ملکه وېکټوريا

وېکتوریا (الکساندرینا وېکتوریا د ۱۸۱۹ ز کال د می له ۲۴ مې – د ۱۹۰۱ز کال د جنوري تر ۲۲ مې پورې) د ۱۸۳۷ ز کال د جون له ۲۰ مې نه تر ۱۹۰۱ ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې د بریتانیا او آیرلنډ ملکه وه.

د نوموړې ۶۳ کاله او ۷ میاشتې واکمني چې د وېکتوریا د دورې په نامه یادېږي، د ټولو پخوانيو بریتانوي پاچایانو د دورو په پرتله اوږده دوره ګڼل کېږي. په انګلستان کې دا دوره د صنعتي، سیاسي، ساینسي او پوځي بدلونونو دوره وه او د بریتانوي سترواکۍ د لویې پراختیا نښه وه. د بریتانیا پارلمان، نوموړې ته په ۱۸۷۶ز کال کې د هند د سترواکۍ د بل لقب لپاره هم رایه ورکړه.

ملکه وېکټوريا
ملکه ویکتوریا
ملکه وېکټوريا
(انګلیسي: Victoria)
(انګلیسي: Alexandrina Victoria د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ملکه وېکټوريا
ملکه وېکټوريا

د بریتانیا ملکه
دوره 20 June 1837 – 22 January 1901
تاج پر سرونه 28 June 1838
Prime Ministers See list
Empress of India
فعاليت 1 May 1876 – 22 January 1901
تاريخ التتويج 1 January 1877
Viceroys See list
د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Princess Alexandrina Victoria of Kent د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اصلي نوم Alexandrina Victoria
پيدايښت ۲۴ مې ۱۸۱۹
مړینه ۲۲ جنوري ۱۹۰۱ (۸۱ کال کلنۍ کي)
تاریخ دفن 4 February 1901
تابعیت ملکه وېکټوريا د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 142.24 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد سلطنتي شاهزادګۍ، ویکټوریا
اوم اېډوارډ
د متحدې پاچاهۍ شهزادګۍ آلیس
د متحدې پاچاهۍ شاهزادګۍ هېلېنا
شهزادګۍ لویس د ارجیل دوچېس
بیترایس د برتانیا شهزادګۍ   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور Princess Victoria of Saxe-Coburg-Saalfeld
کورنۍ House of Hanover
ځايناستی
  • Victoria, Princess Royal, German Empress
  • Edward VII
  • Princess Alice, Grand Duchess of Hesse
  • Alfred, Duke of Saxe-Coburg and Gotha
  • Helena, Princess Christian of Schleswig-Holstein
  • Princess Louise, Duchess of Argyll
  • Prince Arthur, Duke of Connaught
  • Prince Leopold, Duke of Albany
  • Beatrice, Princess Henry of Battenberg
آخري معلومات
کار/مسلک پاچا
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
آلماني ژبه
فرانسوي
ایټالیایي ژبه
لاتين ژبه
اوردو ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ملکه وېکټوريا
ملکه وېکټوريا

ويبپاڼه
انټرنیټ فلم ډیټابېس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ملکه وېکټوريا  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

وېکتوریا د شهزاده اېډوارډ، د کېنټ او سټراټرین د ډوک (د پاچا درېیم جورج څلورم زوی) او د ساکس-کوبرګ-سالفیلډ د شهزادګۍ وېکتوریا لور وه. نوموړې په ۱۸۲۰ز کال کې د خپل پلار او نیکه له مړینې وروسته، د خپلې مور او څارونکي جان کونروي تر  نږدې څارنې لاندې لویه شوه. نوموړې په ۱۸ کلنۍ کې هغه وخت تخت په میراث یووړ چې د پلار دری مشران وروڼه یې د مشروع وارث له پرېښودو نه پرته مړه شول. وېکتوریا د مشروطه پاچا په توګه له شخصې لارې هڅه وکړه چې د حکومت سیاست د وزیرانو د ګومارنې په برخه کې تر اغېز لاندې راولي، خو په عامه توګه  د یوې ولسي بېلګې په توګه را څرګنده شوه چې، د شخصي اخلاقو د سختو معیارونو په درلودلو یې شهرت درلود.  

په ۱۸۴۰ ز کال کې وېکتوریا د خپل تره له زوی، د ساکس-کوبرګ او ګوتا شهزاده البرت سره واده وکړ. د دوی ماشومانو د اروپا په وچه کې په شاهي او اشرافي کورنیو کې ودونه وکړل، چې وېکتوریا ته یې د "اروپا د انا" لقب ورکړ او هیموفیلیا (د وینې توېدنې ناورغي) یې په اروپا کې شاهي کورنیو ته ورسوله. وېکتوریا په ۱۸۶۱ز کال کې د البرټ له مړینې وروسته په ژور ویر کې ډوبه شوه او د عامه وګړو پر وړاندې له څرګندېدو یې ډډه وکړه. د نوموړې د ګوښه توب له امله د بریتانیا جمهوریت پالونکي په لنډمهاله توګه ځواکمن شول، خو د واکمنۍ په وروستۍ نیمه کې یې شهرت بېرته ورغېد. د نوموړي سور، زرین او الماس څرکي جشنونه د عامه لمانځنې لپاره ځانګړي شوي وو. هغه په ۱۹۰۱ ز کال کې د وایټ په ټاپو کې له نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړې په مړینې سره د هانور د کورنۍ د ورستي پاچا ځایناستی د نوموړې زوی اوم دېډوارد، د ساکس-کوبرګ او ګوتا له کورنۍ نه شو.  

ملکه وېکټوريا
ځوانه ملکه ویکتوریا

زېږون او کورنۍ

د وېکتوریا پلار شهزاده اېډوارډ، د کېنت او ستراتین ډوک، د انګلستان د پاچا، درېیم جورج څلورم زوی و. تر ۱۸۱۷ ز کال پورې، د اېډوارډ ورېره شارلوت، د ویلز شهزادګۍ، د درېیم جورج یوازینی مشروع لمسۍ وه. په ۱۸۱۷ ز کال کې د نوموړې مرګ د ځایناستۍ کرکېچ را پورته کړ چې د کېنت ډوک او د هغه مجرد وروڼه یې اړل کړل چې واده وکړي او ماشومان ولري. نوموړي په ۱۸۱۸ ز کال کې د ساکس-کوبرګ-سالفیلډ له شهزادګۍ وېکتوریا سره واده وکړ چې یو جرمنۍ کونډه شهزادګۍ وه چې د لینینګین د دویم شهزاده ایمیچ کارل سره یې د لوموړي واده نه د کارل (۱۸۰۴ – ۱۸۵۶ز) او فیودورا (۱۸۰۷ – ۱۸۷۲ز) په نومونو دوه ماشومان درلودل. د نوموړې ورور لیوپولد، د شهزادګۍ شارلوت کونډ مېړه و. وېکتوریا چې د کېنت د ډوک او دوچیس یوازینۍ ماشومه وه، د ۱۹۱۸ ز کال د می په ۲۴ مه د سهار په ۴:۱۵ بجو د لندن په کینسینګټان ماڼۍ کې نړۍ ته پښه کېښوده.  

ملکه وېکټوريا 
ملکه وېکټوريا د برتانيې امپراتوره

د وېکتوریا د کانټربېري د روحاني چارلس مینرز-سټون له خوا په شخصي توګه د ۱۸۱۹ ز کال د  جون په ۲۴ مه په کینسنګټان ماڼۍ کې د کپولا په خونه کې د تعمید غسل ترلاسه کړ. د تعمید په وخت کې په هغه د الکساندرینا نوم کېښودل شو چې د نوموړې د نیکه، د روسیې تزار لوموړی الکساندر له نامه نه و. وېکتوریا د نوموړې د مور له نامه نه اخیستل شوی و. د مور او پلار له خوا یې نور وړاندیز شوي نومونه جورجینا (یا جورجیانا)، شارلوت او اګوسټا وو چې د کېنت د مشر ورور، جورج، شهزاده ریجنټ په لارښوونو لرې شول.  

وېکتوریا د زېږون په مهال د درېیم جورج له څلورو لویو زامنو: شهزاده ریجنټ (وروسته څلورم جورج)، د یارک ډوک فریډریک، د کلیرنس ډوک وېلیم، (وروسته څلورم وېلیم) او د وېکتوریا پلار، د کېنت ډوک اېډوارډ، نه وروسته د ځایناستۍ په لیکه کې پنځمه وه.  شهزاده ریجنټ کوم ژوندی ماشومان نه درلود او د یارک ډوک هېڅ اولاد نه درلود. دوی دواړه له خپلو مېرمنو نه جلا شوي وو، چې دواړو د ماشوم زېږون له عمر نه تېر شوي وو. نو له همدې امله د دواړو مشرانو وروڼو له خوا د مشروع اولاد درلودل ناشوني وو. په ۱۸۱۸ ز کال کې وېلیم او اېډوارډ په ورته ورځ ودونه وکړل، خو د وېلیم دواړو مشروع لورانې په ماشتوب کې  مړه شوې، چې لومړۍ یې شهزادګۍ شارلوت وه، چې د وېکتوریا له زېږېدو دوه میاشتې مخکې د ۱۸۱۹ ز کال د مارچ په ۲۷مه نېټه زېږېدلې او مړه شوې وه. د وېکتوریا پلار د ۱۸۲۰ ز کال په جنوري کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې، چې په دې وخت کې د وېکتوریا عمر له یو کال نه کم و. یوه اونۍ وروسته د هغې نیکه هم له ژوند سره مخه ښه وکړه او مشر زوی یې، څلورم جورج د هغه ځایناستی شو. په دې وخت کې وېکتوریا د فریډریک او وېلیم نه وروسته د تخت په لړۍ کې درېیم ځای درلود. د وېلیم دهمې لور، د کلیرنس شهزادګۍ، الیزابت د ۱۸۲۰ ز کال د ډسمبرله ۱۰ مې نه  د ۱۸۲۱ ز کال د مارچ تر ۴ مې پورې دوولس اونۍ ژوند وکړ، چې په دې وخت کې وېکتوریا د تخت په لړۍ کې په څلورم ځای کې وه.  

په ۱۸۲۷ ز کال کې د یارک ډوک مړ شو، ورپسې په ۱۸۳۰ ز کال کې څلورم جورج مړ شو. تخت د دوی ژوندي ورور وېلیم ته پاتې شو او وېکتوریا یې وارثه شوه. د ۱۸۳۰ ز کال د سلطنت د نیابت قانون د وېکتوریا د مور لپاره ځانګړي احکام را منځ ته کړل چې د وېلیم د مړینې په حالت کې، چې وېکتوریا لا کوچنۍ وه، د سلطنت د نائب په توګه کار وکړي. پاچا وېلیم د نیابت لپاره د دوچیس په وړتیا باور نه درلود او په ۱۸۳۶ ز کال کې نوموړي د هغې په شتون کې څرګنده کړه، چې هغه غواړي د وېکتوریا تر ۱۸ کلنۍ پورې ژوندی پاتې شي، ترڅو د سلطنت د نیابت ستونزه حل شي.  

سرچینې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

دري ژبهخالص صادراتجو بایډند برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نهپېليپينزده کړهد کابل کندهار لویه لارملاريااستقلابد زړه حمله (ناروغي)عمر بن عبدالعزيزعامه افکار څه ته وايي؟د ښځې تناسلي آلهساراتوفډاکتر کبير ستوریکیم جونګ اوند افغانستان اقتصادمورکومي جمهوريتد المان هیواد آیالاتونهاسلامد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهn9fhiمتلونهملګري ملتونهدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)د اکسيديشن نمبرمیوهبرکت الله سليمد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادهندي هنرانګلیسيبټي کوټ ولسوالۍد امریکا متحده آیالاتونهلونگامیر حمزه خان شینواری- پښتو غزل بابا- مرثیهد افغانستان باندنۍ اړيکېد افغانستان وزارتونهکمول (مارغه)د کمپیوټر ارزښتنغمهامير کروړ سوريپښتونستانzutsuنثرهیوادتلموداکسايدکانډوماډولف هټلرشوروي اتحادبشپژوندد هوا ککړتيالومړی مخد افغانستان – تاجکستان پولهارګانېزمله ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهسردار علي ټکرد ډبرو د سکرو کان کیندنهاتڼاډمنډ برکاسټرالیاد ښکلا کاریال راښکته کولصليبي جگړېد رواندا فرانکدرېیمه نړۍد انګلستان دویم جېمزسره میاشت🡆 More