خر چي په حیواناتوکي داسانوله ذاته ګڼل کیږي خودخپل کوچني قد له امله په پوره ډول آس نه دی بلکي دخره نوم ورته کارول کیږي .
خرته په انګلیسي ژبه کي د (Donkey) په نامه وايي .
Khar خر | |
---|---|
مملکه | ژوی |
په عمومي توګه خرکه څه هم چي داسانو له ذاته دی خودخپل رنګ، شکل اولویو غوږونو له کبله خلک له آس سره ډېر توپیر ورکوي اودویمه خبره داچي خرپه تېزتګ کي هیڅکله دآس ځای ته نسي رسېدلای بلکي ترهغه کرار دی . انسانانو دځمکي پرمخ ډېر کلونه پخوا له خرونوڅخه دبار وړلو او نورو کارونولپاره کاراخیست خود خوراک لپاره یې چنداني نه استعمالاوه بلکي یوازي یې درانه کارونه ورباندي ترسره کول . دخر نوم یوازي دنارینه لپاره استعمالیږي خودنوموړي مقابل ښځينه لوري ته قچر وايي چي په عربي کي دبغل اوپه انګلیسي کي د (Mule) په نامه یادیږي .
په تاریخ کي له خرونو څخه دکورني حیوان په توګه کار اخیستل له میلادڅخه ۵۰۰۰ یا ۶۰۰۰ کاله مخکي پیل سوي وه اودغه پيل یې لمړئ په لویدیځ آسیا او مصرکي رامنځ ته سو . دخره ټول عمرپه منځنۍ توګه له هغه زمانې راهیسي له ۲۵ کلونوڅخه نیولې بیا تر۳۳کلونو پوري اټکل سوی دی .
خر ډیري ښېکڼې لري چي له هغوی څخه یوشمېر په دې ډول دي :
لمړئ : خر هغه بارونه وړي چي دانسانانو تروس لوړ وي
دویم : خرله ځمکه څخه دځینو اسبابو په مټ کولای سي اوبه راوکاږي (البته دغه اسباب باید انسانان ورته برابر کړي)
دریم : خرکولای سي چي خپل خاوند (انسان) پسله ډېرو کلونو هم وپېژني
څلورم : له اهلي حیوانانو څخه دی او ژر اموخت نیسي
This article uses material from the Wikipedia پښتو article خر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.