يونيسکو

د ملګرو ملتونو ښوونيزه، علمي او کلتوري اداره (UNSCO) د ملګرو ملتونو يوه ځانګړې اداره ده چې د زده کړې، هنر، ساينس او کلتور په برخو کې د نړيوالې همکارۍ له لارې نړيوالې سولې او امنيت ته وده ورکوي.

دغه اداره ۱۹۳ غړي هيوادونه او ۱۱ شريک غړي لري او همدا رنګه له غير دولتي، بين الدولتي او شخصي برخو شريکان لري. مرکزي دفتر يې د فرانسې په پاريس ښار کې د نړيوال ميراث په مرکز کې دی په نړيواله کچه د يونسکو د ماموريتونو لپاره د اسانتيا برابرولو لپاره دغه اداره دري پینځوس سيمه یيز دفترونه او يو سل او نهه نوي ملي کمېسيونونه لري چې خپل نړیوال ماموریتونه اسانه کوي.

يونسکو په ۱۹۴۵ ز کال کې د ملتونو د تړون د نړيوالې همکارۍ د فکري کميټې د ځای ناستي په توګه جوړه شوې وه. د يونسکو اساسنامه کې د دې ادارې موخې، اداري جوړښت او د کار چوکاټ بيان شوی. د يونسکو ماموريت چې له دویمې نړېوالې جګړې وروسته جوړ شو چې د سولې پرمختګ، تلپاتې پراختيا او بشري حقونه دي. دغه ماموريت د هيوادونو تر منځ همکارۍ او مذاکراتو کې مرسته کولو له لارې ترسره کوي. خپلې موخې د پینځو سترو اصلي حوزو له لارې څاري: زده کړه، طبيعي علوم، ټولنيز/انساني علوم، کلتور او اړيکې/ معلومات. يونسکو هغه پروژې تمويلوي چې تعليم ته وده ورکوي، تخنيکي روزنې او زده کړې وړاندې کوي، زده کړه پر مخ وړي، د ازادو رسنيو او مطبوعاتو ساتنه کوي، سيمه یيز تاريخ او کلتور خوندي کوي او کلتوري تنوع ترویجوي.

د نړيوال کلتور اوعلم لپاره د مرکزي نقطې په توګه، د کلونو په اوږدو کې د يونسکو فعاليتونه پراخ شوي؛ يونسکو د نړيوالو ادبياتو په ژباړه او خپرولو کې مرسته کوي او همدا راز د نړيوالو لرغونو ځايونو د ساتلو او رامنځ ته کولو کې مرسته کوي کوم چې طبيعي اهميت لري، د نړيوالې ډيجيټلي تشې د ډکولو په برخه کې کار کوي. د معلوماتو او اړيکو له لارې  ټولشموله پوهنېزې ټولنې رامنځ ته کوي. يونسکو ګڼ نوښتونه او نړيوال خوځښتونه رامنځ ته کړي لکه زده کړه د ټولو لپاره څو خپلې اساسي موخې نورې هم مخ ته یوسي.

يونسکو د غړو هيوادونو او شريکو غړو هېوادونو له خواد عمومي کنفرانس له خوا اداره کيږي. چې په هرو دوو کلونو کې د بوديجې او پروګرامونو د ټاکلو لپاره يو ځل غونډه کوي. همدا راز د اجرائيه پلاوي غړي ټاکي، چې د يونسکو کارونه اداره کوي، د هرو څلورو کلونو لپاره عمومي مدير ټاکي، څوک چې د يونسکو د مشر مدير په توګه کار کوي. يونسکو د ملګرو ملتونو د همېشنۍ پراختيايي ډلې غړی دی،  چې د ملګرو ملتونو د ادارو او سازمانونو ايتلاف دی او موخه يې د تلپاتې پرمختګ موخو لاس ته راوړل دي.

تاريخ

پيل

د يونسکو او د نړيوالې همکارۍ لپاره د دې ادارې ماموريت تاريخ د ملتونو د تړون پرېکړه ليک ته ورګرځي چې د ۱۹۲۱ ز کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د دې لپاره صادر شوی و، څو په خپلواک ډول د ملتونو د کلتور، زده کړې او لاسته راوړنو د شریکولو د شونتيا د مطالعې لپاره يو کمېسيون وټاکي. دغه نوی جوړښت يعنې د فکري همکارۍ لپاره نړيواله کمېټه (ICIC) په ۱۹۲۲ ز کال کې رامنځ ته شوه چې مهم غړي يې د هنري برګسن، البرټ انشټاين، ماری کوری، رابرټ ای. ميليکان او ګونزاګ دی رینولد په څېر شخصيتونه يادېدلی شي (د ملتونو د تړون د یو کوچني کمېسيون په توګه يې په لومړي سر کې تمرکز په لويديځه اروپا وو). له دې وروسته د ۱۹۲۴ ز کال د سپټمبر په مياشت کې د فکري همکارۍ لپاره نړيوال انستيتيوت (IIIC) په پاريس کې جوړ شو څو د ICIC د اجرائيه ادارې په توګه کار وکړي. په هر حال، د دویمې نړيوالې جګړې پيل د دې مخکينيو ادارو کارونه تر ډېره پرې کړل. له ۱۹۲۵ ز کال د ډيسمبر مياشتې راهيسې د پوهنې نړيوالې ادارې (IBE) د يوې غير دولتي ادارې په توګه د ملکي نوښتونو په اړوند د نړيوالې پوهنيزې پرمختيا په موخه کار پيل کړ، په ۱۹۵۲ ز کال کې يونسکو او ای بي اي يو ګډ کمېسيون جوړ کړ او په ۲۰۲۱ کې دغه سازمان له يونسکو سره يو ځای شو.

تاسيس

د اتلانتيک منشور او د ملګرو ملتونو د اعلاميې له لاسليک وروسته، د ايتلاف د پوهنې وزيرانو (CAME) کنفرانس په لندن کې غونډې پيل کړې چې د ۱۹۴۲ ز کال د نوامبر له شپاړسمې د ډيسمبر تر پینځمې نېټې روانې وې. د ۱۹۴۳ ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه، د ماسکو په اعلاميه کې د يو نړيوال سازمان د اړتيا څرګندونه شوې وه، چې چين، برتانيې، متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ورسره موافقه ښودلې وه. له دې وروسته د ۱۹۴۴ ز کال د اکتوبر په نهمه نېټه د ډامبرټن اوکس کنفرانس Dumbarton Oaks Conference وړاندېزونه وشول. د CAME له وړانديز وروسته او د نړيوال سازمان په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس (UNCIO) له سپارښتنو سره سم کوم چې په سن فرانسيسکو کې د ۱۹۴۵ ز کال د اپريل او جون په مياشتو کې شوی وو- د پوهنيز او کلتوري سازمان لپاره د ملګرو ملتونو کنفرانس د څلور څلوېښت دولتي استازو په ګډون د ۱۹۴۵ ز کال د لومړۍ تر شپاړسمې نېټې پورې په لندن کې  جوړ شو. د انګلستان د پوهنې وزير راب باټلر Rab Butler له خوا د يونسکو نظريې ته په پراخه کچه وده ورکړل شوې وه او دې وزير د يونسکو په پرمختګ کې پراخه اغېز درلود. په ECO/CONF کې د يونسکو اساسنامه وړاندې شوه او اووه دېرشو هيوادونو لاسليک کړه او مقدماتي کمیسيون يې جوړ کړ. مقدماتي کمېسيون د ۱۹۴۵ ز کال د نوامبر مياشتې له شپاړسمې نېټې د ۱۹۴۶ ز کال د نوا مبر څلورمې نېټې فعاليت وکړ، هغه نېټه چې د يونسکو اساسنامه د يو غړي هيواد له خوا د شلمې تصويب نامې په منلو سره د عمل وړ وګرځېده.

لومړی عمومي کنفرانس د ۱۹۴۶ ز کال د نوامبر له نولسمې د ډيسمبر تر لسمې نېټې پورې تر سره شو. جوليان هاکسلي يې د عمومي مدير په توګه وټاکل شو. د ۱۹۵۴ ز کال دنوامبر په مياشت کې يې اساسنامه تعديل شوه کله چې عمومي کنفرانس پرېکړه وکړه چې د اجرائيه پلاوي غړي به د هغو هيوادونو د حکومتونو استازي وي چې دوی يې اتباع دي او دوی به د تېر په څېر په شخصي دنده کار نه کوي. دې اداري بدلون يونسکو له خپل مخکيني سازمان ICIC څخه په دې برخه کې بدل کړ چې غړي هيوادونه به د خپلې وړتيا په برخه کې څه ډول ګډ کار کوي. په داسې حال کې چې غړو هيوادونو د وخت په اوږدو کې د يونسکو ماموريت د تر سره کولو لپاره له يو بل سره همکارۍ وکړې، سياسي او تاريخي لاملونو د دې سازمان د کارونو ډول ته بڼه ورکړه، په ځانګړې توګه د سړې جګړې پر مهال، د مستعمرو د ختمولو په پروسه کې او د شوروي اتحاد د منحل کېدو پر مهال.

پرمختګ

د يونسکو په سترو لاسته راوړنو کې د توکمپالنې پر ضد د دوی فعاليتونه دي، د بېلګې په ډول د توکم په اړه د اغېزناکو بيانيو په صادرولو سره چې په ۱۹۵۰ ز کال کې د انسان پېژندونکو (کلود لوی سټراوس Claude Lévi-Strauss هم  په دوی کې وو) او نورو ساينسپوهانو له خوا د اعلاميې په صادرولو سره پيل شوې وې، په ۱۹۷۸ ز کال کې د توکم او توکميز تعصب په اعلاميې سره پای ته رسېدلې وې. په ۱۹۵۶ ز کال کې د سویلي افريقا جمهوريت له يونسکو څخه ووت او ويې ويل چې د دې سازمان ځينې خپرونې د ياد هيواد په توکميزو ستونزو کې د لاسوهنې په معنی دي. د نيلسن منډيلا په مشرۍ سویلي افريقا په ۱۹۹۴ ز کال کې د دې سازمان سره يو ځل بيا يو ځای شوه.

د پوهنې په برخه کې په لومړنيو کارونو کې د ماربيال په دره او هايتي کې د اساسي زده کړې ازمایښتي پروژه وه چې په ۱۹۴۷ ز کال کې پيل شوه. له دې پروژې وروسته نورو هيوادونو ته د ماهرينو ماموريتونه پيل شول، چې د بېلګې په توګه په هغې کې په ۱۹۴۹ ز کال کې افغانستان ته د ماموريت لېږل شامل دي. په ۱۹۴۸ ز کال کې يونسکو وړانديز وکړ چې غړي هيوادونه بايد لومړنۍ زده کړې وړيا، لازمي او نړيوالې کړي. په ۱۹۹۰ ز کال کې د ټايلينډ په جوماټين کې د ټولو لپاره د زده کړې تر شعار لاندې نړیوال کنفرانس پر مهال يو نړيوال خوځښت پيل شو چې ټولو ماشومانو، ځوانانو او لویانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. لس کاله وروسته، په ۲۰۰۰ ز کال کې د زده کړې نړيواله جرګه د سنيګال په ډاکار کې جوړه شوه چې په یاد جرګه کې د يونسکو غړو هيوادونو ژمنتيا څرګنده کړه چې تر ۲۰۱۵ ز کال پورې به ټول بنسټيزو زده کړو ته لاسرسی ولري. 

سرچينې او ياداښتونه

Tags:

يونيسکو تاريخيونيسکو سرچينې او ياداښتونهيونيسکو

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

انزايمپوځګرده څیړۍ ولسوالۍاوتو فون بیسمارکقانون څه ته وايي؟2012ازاد شعرجانيخېل ولسوالۍ (پکتيا)اکسيجنپېليپيند ښکلا کاریال راښکته کولانرژي په بریتانیا کېد کمپيوټر امنيتاورګاسمعبدالرحمان بابامنرالونهپاکستانچندړډنمارکThalliumسره میاشتکابلوچکۍ تبه (محرقه)اروپایي ټولنهد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېپښتني بانکمحاسبهپښتو پښتو تشريحي قاموسزړهکتلهد انګلستان پاچا لومړی ریچارددېوناگريفرانسهتاي ژبهد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهچهل ستون ماڼۍچڼاساپلاتوندوتنهپښتو اوسنى شعرښيښهد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهګاري کاسپاروفپکتيا ولايتپښتونستانګوګلفدرالي قبايلي سيمېشهباز شریفلعل پاچا ازمونمحمدمنځنۍ پېړۍسیال په سیال (شبکه)غوره ويناوېاسد الله غضنفرکابل بانکسراج الدين حقانيمتالورژيلېږد ۴۵ملاله ميوندوالهNihoniumد افغانستان لنډ تاريخرېږدلهناټوعمر بن عبدالعزيزعبدالحميد محتاطبوديجهعبدالله بختانی خدمتگارنثرد لوی اختر مياشتپېښورسويسمحمد موسى شفيق🡆 More