تاګالوګ ژبه د فیلیپین د خلکو یوه له مهمو ژبو څخه ده او د فلیپیني ژبې بنسټ دی ، د دې هیواد ملي ژبه ده، او دا د آسترونیسیایي ژبو په کورنۍ پورې اړه لري.
دا د شاوخوا 22 ملیون فلیپینیانو مورنۍ ژبه ده او شاوخوا 90 ملیونه خلک پدې ژبه پوهیږي. د انګلیسي ترڅنګ، فیلیپیني د فیلیپین رسمي ژبه ده او په هیواد کې د راډیو، تلویزیون او ښوونځیو اصلي ژبه ده.
تګالوګ ژبه | |
---|---|
Wikang Tagalog | |
په مورنۍ ژبه | فيلپين |
استرونيزي
| |
ليکدود | لاتين ليکدود (تګالوګ/فيلپيني الفبا), فيلپيني برېل تاريخي بای بای ين |
رسمي حالت | |
رسمي ژبه په | سیمه ایزه او رسمي ژبهپه فليلپين کې د (په بڼه فيلپيني ژبه) |
سمونوال | Komisyon sa Wikang Filipino |
د ژبې کوډونه | |
آيسو ۶۳۹-۱ | tl |
آيسو ۶۳۹-۲ | tgl |
آيسو ۶۳۹-۳ | tgl – نړیوال کوډځانګړی کوډ: fil – فيلپيني ژبه |
تاګالوګ د فیلیپین په لومړي اساسي قانون کې د هیواد د رسمي ژبې په توګه وټاکل شو (په 1897 / 1276 AD کې تصویب شو). مګر په 1935 کې، هسپانوي او انګلیسي هغه ځای په ځای کړ. دوه کاله وروسته، د فلیپین د ملي ژبو شورا د ملي ژبې د جوړښت او پراختیا لپاره د بنسټ ژبې په توګه ټاګالوګ غوره کړ، چې له 1939 راهیسې د فلیپین ژبې په توګه پیژندل شوی.
د ژبو ملي اکاډمۍ د ګرامر او لغتونو ټاکلو لپاره د تاګالوګ (فلیپیني) ژبې عصري کولو رسمي واک دی. د دې تر څنګ د علمی شورا د علمی کلمو د معادل د موندلو دنده هم ترسره کوی.
ټاګالوګ د پولینیشیايي مالايي ژبو کورنۍ پورې اړه لري او په تېرو څو پېړيو کې ډېری کليمې يې له هسپانوي ژبې په خپله ځولۍ کې رانغاړلې دي.
[دا متن له فارسي ويکي پېډيا څخه پښتو ژبې ته ژباړل شو]
This article uses material from the Wikipedia پښتو article تګالوګ ژبه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.