اېټاليا سوسيال جمهوريت

د ايټالیا سوسيال جمهوریت ( په ايټالوي ژبه کې ريپبلیکا سوسسیل ایټا لینا Repubblica Sociale Italiana) چې د ۱۹۴۳ زېږدیز کال د دسمبر له مېاشتې دمخه د ايټا لیا د ملي جمهوري دولت په نامه خوډېری وخت د سالو Salò (په ايټالوي ژبه کې ريپبلیکا دي سالو Repubblica di Salò ) د جمهوریت په نامه یادېده، دجرمني یو لاسپوڅی دولت وه چې په محدوده  کچه په رسميت پېژندل شوی وه او د دویمې نړېوالې جګړې په وروستۍو کې رامنځ ته شو او د ۱۹۴۳ زېږديزکال د سپتمبر د جرمني له خوا د ايټالیا داشغال څخه د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د مې ترمېاشتې په ايټاليا  کې د جرمنې ځواکونو تر تسلیمېدو پورې یې دوام وکړ.

دجرمني له خوا د دې هېواد اشغال د جرمني او د ايټاليا سوسيال جمهوریت په وړاندې پراخ ملي مقاومت وهڅاوه او د کورنۍ جګړې لامل شو.   

د ايټاليا سوسيال جمهوریت د ايټالیا د هغه فاشيستي دولت  دویمه او وروستۍ بڼه وه چې مشري یې بنيتو موسوليني Benito Mussolini او د هغه سلطنتي ضد جمهوري فاشيستي ګوند کوله. نوي جوړ شوي دولت خپله پلازمېنه روم اعلان کړ خو په نارسمي ډول یې په سالو Salò ( یو نارسمي نوم) کې چې بریسيا Brescia ته نژدې د ګاردا په غدیرLake Garda کې یوه ښارګوټي کې پروت دی او د موسوليني اود هغه د بهرنېو چارو وزارت دفترونو ځای وه تمرکز ورکړ. د ايټا ليا سوسيال جمهوریت خپله واکمني د ايټاليا په مرکزې او شمالي برخو ټینګه کړه خو د دې کنترول د پاېښت لپاره یې په پراخه توګه په جرمني ځواکونو تکېه کوله.

د ۱۹۴۳ زېږدیز کال په جولای مياشت کې، له هغه وروسته چې متفقینو ايټالوي ځواکونه له شمالي افريقا واېستل او وروسته یې د دریم ویکتور امانووېل Victor Emmanuel III په ملاتړ په سيسيلي Sicily د فاشیزم په ستره شورا یرغل وکړ، موسولیني ته یې ماته ورکړه او هغه یې ژوندی یې ونیو. نوي حکومت له متفقو زبرځواکونو سره په پټه د سولې خبرې پیل کړې. کله چې دسپتمبر په ۸ د کاسیبا یل Cassibile اوربند اعلان شو نو نازي جرمني چمتو اوپه چټکۍ سره یې لاسوهنه پیل کړه. جرمني ځواکونو د ایټاليا د شمال د نیمایي برخې کنترول ترلاسه ، موسوليني یې خوشې او هغه یې د جرمنې له لورې اشغال شوې سیمې ته راووست ترڅو هلته یو مریی رژيم جوړکړي. د ايټاليا سوسيال جمهوریت د ۱۹۴۳ زيږدیز کال د سپتمبر په ۲۳ اعلان شو. که څه هم د ايټالېا سوسيال جمهوریت د ايټالېا د پنینسولا Italian Peninsula په ډیرې برخې د تسلط دعوه کوله خو د دې دولت تسلط په پراخه کچه یوازې د هېواد ترکمې شوې برخې وغځید. د ايټاليا سوسيال جمهوريت یوازې د محورې قدرتونو او د هغوی دلاسپوڅو دولتونو څخه دپلوماتیکه پیژندنه ترلاسه کړد فنلند او ویچي فرانس   Vichy France  هېوادونو که څه هم د جرمنې په کړۍ کې شامل هېوادونه وه د ايټاليا سوسيال جمهوریت په رسميت ونه پېژانده. د ارجنتاین، پرتګال او هسپانیا سره نارسمې او دسوداګریزو استاذو له لارې له سويس سره  اړيکې ټينګې شوې.  واتيکان سيټی Vatican City هېواد هم د ايټاليا سوسيال جمهوریت په رسميت ونه پېژانده.

د ايټاليا سوسيال جمهوریت د ۱۹۴۵ زيږدیز کال د اپریل په ۲۵ د دې جمهوريت له جوړېدو نولس میاشتې وروسته سقوط شو. دا ورځ په ايټاليا کې د خپلواکۍ د ورځې په نامه نومول شوې ده. په دې ورځ کې په ايټاليا کې د متفقینود وروستې یرغل لپاره دهڅو ترڅنګ د وطنپالانو پاڅون وکولای شو چې جرمنیان له نژدې ټولې ايټالیا څخه وباسي. د اپرېل په ۲۷ ايټالوي وطنپالو موسوليني، دهغه میرمن کلارا پېتاکسي (Clara Petacci)  ، څوتنه وزیران اوفاشیستان چې دتيښتې هڅه یې کوله ونیول. هغوی موسولیني اود موسولیني دمیرمنې (Clara Petacci)  په ګډون ډیری اسیران ووژل. د مې دمياشتې په لومړۍ په ايټاليا کې د جرمنې ځواکونو تر تسلیمۍ ېوه ورځ وروسته، د ايټاليا دفاع وزیر رودولفو ګریزیاني Rodolfo Graziani ټول هغه څه چې د ايټاليا له سوسيال جمهوریت څخه پاتې وه تسلیم کړل.

د پېدایښت قرينه

د فاشيستانو لویې شورا د موسوليني په وړاندې د نه باور رایه ورکړه او د ۱۹۴۰ زيږدیز کال د جون په میاشت کې جګړې ته د ايټاليا د ورګډېدلو په پیل کې د یولړنظامي ماتو لکه د روم بمبارد، دافریقایي مستعمرو له لاسه ورکول او په سیسیلي Sicily او د سويلي ايټالوي پنینسولا Peninsula باندې د متفقینو یرغلونو د موسولیني واک کم کړ.

په سبا یې پاچا دریم ویکتورایمانوېل Victor Emmanuel III موسوليني له دندې ګوښه او د هغه د نیولو امر یې ورکړ او په ځاي یې مارشال پیترو بادوګلیو Marshal Pietro Badoglio د لومړي وزیر په توګه وټاکه. په دې وخت کې سلطنتي حکومت، د فاشیست حکومت یو شمېر غړو او په ټوله کې د ايټاليا خلکو د جګړې لپاره له بې ګټې هڅو چې ايټالیا یې نازې جرمني ته د انقیاد او سرښکته کولو خواته بیوله ستومانه شوي وه. د ناکامه شوې جګړې  لپاره د موسولیني هڅې د هېواد په دننه اوبهر کې د بې پاېښته اتل ( دروم دقېصر لقب هم دی) په توګه شرمېدلی پریښوده. نوي حکومت له متفقو ځواکونو سره پټې خبرې پېل کړې اود ايټالیا  د تسلیمولولپاره یې چمتووالی ونیو. د تسلیمۍ دې خبروکې له بادوګلیو Badoglio څخه له محوري ائتلاف د وتلو ژمنه ترلاسه شوه.   

په داسې حال کې چې جرمنيانو د ایټاليا په سياست کې نوی وضعیت په رسمیت وپیژانده، نو هغوی ايټاليا ته د خپل دفاعي ځواک  د خورا غوره واحدونو استولو له لارې لاسوهنه پیل کړه. د دې لاسوهنې یوه موخه داوه چې دمتفقینو د پرمختګ په مقابل کې مقاومت وشی او بله موخه یې داوه چې د ايټاليا له لورې د وړاندوینې شوې ژمنه ماتیدو په وړاندې مقاومت ترسره شي. په داسې حال کې چې بادوګلیو Badoglio جرمني او محوري ځواکونوپه وړاندې خپلې ژمنې ته دوام ورکاوه، د ايټاليا د حکومت جاسوسان د متفقینو له لوري اشغال شوي سیسیلي Sicily په کاسیبیل Cassibile سیمه کې د اوربند په اړه هوکړه لاسلیکولو لپاره چمتو کیدل چې د سپتمبر په دریمه دا هوکړه وروستۍ شوه.  

د سپتمبر په اتمه بادوګلیو Badoglioله متفقینو سره د ايټالیا له لورې د یوه اوربند اعلان وکړ( که څه هم د دې اوربند نوم دجګړې پریښول وه خو شرایط یې غیرمشروطه تسلیمۍ سره یو شان وه). جرمني فهرر آدولف هتلرFührer Adolf Hitler او د هغه ملګرو چي ډېرپخوا له مذاکراتو خبر وه په چټګۍ سره افدام وکړ او جرمني ځواکونو ته یې د شمالي او مرکزي ايټاليا د نیولو امروکړ. جرمنیانو ايټالوي ځواکونه بې وسلې او د ايټالوي پوځ ټول تجهیزات اووسایل یې ونیول. جرمنیانود فرانسې په جنوب ختیځه سیمه کې د ايټاليا له خوا اشغال شوې سیمه ونیوله اوپه هغه ځای کې میشت ايټالوي پوځیان یې اړ کړل چې هغه سیمه پريږدي. ايټالوي وسله والو ځواکونو ته د جرمنیانو په وړاندې د مقاومت په اړه روښانه امر ورکړل شوی نه وه نو له همدې امله د جرمنيانو د اشغال په وړاندې مقاومت تيت او پرک  او لږ اغېزمن وه. پاچا ویکتور ایمانوېل Victor Emmanuel د جرمنیانو په وړاندې د دریدو هڅه ونه کړه بلکې له خپلوانو سره د ائتلافي ځواکونو کرښو خوندي ځای ته وتښتېد.  

د ايټالیا نوي حکومت موسوليني چې د اسارت په حالت کې وه او د هغه د خلاصون لپاره هره هڅه ناکامیدله له یوه ځای بل ځای ته لیږداوه. له دې سره سره، جرمنیانو هغه د ګران ساسو Gran Sasso د سیمې په کمپو اېپرېتور Campo Imperatoreهوټل کې وموند. د سپتمبر په دولسمه موسولیني د جرمنيانو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې چې د اېس اېس اوبرستربانفهرر اوتو سکورزیني SS-Obersturmbannführer Otto Skorzeny) in له خوا رهبري کیده د ابروزو Abruzzo په غروکې خوشې شو. له خوشې کیدو وروسته باوریا Bavaria ته ولیږدول شو. د هغه خلاصون اودهغه ملاتړ راټولول چې هغه لاتراوسه په ايټالوي خلکو کې درلوده د دې لامل شو چې په جرمني پورې یو پېېلی فاشیست ايټالوي دولت رامنځ ته شي.

بهرنۍ اړیکي

د نازي جرمني له لوري جوړول

د ګران ساسو Gran Sasso په سیمه تریرغل او د موسوليني ترخلاصون درې ورځې وروسته، موسولیني هتلر سره د لیدنې لپاره د هغه مرکزي دفتر ته چې د ختیځې پروسیا په راستنبرګ Rastenburg‍ کې پروت وه ولیږدول شو. په داسې حال کې چې د موسوليني روغتيايي حالت ښه نه وه او غوښتل يې چې تقاعد واخلي هتلر له هغه وغوښتل چې ايټاليا ته لاړ او هلته د جرمني د دفاعي قواوو ترملاتړ لاندې یو فاشیست دولت جوړ کړي. موسوليني د جګړې له مسؤلیتونو نه د ستړیا او د بیا ځلې واک نه غوښتلو له امله د هتلر وړاندیز رد کړ، خوهتلر هغه ته وویل چې بدیله لاره به د جرمني  له لوري یو نظامي مدیریت وي چې له ايټالیې سره به یې چلند د اشغال شوو هیوادونو سره توپیر ونه لري. هتلر همدارنګه د میلان Milan، جینوآ Genoa، توریننلیس Turinunless ښارونو د ورانولو ګواښ هم وکړ. موسولیني مجبور شو چې د هتلر غوښتنې ومني او یو نوی فاشیستي حکومت جوړ کړي.

سرچينې

Tags:

اېټاليا سوسيال جمهوريت د پېدایښت قرينهاېټاليا سوسيال جمهوريت بهرنۍ اړیکياېټاليا سوسيال جمهوريت سرچينېاېټاليا سوسيال جمهوريت

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د بشري منابعو مديريتخيميرانمالېزياسوېلي امريکامايتوکاندريارسمي ژبه5 نومبرپښتانه ټبرونهد انسان بدناوټ(جودر)سره میاشتروغتياملا محمد عمریوکاریوتموسی قلعهد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهدويمه نړېواله جګړهد انګلستان پاچا لومړی ریچاردد زړه حمله (ناروغي)برېښناانور شاه کشميريمصنوعي ځيرکتیاد کتاب نړيواله کره شمېرهاموي خلافتu9ly0تور زېړید باغ بالا ماڼۍغوره ويناوېد اکسيديشن نمبراجارهبوديجهخوشال خان خټکسلووانياحميرا بېگمد انګلستان دویم جېمزويکيپېډياکمول (مارغه)ارواپوهنهبیجنګاقلیم پېژندنهبشپد کمپیوټر ارزښتسردار محمد داود خانپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهمحمد رياض تسنيمچټک پیغام سیسټمناروغيلندنافغانستان ته د اسلام راتگلویه وچهمنرالونهمسکوژوندجنتیکد دوهم ګروپ عناصرډاکتر کبير ستوریبودجهد سوداګرۍ اتحادیهد هیوادونو نوملړاډولف هټلرلعل پاچا ازمونغسلڅارنهد انسان جنسي غوښتنېتاج بېګ ماڼۍهايډروجند انګستان درېیم ویلیامانټرنېټ🡆 More