روبرټ کوخ

روبرټ کوخ (زوکړه: د ۱۸۴۳ زکال د ډسمبر ۱۱مه – مړینه: د ۱۹۱۰ زکال د مۍ ۲۷مه) جرمنی فیزیک پوه او مایکروبیالوژېست و.

په داسې حال کې چې باکتریا په ۱۸۵۴ زکال کې د فیلیپو پاچیني له خوا کشف شوه خو کوخ «دغې نظریې ته پراختیا ورکړه چې باکتریاګانې د جلا نوعو په توګه شتون لري او هره یوه یې ځانته ځانګړی کلنیکي سنډروم رامنځته کوي. سربېره پر دې یې دغه دود ګمان بې اعتباره کړ چې باکتریاګانې د بېلابېلو مورفولوژي ګانو په خوا کې له یو ډول نوعو سرچینه اخلي». نوموړی د سل، کولرا او انټرکس ناروغیو په ګډون د یو شمېر ځانګړو وژونکو عفونتي ناروغیو د عواملو په کشف سره د معاصرې باکتریا پوهنې له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي. په دې توګه نوموړی (د لویي پاستور په خوا کې) د مایکروبیولوژي پلار او سربېره پر دې د طبي باکتریالوژي پلار ګڼل کېږي. په ۱۸۷۶ زکال کې د نوموړي له خوا د انټرکس (تور ټپ) د باکتریا کشف د معاصرې باکتریا پوهنې د زیږون په توګه په پام کې نیول کېږي. کوخ له خپلو کشفیاتو څخه په ګټنې هڅه وکړه څو ثابته کړي چې میکروبونه «کولای شي ځانګړې ناروغۍ رامنځته کړي» او د ناروغیو اړوند د میکروبونو د نظریې لپاره یې په مستقیمه بڼه شواهد وړاندې کړل چې په دې سره یې د عامې روغتیا علمي بنسټ کېښود او د میلیونونو کسانو ژوند یې وژغوره.

کوخ په داسې حال کې چې د یوه شخصي ډاکټر په توګه یې کار کاوه، د مایکروبیولوژي په برخه کې یې ډېری نوښتګرو لارو چارو ته پراختیا ورکړه. نوموړی لومړنی کس و چې په مایکروسکوپي معایناتو کې یې په غوړو کې له غوټه کېدونی لینز، کندانسر او مایکروفوټوګرافۍ څخه کار واخیست. له شیشه یي او اګار لوښو څخه په ګټنې سره د باکتریاوو د کرنې اړوند د کړنلارې په اختراع (وروسته د دغې چارې لپاره پټري لوښی جوړ شو چې د هغه همکار ژولیوس ریچارډ پټري جوړ کړ) نوموړی لومړنی کس و چې باکتریاوو ته یې په لابراتوار کې وده ورکړه. د هغه له چارو څخه د ستاینې په موخه نوموړی په ۱۸۸۰ زکال کې د سترواکۍ د روغتیا په ادارې کې دولتي سلاکار وټاکل شو او په ۱۸۸۲ زکال کې یې د دغې ادارې اجرایوي څوکۍ ترلاسه کړه، همدارنګه په ۱۸۸۵ زکال کې د برلین پوهنتون د طب پوهنځي مشر او ښوونکی او په ۱۸۹۱ زکال کې د پروس د سلطنتي انستیتیوت مشر وټاکل شو (د دغه انستیتیوت نوم د ده له مړینې وروسته د رابرټ کوخ په انستیتیوت واوښت).

هغه کړنلار چې کوخ د باکتریا پوهنې په برخه کې ترې ګټنه وکړه لامل وګرځېده چې د کوخ د فرضیاتو په نامه طبي مفهوم او د ځانګړو ناروغیو سره د رنځ زیږونکو (پاتوژن) د اړیکې ټاکلو په موخه څلور عام شوي اصول رامنځته شي. له پورته یاد شوي مفهوم څخه اوس مهال په ډېری ځایونو کې ګټنه کېږي او د برادرفورډ د معیارونو په څېر یې د وبا پوهنې په راتلونکو اصولو اغېز کړی. کوخ توبرکولین د سل ناروغۍ د درملو په توګه کشف کړل او هغه مهال د دغو درملو نه اغېزمنتیا ثابته شوه، خو د هغه له مړینې وروسته د سل د ناروغۍ د درملنې په موخه د دغو درملو پراختیا پام وړ بحث او جنجال راوپاروه. نوموړي د سل ناروغۍ اړوند خپلو څېړنو له امله په ۱۹۰۵ زکال کې د فیزیولوژي یا طبابت په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغه ورځ چې نوموړي په کې د سل ناروغۍ د باکتریا د کشف اعلان وکړ، د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا له ۱۹۸۲ زکال وروسته د «سل ناروغۍ د نړیوالې ورځې» په نوم ونومول شوه.

لومړنی ژوند او زده کړې

کوخ د ۱۸۴۳ زکال د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د جرمني په کلاوسټال ښار کې د هرمان کوخ (۱۸۱۴ – ۱۸۷۷ زکال) او ماتلیدا جولیا هینریټ (کورنی نوم بیونډ؛ ۱۸۱۸ – ۱۸۷۱ زکال) په کورنۍ کې وزیږېد. د هغه پلار د کانونو ویستلو په برخه کې انجینر و. دی د خپلو دیارلسو خویندو او وروڼو په کتار کې دریم ماشوم و. کوخ له ډېر لږ عمر څخه په زده کړو کې مخکښ و. په ۱۸۴۸ زکال کې ښوونځي ته له تګ وړاندې هغه له ځانه سره لیک لوست زده کړی و. نوموړي په ۱۸۶۲ زکال کې منځنۍ زده کړې بشپړې کړې چې په ساینس او ریاضیاتو کې له نورو مضامینو څخه ډېر تکړه و.

کوخ په ۱۸۶۲ زکال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر د طبیعي علومو په برخه کې د زده کړو په موخه ګوتینګن پوهنتون ته ولاړ. هغه هلته د ریاضیاتو، فیزیک او بوټو پوهنې زده کړې ته مخه کړه. نوموړی د همدغه پوهنتون د پتالوژیکي موزیم د همکار په توګه وګمارل شو. له دریو تحصیلي سمسترونو وروسته نوموړي هوډ وکړ چې د زده کړو څانګې ته بدلون ورکړی او طبابت پیل کړي ځکه چې هیله یې لرله ډاکټر شي. د طب په پوهنځي کې د پنځم سمستر د زده کړو پر مهال اناتومېست ژاکوب هنیل چې په ۱۸۴۰ زکال کې یې د سرایت نظریه خپره کړې وه، ترې وه یې غوښتل څو له هغه سره د رحم د عصبي جوړښت اړوند څېړنیزه پروژه کې ونډه واخلي. دغه څېړنه هغه ته د څېړنو په برخه کې د پوهنتون د جایزې د ګټلو لامل وګرځېده او همدارنګه یې لار برابره کړه چې د لنډې مودې لپاره په هغه مهال کې د جرمني د تر ټولو مشهور ډاکټر روډولف ویرچو تر نظر لاندې زده کړې وکړي. د زده کړو په شپږم سمستر کې کوخ په فزیولوژیکي انستیتیوت کې په څېړنه پیل وکړ، چېرې چې نوموړي د سوکسینیک اسید ترشح کېدنه مطالعه کوله، د سیګنال ورکولو هغه مالیکول چې په مایتوکندریايي میتابولېزم کې هم ونډه لري. دغې چارې بالاخره د هغه د زده کړو پای لیک هم جوړ کړ. نوموړی د ۱۸۶۶ زکال په جنوري میاشت کې له طب پوهنځي څخه فارغ او د لومړۍ درجې فراغت ویاړ یې ترلاسه کړ.

حرفوي ژوند

کوخ په ۱۸۶۶ زکال کې له فراغت وروسته د لنډ مهال لپاره د هامبورګ په عامه روغتون کې د مرستیال ډاکټر په توګه دنده ترسره کړه. د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې نوموړی هانوفر ته څېرمه په لنګهاګن کې د لیونیانو روغتون ته د داخلې د ډاکټر په توګه تبدیل شو. په ۱۸۶۸ زکال کې له دې ځایه نیمګک او بیا په ۱۸۶۹ زکال کې راکویتز ته ولاړ. هغه مهال چې په ۱۸۷۰ زکال کې د فرانسې او پروس جګړه پیل شوه؛ نوموړي په ۱۸۷۱ زکال کې د جرمني په ځواکونو کې د داوطلبه جراح په توګه نوم ثبت کړ څو له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي. کوخ یو کال وروسته له دغې دندې څخه مرخص شو او د پروس د پوزن ایالت په وولشټاین (اوس مهال د پولنډ وولشټاین) کې د دغې سیمې د ډاکټر په توګه وټاکل شو. له دې امله چې د هغه کورنۍ دلته استوګنه وه، مېرمنې یې ورته د زیږون د ورځې په ډالۍ کې یو مایکروسکوپ ورکړ. د دغه مایکروسکوپ پر مټ هغه یو خصوصي لابراتوار جوړ کړ او د مایکروبیولوژي په برخه کې یې چارې پیل کړې.

کوخ د خپلې معاینه خونې سره څنګ ته لابراتوار کې په مایکرو ارګانېزمونو باندې کار پیل کړ. په دغه لابراتوار کې د هغه لومړنیو څېړنو د مایکروبیولوژي په برخه کې یوه لویه مرسته له ځانه سره لرله، هغه هم دا چې هغه دلته د باکتریاګانو د ودې تخنیک ته پراختیا ورکړه. سربېره پر دې هغه بریالی شو چې په یوه خالصه لابراتواري کرنه کې انتخابي رنځ زیږونکی جلا او هغو ته وده ورکړي. د هغه له خوا د انټرکس باسیلیوس (وروسته یې نوم باسلیوس انټراسیس) کشف د برسلاو پوهنتون (اوس مهال د ورسلاو پوهنتون) ښوونکی فردیناند ژولیوس کوهن تر شدید اغېز لاندې راووړ او له کوخ سره یې مرسته وکړه چې هغه خپل دغه کشف په ۱۸۷۶ زکال کې خپور کړي. کوهن دغه مهال د بوټو د فیزیولوژي انستیتیوت تاسیس کړی و او کوخ ته یې بلنه ورکړه چې دغه نوې کشف کړې باکتریا په ۱۸۷۷ زکال کې دلته نندارې ته وړاندې کړي. کوخ په ۱۸۷۹ زکال کې د برسلاو د سیمې د ډاکټر په توګه تبدیل شو. یو کال وروسته د سترواکۍ د عامې روغتیا په اداره کې دولتي سلاکار وګمارل شو او له همدې امله برلین ته ولاړ، چېرې چې نوموړي له ۱۸۸۰ زکال څخه تر ۱۸۸۵ زکال پورې کار وکړ. وروسته له هغه چې نوموړي د سل ناروغۍ باکتریا کشف کړه نوموړي د ۱۸۸۲ زکال په جون میاشت کې په دغه اداره کې لوړپوړې اجرایوي څوکۍ ترلاسه کړه.

په ۱۸۸۵ زکال کې کوخ د برلین له پوهنتون څخه د ریاست او ښوونکي توب دوه وړاندیزونه ترلاسه کړل. نوموړی د دغه پوهنتون د طب پوهنځي رئیس او د عامې روغتیا د برخې ښوونکی شو. کوخ په ۱۸۹۱ زکال کې له تدریس څخه لاس واخیست او د عفونتي ناروغیو په برخه کې د پروس د سلطنتي انستیتیوت (اوس مهال د رابرت کوخ انستیتیوت) مشر شو چې د کلنیکي څېړنو ځانګړې برخه یې لرله. د دغې چارې لپاره هغه پر ځان ستونزمن شرایط ومنل. د پروس د عامې روغتیا وزارت په ۱۸۹۰ زکال کې د توبرکولین درملو اړوند د رسوايي پر مهال چې کوخ هغه د سل ناروغۍ د درملنې په موخه کشف کړي و څرګنده یې کړه چې د کوخ هره اختراع له کوم قید او شرط پرته دولت ته اړوندېږي او هغه ته به کوم حق ورنکړل شي. په دې سره کوخ د خپلې دغې اختراع د ثبتولو حق له لاسه ورکړ. نوموړي په ۱۹۰۶ زکال کې ختیځې افریقا ته کډه وکړه څو د تریپانوزومیازیس (د خوب ناروغي) اړوند څېړنه وکړي. هلته یې د بوګلا څېړنیز کمپ پرانیست چې هره ورځ به په کې ۱۰۰۰ تنه د اتوکسیل ازمایښتي درملو پر مټ تداوي کېدل.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

زکاتمسکو ولايتلومړی مخقرآن کریمروندي ژبهجو بایډنوزهکټرينا کیفجودی لین اوکیفمېډياويکيد انګليستان اقتصادي تاريخدرېیمه نړۍله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلمسکومرکزي بانکامير حمزه شينواریدعناصرو دوراني جدولپښتو ويکيپېډياپاړسي ژبهچاریکارنثرتوېرد ښځې تناسلي آلهبيولوژيانټرنېټسیال په سیال (شبکه)د لویې بریتانیا لومړی جورجمحمد موسى شفيقسیمهعبدالحميد محتاط5 نومبرد ویکیپېډیا لړليکد ډيورنډ کرښهابو حنيفه (امام اعظم)دوچکالۍ په وړاندې تدابیرسلطان سلاح الدين ايوبي څوک وو؟قزاقستانويکيسفربوټپوهنهسلووانياSiliconد ډونالډ ټرامپ د استیضاح دویمه محکمهپاکستاني طالباناهل سنت او جماعتد اقليمي بدلون اغېزېاوټ(جودر)مومندسردار محمد يحيا خانzutsuیوهانس ورمیرمیوهانډرايد (د عامل سيستم)شیريدېوناگريلونگد امپراطوریو هدیرهملارياافغانستان ته د اسلام راتگاپلاتونتایوانپښتو ټولنهکمول (مارغه)ويکيپېډياتايرايډ غدهعمر بن خطابد انسان بدند اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېد نزول لاملونه(قرآن)د کابل کندهار لویه لارانا بورکوسکااکسايدجنرال عبدالرازقبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)🡆 More