دومنيکا جمهوريت

دومینیکن چې رسمي نوم یې د دومینیکن جمهوریت دی د هېسپانیولا د ټاپو په ختیځ لور کې د کارایب د سیند په څنگ کې پروت هیواد دی چې پلازمېنه یې د سانتو دومنیگو ښار دی.

ډومينيکن جمهوريت يو هېواد دی چې د هسپانيولا په ټاپو کې موقعيت لري، کوم چې د کرابين سيمې په لويه انټيليس مجمع الجزاير کې پروت دی. دې هېواد د دې ټاپو ختيځ پنځه-اتمې برخې نيولي دي چې له هايتي سره شريکې دي، په دې ډول هسپانيولا د ساينټ مارټين تر څنګ يو له دوه کرابيين ټاپوګانو څخه دی، کومه سيمه چې د خپلواکو هېوادونو سره شریکه ده. ډومينيکن جمهوريت په اينټيليس کې د مساحت له اړخه (له کيوبا وروسته) د ۴۸۶۷۱ کيلومتر مربع (۱۸۷۹۲ ميل مربع) مساحت په لرلو سره دويم ستر هېواد دی، د ۱۰.۸ ميليونه (د ۲۰۲۰ زکال د تخمين تر مخې) وګړو په لرلو سره د نفوس له اړخه درېیم ستر هېواد دی، د دې له ډلې درې اعشاريه درې ميلیونه يې د سينټو ډومنګو په ښاري سيمو کې ژوند کوي، کوم چې مرکزي ښار دی. د دې هېواد رسمي ژبه اسپانوي ده.

د « Taíno» په نوم اصلي اوسېدونکو په هسپانيولا کې د اروپايانو له رسېدو مخکې ژوند کاوه، دا سيمه يې په پنځو مشرتوبونو وېشلې وه. دوی يوه پرمختللې کرنيزه او ښکارزنه ټولنه جوړه کړې وه او د يو منظم تمدن د جوړولو په جريان کې وو. Taíno همدا راز په کيوبا، جميکا، پورټي ريکو او بهماس کې هم ژوند کاوه. جينويي سمندري بېړۍ کرسټوفر کولمبس په ۱۴۹۲ز کال کې د لومړي سفر پر مهال هلته ورسوله، د کيسټل لپاره يې د يو ټاپو لټون وکړ او بيا يې د دوی لپاره دا ټاپو خپل کړ. سينټو ډومنګو مېشت ځای په امريکاګانو کې لومړی خپلواک اروپايي کلی او په نوې نړۍ کې د اسپانوي نيواکي واکمنۍ لومړی ځای دی. په ۱۶۹۷ز کال کې، اسپانيې د دې ټاپو په لويديځه درېیمه برخه د فرانسې واکمني ومنله، کومه سيمه چې په ۱۸۰۴ز کال کې د هايټي خپلواک دولت شو.

له درې سوه څخه زياتو کلونو اسپانوي واکمنۍ څخه وروسته ډومينيکن خلکو د ۱۸۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې د خپلواکۍ اعلان وکړ. د خپلواکۍ د خوځښت مشر « José Núñez de Cáceres» و، هغه نيت درلود چې د ډومينيکن قوم د «ګران کولمبيا» د هېواد سره يو ځای کړي، خو نوي ازاد شوي ډومينيکان د ۱۸۲۲ز کال د فبرورۍ په مياشت کې په زور سره له هايټي سره يوځای کړای شول. دوه ويشت کاله وروسته د ډومينيکي خپلواکۍ په جګړه کې له بريا پس په ۱۸۴۴ز کال کې خپلواکي تر لاسه شوه. په راتلونکو دوه اويا کلونو کې، په ډومينيکن جمهوريت کې تر ډېره بريده سياسي جګړې (د جګړو تمويل د اروپايي سوداګرو د پورونو په مټ کېدو)، د ګاونډي هايتي له خوا د بريدونو ناکامې هڅې او د لنډې مودې لپاره بېرته د اسپانوي نېواکګر حالت ته راستنېدل تجربه کړل، دا ټول پړاونه په ۱۸۶۳-۱۸۶۵ز کلونو کې د ډومينيکي ګټونکي جنګ څخه مخکې تېر شوي و، د کومې جګړې په پايله کې چې اسپانويان په بشپړ ډول وشړل شول. د دې پړاو په اوږدو کې، دوه ولسمشران ووژل شول (Ulises Heureaux په ۱۸۹۹ز کال او Ramón Cáceres په ۱۹۱۱ز کال کې).

د بهرنيو پورونو د نه تاديه کولو د ګواښونو له امله، متحده ايالاتو ډومينيکن جمهوريت (۱۹۱۶ -۱۹۲۴ز کلونه) ونيو؛ له دې وروسته د « Horacio Vásquez» تر مشرۍ لاندې شپږ ارام او خوشحاله کلونه تېر شول. له ۱۹۳۰ز کال څخه د « Rafael Leónidas Trujillo» تر مشرۍ لاندې ديکتاتوري نظام واکمني وکړه تر دې چې هغه په ۱۹۶۱ز کال کې ووژل شو. جوان بوش په ۱۹۶۲ز کال کې ولسمشر وټاکل شو، خو په ۱۹۶۳ز کال کې د يوې پوځي کودتا پر مهال له دندې لرې (معزول) کړای شو. د دې هېواد وروستۍ کورنۍ جګړه په ۱۹۶۵ز کال کې د متحده ايالاتو د پوځي مداخلې په پايله کې پای ته ورسېده او له دې وروسته د « Joaquín Balaguer» مطلق العنانه واکمني پيل شوه (۱۹۶۶ – ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ – ۱۹۹۶ز کلونه). له ۱۹۷۸ز راهيسې، ډومينيکن جمهوريت د استازولۍ ديموکراسۍ پر لور ولاړ چې له ۱۹۹۶ز کال راهيسې د ډېر وخت لپاره يې مشري « Leonel Fernández» کوي. په ۲۰۱۲ز کال کې د پخواني ولسمشر « Hipólito Mejía» په مقابل کې د ۵۱٪ انتخابي رايو په خپلولو سره « Danilo Medina» د « Fernández» ځای ناستی شو. د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې « Luis Abinader» د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

ډمينيکن جمهوريت په کرابيين او منځنۍ امریکايي سيمه کې تر ټولو ستر اقتصاد دی (د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت او نړيوال بانک تر مخې) او په لاتيني امریکا کې اوم ستر اقتصادي هېواد د. د وروستيو پنځه ويشتو کلونو په اوږدو کې، ډومينيکن جمهوريت په لويديځه نيمه کره کې تر ټولو چټک-مخ پر وده اقتصاد درلود – د ۱۹۹۲ او ۲۰۱۸ز کلونو تر منځ موده کې يې د کورني ناخالص عايد ودې کچه ۵.۳٪ سلنه وه. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ز کلونو کې کورنی ناخالص عايد ٪۷.۳ او ۷.۰٪ ته ورسېد چې په لويديځه نيمه کره کې په ترتيب سره تر ټولو لوړ دی. د ۲۰۱۶ز کال په لومړۍ نيمايي کې، د خپلې اقتصادي ودې چټکتيا په جاري ساتلو سره د ډومينيکن اقتصاد ۷.۴٪ ته لوړ شو. اوسنۍ وده يې د ابادۍ، وسايلو جوړولو، ګرځونديۍ او کان کيندلو په مټ پر مخ روانه ده. دا هېواد په ټوله نړۍ کې د سرو زرو د کان درېيمه ستره سيمه ده، کوم چې د «پيوبلو ويچو» کان په نوم پېژندل کېږي. شخصي کم لګښت يي (په ۲۰۱۵ز کال په منځنۍ کچه له ۱٪ څخه ښکته)، د کار پیدا کول او د مراعات ورکولو د کچې د لوړتيا پايله ده. په ډومينيکن جمهوريت کې د ناقانونه هايتي کډوالو راتګ ستره ستونزه ده چې په ډومينيکن اقتصاد فشار راوړي او د ډومينيکن او هايتيانو تر منځ تاوتريخوالي زياتېدو لامل ګرځي. ډومينيکن جمهوريت همدا راز د ۱۱۴،۰۵۰ تنو ناقانونه وينزويلايي کډوالو کوربه هم دی.

په کرابين کې ډومينيکن جمهوريت هغه هېواد دی چې زيات سيلانيان ورځي. د کال په اوږدو کې د ګالف سيمې هغه دي چې ډېر توجه راجلبوي. د کرابيين تر ټولو لوړه غر څوکه  چې «پيکو ډوارټي» نومېږي او د کرابيین تر ټولو ستر جهيل او ښکته نقطه چې د «جهيل اينريکيلو» په نوم ياديږي، له جغرافيايي اړخه يو منتوع هېواد ډومينيکن جمهوريت کې موقعيت لري. د دې ټاپو د تودوخې منځنۍ درجه 26 °C (78.8 °F) وي او دا هېواد يو ستر اقليم او بيالوژيکي تنوع څخه برخمن دی. دا هېواد همدا راز په امريکاګانو کې د جوړو شويو لومړۍ کليسا، کلا، خانقا او جنګي کلا ځای هم دی، کوم چې د سينټو ډومنګو په نوې جوړې شوې سيمه کې موقعيت لري، دا د نړيوال ميراث يوه سيمه ده. بيسبال د دې هېواد ملي لوبه ده.

رېښه

د ډومينيکن نوم له « Santo Domingo de Guzmán» (سينټ ډومينک) څخه اخستل شوی دی، څوک چې د ستورپېژندونکو مشر او د ډومينيکن نظم بنسټ اېښودنکی و.

ډومينيکن نظم د سينټو ډومنګو په مستعمره کې د لوړو زده کړو يو خای جوړ کړی، کوم چې اوس د « Universidad Autónoma de Santo Domingo» په نوم پېژندل کېږي چې دا په نوې نړۍ کې لومړی پوهنتون دی. دوی خپل ځانونه د دې ټاپو د اوسېدونکو د زدهکړو او د مريتوب د ښکار سيمه ييزو اوسېدونکو Taíno د خونديتابه لپاره وقف کړی و.

د خپل تاريخ په ډېره برخه کې، تر خپلواکې پورې، دا سيمه يواځې د سينټو ډومنګو په نوم پېژندل کېده – کوم چې د دې هېواد د اوسنۍ پلازمېنې او سرپرست پالونکي قديس، سينټ ډومينک دی- او په انګليسي ژبه کې د شلمې پېړۍ تر لومړيو پورې په همدې نوم پېژندل کېدو.  د دې هېواد اوسېدونکو ته «ډومينيکنز» ويل کېدل (Dominicanos)، کوم چې د «ډومينګو» صفتي نوم دی، په همدې بنسټ انقلابيانو د دوی نوي خپلواک هېواد ته د «ډومينيکن جمهوريت» نوم ورکړ (la República Dominicana).

د ډومينيکن جمهوريت په ملي سرود کې (himno nacional de la República Dominicana)، د « Dominicans»  اصطلاح نه ليدل کېږي. د دې ملي رسود ليکوال « Emilio Prud'Homme»په پرله پسې ډول شاعرانه اصطلاح « Quisqueyans» (Quisqueyanos) کاروي. د « Quisqueya» ټکی د ټاينو ژبې څخه اخستل شوی دی او معنا يې ده «د ځمکو مور» (madre de las tierras). دا په سندرو او د هېواد په نورو نومونو کې بيا بيا کارول کېږي. په انګليسي ژبه کې د دې هېواد نوم ډېر خله لنډ ليکل کېږي او هغه په دې ډول « the D.R.» (la R.D.)، خو په اسپانوي کې بیا دا ډېر کم وي.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

موټربیجنګپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهافغانستانجلغوزهجمهوریت غوښتنهد انسان بدنشاتو مچیامیر حمزه خان شینواری- پښتو غزل بابا- مرثیهپير باباژوندمحمد موسى شفيقسولهد ثور انقلابعرضهد ښکلا کاریال راښکته کولعددمحمد رياض تسنيمیوکاریوتn9fhiد چین لوی دیوالد انګلستان پاچا لومړی ریچاردځمکهاباسين يوسفزیامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )خيميرانسیال په سیال (شبکه)فیسبوکلړماسټرالیاتلاسېمیاد فلم تاريخکتلهسیرت النبی سوال او ځواباسد الله غضنفرسراج الدين حقانيد کتاب نړيواله کره شمېرهشکرې ناروغيد بشري منابعو مديريتبازارموندنهاوټ(جودر)مورمسکو24 اپرېلسوېلي امريکااکسيجند داود جمهوري افغانستانچيليد افغانستان اسلامي امارتولادمیر پوتینیوزنېټد انټرنټ تاریخجگړهد سوداګرۍ اتحادیهسره میاشتسوسياليستی دولتمېډياويکيرسمي ژبهمالیهغسلمحمد ظاهر شاهختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)عبدالحی حبيبيRheniumزکاتالفرېډ نوبلاسلامي دولت – خراسان ولایت🡆 More