وايکينګيان وايکينګز

وايکنګز (وايکينګيان يا وايکنګ نسل يا خلک) يو نوی (معاصر) نوم دی چې په سمندر کې سفر کونکو خلکو ته ورکړل شوی، کوم خلک چې په اصل کې د سکينډينيويا (اوسنی ډنمارک، ناروی او سويډن) سره اړيکه لري، کومو چې د اتمې پېړۍ له وروستيو څخه د يوولسمې پېړۍ تر وروستيو پورې بريدونه وکړل، غلاوې يې وکړې، سوداګري يې وکړه، او د اروپا په ټولو برخو کې مېشت شول.

دوی په مديترانه، شمالي افريقا، وولګا بلغاريا، منځني ختيځ او شمالي امريکا پورې سفرونه وکړل. د دوی په اصلي هېوادونو کې، او په ځینو هغو هېوادونو کې چې دوی تر بريد لاندې ونیول او هلته مېشت شول، دا پړاو عموماً د وايکنګ عصر په توګه پېژندل کېږي، او د وايکنګ "Viking" په ټکي کې عموماً د سکينډينيويايي ټاټوبو اوسېدونکي هم شامل دي. وايکينګيانو په سکينډينيويا، برتانوي ټاپوګانو، فرانسې، ايستونيا او کيوفان روس د ابتدايي منځنيو پېړيو په تاريخ ژور اغېز درلودلی دی.

ماهرو ماڼوګانو او د سترو بېړيو چلونکي د ځانګړتيا لرونکو په سمندر کې سفر کونکو واکينګيانو په برتانوي ټاپوګانو، د فيرو په ټاپوګانو، ايسلينډ، ګرينلینډ، نارمنډي او بالتيک ساحل تر څنګ د اوسنۍ روسيې، بيلاروس او يوکراين، د ډنيپر او وولګا سوداګريزو لارو په اوږدو کې د نورس کلي او دولتونه جوړ کړل، چېرته چې دوی د Varangians په نوم هم پېژندل کېدل. له دې نورس مستعمرو څخه نارمن، نورس ګيلز، د روس خلک، فيرويز او ايسلينډيان هم راڅرګند شول. په يوه نقطه کې، د «روس وايکينګانو» يوه ډله د سويل پر لور هومره لېرې ولاړه، چې د بيزانس سترواک د ساتلونکو له ګرځېدو وروسته، دوی د بيزانس په ښار قسطنطنيه بريد وکړ. وايکينګانو همدا راز ايران او عربو ته هم سفر وکړ. دوی لومړي اروپايان وو چې شمالي امريکا ته ورسېدل، د لنډې مودې لپاره په «نيوفاينډلينډ» (ون لينډ) کې مېشت شول. په داسې حال کې چې نورس کلتور يې بهرنيو سيمو ته خپرولو، دوی په ورته وخت کې کورني مريان، وينځې او سکينډينيويا ته د بهرني کلتور اغېز راوړ، چې د دواړو په جنياتي او تاریخي پرمختګ يې اغېز پرېښود. د وايکينګ په عصر کې، د «نورس» اصلي سيمې په کرار کرار له کوچنيو پاچايو څخه په درې سترو پاچاييو کې سره يوځای شوې چې هغه: ډنمارک، ناروی او سويډن دي.

وايکينګيانو په پخوانۍ «نورس» ژبه خبرې او په «رونس» کې يې لیکنې کولې. د اوږدې مودې لپاره دوی د پخواني «نورس» مذهب پيروي کوله، خو وروسته مسيحيان شول. وايکينګيانو خپل قوانين، هنر او معماري درلوده. ډيری وايکينګيان همدا راز کروندګر، کب نيونکي، کاريګر او سوداګر وو. د وايکنګيانو مشهور تصورات ډېر ځله د «نورس» د خلکو له پېچلي، پرمختللي، نوي تمدن څخه په سختۍ سره مختلف وي، کوم چې له لرغونو اثارو او تاریخي سرچينو څخه څرګندېږي. په اتلسمه پېړۍ کې د وحشي شريفانو په توګه د وايکينګيانو يو خيالي انځور په راڅرګندېدو شو؛ دا د نولسمې پېړۍ د وايکينګ د بيا احياء پر مهال چمتو او په پراخه پيمانه خپور شو. د وايکينګيانو په اړه د توند، سمندري شوکمارو يا زړورو له خطرونو سره مخ کېدونکو په توګه منل شوي اندونه، د هغې نوې وايکينګ افسانې د ضد او نقيض ډولونو پوروړي دي، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې جوړ شوي دي. د وايکينګ اوسني مشهور انځورونه عموماً په کلتوري کليشو ولاړ دي، کوم چې د وايکینګ د مېراث نوی تعريف پېچلی ګرځوی. دا انځورونه په ډېرو کمو مواردو کې کره وي – د بېلګې په ډول، داسې هېڅ شواهد نه شته چې دوی د ښکر لرونکې خولۍ په سر کوله، د پوښاک يو عنصر، چې په لومړي ځل په «ويګنيرين» سندريزه ننداره (ډرامه) کې راڅرګند شوی و.

د نوم رېښه پېژندنه

د وايکنګ "Viking" لپاره درې اړين عناصر دا دي: اصلي معنا او اشتقاق، يا د نوم رېښې، په منځنيو پېړيو کې د هغې استعمال، او د اوسنۍ عصري زمانې استعمال. د ليکوالانو په باور دا درې عناصر په مشهور او علمي بحث کې ډېر ځله سره ګډوډ کېږي. همداراز، د دې ټکي د رېښو په اړه ډېر بحثونه شوي دي، په کومو کې چې د ټکي د اصل ډېرې تيوريانې (نظريې/فرضيې) وړاندېز شوي دي.

اصلي معنا او د وايکينګ ټکي اشتقاق

يو اند دا دی چې دا ټکی د پخوانۍ انګليسي ژبې له «wicing» او زړې «فرانزي» ژبې له «wizing» ټکي څخه اخيستل شوی دی، چې دا شا اوخوا درې سوه کاله پخواني دي، او شونې ده چې له «wic» څخه اخيستل شوی وي، چې د لاتيني «vicus» (کلی، استوګنځای) څخه اخيستل شوی ټکی دی. بله تر کمه بريده منل شوې نظریه دا ده چې د víking ټکی د ښځينه vík ټکي څخه اخيستل شوی دی، چې معنا يې ده " وياله، مدخل، کوچنی خليج".

دا هم وړانديز شوې ده چې شونې ده د وايکينګ ټکی د ناروی د تاریخي ولسوالۍ Víkin له نوم څخه اخيستل شوی وي، چې معنا يې ده "د ويکين يو شخص"، خو په زړو «نورس» متنونو کې، د Víkin سيمې اوسېدونکو ته، وايکينګ نه، بلکې víkverir (د Vík اوسېدونکي) ويل کېدل. دا تشریح یوازې مذکر ګرامري جنس (víkingr) تشریح کولای شي، نه د هغې ښځینه بڼه (víking)؛ په بل ډول دا ټکی د نارينه (مذکر) په پرتله له ښځينه (مؤنث) ټکي څخه په اسانۍ سره اخيستل کېدای شي.

د دې نوم يو بل اصل چې د يوويشتمې پېړۍ په لومړيو کې يې ملاتړ تر لاسه کړ، د وايکينګ ټکی له هماغه اصل څخه بولي څه ډول چې پخوانۍ نورس «vika, f» ده يعنې "سمندري ميل"، (ميل د واټن واحد) په اصل کې يې معنا ده د بېړۍ چلونکو د دوه دورو تر منځ واټن، چې دا له weik يا wîk څخه اخيستل شوی دی، څه ډول چې په پروټو-جرماني فعل wîkan کې لېدل کېږي، يعنې شاتګ کول. د «Bernard Mees» په وينا، دا د ابتدايي «نورډيکي» فعل wikan څخه اخيستل شوی دی، چې معنا يې ده ګرځېدل، لکه چې په پخوانۍ ايسلينډي کې víkja (ýkva, víkva) دي، او معنا يې ده حرکت کول، تاوېدل، دا په سمندري استعمال کې ښه تاييد شوی ټکی دی. دا اند له لغوي اړخه ښه تاييد شوی دی، او په اغلب ګومان دا د شمال لوېديځې اروپا د الماني اوسېدونکو له خوا د سمندري بېړۍ د استعمال لپاره مخکې کارول شوی ټکی دی، ځکه چې پخواني «فريزايي» ليکل Witsing یا Wīsing بڼې څخه داسې معلومیږي چې د دې ټکي تلفظ په تالو کې د «کی» K له ټکې سره کېدو، او په همدې بنسټ په پنځمه پېړۍ، يا له هغې څخه مخکې (په لوېديځه څانګه کې) په تالو کې د دې ټکي له اداء کېدو مخکې، په شمال لوېديځ المان کې د دې ټکي د شتون ټولې شونتياوې موجودې وې.

شونې ده چې پخوانۍ «نورس» ښځینه ټکی víking (لکه په fara í víking محاوره کې) په بنسټيز ډول يو اوږد سمندري سفر وي، چې د بدلېدونکو ماڼوګانو ځانګړتیا لري او víkingr (چې نارينه جنس دی)، به په اصل کې د دا ډول سمندري سفر ګډونوال وو. په دې حالت کې، د دې تر شا داسې برېښي چې ستړی شوی جالوان (ماڼو) به د کښتۍ چلولو له ځايه لېرې کېدو او دمه جالوان (ماڼو) به هغه ته ارام ورکاوه. د دې مطلب دا دی چې د وایکينګ ټکی په اصل کې د سکینډينيويايي سمندري مسافرو سره نه و تړلی، بلکې هغه مهال يې دا معنا خپله کړه، کله چې سکينډينيويايانو په سيندونو تسلط پيل کړ. ان تر دې چې اړينه نه ده د vikingr ټکی دی له ځانه سره منفي غږ ولري، او نه دا چې د تل لپاره دې له تشدد سره وتړل شي، او يوازې له تېر وايکينګ عصر څخه وروسته زمانه کې له دې ټکي سره منفي ټکي نښلول شوي دي.

د منځنيو پېړيو استعمال

په منځنيو پېړيو کې د وايکينګ ټکي معنا وه سکينډينيويايي سمندري شوکمار يا بريدګر.

انګليسي

په انګليسي سرچينو کې د wicing تر ټولو لومړۍ يادونه د «Épinal-Erfurt» قاموس کې شوې، د کوم تاریخ چې شا اوخوا 700 ته رسېږي. دې قاموس کې د wicing ټکي لاتيني ژباړه د piraticum په بڼه شوې، يا په نوې انګليسي کې د سمندري غلو په ډول شوې ده. په داسې حال کې چې په انګلستان کې د وايکينګ بريدګرو لومړی بريد نږدې دري نوي کاله وروسته په «لنډيسفارن» کې تر سره شو. په زړه انګليسي ژبه کې، د wicing ټکی د Widsith  په نوم په انګلو-سيکسن شعر کې راڅرګند شوی دی، غالباً له نهمې پېړۍ څخه دی. په دې ټکي سره يو توکم (قوم) ته اشاره کول نه بلل کېدل، په داسې حال چې د Norþmenn (شمالي سړی) او Dene (ډينيس) ټکي قوم ته د اشارې لپاره کارېدل. د «ايسر» په لاتيني اثر کې چې د «The Life of King Alfred» په نوم دی، په «ډينس» ټکي سره مشرکانو (بوت پرستانو) ته اشاره کېده؛ تاریخ پوه «جينیټ نيلسن» ادعا کړې چې «پګني» د دې ټکي د معياري ژباړې پر مهال په وايکينګز بدل شو، په هر حال داسې روښانه شواهد شته چې دا ټکی د «ډينس» د مترادف په توګه کارول کېدو، په داسې حال کې چې «ايرک کرسټينسن» له دې څخه انکار کوي چې دا يوه ناسمه ژباړه ده او د خپرونکي په ټينګار سره شوې ده. د wicing ټکی د منځنيو پېړيو په کوم خوندي انګليسي متن کې نه موندل کېږي.

سرچينې

Tags:

وايکينګيان وايکينګز د نوم رېښه پېژندنهوايکينګيان وايکينګز سرچينېوايکينګيان وايکينګز

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

دعناصرو دوراني جدولاروپايي اتحادخيميرانتوره تتۍتقوایوکاریوتاحمد يوسف نورستانيمحمد بن قاسماتڼغوږنغمهسوېل ختيځه اسياروندي ژبهسويسد غواگانو روزنهآسياپيرواوټ(جودر)د شهیدانو چوکلعل پاچا ازمونپښتو ټولنهايرانتور زیړی څه ډول ناروغي ده؟جنتیکبوټپوهنهمېډياويکيد زړه حمله (ناروغي)آزاد تجارتn9fhiعضوي مادهون کوایندوچکالۍ په وړاندې تدابیرسره میاشتتلمودځمکهټولنيزې رسنۍد انګستان درېیم ویلیامبست کلاکاللومړی مخدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)اپلاتوند باغ بالا ماڼۍفرانسهاموي خلافتهايتي2012د پښتو ژبې ليکنښېزړه نابریجنسي ناوړه ګټه اخيستنهژويانا بورکوسکاصليبي جگړېاسحاق ننگيالد بشري منابعو مديريتد انسان جنسي غوښتنېپښتني بانکنورزيپوهنهکلا، ارغندابد افغانستان لومړی وزيرد امریکا د آیالاتونو نوملړارواپوهنهزړهډاکتر کبير ستوریبشپد داود جمهوري افغانستانحبيب الله رفيعد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهکابل سيندد اقليمي بدلون اغېزې🡆 More