی او بېلا بېل مفاهيم په بنسټيز ډول نظرياتو ته بدلون ورکوي، چې ايا په پراخ ډول وکارول شي، که په محدود ډول، په تجربي ډول، که په قانوني ډول او ایا په سياست کې همکاري ډېره مهمه ده او که ټکر رامنځ ته کېدل.
په سياست کې يو لړ لارې چارې برابرې شوې دي، د خلکو په منځ کې خپلو سياسي اندونو ته وده ورکول، له نورو سياسي هدفونو سره مذاکرات، قوانين جوړول او د مخالفتونو پر ضد د جګړو په ګډون د زور کارول شامل دي. سياست په پراخه ټولنيزو سطحوعملي کېږي، د دودېزو ټولنو له قومونو او قبېلو نيولې، د سيمه یيزو حکومتونو له لارې، په شرکتونو او ادارو کې د خپلواکو حکومتونو په کچه او بیا تر نړيوالې سطحې. په مډرونو ملي هېوادونو کې، ډېر ځله خلک د خپلو نظرياتو د استازولۍ لپاره سياسي ګوندونه جوړوي. د يوه ګوند غړي ډېر ځله موافقه کوي، تر څو د ډېرو مسائلو په اړه يو شان درېځ ونيسي او موافقه کوي چې په قانون کې د هماغو ټاکلو بدلونونو ملاتړ وکړي او له هماغو ټاکلو مشرانو سره موافقه کوي. ټاکنې په عمومي توګهً د بېلا بېلو ګوندونو تر منځ سيالي وي.
يو سياسي نظام هغه چوکاټ دی، کوم چې په یوه ټولنه کې د منلو وړ سياسي لارې چارې تعريفوي. د سياسي افکارو تاريخ تر لرغونې زمانې رسېږي، هغه مهال مهم کارونه شوي ، لکه په لویديځ کې د اپلاتون جمهوريت او د ارستو سياست او په ختيځ کې د کنفيوشس سياسي نسخه او د سند «ارتاشاسټرا».
د انګليسي ټکی (پوليټيکس) د ارستو په کلاسيک اثر (Politiká) کې خپلې رېښې لري، کوم چې یوناني اصطلاح «Politiká» متعارف کړې وه (يعنې د ښار چارې). د پنخلسمې پېړۍ په نيمايي کې، په نوې انګليسي کې د ارستو د دې ټکي جوړښت د Polettiques په توګه وړاندې شو او وروسته بيا نوې انګليسي کې په «پاليټکس» (يعنې سياست) بدل شو.
د دې ټکي انګليسي لفظ چې په مفرد ډول (Politic) لېکل کېده، په لومړي ځل په ۱۴۳۰ز کال کې تاييد شو، کوم چې له فرانسوي منځني سياست څخه اخیستل شوی و او په فرانسوي ژبه کې هم له Politicus ټکي څخه استنباط شوی و، په اصل کې دا ټکی په يوناني ژبه کې رېښې لري، چې وروسته لاتيني شوی دی، په يوناني ژبه کې دا ټکی په دوه ډوله معنا شوی دی چې، يو يې (ښاري/تبعه) او بل يې (ښار) دی.
سياست ته د رسېدو لپاره ډېرې د درک وړ لارې چارې شته.
اډريان ليفټويچ د هغه څه په اړه چې «سياسي» بلل کېږي، د پراخ يا محدود تصور د اندازې پر بنسټ سياسي لرليدونه سره وېشلي دي. پراخ نظره سياست، د انسان په ټولو ټولنيزو اړيکو کې شته دی، په داسې حال کې چې د محدود نظرسياست تر ټاکلو برخو پورې محدودوي. د بېلګې په ډول: په ډېر محدود ډول شونې ده سياست ته په لومړي سر کې د حکومتولۍ په سترګه وکتل شي، په داسې حال کې چې شونې ده، د ښځمنپالنې ليد استدلال وکړي. هغه سيمې چې په دوديز ډول غیر سياسي بلل کېږي، هم په حقيقت کې سياسي وګڼل شي. وروستی درېځ په هغه شعار کې ځای پر ځای شوی، چې وايي: «شخص سياسي دی»، کوم چې د شخصي او عمومي مسائلو تر منځ توپير لانجمن کوي. سربېره پر دې شونې ده چې، سياست له واک څخه د ګټې اخستنې په توګه تعريف شي، لکه چې رابرټ ای. ډال په دې نظر بحثونه کړي دي.
د سياست په اړه ځينې ليدونه له تجربي نظره سياست ته د ځواک د کارولو په نظر ګوري، په داسې حال کې چې یو شمېر نور بيا سياست ته پر معياري بنسټ د يوې ټولنيزې دندې په سترګه ګوري. دا توپير د سياسي اخلاق پالنې او سياسي حقيقت پالنې د فرق په توګه پېژندل کېږي. د اخلاق پالونکو لپاره، سياست له اخلاقو سره نژدې اړیکې لري او د يوه بېلګه ښار په اړه وروستی فکر سياست بلل کېږي. د بېلګې په ډول، هانا ارنت وايي: د ارستو نظر دا و چې:«دا چې سياسي شې دا معنا چې د هر څه پریکړه د خبرو او قانع کولو له لارې کېږي، نه د تاوتريخوالي له لارې»؛ خو برنارډ کريک په دې باور دی چې «سياست هغه لاره ده چې خپلواکې ټولنې په کې اداره کېږي. سياست سياست دی او د واکمنۍ نورې بڼې يو بل څه دي». د دې په خلاف، حقيقت پالونکي چې د نيکولو ماکياولي، توماس هبز او هارولډ لاسول په څېر اشخاصو له خوا يې استازولي کېږي، په دې باور دي چې د سياست بنسټ د ځواک کارول دي، بې له دې چې موخو ته پاملرنه وشي.
د زيان پالنې نظر په دې باور دی چې سياست هرومرو د متضادو ګټو تر منځ ټکر او مخالفت ته رسېږي. سياسي پوه «المر شاتشنايدر» وايي چې: «د ټولو سياستونو په جرړو کې د نړيوال ټکر ژبه شته»، خو «کارل شميت» وايي چې: د سياست څرنګوالی له دښمن څخه د «ملګري» جلا کولو او پېژندلو ته ويل کېږي. دا اندونه د سياست په اړه د ارستو او کريک له نظرياتو سره په څرګند مخالفت کې دی چې هغوی د زياتې همکارۍ لرليد لري. په هرحال، د سياسي علوموايرلينډي پوه «مايلک لاور» د دې سخت درېځو نظرونو په منځ کې زيات مخلوط نظر وړاندې کړی، هغه وايي:
سياست د ټاکلي ټکر او همکارۍ د ځانګړي اختلاط په اړه دی، کوم چې ډېر ځله په انساني تعاملاتو کې موندل کېږي. سوچه ټکر جګړه ده. سوچه همکاري رېښتينې مينه ده. سياست د دې دواړو ګډوله ده.
د سياست تاريخ په بشري تاريخ کې خپور دی او د حکومت ترنوو ادارو پورې محدود نه دی.
د «فرانس ډي وال» دليل دا دی چې، چمپانزي له پخوا څخه «د اغېزمنو دندو د ساتلو په موخه په ټولنيزو لوبو» کې د مصروفېدو له امله په سياست کې ښکېل و. لومړيو انسانانو ټولنيزه اداره رامنځ ته کړه – ډلې او قبيلې – خو د مرکزي سياسي جوړښت کمی په کې و. دې حالت ته کله ناکله بې هېواده ټولنې ويل کېږي.
په لرغوني تاریخ کې تمدونونو د اوسنيو هېوادونو په څېر څرګندې پولې نه لرلې او په کره ډول د هغوی پولې د سرحد په توګه يادېدې. د لومړيو سموريانو او لومړيو مصريانو واکمنې کورنۍ لومړي تمدونونه وو، چا چې خپلې پولې معلومې کړې دي. سربېره پر دې، تر دولسمې پېړۍ پورې، ډېر خلک په نا دولتي ټولنو کې اوسېدل. دا ټولنې له برابرو ډلو او قبايلو څخه نېولې بيا تر پېچلو او ډېرو سرسري مشرانو پورې موجودې وې.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article واگ, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.