رومي بانجان یا سور بانجان (په لاتین: Solanum lycopersicum) د څو کلن یو زهرلرونکي بوټي دي چی د Solanaceae په کورنۍ اود Solanum په چینس پورې آره لري.په اوس وخت کی دغه بوټي د نړی په بېلا بېلو سیمو کی کرل کېږي.
عمومي معلومات | |
---|---|
د تاکسون حدود | |
کارول |
جایزې |
|
---|
رومي بانجان په مېکزيک کی د آزټېکيانو لخوا کرل شوي وو. آزټېکيانو رومي بانجان ته ټوماټ ویلی چی په پښتو کی دایروي مېوه معني لري. په ۱۶ پېړی کی اسپانیانو رومي بانجان اروپا ته راوړل. په دی وخت کی رومي بانجانونه ایټاليا ته هم پراج شول. په اوس وخت کی رومي بانچان د جنوبي اروپا په خواړه پېژوندوى کی مهم رول لوبوي.
رومي بانجان څو کلن بوټي دي چی معمولا د یو کلن بوټي په توگه کرل کېږي. ټول بوټي پرته له تازو مېوو نه زهرجن دي او د سولانين گلیکوالقالوید مختوي لري. نوموړی بوتي برته له سولانين نه یوشمیرویتامینونه لکه C, B , بېټاکاروټین او لیکوپېن لری.
ایکولوژیکي اړتیاوې: ∙ رومي بانجان ګرمې هوا ته ضرورت لري، په دې مانا چې د ورځې له مخې له °20 تر °25 سانتي ګریډ درجه حرارت او له 15 °څخه تر °17 سانتي ګریډ تودوخه د شپې پرمهال باید وي. د سړې هوا پر وړاندې حساس دي او له °15 درجو څخه لږ حرارت کې یې ګل کول دریږي او له 10 ° درجو څخه لږ حرارت کې یې وده هم دریږي. د وچوبي په مقابل کې هم ناتوان دي.
∙ رومي بانجان دخاورې په مختلفو ډولونو کې کرل کیدای شي، هغه خاورې چې زیات ژوروالی ولري، په نیمایي ډول ریګي )لومي( او ښه نم ایستل شوې خاوره چې لوړو عضوي مواد، او له ۵ څخه تر ۵،۷پي اچ ولري.
∙ رومي بانجان له کچالو، توربانجان اویادسولوناسي )Solanaceae ) کورنۍ له ډولونو څخه وروسته ونه کرل شي. او باید له غلو، شوتلو او باقالتو څخه وروسته وکرل شي. ∙ رومي بانجان دې له جوارو، لوبیا او وریجو څخه مخکې وکرل شي.
∙ په شنو خونو او ترینچونو کې چې دپلاستیک په واسطه پوښل شوی وي، یا قالبونو، لګنونو، پتنوسونو، ګلدانونو یا هغه لوښو کې چې د کرنې لپاره جوړ شوي دي لومړنۍ کرنه ترسره شي. ۳ ګرامه تخم په یو مترمربع کې کرل کیږي. ∙ نیالۍ باید په کتارونو کې چې له ۹ ، ۰ څخه تر ۴،۱ متره پورې واټن ولري، وکرل شي او د دوو نباتو ترمنځ واټن باید د ۴،۰ څخه تر ۵.۰ مترو پورې کښینول شي.
∙ قولبه)یووه(، د هوارولو سامان، رجه د قطارونو دجوړولو لپاره، خاښۍ، یوم او چارۍ ګانې
∙ له کرلو دمخه له ۴ څخه تر۸ ټنه پورې کمپوست په یو جریب کې یا له ۶ څخه تر ۱۰ ټنه حیواني کمپوست شوې سره دځمکې دتیارولو پرمهال په خاوره کې اضافه شي او یا هغه کیماوي سره دې وکارول شي چې لاندې ترکیبات لري: نایتروجن)N )لرونکې سره: په جریب کې/16Kg ،فاسفورس)P2O5 )لرونکي سره په جریب کې Kg 7 و پتاشیم لرونکې سره )K2O په جریب کې ۲۶ Kg. ∙ د ودی پر مهال دې له ۱۰ څخه تر ۱۲ کیلو ګرامه نایتروجن لرونکې سره کله چې د رومي بانجان میوه د چارمغز په اندازه شي، وکارول شي. ∙ یادونه: هیڅکله هم کیماوي سره په ځوانو نباتاتو یا کله چې نبات لوند وي، مه شیندی ځکه چې د نبات د سوځیدو سبب کیږي.
∙ باید په منظمه توګه اوبول په اونۍ کې یو ځل ترسره شي او یا په ریګ آمیزه خاورو کې درې ځلې په یوه اونۍ کې ترسره شي. په ځانګړي ډول د میوې د نیولو او ګل کولو په مهال اوبول ډیرمهم دي. ∙ لږې اوبه ) د اوبو شیندلو په بڼه ( چې په منظمه توګه ګیاه ته ورکړل شي ښې دي له هغو اوبه کولو چې په یو ځل ګیاه ته ورکړل شي. اوبه کول د سهار په مهال سپارښت کیږي. ∙ لومړنۍ کرنه په پالستیکي تونلونو/شنوخونو کې: هو، وړاندیز کیږي. ∙ په پالستیکې تونلونو کې یا شنو خونو کې کرل : هو، وړاندیز کیږي. کرنه او تکنالوژي
This article uses material from the Wikipedia پښتو article رومي بانجان, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.