نوی استعمار

نوی استعمار د یو هېواد له خوا په تش په نامه خپلواک بل هېواد باندې د امپریالیستي واکمنۍ بیاځلي تحمیل کول (معمولا د یو سابق استعماري دولت له خوا) دي.

نوی استعمار د اقتصادي امپریالېزم، نړیوال توب، کلتوري امپریالېزم او همدارنګه په یو مخ پر ودې هېواد باندې د کنټرول یا نفوذ لرلو په موخه د پخوانیو استعماري لارو چارو لکه د مستقیمې پوځي مداخلې او یا غیر مستقیم سیاسي کنټرول لرلو پر ځای د مشروطو مرستو ډول دی.

نوی استعمار له معیاري نړیوال توب او پراختیايي مرستو څخه توپیر لري، ځکه په معمول ډول نوی استعمار د اړوندتیا د اړیکې، تابع توب او یا تر نوي استعمار لاندې ملت ته د مالي ژمنتیا د رامنځته کېدو لامل ګرځي. دغه چاره کېدای شي د سیاسي کنټرول د نامتناسبې کچې یا د پورونو د مارپیچي ژمنتیا لامل وګرځي چې له عملي پلوه د سنتي استعمار له اړیکې تقلید کوي.

دغه اصطلاح د فرانسوي فیلسوف ژان پل سارتر له خوا په ۱۹۵۶ زکال کې ابداع شوه او د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې قوام نکرومه د هغو افریقايي هېوادونو اړوند وکاروله چې له استعمار څخه د خلاصون په درشل کې و. له دې سربېره د نوی استعمار اړوند د لویدیځو مفکرینو لکه د سارتر (استعمار او نوی استعمار، ۱۹۶۴ زکال) او نوام چامسکي (د دریمې نړۍ فاشېزم او د واشنګټن اړیکه ، ۱۹۷۹ زکال) په آثارو کې بحث شوی.

اصطلاح

رېښه

هغه مهال چې د نوي استعمار اصطلاح د لومړي ځل لپاره وړاندې شوه؛ له پخوانیو تر استعمار لاندې افریقايي هېوادونو سره چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته خپلواک شوي و د اروپايي هېوادونو اقتصادي او کلتوري اړیکې ته یې نغوته کوله. په ۱۹۶۲ زکال کې د وګړیزو ځواکونو د ملي اتحادیې په کنفرانس کې موراکويي سیاستوال او وروسته د ۱۹۶۶ زکال د درې قاره یي کنفرانس (Tricontinental Conference) مشر مهدي بن برکا د نوي استعمار (په عربي: الاستعمار الجدید؛ په انګلیسي: the new colonialism) اصطلاح د شپیتمې لسیزو په لومړیو کې د افریقا د سیاسي بهیرنو د توضیح کولو په موخه وکاروله.

د ګانا پخواني ولسمشر قوام نکرومه (۱۹۶۰-۱۹۶۶ زکال) دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره د افریقا د یووالي د سازمان د منشور په سریزه کې وکاروله او همدارنګه په ۱۹۶۵ زکال کې هغه د  نوي استعمار او د امپریالېزم وروستي پړاو (۱۹۶۵) په نامه د خپل کتاب د عنوان په توګه وټاکله. نکرومه له تیوریکي پلوه هغه ټولنیزو-اقتصادي او سیاسي دلایلو ته چې لینین په خپله رساله امپریالیزم او د کپیټلېزم لوړه کچه (۱۹۱۷زکال) کې وړاندې کړي و پراختیا ورکړه. دغې رسالې د ۱۹مې پېړۍ امپریالېزم د جیوپولیټیکي ځواک د منطقي پراخ کوونکي او همدارنګه د کپیټلېزم د سیاسي اقتصاد لپاره د مالي اړتیاوو برابرونکی باله. قوام په خپل اثر، نوي استعمار او د امپریالېزم په وروستي پړاو کې ولیکل:

د استعمار پر ځای نن ورځ موږ د امپریالېزم د اصلي وسیلې په توګه نوی استعمار لرو... [چې] د استعمار په څېر هڅه کوي ټولنیز جنجالونه کپیټلیسټي هېوادونو ته صادر کړي. ... د نوي استعمار پایله دا ده چې د دې پر ځای چې بهرنۍ پانګه د نړۍ د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره وکارول شي د استثمار په موخه کارول کېږي. نوی استعمار د دې پر ځای چې د نړۍ د بډایه او بې وزلو هېوادونو ترمنځ درز راکم کړي هغه زیاتوي. له نوي استعمار سره د مبارزې موخه له لږ پرمختللو هېوادونو څخه د پرمختللو هېوادونو د پانګې ویستل نه دي. همدارنګه دې ته په پام چې دغه یاد شوی نوم له استعمار سره ټینګه اړیکه لري مشکوک دی. موخه یې د هغو بډایه هېوادونو له مالي ځواک څخه داسې ګټنه ده چې لږ پرمختللی هېوادونه نور هم پسې بېوزله کړي.  

بې پلوه نړۍ

نوی استعمار؛ پان افریقايي خوځښت او همدارنګه بانډونک کانفرانس (اسیایي – افریقايي کنفرانس، ۱۹۵۵ زکال) ته په اړوندو هغو هېوادونو کې چې د بې پلوه خوځښت د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل؛ د بهرنۍ مداخلې د توصیف په موخه وکارول شو. نوی استعمار په رسمي توګه د ټولې افریقا د وګړیز کنفرانس (AAPC) له خوا تعریف شو او د نوي استعمار په اړوند پرېکړه لیک کې خپور شو. همدارنګه د تونس په کنفرانس (۱۹۶۰ زکال) او د قاهرې په کنفرانس (۱۹۶۱ زکال) کې AAPC په خپلواکو هېوادونو کې د فرانسوي ټولنې چارې چې فرانسې مدیریت کولې د نوي استعمار په توګه توصیف کړې.

فرانک افریقا

د اروپا د نوي استعمار پېژندل شوې بېلګه فرانک افریقا «فرانسوي افریقا» ده چې د فرانسې او د هغو د پخوانیو افریقايي مستعمراتو له نږدې اړیکې رامنځته شوې. په ۱۹۵۵ زکال کې له عاج ساحل څخه د ولسمشر فلیکس هوفیت – بویني د لیدنې پر مهال د «فرانسوي افریقا» له اصطلاح څخه ګټنې د فرانسې او افریقا د مثبتو ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي اړیکو څرګندويي کوله. وروسته بیا د نوي استعمار منتقدینو د یوې نامتعادله نړیوالې اړیکې د توصیف په موخه وکاروله. سیاستوال او د فرانسې د ولسمشرانو شارل دوګل (۱۹۵۸- ۱۹۶۹ زکال) او ژرژ پمپیډو (۱۹۶۹-۱۹۷۴ زکال) اصلي سلاکار ژاک فوکارت د فرانسوي افریقا له اصلي ملاتړو څخه و. د ورشاو او بټي اثار د فرانسې تر پخواني استعمار لاندې وګړو سره له خپلواکۍ وروسته د فرانسې د ۴۰ کلنې اړیکې خبر ورکوي چې د فرانسوي څو ملیتي شرکتونو په مقر کې د استعماري ځواکونو د شتون څرګندويي کوي هغوی چې په معمول ډول د معدني زخایرو څخه د ګټې اخیستنې په موخه دلته میشت و. داسې استدلال هم کېږي چې افریقايي رهبرانو له فرانسې سره د نږدې اړیکو په لرلو – په ځانګړې توګه د شوروي او امریکا ترمنځ د سړې جګړې پر مهال (۱۹۴۵-۱۹۹۱ زکال) – تر ډېره پورې د خپلواکو هېوادونو د ملي رهبرانو پر ځای د فرانسې د جیوپولیټیکي ګټو د خوندي کوونکو او سوداګریزو عواملو په توګه فعالیت کاوه. له دغو رهبرانو څخه عمر بونګو (له ګابن)، فلیکس هوفویت – بویني (له عاج ساحل)، ګناسینګبی ایادیما (له توګو)، دنیس ساسو نګوسو (د کانګو له جمهوریت)، ادریس دبی (له چاد) او هاماني ډیوري (له نایجر) د بېلګې په توګه ښوول شوي.

بلجیمي کانګو

له بلجیمي کانګو سره د بلجیم چلن د نوي استعمار د اساسي بڼې په توګه توصیف شوی؛ ځکه بلجیمیانو په دې تمه چې نوی خپلواک شوی هېواد بلجیم ته اړوند شي په چټک ډول یې د کانګو د استعمار له منځه وړل ومنل. دغې اړوندتیا بلجیمیانو ته اجازه ورکوله چې کانګو کنټرول کړي؛ آن په داسې حال کې چې کانګو په رسمي ډول خپلواک هېواد و.

په بلجیمي کانګو کې د استعمار په پای سره، بلجیم د Société Générale de Belgique په نامه بلجیمي کمپنۍ له لارې له استعمار وروسته د کانګو د اقتصاد د ۷۰ سلنې برخې کنټرول ته دوام ورکړ. تر ټولو ډېر پام هم په کاتانګا ایالت و چې دUnion Minière du Haut Katanga په نوم د یادې کمپنۍ څانګې د دغه ایالت معدني زېرمې تر کنټرول لاندې لرلې. دغه کاني زېرمې په ۱۹۶۰ زکال کې د ملي کولو له ناکامه هڅې وروسته بیاځلي د بهرنۍ پانګونې پرمخ پرانیستل شوې.

د نوي استعمار اقتصادي واکمني

په ۱۹۶۱ زکال کې ارجنټایني انقلابي چګوارا د نوي استعمار د اقتصادي کنټرول د میکانېزم په اړه په کیوبا کې د Historical Exception or Vanguard in the Anti-colonial Struggle? تر عنوان لاندې خپله وینا کې وویل:

موږ، چې په مودبانه ډوله د «مخ پر ودې» هېوادونو په توګه یادېږو، په حقیقت کې استعماري، نیمه استعماري او یا اړوند هېوادونه یو. موږ هغه هېوادونه یو چې اقتصاد یې د امپریالېزم له خوا منحرف شوی، هغه امپریالېزم چې په غیرعادي ډول یې د صنعت یا کرهڼې څانګو ته د خپل پیچلي اقتصاد د اړتیا له امله وده ورکړې. «د ودې پر لور» یا تحریف شوې وده د خامو موادو په برخه کې خطرناک تخصص له ځانه سره لري چې په خپل ذات کې زموږ د وګړو لپاره د لوږې ګواښ له ځانه سره لري. موږ، «مخ پر ودې»، همدارنګه هغه هېوادونه یو چې یوازې واحد صنعت، واحد تولید او واحد بازار لرو. هغه واحد محصول چې نه ډاډمن پلور یې یوازې یو واحد بازار ته اړوند دی ځان له شرایطو سره برابروي او یا یې تحمیل کوي. دا د امپریالیستي اقتصاد د واکمنۍ لپاره تر ټولو غوره فورمول دی.

سړه جګړه

د شلمې پېړۍ له نیمايي څخه د هغې تر وروستیو پورې د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د ایډیالوژیکې جګړې پر مهال هر یو له دغو هېوادونو او همدارنګه د هغوی پر چاپېر راټولو هېوادنو یو بل د امپریالیستي او یا غیر مستقیم سیاسي کنټرول په موخه د نوي استعمار له لارو چارو په کار اخیستو تورن کول. په دغه مبارزه کې نیباتي جګړې شاملې وې چې د پیرودونکو دولتونو له خوا له استعمار څخه په خلاصو شوو هېوادونو کې ترسره کېدې. کیوبا، د وراسا د هوکړې بلاک، د جمال عبدالناصر تر واکمنۍ لاندې مصر (۱۹۵۶-۱۹۷۰ زکال) او نورو متحده ایالات تورن کول چې له هغو غیر دیموکراتیکو حکومتونو څخه ملاتړ کوي چې رژیمونه یې د خپلو خلکو د ګټو استازولي نه کوي او همدارنګه د هغه منتخبو حکومتونو (افریقايي، اسیايي، لاتین امریکايي) په راپرځولو کې لاس لري چې د متحده ایالاتو له جیوپولیټیکي ګټو څخه ملاتړ نه کوي.

سرچينې

Tags:

نوی استعمار اصطلاحنوی استعمار د نوي استعمار اقتصادي واکمنينوی استعمار سرچينېنوی استعمار

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

19 اگسټوينهملا هيبت اللهد المان اقتصادي تاريخچهامریکایي ډالرسليمانشي جين پينګاسلامي دولتد فرانسې لومړی فرانسوا13 اپرېلمدافعتي نظاممي ټو غورځنګاحسان الله درملمریلنډپر اوکراین د روسیې د یرغل په بهیر کې ناسم معلوماتجرمي بینتامکريکټټرانسکرپشن (بیولوجي)هاواناکمپیوټر ساینساللهد سپېڅلې روم امپراتوريوربشهد جمعې لمونځصليبي جگړېګل لرونکی بوټیاروپایي ټولنهجنسي اړيکېپېليپينويکيمېډيا بنسټد منطق فلسفهد خوشحال خان خټک ژوندپه متحده ایالاتو کې د دین ازاديد نيوټن د نړيوالې جاذبې قانونبرهماد الله 99 نومونهسردار عزيزالله خان ضياييشمالي داکوتاځنګلپوهنهروسي وسله وال ځواکونهزرتشتیانزمرینېغ انسانټولنيزې رسنۍجېمز کې پالکد ریاضیاتو تاریخچهد ویکیپېډیا لړليکفلسفهساز او سرود داسلام او طب له نظرهغوښه خوړونکيدري ژبهانس بن مالکد افغانستان سيندونههډوکیسپوږمۍ راډیود احد غزاانګلیسيپه متحده ایالاتو کې د سوسیالیستي غورځنګ تاریخچهڅلورم ایوان (وېروونکی ایوان)د ارام سمندر جګړهپايښت (زغمل)دېره اسماعيل خان ولسوالۍنيکولای بوخارینانګلا مرکلد الله نومونهلونگنوې اپلاتوني فلسفه🡆 More