د پروستات سرطان

د پروستات سرطان د پروستات غدې د سرطان ناروغي ده.

د پروستات سرطان په ټوله نړۍ کې د رامنځته کېدو د کچې له مخه دویم رایج سرطاني تومور او همدارنګه د نارینه و ترمنځ د مړینې پنځم لوی علت دی. پروستات د نارینه و په تناسلي آله کې هغه غده ده چې د ادرار مجرا د مثانې په لاندې برخه کې احاطه کوي او د خیټې په هیپوګاستریک برخه کې موقعیت لري. د هغو د موقعیت د کره څرګندونې په موخه لکه څه ډول چې د هغو په انځورونو کې ښوول کېږي مثانه د هغو د پاسه موقعیت لري. یوازې هغه کسان چې مردانه تناسلي غړي لري په دغه ناروغۍ اخته کېږي. د پروستات ډېری سرطانونه ډېره کمزورې وده لري. سرطاني حجرات یې کېدای شي د وجود نورو برخو په ځانګړې توګه هډوکو او لنفاوي غدو ته پراختیا ومومي. دغه ناروغي کېدای شي په پیل کې هېڅ نښه له ځانه وه نه ښيي. د راتلونکو پړاونو په علایمو کې یې بیا درد یا په ادرار کولو کې ستونزه، په ادرار کې وینه راتلل او یا هم په ملا او خاصره لګن (د کونې هډوکی) کې درد شاملېږي. د پروستات هیپرپلازی سلیم سرطان کېدای شي ورته علایم رامنځته کړي. په نورو راتلونکو علایمو کې یې د وینې د سروکرویاتو د حجراتو د کمښت له امله دایمي ستړیا شاملېږي.

هغه عوامل چې د پروستات په سرطان باندې د اخته کېدو ګواښ زیاتوي لوړ عمر لرل، کورنی مخینه او نژاد دي. د دغه سرطان نږدې ۹۹ سلنه موارد یې د ۵۰ کلنۍ څخه د عمر په زیاتوالي رامنځته کېږي. په دغه ناروغۍ باندې د کورنۍ د لومړي درجه خپلوان اخته توب کېدای شي د کورنۍ په نورو غړو کې د دغه ډول سرطان د رامنځته کېدو ګواښ دوه تر درې چنده زیات کړي. په نورو عواملو کې یې هغه غذایي رژیم چې په لوړه کچه په کې د غوښې اړوند محصولات او سره غوښه شتون ولري شاملېږي، په داسې حال کې چې په زیاته کچه د شیدو څښلو له امله د هغو د رامنځته کېدو خطر قطعي نه دي. دغه ناروغي له سوزاک سره اړیکه لري، خو د دغې اړیکې هېڅ لامل تر اوسه نه دی موندل شوی. همدارنګه د دغې ناروغۍ ګواښ له BRCA جنټیکي مورد (BRCA mutations) سره هم اړیکه لري. د تشخیص طریقه یې هم بیوپسي (نمونه ګیري) ده. کېدای شي طبي انځور اخیستنه هم د متاستاز د شتون اړوند ترسره شي.

د پروستات د سرطان له وخت وړاندې معاینه کول له دې ډلې د پروستات د ځانګړي انټي جن (PSA) ازموینه د هغو د سرطاني توب غوره تشخیص ته لار برابروي اما دا چې په پایلو کې مرسته کولای شي د بحث موضوع ده. له ۵۵ کلنۍ څخه تر ۶۹ کلنۍ پورې وګړو ته د هغو اړوند د اګاهانه پرېکړې کولو لارښوونه کېږي. که چېرې معاینه ترسره شي د هغو کسانو لپاره چې اوږده ژوند لرلو ته هیله لري غوره چاره ده. په داسې حال کې چې ښکاري چې ۵اې مهار کوونکي روډوکتاز (5α-reductase inhibitors) د لوړې درجې لرونکي سرطان ګواښ راکموي خو په لوړه درجه سرطان اغېز نه کوي او په دغه ډول حالت کې یې توصیه نه کېږي. دا نه ده مالومه چې بشپړونکي ویټامینونه او یا هم منرالونه دې د ګواښ په راکمولو کې اغېز ولري.

ډیری موارد یې د فعال نظارت او یا هم وخت پر وخت درملنې پربنسټ مدیریت کېږي. د درملنې په لارو چارو کې یې کېدای شي د جراحۍ، وړانګ درملنې (راډیوتراپي)، هورمون درملنې او د کیمیاوي درملنې ترکیب شامل شي. پروستات ته محدود تومورونه کېدای شي د درملنې وړ وي. په دغه ناروغۍ کې د درد ضد درمل، بیس فسفوناتونه (bisphosphonates) او همدارنګه هدفمنده درملنه د نورولارو چارو په پرتله ګټمن دي. د هغو نتایج د ناروغ روغتیايي حالت او د سرطان برید کوونکې کچې او پراخوالي ته اړوند دي. د پروستات په سرطان اخته ډېری نارینه د هغو له امله نه مري. په متحده ایالاتو کې له دغه ناروغۍ څخه د بچ شوو ناروغانو کچه د پنځه کلونو له مخې ۹۸٪ ده.

دغه سرطان په ټوله نړۍ کې تر ټولو دود دویم سرطان دی. په نارینه و کې د مړینې لوی پنځم علت هم دی. په ۲۰۱۸ زکال کې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱.۲ میلیونه تنه وښودل شو چې له امله یې ۳۹۵۰۰۰ تنه مړه شوي. دغه سرطان په ۸۴ هېوادونو کې د نارینه و ترمنځ معمول سرطان دی چې تر ډېره پورې په پرمختلوو هېوادونو کې وګړي پرې اخته کېږي. دغه کچې په مخ پر ودې هېوادونو کې وده لرلې. په ډېری برخو کې د دغه ناروغۍ تشخیص د PSA ازموینو په زیاتوالي سره پراختیا موندلې. د پروستات د سرطان اړوند یوې څېړنې ښوولې چې له ۶۰ کلونو زیات عمر لرونکو روسي او جاپاني نارینه و کې د دغه ډول سرطان کچه له ۳۰ څخه ۷۰ سلنه پورې ده او اخته کسان پرې د نامعلومو لاملونو له امله مړه شوي.

نښې نښانې

د پروستات سرطان په پیل کې څرګندې نښې نه لري. هغه مهال چې نښې یې څرګندېږي تر ډېره پورې د پروستات هیپرپلازي سلیم سرطان ته ورته وي. په دغو نښو کې د ادرار کولو تکرار، په شپه کې د ادرار زیاتوالی (nocturia)، د ادرار د ثابت جریان په پیل او دوام کې ستونزه، په ادرار کې وینه (hematuria)، په ادرار کولو کې د درد لرل (dysuria یا سوزاک) او همدارنګه د وینې د کمښت له امله خستګي او د هډوکو درد شاملېږي. یوې څېړنې ښوولې چې په دغه ناروغۍ اخته ډېرو کسانو له دغو علامو څخه یوه یا هم زیاتې لرلې دي.

د پروستات سرطان د ادرار کولو په عمل کې له اختلال سره مل دی ځکه چې د پروستات غده د ادرار مجرا چاپېره کړې. په غده کې دننه تغیرات په مستقیم ډول د ادرار کولو په ډول اغېز کوي. له دې امله چې مني لېږدونکې لولې د ادرار له پروستاتي مجرا تېرېږي د پروستات ترشحات په مني مایع کې ګډېږي؛ همدا دی چی د پروستات سرطان په جنسي فعالیت کې هم ستونزې رامنځته کوي لکه د نارینه تناسلي الې په شخوالي (erection) کې ستونزه رامنځته کوي یا هم د دردناک انزال لامل ګرځي.

د پروستات متاستاتیک سرطان کېدای شي یو شمېر نور علایم هم رامنځته کړي. تر ټولو څرګنده علامه یې هم د هډوکو درد دی چې تر ډېره په مهرو (د ملا د تیر په مهرو)، لګن خاصره او یا هم پوښتیو کې احساس کېږي. نورو هډوکو ته د سرطان سرایت لکه د ورانه هډوکي ته په معمول ډول په هغه هډوکي کې ژر رامنځته کېږي چې پروستات ته نږدې وي. د ملا په تیر کې د پروستات سرطان کېدای شي د شوکي نخاع په ریښه فشار راوړي او د پښې د بې حسه کېدو، ضعیفه کېدو او یا هم د ادرار او غایطه موادو د بې اختیارۍ لامل وګرځي.

د ګواښ رامنځته کوونکي عوامل

د پروستات د سرطان رامنځته کوونکي لومړني عوامل چاغوالی، د عمر زیاتوالی او کورنۍ مخینه ده. په زیات وزن لرونکو نارینه و کې د طبیعي وزن لرونکو په پرتله د پروستات د سرطان له امله د مړینې کچه ۳۴ سلنه زیاته ده. له ۴۵ کلنو څخه په لږ عمر لرونکو نارینه و کې د پروستات سرطان یوه غیرطبیعي چاره ده، خو د عمر په زیاتوالي بیا دود ده. د تشخیص پر مهال د عمر اوسط کچه ۷۰ کاله ښوول شوې. د چینايي، جرمني، اسرائیلي، جامئیکايي، سویډني او یوګانډايي وګړو د اجسادو پلټنې چې د بېلابېلو لاملونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، وښودله چې د پروستات سرطان په ۳۰ سلنه ۵۰ کلنو او ۸۰ سلنه ۷۰ کلنو کسانو کې شتون درلود.

هغه نارینه چې د وینې لوړ فشار لري تر ډېره د پروستات په سرطان د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د دغه ګواښ په رامنځته کېدو کې د ورزش نه کول ډېر لږ رول لري. د وینې د ټسټوسټرون د کچې زیاتوالی یې بیا ګواښ زیاتوي.

اپیډیمولوژي

له ۲۰۱۲ زکال راهیسې د پروستات سرطان په نړۍ کې دویم ډېر رامنځته کېدونکی سرطان (په نارینه و کې د ټولو سرطانونو ۱۵سلنه برخه جوړوي) او همدارنګه په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغیو له امله د نارینه و د مړینې شپږم لوی لامل دی. په ۲۰۱۰ زکال کې د پروستات سرطان د ۲۵۶۰۰۰ کسانو د مړینې لامل وګرځېد په داسې حال کې چې په ۱۹۹۰ زکال کې د همدغې ناروغۍ له امله د مړینې کچه ۱۵۶۰۰۰ تنو ته رسېده. د هېوادونو له مخې په دغه ناروغۍ د اخته کېدو کچه یو له بله پراخ توپیرونه لري. دغه ناروغي د آسیا په ختیځ او سوېل کې معموله ده خو تر هغو زیاته په اروپا، شمالي امریکا، اسټرالیا او نیوزلنډ کې شتون لري. په آسیايي وګړو کې ډېره لږ شتون لري او د نارینه و ترمنځ تور پوستي ورباندې ډېر زیات اخته کېږي چې سپین پوستي یې په منځنۍ کچه کې دي.

له ۱۹۸۸ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې په کلنۍ اوسط بڼه دغه ناروغي په متحده ایالاتو کې د میشتو چینایانو ترمنځ د هغو چینایانو په پرتله چې په شانګهای او تیانجین کې و ۱۵ سلنه زیاته وه، خو دغه لوړه کچه کېدای شي د اخته کېدو د لوړې کچې تر اغېز لاندې راشي. ډیری څرګندوي چې د پروستات د سرطانونو ډېر لږ راپور ورکول کېږي، خو په چین او جاپان کې د پروستات د سلیم سرطان کچه د لویدیځو هېوادونو سره یوشان ده.

له ۸۰ سلنه څخه زیات نارینه تر اتیا کلنۍ پورې د پروستات په سرطان اخته کېږي.

سرچينې

Tags:

د پروستات سرطان نښې نښانېد پروستات سرطان د ګواښ رامنځته کوونکي عواملد پروستات سرطان اپیډیمولوژيد پروستات سرطان سرچينېد پروستات سرطان

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

هوږهلرغونی یونانچارلېس، د ويلز شهزادهنړيوالې اړيکېاينو۱۰۰ (عدد)احمد شاه درانیايمانپه دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل هېوادونهآیو (سپوږمۍ)سردار محمد داود خانجولیوس قیصربادرنگصدام حسیند افغانستان کورنۍ جګړهاسامه بن لادنسردار نصرالله خانډيويډ هيومکېمیاگر ناولپیت کرن ټاپوګانسلیمان ۱خېبر پښتونخواله افغانستان نه د متحده ايالاتو د ځواکونو وتل (۲۰۲۰-۲۰۲۱)دامان ولسوالۍنیو جرسيزيان ملکتوماس جفرسونګوجرپېچ درهمنځنۍ پېړۍرنه دیکارتکالد سهار لمونځفوټبالچک جمهوریتکامچاټکا سيمهاحمدولي بارکزیپښتو متلونهکوتانازبکستانعدلي طبپوهنهپښتو ادبد انګليستان د بېوزلۍ قوانيند افغانستان د خپلواکۍ ورځصبغت الله مجددينوحد فزیک تاریخچهپکتيا ولايتبوریس جانسونپکتيکا ولايتملا محمد يعقوبد فلسفې او ژوند نړۍتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟وحې څه وخت پيل شوه ؟اسلامي فیمینیزمدهوا لوړ او ټیټ فشارونهسپوږمکۍاستنبول میٹروهارسټ کوهلرسردار محمد اکبر خانننګرهار ولایتکوچنی اخترهايډروجنسیسیلیا پېن-ګاپوچکېند بې سيم غوښتنليک پروتوکولآسيايوټيوبکنفوسیانیزمشيعهپښتوپالایولړمناپولیوني جګړې🡆 More