لېخ والېسا په پولنډۍ ژبه : Lech Wałęsa يو پولنډی سیاستوال ، د کارگرانو د اتحاديې مشر ، او د وگړو د حقوقو مخکښ مبارز پاتې شوی .
دﺉ د سپټمبر په ۲۹ د ۱۹۴۳ز کال کې په پوپووو ښارگوټي ، پولینډ هېواد کې وزېږېد . يو مخکښه مبارز مشر ، د سوليډارنوشېچ د خوځښت بنسټگر ، او د پخواني کمونيستي متحده روسيې څخه د خلاسون ادارې لومړنيو انديالانو کې شمېرل کېږي. همدارنگه ېې د وگړنيو حقوقو د پام ساتلو په لړ کې د سولې نوبل جايزه د ناروې د پلازمېنې اوسلو څخه په کال ۱۹۸۳ ز کې ترلاسه کړېده . دی له ۱۹۹۰ ـ ۱۹۹۵ ز کال پورې د پولینډ لومړنی ولسمشر پاتې شوی .
لېخ والېسا د پولېنډ په يوې بزگرې کورنۍ کې د پوپو وو په ښارگوټي کې زېږېدلی دی. دده کورنۍ يوه غریبه کاتوليکه مخینه لري . وروسته له هغه چې دده پلار او مور دواړه مړه شوه نو دی د پوپو وو له کلي د گدانسک ښار په لور روان شو . همدارنگه کله چې د گدانسک په ښار کې د کشتۍ په يوې کارخانې کې ېې کار پیل کړ نو د څه مودې وروسته د کارگرانو د اتحاديې مشر او بیا مبارز شو.ده په پولینډ د لومړي ځل لپاره د کمونستي متحدې روسيې څخه خپل د هېواد د خپلواکۍ لپاره غږ پورته کړ .د پولینډ په سیاسي ډگر کې دی يو قاطع ، ژمن سیاسي مشر گڼل شوی .
لکه څنگه چې دی د غريبې کورنۍ يو غړی و ، ده خپلې لوړې زده کړې ندي ترسره کړي . لومړنۍ زده کړې ېې د خپل کلي په کتوليک کلیسا کې ترسره کړي بیا وروسته ېې منځنۍ زده کړې د کسبي ښوونځۍ په برقي څانگه کې ترسره کړې . د کور د کمزورې وټې له کبله ېې گټې پسې لستوڼي بډ وهل او په کال ۱۹۶۱ ز ـ ۱۹۶۵ کې ېې د موټرو مستري په حیث کار پیل کړ .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article لېخ والېسا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.