شهزادګۍ لویس د ارجیل دوچېس

شهزادګۍ لویس، د آرجیل دچېس ( د شاهي کورنی ښځه چې له شاهي کورنۍ څخه بهر لوړ ټولنیز ځای ځایګی ولری)  ( لویسا کارولین البرتا مارچ ۱۸۴۸- ۳ دسمبر ۱۹۳۹) د ملکې ویکتوریا او شهزاده البرت شپږم ماشوم او څلورمه لور وه.

په خپل عامه ژوند کې، هغه د هنرونو، لوړوزده کړو او ښځو د حقونو له قوي ملاتړو څخه وه. هغه په بومې علومو کې د ایدینبرګ د کالج له اغیزناکو ملاتړو او د ملکې مارګارېټ د پوهنتون له مخکښانو او له ۱۸۹۱ څخه تر ۱۹۳۹ پورې د دې بنسټ له لومړیو ملاتړو څخه وه. د هغې د ژوندې لومړې وختونه له خپلې کورنۍ سره د شاهي مختلفو هستوګن ځایونو ته په لېږد کې تېر شول. کله چې دهغې پلار د کال ۱۸۶۱ د دسمبر په میاشت کې مړ شو نو دربار د هغه د مړينې له امله اوړمهاله ماتم سره مخ شو، چې لویس ورسره بې علاقې شوه. هغه یو توانمنده فنکاره او مجسمه جوړړونکې وه، دهغې په لاس جوړې شوې ډېرې مجسمې لا اوس هم شته. هغه د ښځو د خوزښت ملاتړو څخه وه چې له جوزفاین بوتلر ( د ملکې ویکتوریا په وخت کې ښځو د حقونو یوه برتانوی ملاتړې او تولنیزه سمونپاله ) سره په اړیکه کې وه او له الیزابت ګارېت سره به یې لیدنې کتنې درلودې.

له واده څخه د مخه، لویس  له کال ۱۸۶۶ څخه تر ۱۸۷۷ پورې د ملکې د غیر رسمې سکرترې په توګه خدمت وکړ. د لویس د واده په اړه پوښتنه د کال ۱۸۶۰ په وروستیو کې د بحث وړ وه. د پروسیا او دنمارک د شاهې کورنیو څخه رویباران  له هغې سره د واده وړاندېز وکړ، خو ملکې نه غوښتل هغه له یوه بهرني شهزاده سره واده وکړي نو هغې ته یې د برتانوي لوړ رتبه اشرافي سره د واده کولووړاندیز وکړ. د شاهي کورنۍ د مخالفت سره سره، شهزادګي لویس د ارجیل د دک په ځای ناستې جان کمپل مارکوېس اف لورن باندې زړه بایلود. ملکې ویکتوریا له دې واده سره رضایت وښود چې د کال ۱۸۷۱ د مارچ میاشتې په ۲۱ ترسره شو. له یوه خوشحالوونکي پیل څخه وروسته دواړه سره جلا شول چې د دې جلا والي لامل به بې اولادې یا د هغوی په فعالیتونو باندې د ملکې له خوا د محدودیتونو لګول و.  

په کال ۱۸۷۸ کې، جان لورن ( دهغې مېړه) د د کانادا والي وټاکل شو دا هغه چوکۍ وه چې ده له کال ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۴ پورې وساتله. لوویس کانادا سره دوادمداره علاقه درلوده او د پادشاه ماندینه وه. د هغې نومونه  دکانادا په ډېرو ځایو ايښودل شوي و لکه د لویس جهيل او د البرتا په ولایت کې.  په کال ۱۹۰۱ کې دهغې د مور له مرګ وروسته، هغه ټولنیزو کړبو ته چې دهغه د مشر ورور نوي پاچا اوم ادوارد له خوا تأسیس شوې وې داخله شوه. د اوږد مهاله جلاتوب څخه وروسته د له لورن سره د لویس واده دهغوی د اوږد مهاله جلا والي له امله و چې په کال ۱۹۱۱ کې بیا سره جوړ شول. لویس په کال ۱۹۱۴ کې د خپل مېړه لورن د مړينې له امله زړه ماتې شوه . له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، هغې ځان له عمومي ژوند څخه ګوښه کړ او د کینسینګتون په ماڼې کې یې چې دا هلته په ۹۱ کلني کې مړه شوه  یو شمېر عامه دندې په غاړه واخیستې.

د ژوند لومړي وختونه

لویس د کال ۱۸۴۸ د مارچ د میاشتې په ۱۸ په لندن کې د بوکینګهام ماڼۍ کې وزېږېدله.  هغه د ملکې ویکتوریا او د سیکس کوبرګ ان او ګوتا شهزاده البرت شپږم ماشوم او څلورمه لور وه. دهغې زېږون د هغو اوښتونونو سره برابر و چې ټوله اروپا یې ونیوله او د دې لامل شو چې ملکه ووایي چې (( لویز به یو عجیب اوغریب شی وي)). د لویس د زېږون په مهال ملکې ته دزېږون دردونه هغه لومړني و چې د کلوروفورم ( یوډول دوا ده چې که بوی شي د بېهوښۍ لامل ګرځي) په واسطه یې تسکېن وشو.

البرت او ویکتوریا د هغې لپاره د لویس کلرولین البرتا نومونه خوښ کړل. هغهې ته د کال ۱۸۴۸ د مې د میاشتې په ۱۳د بکینګهام د ماڼي په خصوصي کلیسا کې د کتنبرې د ستر اسقف جان برد سمنر له خوا د تعمید غسل ورکړل شو. که څه هم هغه د تعمید د مراسمو په مهال لویسا په نامه  ونومول شوه خو په خپل ژوند کې دهغې نوم بدلون ونه موند او د لویس په نامه یادېده. د هغه تعمیدي مور او پلار د مېکلېنبرګ سچورېن  څخه دک ګستیو( د پلار له خوا لا مشر کاکا چې دهغه  په نمایندګۍ  شهزاده البرت ودرېد) او دچېس سېکس مینینجن ( چې دهغې په استاذولۍ مشره عمه ملکه ادیلېد ودرېده ) او هېرېدیتري  د مېکلینبرګه سترېلیتز څخه مشره دچس وه ( چې دلویس د عمه لور وه  اولرې شوه او په ځای یې د کمبرېج دچس د استاذې په توګه ودرېده ). د مراسمو په مهال، دچیس اف ګلوسېستور، د دریم جورج له ماشومانو څخه و او دي لاژونذی و، هېره کړه چې هغه چېرته ده، هغه ناببره د عشایرو په منځ کې ولاړه شوه او د ملکې په پښه په زنګانه شوه چې د ملکې د ډېرې غصې لامل شوه.

د هغې د خپلوانو په شان، لویس د زده کړې له سخت ګېره پروګرام لاندې چې  هغه د پلار شهزاده البرت او دهغه د ملګري او اعتماد وړ شخص بارون ستاکمر له خوا طرح کېده وروزل شوه. ځوانو ماشومانو ته به عملې ودندې لکه پخلی، د فارم کارونه، د کور کارونه او نجاري ورښودل کېدې.  دژوند له لومړیو وختونو څخه لویس یو هوښیار او زکي ماشوم و، او دهغې هنرې زکاوت ډیر ژر وپېژندل شو. د هغه سفر په لړ کې چې لویس په کال ۱۸۶۳ کې اوبرون هاوس ( دا په انګلند کې د شاهي کورنۍ پخوانی هستوګنځای و)، هلم تینیسون د شاعر الفرېد لورد تینیسون زوي نظر ورکړ چې (( لویس ښه رسامې کولای شي)). دا چې هغه د شاهي کورنۍ درجې څښتنه وه نو یو هنرې مسلک هومره د پام وړنه و. له دې سره ملکې په پیل کې  هغې ته اجازه ورکړه چې د مجسمه جوړوونکې ماري تورنیکرات تر سرپرستۍ لاندې د هنر مکتب ته لاړه شي. ملکې په کال ۱۸۶۳ کې هغې ته اجازه ورکړه چې د هنرونو روزنیز ملي مکتب کې چې اوس د هنرونو شاهي کالج نومېږي زده کړه وکړي. هغه یوه استعداد لرونکې نڅاګره هم شوه ملکې ویکتوریا د لویس له یوې نڅا څخه وروسته ولیکل (( هغې د نور خویندو په پرتله له تورو سره په ډیر دقت او استعداد سره ونڅل)). د هغې تعقل او زکاوت هغه په پلار ګرانه کړه او د کنجکاوه طبیعیت د دې لامل شو چې هغې ته د کورنۍ د غړو له خوا د (( ولې وړوکې مېرمن )) لقب ورکړل شو. 

سکرتره

د لویس پلار البرت په کال ۱۸۶۱ کې د دسمبر په ۱۴ په ویندسور کې مړ شو. ملکه په زړه ماته شوه او خپلې کورنۍ ته یې امر وکړ چې له ویندسور څخه آیسل آف ویت کې د اوبورن کور ته ولېږدېږي. د شهزاده له مرګ سره د شاهي دربار فضا ډیره تیاره او وحشتناکه شوه، ساتېرۍ پیکه او خسته کوونکې شوې. لویس ډېر ژر د خپلې مور د دوامداره ماتم نيونې څخه ناراضه شوه. په کال ۱۸۶۵ کې د هغې د زوکړې د اوه لسمې کلیزې د لمانځلو لپاره هغې غوښتنه وکړه چې د دیبیتنت د نڅا لپاره د نڅا سالون پرانستل شي، هغه نڅا چې د شهزاده البرت د مړينې راهيسې نه وه تر سره شوې. د هغې غوښتنه رد شوه او په معین وخت کې له مختلفو شاهې هستوګنځیو تر منځ د عادي سفرونو په وړاندې د لویس بې حوصله توب د هغې مور په غصه کوله او هغه یې بې احتیاطه او جدل کوونکې بلله. 

ملکې ځان د البرت له خوا د ماشومانو د روزنې د برنامې په جدې دوام سره ځان هوسا کړی و. شهزادګۍ الایس له شهزاده لویس سره  د کال ۱۸۶۲ د جولای په ۱ په اوسبورن کې چې د هېس راتلونکی دک واده وکړ . په کال ۱۸۶۳ کې د ویلز شهزاده ادوارد د دنمارک له شهزادګۍ الېکساندرې سره واد وکړ. ملکې ویکتوریا دا یو عرف جوړ کړ چې د هغې مشره نا واده شوې لور یې باید د هغې غیر رسمي سکرتره وي، داهغه موقف و چې لویس په کال ۱۸۶۶ د هغې مشرې خور هیلینا له واده وروسته  که څه هم ملکه اندېښمنه وه چې هغه بې احتیاطه ده تر لاسه کړ.

که څه هم لویس ثابته کړه چې هغې دنده په ښه توګه سر ته رسوله : ویکتوریا ولیکل: هغې (( او چا څو کاله فکر کاوه چې هغه یوه هوښیاره نجلی ده چې قوی کرکتر لري، ځان غوښتونکې نه ده اومهربانه ده)).  

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

احمد شاه درانیمتالورژيThalliumخېبر پښتونخوازنک (جست/کوټ)د نړۍ نفوسدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)اوبړۍد فلم تاريخحیاتي کیمیاعضوي مادههیوادسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟د لمانځه وختونهمیوهد وینې لوړ فشارمحمد موسى شفيقزده کړهعمر بن خطابد ډيورنډ کرښهخالد بن ولیدزکاتډاکتر کبير ستوریشکرې ناروغيهډوکید رواندا فرانکزړهبټي کوټ ولسوالۍسوېلي امريکاغوږنورزيد غواگانو روزنهآی اېس او ۳۱۶۶-۱موسی قلعهد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېد انګستان درېیم ویلیامد هوا ککړتياون کواینتقواد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهد بدر غزاجنسي ځورونهخيميراناباسين يوسفزیمنرالونه2012پاميرمريم نوازسردار محمد داود خانامير امان الله خاند ډبرو د سکرو کان کیندنهد افغانستان سيندونهد افغانستان وزارتونهچټک پیغام سیسټمRheniumد واده شپهاوټ(جودر)ساراتوفکابل بانکګرجستانپښتو ټولنهشاتو مچیروندي ژبهاکسايدتودوخه بدلونکیوزه🡆 More