د پیسو نړیوال صندق انګلیسي: International Monetary Fund یا IMF یو نړیوال سازمان دي چې په ۱۹۴۵ میلادي کال یې بنسټ په امریکې کې کیښودل شو چې اوس 189 غړي لري.
ددې صندق موخې په مختلفو جهتونو کې شتون لري یعنې د نړیوالې پولي همکارۍ پیاوړتیا، مالي ثبات ساتنه، نړیواله سوداگري اسانول، کار او اشتغال کچه لوړول، باثباته اقتصادي پرمختگ رامنځ ته کول او د نړۍ په سطح د غربت کچه راټیټول.
د پیسو نړیوال صندق | |
---|---|
Coat of arms | |
لنډ نوم | IMF |
جوړښت | 27 ډسمبر 1945 |
ډول | International financial institution |
مقصد | Promote international monetary cooperation, facilitate international trade, foster sustainable economic growth, make resources available to members experiencing balance of payments difficulties |
مرکز | Washington, D.C., United States |
کوارډينېټونه | ۳۸°۵۳′۵۶٫۴۲″ شمال ۷۷°۲′۳۹٫۲۱″ لویدیځ / 38.8990056°شمال 77.0442250°لويديځ |
سيمه | نړیوال |
غړي توب | 189 هېوادونه |
سرکاري ژبه | English |
Managing Director | Christine Lagarde |
مهمه برخه | Board of governors |
بنیادي تنظیم | United Nations |
کارګره ډله | 2,600 |
وېبپانه | www.imf.org |
د دولتونو اقتصادي، مالي او پولي سیاستونو جوړونه او ارزونه ، د تسهیلاتو ( پور ) ورکړه. کله چې د تادیاتو بیلانس توازن موجود نه وي، د غړي هیواد د اړتیا او غوښتنې په اساس لازم تسهیلاتو ( پور ) ورکول کیږي خو شرایط لري. متقاضي هیواد باید د صندق غوښتنې او شرایط ومني او کړنې د صندق د شرایطو په اساس عیارې کړي او ددې ترڅنگ دریېمه دنده یې تخنیکي او فني مرستې او روزنیز پروگرامونه د دولتونو مرکزي بانکونو او اړونده ادارو ته دي. ددې په خواکې، ځینې نورې اهمې دندې هم پرمخ وړي. د مالي او پولي ثبات او پرمختگ لپاره لازمې مشورې او توصې کول، له اړونده چارو څارنه کول، د اړونده مقرراتو او بانکي ساختارونو بیا کتنه او سمون، د ارزي عملیاتو سمبالښت او د تادیاتو د سیستمونو سمون او پرمختگ او هم په مالي نظام کې د سیستمونو ملاتړ او داسې توصې وړاندې کول ترڅو مالیاتي او گمرکي امور، بودجه جوړونه، د مخارجو مدیریت او د کورنیو او بهرنیو قرضو سمبالښت او په ټوله کې د اقتصادي او مالې قوانینو او طرحو سمون او ترتیب د پیسو د نړیوال صندق بنسټیزې دندې او موخې دي. ددې چارو پر مخ بیولو کې، د پیسو نړیوال صندق د دولتونو په چارو کې لاسوهنه کوي او د واکمنۍ د نقض سبب گرځي. د بیلگې په توگه، دا صندق د پیسو د تبادلې رژیمونه ټاکي. د اساس نامې پر بنسټ یې، Floating Regime منلی دی چي د بازار د قووتونو له لوري ټاکل کیږي او غړو هیوادونو دا ورسره منلي دي که کوم تغیر په کې راوړي د صندق خوښه او سلا به مني او هم د پولي سیاستونو په ابزارو کې گوتې وهي یعنې که معین مبلغ ډالر لیلامیږي ترڅو د ملي پیسو ارزښت وساتل شي، د پیسو مبلغ چې باید لیلام شي، د صندق له خوا ټاکل کیږي.
د پیسو د نړیوال صندق شرایط او توصې په مختلفو برخو سرخي لکه دولتونه باید مصارف کم کړي او په عام المنفع پروژو ډېره پانگونه ونه کړي، د لیبرال سوداگرۍ اصول او پرنسیپ باید ومنل شي، بهرنۍ مستقیمې پانگې اچونې ته لاره پرانستل شي، د قیموتونو کنټرول له منځه ولاړ شي او د حکومت له لوري سبسایډي موجوده نه وي، دولتي تصدۍ باید خصوصي شي او ښه حکومتوالي رامنځ ته شي او د فساد پر وړاندې مبارزه وشي او دې ته ورته نور شرایط لري چې غړي دولتونه او د مرستو متقاضي هیوادونه اړ دي چې دا شرایط و مني. د پیسو نړیوال صندق د غړو هیوادونو په سهم روان دی. د یو دولت چې څومره سهم وي په هماغه اندازه یې رایه وي. د امریکا متحده ایالات ډېر سهم لري ځکه خو یې تصامیم هم منل کیږي خو له اروپايي ټولنې سره داسې یو غیر رسمي تفاهم شته چې د صندق مشري اروپا وکړي او د نړیوال بانک مشر امریکايي واوسي.
په خونديځ کې د پیسو نړیوال صندق اړونده دوتنې(انځورونه) موجودی دي. |
کينډۍ:Trade کينډۍ:Central banks کينډۍ:International organizations کينډۍ:United Nations کينډۍ:Economics
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د پیسو نړیوال صندق, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.