قوام نکرومه

قوام نکرومه (۲۱ سپټمبر ۱۹۰۹ – ۲۷ اپرېل ۱۹۷۲ زکال) ګانايي سیاستوال، سیاسي نظریه ورکوونکی او انقلابي و.

نوموړی د ګانا لومړنی لومړی وزیر او ولسمشر و چې د سروزو ساحل یې په ۱۹۵۷ زکال کې له بریتانیا څخه خپلواک کړ. نکرومه د پان افریکنېزم بانفوذه ملاتړۍ، د یو موټې افریقا د سازمان بنسټ اېښودونکی غړی او په ۱۹۶۲ زکال کې له شوروي اتحاد څخه د لینین د سولې د جایزې ګټونکی و.

قوام نکرومه
(Fanti: Kwame Nkrumah د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قوام نکرومه
قوام نکرومه

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ سپټمبر ۱۹۰۹
مړینه 27 اپرېل 1972 (63 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بخارست   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پروستات سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره آکرا   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت گانا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب عيسويت   د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
قوام نکرومه  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

له هېواده بهر له ۱۲ کلونو زده کړو وروسته، هغه خپلې سیاسي فلسفې ته وده ورکړه او له نورو پان افریقايي دیاسپورا سره یې په ګډه هغه مدیریت کړه. نکرومه د سروزو ساحل ته راوګرځېد څو د ملي خپلواکۍ د مدافع په توګه خپل فعالیت پیل کړي. هغه د کنوانیسون د وګړو ګوند (Convention People's Party) رامنځته کړ چې د بې مخینې جذابیت له امله یې د عامو وګړو په ملاتړ چټکو بریاوو ته لاسرسی وموند. نوموړی په ۱۹۵۲ زکال کې لومړی وزیر شو او په ۱۹۵۷ زکال کې یې له بریتانیا څخه یې د ګانا د خپلواکۍ په اعلانولو دغه ځایګی وساته. په ۱۹۶۰ زکال کې ګانایي وګړو نوی اساسي قانون تصویب کړ او نکرومه یې د خپل ولسمشر په توګه وټاکه.

د هغه دولت په لومړۍ درجه کې یو سوسیالیست او ملت پال دولت و. ملي صنعتي او د انرژۍ پروژې یې پیل کړې، پیاوړی روزنیز سیسټم یې پیل کړ او پان افریقايي کلتور ته یې وده ورکړه. د نکرومه د حکومت تر ادارې لاندې ګانا د استعمار د له منځه تلو په دوره کې د افریقا د نړیوالو اړیکو په برخه کې مهم رول ولوباوه.

نکرومه په ګانا کې د یو استبدادي رژیم رهبري وکړه، خپل سیاسي مخالفین یې وځپل او غیرعادلانه او نا آزادې ټاکنې یې ترسره کړې. په اساسي قانون کې د ۱۹۶۴ زکال تعدیل ګانا په یو ګوندي دولت واړوه او نکرومه د ټول ژوند لپاره د هېواد او خپل ګوند مشر شو. نکرومه په ۱۹۶۶ زکال کې د ملي آزادي غوښتونکې شورا له خوا له واکه ګوښه شو؛ هغه شورا چې تر څار لاندې یې نړیوالو مالي بنسټونو ډیری دولتي شرکتونه خصوصي کړل. نکرومه خپل پاتې ژوند په ګینه کې تېر کړ، چېرې چې هغه په افتخاري ډول د ولسمشر د همکار (co-president) په توګه ونومول شو.

لومړی ژوند او زده کړې

د سروزرو ساحل

قوام نکرومه د ۱۹۰۹ زکال د سپټمبر په ۲۱ مه د سروزرو د ساحل (اوس مهال ګانا) په نکروفل سیمه کې وزېږېد. نکروفل د سروزرو د ساحل په سویل لویدیځ کې فرانسوي مستعمرې عاج ساحل ته څېرمه د نزیما سیمې کوچنی کلی و. پلار یې له خپلې کورنۍ سره نه اوسېد؛ هغه په Half Assini کې اوسېد چېرې چې هغه تر خپلې مړینې پورې د سروزرو سوداګري مخته وړه. قوام نکرومه د خپلې مور او نورې اړوندې کورنۍ له خوا را لوی شو چې په سنتي ډول ټول سره یوځای اوسېدل او نورو قومیان به یې هم تر ډېره کورته راتلل. هغه خپل ماشومتوب له کومې ستونزې پرته په کلي، کروندو او نږدې سیند ته څېرمه تېر کړ. د آکان وګړو د نوم اېښودلو د آدابو پر بنسټ، په هغه د قوام نوم کېښودل شو؛ هغه نوم چې په شنبه ورځو زېږېدلو ماشومانو لپاره کارول کېده. په متحده ایالاتو کې د زده کړو پر مهال هغه تر ډېره د فرانیسس نویا کوفي نکرومه په نوم پېژندل کېده، کوفي هغه نوم و چې د جمعې پر ورځ د زېږېدلو نارینه ماشومانو لپاره کارول کېده. هغه په ۱۹۴۵ زکال کې په بریتانیا کې خپل نوم قوام نکرومه ته واړوه او هغه «قوام» نوم غوره وباله.

متحده ایالات

جان هنریک کلارک په خپله مقاله کې په امریکا کې د هغه د استوګنې په اړه لیکلی «هغه لس کلونه چې هغه په متحده ایالاتو کې تېر کړل، د هغه په ټول ژوند یې تل پاتی اغېز درلود». نکرومه هلته له زده کړو پیلولو وړاندې په دې لټه کې و څو دلینکولن پوهنتون ته لار ومومي. د ۱۹۳۵ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه هغه دغه پوهنتون ته یو لیک ولیکه او څرګنده یې کړه چې یو کال کېږي د هغه غوښتنلیک تر ارزونې لاندې دی. هغه مهال چې د ۱۹۳۵ زکال په اکتوبر میاشت کې نیویارک ته ورسېد، پنسلوانیا ته لاړ او هلته یې د بودیجې د کمښت سربېره په بشپړ مهالي سمسټر کې نوم ثبت کړ. ډېر ژر هغه سکالرشپ ترلاسه کړ چې په لینکولن پوهنتون کې یې د هغه فیس ورکاوه. هغه په متحده ایالاتو کې د اوسېدو پر مهال د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ و. د دې لپاره چې لږ تر لږه خپلې اړتیاوې پورې کړي په یو شمېر کوچنیو کارونو لکه لوښي وینځلو یې لاس پورې کاوه. د یکشنبې په ورځو به هغه په فلادلفیا او نیویارک کې د تورپوستو له پروتستانت کلیساو لیدنه کوله.

نکرومه په ۱۹۳۹ زکال کې د اقتصاد او ټولن پوهنې په څانګه کې د هنرونو لیسانس ترلاسه کړ. لینکولن وروسته هغه د فلسفې په برخه کې خپل همکار ښوونکی وټاکه او له دې وروسته هغه د فلادلفیا او نیویارک په ګڼ شمېر پرسبیتري کلیساو کې د مېلمه وینا وال په توګه بلن لیکونه ترلاسه کول.

لندن

نکرومه د ۱۹۴۵ زکال په مۍ میاشت کې لندن ته راوګرځېد او د لندن په اقتصاد ښوونځي کې یې د انسان پوهنې په څانګه کې د دوکتورا لپاره ځان نوماند کړ. له یوه سمستر وروسته هغه دغه ځای پرېښود او راتلونکی کال یې په کالج پوهنتون کې نوم ثبت کړ او هوډ یې وکړ چې خپل پای لیک د «علم او منطقي مثبت پالنې» اړوند ولیکي. د هغه لارښود A. J. Ayer د لومړۍ درجې فیلسوف په توګه د نکرومه له ارزونې ډډه وکړه، هغه به ویل، «ما له هغه سره له خبرو کولو خوند اخیست، خو دا تر نظر نه راتله چې هغه دې تحلیلي ذهن ولري. هغه ډېر چټک ځواب غوښت. زه فکر کوم چې د ستونزې یو اړخ دا و چې هغه به خپل پای لیک/ تېزس ته ډېر پام نه کاوه. تر هغه چې چانس برابر شو هغه بېرته ګانا ته وګرځي».

نکرومه خپل وخت په سیاسي مدیریت کولو تېر کاوه. هغه او پادمور په منچستر کې د پان افریقايي پنځم کانګرس (۱۵-۱۹ اکتوبر ۱۹۴۵ زکال) له اصلي مدیریت کوونکو او خزانه دارانو څخه و. دغه کانګرس د استعمار پر ځای د افریقايي سوسیالېزم د ځای پر ځای کېدو طرح وړاندې کړه. هغوی هوکړه کړه چې له یو بل سره د تړلو سیمه ئیزو بنسټونو په لرلو چې د جلا ایالتونو د محدود حاکمیت پر بنسټ د ادارې وړ وي؛ د افریقا فدرال متحده ایالات رامنځته کړي. دوی پلان جوړ کړ چې له قبیلې پالنې پرته په سوسیالیستي سیسټم کې داسې دیموکراتیک افریقايي کلتور رامنځته کړي چې سنتي موراد په معاصر تفکر او په له تاوتریخوالي پرته ډول پلي کړي.

د ګانا خپلواکي

ګانا د ۱۹۵۷ زکال د مارچ په ۶ مه خپلواکي ترلاسه کړه. دا لومړنۍ بریتانوي افریقايي مستعمره وه چې په زیاته کچه یې په حکومتي چارو کې خپلواکي خپله کړه، په اکرا کې د خپلواکۍ جشن د ټولې نړۍ پام ځان ته اړولی و؛ له ۱۰۰ زیاتو خبریالانو او کمره مینانو دغه مورد تر پوښښ لاندې نیولی و. د متحده ایالاتو ولسمشر ایزونهار او د هغه مرستیال ریچارډ نېکسون ورته د متحده ایالاتو په استازولۍ د مبارکۍ پیغامونه ولېږل. شوروي پلاوي له نکرومه وغوښتل چې له مسکو چې هر څومره ژر کولای شي لیدنه وکړي. د لمانځنې په مراسمو کې افریقايي الاصله امریکايي سیاسي کارپوه رالف بونچ د ملګرو ملتونو او دوشیس کنت د ملکې الیزابت په استازولۍ ګډون درلود. له ټولې نړۍ څخه د مرستې پیغامونه راورسېدل.

هغه مهال چې د مارچ پنځمه؛ شپږمې ته واوښته؛ نکرومه د خپلو لسګونو زرو پلویانو پر وړاندې ودرېد او اعلان یې وکړ، «ګانا به د تل لپاره آزاده وي». هغه د خپلواکۍ په ورځ د پارلمان لومړۍ ناستې ته په خبرو کې خپلو هېوادوالو ته وویل « موږ دنده لرو چې نړۍ ته ثابته کړو چې افریقایان کولای شي خپلې چارې د دیموکراسۍ په چوکاټ کې په ډېرې اغېزمنیتا او یوبل منلو ترسره کړي. موږ باید ټولې افریقا ته مثال واوسو».

سرچينې

Tags:

قوام نکرومه لومړی ژوند او زده کړېقوام نکرومه د ګانا خپلواکيقوام نکرومه سرچينېقوام نکرومه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

عبراني ابېڅېامام مالک بن انسملارياداکټر سید جمال الدین هرویدروېش درانیخرامه ولسواليلونګغوریانلوی اقتصادکتاب او کتابتونغسلمايکروسافټد افغانستان پېښليکد هیوادونو نوملړد افغانستان اسلامي امارتجوارپولنډکوشانيانظاهر بایبارسکرنهملاله ميوندوالهدولتپښتون ژغورنې غورځنگخاياليیحیی خانیوناواچرسصدام حسینالماني ژبهنن ټکی اسیابیجنګقيس عبدالرشيداوښتونلغمان ولايتويکيعبدالباري جهانيپه اقتصاد کې د (Money) مانااډولف هټلراسحق نیوټنژونکهنومځری (زمیر)کارل مارکسملګري ملتونهلندناودس په اسلام او ساينس کېپلوتارکد روسیې او اوکراین جګړهحافظ الاسدریحانزما ژوند او جدوجهدماشومانو حقونهبیکاریابوريحان بيرونيايمانبي بي سي پښتوکايناتفردوسی🡆 More