صدام حسین عبدالمجید التکریتي د ۱۹۳۷ ز کال د اپرېل میاشتې په ۲۸ مه زېږېدلی او د ۲۰۰۶ ز کال د دسمبر په ۳۰ مه وفات شوی دی.
یو عراقي سیاستوال و چې د ۱۹۷۹ز کال د جولای له ۱۶ مې څخه د ۲۰۰۳ ز کال د اپرېل تر نهمې نېټې پورې يې د عراق د پنځم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د عرب سوسیالست بعث انقلابي ګوند یو مخکښ غړی و او وروسته په بغداد کې د مېشت بعث ګوند- چې د عرب نشنلیزم(ملت پالنې) او عرب سوسیالیزم ترکیب و، ملاتړ کاوه. صدام د ۱۹۶۸ ز کال په کودتا (چې وروسته د جنوري د ۱۷ مې نېټې د انقلاب په نامه یاد شو) کې د پام وړ رول ولوباوه. هغه په عراق کې یاد ګوند واک ته ورساوه. صدام د ناروغ جنرال احمد حسن البکر د ولسمشرۍ پرمهال، د مرستیال ولسمشر په توګه، په داسې حال کې چې ډېرو ډلو د دولت د نسکورولو توان درلود، امنیتي ځواکونه رامنځته کړل، چې له لارې يې د دولت او وسله والو ځواکونو تر منځ نښتې په کلکه کنترول کړې. د ۱۹۷۰ز لسیزې په لومړیو کې، صدام د عراق د تېلو شرکت او خپلواک بانکونه ملي کړل او په پایله کې بانکي سیستم د انفلاسیون او ناسمو پورونو له امله مفلس پاتې شو. د ۱۹۷۰ لسیزې په بهیر کې، صدام د حکومت په جوړښت کې خپل واک ټینګ کړ، داسې چې د تېلو پیسو د عراق د اقتصاد په وده کې مرسته وکړه. د واک درېځونه، تر ډېره سني عربو ډک کړي وو، یو اقلیت چې د ټول نفوس یوازې پنځه سلنه برخه یې جوړوله. صدام په رسمي ډول په ۱۹۷۹ ز کال کې واک تر لاسه کړ، که څه هم تر دې مخکې، هغه د څو کلونو لپاره په عملي توګه د عراق مشر و. هغه د دولت تر نسکورولو وروسته، په ترتیب سره د دولت د نسکورولو په هڅه کې يا د خپلواکۍ په لټه کې څو غورځنګونه په ځانګړي ډول کوردي او شیعه غورځنګونه وځپل، هغه د عراق - ایران جګړې او د خلیج جګړې په بهیر کې واک وساته. هغه یوه ظالمانه دیکتاتوري چلوله چې په سخت ډول د انساني حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله بدنام و. د نسل وژنې او بېلابېلو پاکولو له لارې د هغه د دولت د پولیسو له خوا د ټول وژل شویو عراقیانو شمېر په محافظه کار ډول ۲۵۰۰۰۰ کسان اټکل کېږي. پر کویټ او ايران د هغه بریدونو، سلګونه زره نور کسان ووژل. په ۲۰۰۳ ز کال کې د متحده ایالاتو په مشرۍ یو ائتلاف د صدام د نسکورولو لپاره پر عراق برید وکړ. د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش (George W. Bush) او د بریتانیا لومړي وزیر ټوني بېلر (Tony Blair) په تېروتنې سره عراق د ټول وژنې د وسلو د لرلو او له القاعده شبکې سره د اړیکو په لرلو تورن کړ. د صدام د بعث ګوند منحل شو او په هېواد کې لومړۍ ديموکراتیکې ټاکنې ترسره شوې. د ۲۰۰۳ ز کال د ډېسمبر په ۱۳ مه د هغه تر نیولو وروسته، د عراق په لنډمهاله دولت کې د صدام حسین محکمه دایره شوه. د ۲۰۰۶ ز کال د نومبر په پنځمه، صدام د محکمې له خوا په ۱۹۸۲ ز کال کې د ۱۴۸عراقي شیعه وګړو په قتل او د بشریت ضد جنایاتو په تور مجرم وبلل شو او په اعدام محکوم شو. هغه د ۲۰۰۶ ز کال د ډېسمبر په ۳۰ مه نېټه اعدام شو. لومړنی ژوندد صدام پلار او ورور د هغه له زېږېدلو څخه مخکې، د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي وو. دغو مړینو د صدام مور سبحا طلفه المسلات داسې خپه کړه، چې غوښتل یې د امیندوارۍ په سقط(لرې کولو) او ځان وژنې لاس پورې کړي. کله چې د هغې زوی نړۍ ته راغی ،سبحا له هغه سره څه کار نه درلود او صدام د خپل تره له خوا کور ته راوړل شو. د هغه مور بیاځلي واده وکړ او له دغه واده څخه صدام درې ناسکه وروڼه ترلاسه کړل. د هغه ناسکه پلار ابراهیم الحسن، د هغه تر راګرځېدو وروسته له صدام سره تند چلند وکړ او د سي ای اې /CIA ( د مرکزي استخباراتو اداره) له خوا د رامنځته شویو ارواپوهنیزو ځانګړنو پر بنسټ ځینې وختونه، هغه د ويښولو پر مهال په منظم ډول له وهلو ټکولو سره مخامخ و. شاوخوا په لس کلنۍ کې صدام له کور څخه وتښتېده او په بغداد کې خپل تره خیرالله طلفاح ته چې د صدام په پلرني شخصیت بدل شو، وروګرځېده. د صدام د راتلونکې مېرمنې پلار طلفاح یو سني مذهبی مسلمان او په ۱۹۴۱ ز کال کې د عراقي ملي پالانو او انګلیس تر منځ د انګلو-عراقي جګړې یو تجربه کار ديپلومات و، چې په سیمه کې د یوه لوی استعماري ځواک په توګه پاتې شو. طلفاح وروسته د صدام د واکمنۍ پر مهال د بغداد ښاروال شو، تر هغه چې د نوموړي بدنام فساد صدام مجبور کړ چې له خپل موقف څخه يې لرې کړي. د هغه د ژوند په وروستیو کې، د هغه له ټاټوبي تېکرېت څخه، د هغه خپلوان د هغه نږدې سلاکاران او ملاتړي شول. هغه د خپل تره له لارښوونې سره سم د ملي پالانو په عالي لېسه کې په بغداد کې زدهکړې وکړې. صدام تر ثانویه ښوونځي وروسته په یوه عراقي حقوقي ښوونځي کې د درېیو کلونو لپاره زدهکړې وکړې، په ۱۹۵۷ز کال کې یې، د شل کلنۍ په عمر زدهکړې پرېښوې او له پان عرب بعث انقلابي ګوند سره چې تره یې ملاتړی و، یو ځای شو. د دې وخت په بهیر کې، صدام ظاهراً له خپل ځان څخه د ثانویه ښوونځي د ښوونکي په توګه ملاتړ وکړ. د بعث اېډیالوژۍ له سوریې څخه سرچینه اخیستې وه او هغه مهال يې په سوریه کې ګڼ شمېر پلویان لرل، خو په ۱۹۵۵ز کال کې په عراق کې د بعث ګوند غړي له ۳۰۰ کسانو څخه لږ وو او باور دا و، چې په عراق کې د مېشتو نورو مليپاله ګوندونو پر خلاف له دې ګوند سره د صدام د یو ځای کېدلو اصلي لامل، د هغه د تره له خوا د احمد حسن البکر او نورو بعثي مشرانو سره د هغه کورنۍ اړیکه وه. انقلابي جذبه د منځني ختيځ او عراق په دوران کې یوه ځانګړنه وه. په عراق کې پرمختګپالو او سوسیالیستانو پر دودیزو سیاسي اشرافو (د استعمار د دورې بیروکراتان او د ځمکې خاوندان، شتمن سوداګر او قومي مشران او سلطنت غوښتونکي) برید وکړ. پر دې سربېره، په مصر کې د جمال ناصر د پان عرب ملتپالنې د صدام په څېر پر بعثي ځوانانو اغېزه وکړه. د ناصر راپورته کېدلو په ټول منځي ختیځ کې د انقلابونو څپه خوره کړه، چې د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې ز لسیزې تر منځ یې، د عراق، مصر او لیبیا پاچهۍ نسکورې کړې. ناصر په ۱۹۵۶ ز کال کې د سوئز کړکېچ په بهر کې له بریتانیې او فرانسې سره د جګړې له لارې د مصر په مدرن کولو او له سیاسي پلوه د عربي نړۍ له یووالي سره په ټول منځني ختيځ کې د ملت پالو الهام بښونکی شو. ویل کېږي چې، د هغه خسر خیرالله طلفاح د عراق د ۱۹۴۱ ز کال په کودتا کې له لویې بریتانیا سره په جګړه کې او د عراق او انګلیس په جګړه کې ،د هغه د رول له امله پنځه کاله په زندان کې تېر کړي او په غالب ګمان یې، د خپلو کارونو په اړه ځوان حسین ته ځینې کیسې او لاښوونې کولې. له بعث ګوند سره د صدام تر یو ځای کېدلو یو کال وروسته، په ۱۹۵۸ ز کال کې د جنرال عبدالکریم قاسم په مشرۍ د پوځ افسرانو د جولای د ۱۴مې په انقلاب کې د عراق دویم فیصل نسکور کړ.
|
This article uses material from the Wikipedia پښتو article صدام حسین, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.