استقلاب

استقلاب (په انگرېزي: Metabolism) په بدن کې د هغو ژونکو کړنچارو ټولگه ده چې انرژي پکې جوړه ، زېرمه او ژونديو ووبونو (نسجونو) ته رسېږي ، يا په بل عبارت په ژونديو سېلونو کې د کيمياوي او پږني بدلونونو ټولگه له استقلاب څخه په مانا راوځي .

ميټابوليزم دوه پړاوونه لري . يو ېې انابوليزم او بل ېې کېټابوليزم يادېږي . انابوليزم چې ترې څخه په دې کې ساده خوراکي توکي ، لکه کاربوهايډرېټ ، امينو اسيدونه ، او شحمونه(د بدن غوړ) په پېچلو ، مغلقو او مرکبو موادو بدلېږي . د بدن ووبونو د جوړښت له پاره پکارلوېږي . کېټابوليزم په دې پړاؤ کې مغلق مواد، لکه خواړه او د بدن ووبونه په ساده موادو بدلېږي او انرژي ترې جوړېږي او بدن له نوموړې انرژۍ څخه د خپل ترميم او ساتلو له پاره کار اخلي او هغه مواد چې له مېټابوليزم څخه لاس ته راځي د مېټابوليت په نوم يادېږي . د هر شخص بدن يوه اندازه خوراکي موادو ته اړتيا لري ، تر څواساسي استقلاب د ژوندي پاتې کېدو له پاره ترسره کړي، او د هر شخص د يوې ورځې خوراکي اړتيا د هغه د عمر وزن ، دبدن د شحمودسلنې گړندتياؤ په اساس سمبالېږي. له مخې ېې د روغ او ناروغ په صحي حالت پورې او د نورو فکټورونو له مخې توپیر لري . په همدې ډول د بدن د استقلاب کچه د اومېندوارۍ ، خوارځواکۍ ، ناروغيو او نورو بېلابېلاو فکټورونو څخه اغېزمنه کېږي .

استقلاب
دانرژۍ زېرمه کولواو کارولو په منځ کې

د کاربوهايډرېټونو استقلاب

کاربوهايډرېټ د يوشخص د ورځينۍ انرژۍ په سلو کې له ۵۰ څخه ۶۰ سلنه اړتيا پوره کوي . د خوراکي توکيو له هر گرام کاربوهايډرېټ څخه ۴ کالوري انرژي د استقلاب په پايله کې ترلاسه کېږي . ټول کاربوهايډرېټونه په مونو سکرايډونو باندې شنل کېږي او د گلوکوز (C6H12O2) په بڼه چې يوه ساده خوږنه(قند) ده جذبېږي . گلوکوز په ځيگر او غړو (عضلاتو) کې ښايي په گلايکوجن بدل او زېرمه شي . په سېلونو کې گلوکوز په اوبو او کاربن ډای اوکسايډ سره اوکسيډايز (د آکسيجن او نورو عنضرونو يا توکيو گډوله )کېږي، چې انرژي او تودوخه ورسره خوشې کېږي پورتنۍ کړنه د انسولين او ځينو نورو هورمونونو، لکه تايروکسين ، گلوکوز او کورټيکوسټرايډو موجوديت ته اړتيا لري. د کاربوهايډرېټو کمښت په بدن کې د وزن د کمېدلو ، د پروټينو د لږوالي او ستړياسبب کېږي .

د شحمونو استقلاب

شحم يا غوړي د بدن د انرژۍ منځی بلل کېږي . په بله وينا، د بدن د انرژۍ مرکزي منبع ده . زموږ بدن کولای شي چې غوړي په ډېره اندازه سره زېرمه کړي . له يوه گرام شحم څخه د استقلاب په پايله کې ۹ کېلوري انرژي ترلاسه کېږي . تقریبآ په سلو کې ۹۰ سلنه غوړ چې له نباتي او حیواني موادو څخه لاسته راځي د ټرايگلاسرایډونو (Triglyceride) يا ساده شحمونو په ډول دي او پاتې په سلو کې د کولسټرول يا مرکبو شحمونو په ډول دي . ساده شحمونه له جذب څخه وروسته بېرته په طبعي شحمونو بدلېږي . په شحمي ووبونو کې زېرمه کېږي او له اوکسيډایز کېدو څخه کاربن ډای اوکسايډ اوبه اوانرژي آزادېږي او مرکب شحمونه د سېلي (حجروي) غشأ د جوړښت او د عصبي ووبونو د جوړښت او د غوړو ورته موادو د لېږد لپاره پّ بدن کې مهم رول لوبوي . د شحم د کموالي له امله ستړيا او د پوستکي وچواله منځته راځياو د شحم د سويې د زياتوالي په صورت کې د وينې د فشار لوړوالی او د زړه ناروغي منځ ته راځي .

د پروټينو استقلاب

د پروټينو استقلاب د سېلونو او ووبونو د ترميم او ودې له پاره ډېره ستره او اساسي خوراکي توکي هر گرام پروټين څخه چې د نباتي يا حيواني خواړو څخه لاس ته راځي په بدن کې ۴ کالوري انرژي ترلاسه کېږي . پروټينونه په بدن کې په کيمياوي توگه په امينو اسيدونو تجزيه کېږي او جذبېږي . نوموړي امينو اسیدونه بېرته سره يو ځای او د بدن پروټينونه جوړوي په هغو حالاتو کې چې په بدن کې د انرژۍ نورې منابع کمې وې .پروټينونه په ا مينو اسيدونو تجزيه کېږي او انرژي راجوړوي .

د غړيو استقلاب

ټول سېلونه او له دغو سېلونو څخه جوړ شوي غړي (عضلات) د کار د سرته رسولو له پاره انرژي مصرفوي د کيمياوي انرژۍ منبع A.T.P يا Tiriphasphate Adenosin يا په A.D.P يا Diphasphate Adenosin بدلېږي او که انرژي ته د لږ وخت له پاره اړتيا وي،نو A.d.p بېرته په A.T.P بدلېږي . کاربوهايډرېټونه په هوازی او غیر هوازی توگه په استقلاب کې رسېدای شي. په شدیده و تمريناتو کې کله چې گلايکوجن مصرف شي شحمي آزاد اسیدونه د انرژۍ منبع جوړوي .

د درملو استقلاب

د درملو مېټابوليزم يا استقلاب زياته برخه په ځيگر کې ترسره کېږي خو ځينې وخت پّ پښتورگو ، کولمو او پوستکي کې هم د درملو استقلاب ترسره کېږي . کله چې د درملو استقلاب په ځيگر کې ترسره شي د درملو انحلاليت په غوړ کې کمېږي او فارمکالوژيک اغېزې ، بدلون مومي ، يانې درمل د انزايمونو په واسطه تجزيه کېږي او په دوهم پړاؤ کې تجزيه شوې برخه له داخل المنشه موادو ، لکه گلوکورنيک اسيد سره يوځای کېږي او له بدن څخه طراح که درمل په بدن کې د استقلاب په واسطه په اوبو کې منحل او اطراح نشي نو د يوې عمومي بېهوښه کوونکي درمل له تطبیق څخه وروسته به ناروغ تقریبآ د ټول عمر له پاره په هوښ رانشي .

سر چينې

  • د اريانا دايره المعارف مخونه ۳۶۱ـ۳۶۲.

Tags:

استقلاب د کاربوهايډرېټونو استقلاب د شحمونو استقلاب د پروټينو استقلاب د غړيو استقلاب د درملو استقلاب سر چينېاستقلابامينو اسيدژونکه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

سردار پاینده محمد خانبودجهمقناطيسډاکټر محمد نعیم وردګوردګ ولايتطبيعي پوهنېانګلیسيد گندمک تړونTantalumابن سينا بلخيټي آر ټي پښتوواکسينسرشمیرنهکابلبېلجیمپر افغانستان د متحده ايالاتو بريدسونډینړیواله جنايې محکمهجېنومهانوماند واده شپهد مایکروسافټ تاریخد فرانسې تاریخد امپراطوریو هدیرهپه اسلام کې د مېرمنې حقوقويکيمېډيا بنسټتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟دري ژبهدولتسردار محمد داود خانقومي ډلېوخت زونپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهباريکه تنه لرونکی خوځندکېبلخ ولايتوينهلاوسپيشوبارکزيخوست ولايتننګرهار ولایتزلمی هېوادملسيال کاکړسیال په سیال (شبکه)عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعودد تکامل په اړه اسلامي نظرونهد افغانستان اسلامي امارتد ښځې تناسلي آلهتولید (اقتصاد)دپښتو اصل او ريښهلومړنۍ نړېواله جگړهفرانسهمحمد نبيلاهور۴۶۴ (عدد)امير امان الله خانصالح محمد هوتكصلاح الدين ايوبيوگړنيز حقوقويکيخونديځد هند او پاکستان د ۱۹۶۵ کال جګړهد خلیج جګړهانس بن مالکدقربانی احکام او مسائلعبدالله بن عبدالعزیز آل سعودملاريا🡆 More