نيکولاوس کوپرنيکس

نيکولاوس کوپرنيکس (۱۹ فبروري ۱۴۷۳ – ۲۴ مۍ ۱۵۴۳) د رنسانس ټولپوه، فعال رياضي پوه، ستورپوه او د کاتوليک  کليسا غړی و، چا چې د کايناتو داسې يوه بیلګه وړاندې کړه چې لمر يې مرکز ؤ، نه ځمکه.

ډېر احتمال لري چې کوپرنيکس د ساموس له اريستارخوس څخه په خپلواک ډول خپله بېلګه جوړه کړې، اريستارخوس يو لرغونی يونانی ستورپوه و چا چې اتلس پېړۍ مخکې ورته يوه نمونه جوړه کړې وه.

نيکولاوس کوپرنيکس
نيکولاوس کوپرنيکس (۱۹ فبروري ۱۴۷۳ – ۲۴ مۍ ۱۵۴۳)

په ۱۵۴۳ ز کال کې د کوپرنيکس له مرګ وړاندې د «د اسماني کرو د بدلونونو په اړه» نومي کتاب کې د هغه د بیلګې خپرېدل د ساينس په تاريخ کې يوه ستره پېښه وه، چې د کوپرنيکي انقلاب  لامل شو او هغه يې د ساينسي انقلاب سره په مرسته کولو کې مخکښ کړ.

کوپرنکس په شاهي پروشيا کې زېږېدلی او مړ شوی و، هغه سيمه چې له ۱۴۶۶ زېږديز کال راهيسې د پولنډ برخه وه.  هغه د کليسا په قانون کې ډاکټري وکړه، هغه يو رياضي پوه، ستورپېژندونکی، فزيک پوه، لرغونې عالم، ژباړن، حکومت کوونکی، ديپلومات او اقتصاد پوه و. په ۱۵۱۷ ز کال کې هغه د پيسو د اندازې نظريه راوويسته چې دا په اقتصاد کې مهم تصور وو  او په ۱۵۱۹ ز کال کې هغه يو اقتصادي اصل جوړ کړ چې وروسته بيا د ګريشم په قانون وپېژندل شو.

ژوند

نيکولاوس کوپرنيکس د ۱۴۷۳ ز کال د فبرورۍ مياشتې په نولسمه نېټه د تورن په ښار کې زېږېدلی و، دغه ښار په شاهي پروشيا کې موقعيت لري چې د پولنډ په سلطنت کې واقع دی.

پلار يې د کراکو يو سوداګر ؤ او مور يې د تورن ښار د شتمن سوداګر لور وه. نيکولاوس د څلورو خوېندو وروڼو کشر و. د هغه مور اندرياس (انډرو) په فراوينبرګ کې د اګوستينيان کليسا غړې شوه. خور يې باربرا چې د مور نوم ورکړل شوی د بينيډيکټ مسيحيت راهبه وه چې د ژوند په وروستيو کلونو کې په کولم کې د يو عبادتځای مشره وه. هغه له ۱۵۱۷ ز کال وروسته مړه شوه. د هغه بلې خور کترينا له يو سوداګر او د تورن ښار له استازي بارټل ګرتنر سره واده وکړ او څلور اولادونه يې لرل چې د هغوی پالنه کوپرنيکس د ژوند تر پايه کوله. کوپرنيکس واده ونه کړ خو له ۱۵۳۱ تر ۱۵۳۹ ز کال پورې له انا شيلينګ سره د هغه اړيکې، چې د کور اوسېدونکې او ساتونکې وه، د وارميا کليسا دوه مذهبي مشرانو (اسقفانو) يوه رسوايي وبلله اوهغه يې د کلونو په اوږدو کې هڅولو چې له خپلې «مېنې» سره اړيکې پرې کړي.

د پلار کورنۍ

د کوپرنيکس د پلار د کورنۍ اصل د نيسا او پرودنيک تر منځ په سايليزيا کې يو کلي ته رسېږي. د دې کلي نوم په بيلا بيلو ډولونو لېکل کيږي. په ۱۴ ز پېړۍ کې دې کورنۍ د سايليزيا بيلا بيلو ښارونو ته کډه کول پيل کړل، د پولنډ پلازمېنې کراکوا ته په ۱۳۶۷ ز کال کې او تورن ته په (۱۴۰۰) ز کال کې پلار يې ميکولای مشر چې ممکن د يان زوی و، د کراکوف له نسل څخه و.

د نيکولاوس نوم د هغه د پلار د نوم په وياړ اېښودل شوی و، چې په لومړي ځل په اسنادو کې راڅرګند شوی چې هغه د مسو سوداګر و او تر ډېره بریده مس يې په دانزيګ کې پلورل. هغه په شا او خوا ۱۴۵۸ ز کال کې له کراکاو څخه تورن ته کډه شو. تورن چې د ويستولا رود پر څنډو پروت دی، هغه مهال په ديارلس کلن اوږده جګړه کې را ايسار و په کومه جګړه کې چې د پولنډ سلطنت او د پروشيا ايتلاف چې د پروشيا د ښارونو يو ايتلاف و، مخورو او روحانيونو له تيوتوني نظام سره د سيمې د نيولو پر سر جګړه وکړه. په دې جګړه کې د هانزي ښارونه لکه دانزيک او تورن چې د نيکولاوس پلرنی ټاټوبی و، د پولنډ د پادشاه څلورم کازيمير ياګيليون ملاتړ غوره کړ. پادشاه ژمنه کړې وه چې د ښارونو پراخې دوديزې خپلواکۍ ته به درناوی کوي کوم څه چې تيتوني نظام ننګولي و. د نيکولاوس پلار د هغه وخت په سياست کې فعاله ونډه لرله او د تيوتوني نظام پر ضد يې د پولنډ او نورو ښارونو ملاتړ وکړ.  په ۱۴۵۴ ز کال کې هغه د پولنډ د کاردينال زبيګنيف اولشنيسکي او د پروشيا د ښارونو تر منځ د جګړې د پورونو د بېرته ورکړې په موخه منځګړيتوب وکړ. د تورن په دویمه سوله کې ۱۴۶۶، تيوتوني نظام په رسمي ډول د خپلو لويديځو څنډو اړوند ټولو ادعاوو څخه تېر شو چې په دې توګه د پولنډ د لومړي وېش ۱۷۷۲ ز کال او دویم وېش ۱۷۹۳  ز کال پورې د شاهي پروشيا په توګه د پولنډ د پادشاهي تاج لاندې پاتې شو.

د کوپرنيکس پلار د ۱۴۶۱ او ۱۴۶۴ ز کلونو تر منځ د دې ستورپېژندونکي له مور «باربارا واتزنرودی» سره واده وکړ او په ۱۴۸۳ ز کال کې مړ شو.

د مور کورنۍ

د نيکولاوس مور باربارا واتزنرودی د تورن د مشهور خان او سلاکار لوی لوکاس واتزنرودی لور وه چې په ۱۴۶۲ ز کال کې مړ شو، د هغه د مور نوم کاتارزينا و چې د يان پيکايو کونډه وه په ځېنو نورو سرچينو کې د هغې نوم کاتارزينا روډيګر جينټي موډيلبوګ ښودل شوی چې په ۱۴۷۴ ز کال کې مړه شوې. موډيلبوګ د پولنډ يوه نوميالۍ کورنۍ وه چې له ۱۲۷۱ز کال راهيسې په پولنډ کې پېژندل شوې وه. د واتزنرودی کورنۍ د کوپرنيک د کورنۍ په څېر د سکيويډنيټز سره نژدې د سايلیزيا څخه راغلې وه او له ۱۳۶۰ ز کال وروسته په ترون کې مېشت شوې وه. دوی ډېر ژر يوه شتمنه او اغېزناکه اشرافي کورنۍ شوه. د واده له لارې د واتزنرانو د پراخو کورنيو اړيکو په درلودلو سره کوپرنيک د تورن، دانزيګ او ايلبينګ له شتمنو کورنيو سره اړيکې لرلې او همدا راز، د پروشيا د نومياليو پولنډي اشرافو له کورنيو سره چې هغه دا دي: Czapskis, Działyńskis, Konopackis and Kościeleckis. لوکاس او کاترين درې اولادونه درلودل: لوکاس واتزنرود کوچنی ( ۱۴۴۷-۱۵۱۲ ز کال) څوک چې په وارميا کې کشيش او د کوپرنيک ساتونکی شو، باربارا، د همدې ستور پېژندونکي مور (له ۱۴۷۵ وروسته مړه شوې) او کرسټينا (له ۱۵۰۲ وروسته مړه شوې) چا چې په ۱۴۵۹ ز کال کې د تورن له سوداګر او ښاروال تايديمين ون الين سره واده کړی و.

مشر لوکاس واتزنرود يو شتمن سوداګر او په ۱۴۳۹ – ۱۴۶۲ ز کلونو کې د قضايي پلاوي مشر و، هغه د تيوتوني اشرافو سخت مخالف ؤ. په ۱۴۵۳ ز کال کې هغه د تورن له خوا د ګراوډينز کنفرانس ته د استازي په توګه استول شوی و چې د هغوی پر ضد يې پاڅون طرحه کړی و. په (۱۴۵۴-۶۶ز) کې د ديارلس کاله اوږدې جګړې وروسته موده کې هغه په فعاله توګه د پروشيايي جګړې د هڅو لپاره د پيسو د اساسي مالي مرستې ملاتړ وکړ (چې وروسته يې يوازې د يوې برخې غوښتنه وکړه)، هغه د دې ملاتړ لپاره په تورون او دانزينګ کې سياسي فعاليتونه کول او د ليسين په جګړه کې يې برخه اخستې وه. هغه په ۱۴۶۲ ز کال کې مړ شو.

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

نيکولاوس کوپرنيکس ژوندنيکولاوس کوپرنيکس سرچينې او ياداښتونهنيکولاوس کوپرنيکس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د کابل کندهار لویه لارپاکستاني طالبانککړتیاانزايمدېوناگريکلا، ارغندابسیرت النبی سوال او ځوابلاتينه امريکابودجهپېښوراحمد شاه درانیکورګانخېبر پښتونخواCaliforniumسردار محمد يحيا خاند بدر غزاد کمپیوټر ځانګړتیاويسردار محمد يوسف خانپوځد فلم تاريخدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)د ښځې تناسلي آلهامير امان الله خانبرکت الله سليمحبيب الله رفيعد امپراطوریو هدیرهغنمد باغ بالا ماڼۍد لویې بریتانیا ملکه، آنتلاسېمیاد عیسوی کال میاشتېد اقليمي بدلون اغېزېپه بریتانیا کې بادي برېښناکانډومعمر بن عبدالعزيزوزهپيروسره میاشتمتالورژيد زړه حمله (ناروغي)کابل ولايتد انګلستان پاچا لومړی ریچاردد وینې لوړ فشارمصنوعي ځيرکتیاشاتو مچید افغانستان ولايتونهد بشري منابعو مديريتمیوهد منجمنټ اساساتامازون باراني ځنګلمحاسبهاکسيجندریم جورجد کمپیوټر ارزښتهيموګلوبينغسلآزاد تجارتامير دوست محمد خانزنک (جست/کوټ)د انځوریزې خبريالي تاریخسترواک ژولیانمعلوماتي ټیکنالوژيرحيم شاهشراب د اسلام له نظرهاسحاق ننگيالتور زېړیمیلاناختصاصي مجازي شبکهډاکتر کبير ستوریهډوکی🡆 More