الکساندر هرتسن

الکساندر ایوانوویچ هرتسن (په روسي ژبه: Алекса́ндр Ива́нович Ге́рцен، الکساندر ایوانویچ ګرتس؛ ۶ اپرېل ۱۸۱۲ – ۲۱ جنوري ۱۸۷۰ زکال) روسي لیکوال او متفکر و چې د «روسي سیوسیالیزم پلار» په توګه پېژندل کېږي؛ همدارنګه د کرنیز پوپولېزم له اصلي پلارانو شمېرل کېږي (د نارودنیکانو، انقلابي سوسیالېستانو، ترودویکانو او د امریکايي کرنیز پوپولیست ګوند له ایډیالوژیکو اجدادو څخه و).

هغه په خپلو لیکنو کې چې ډېری یې په لندن کې د تبعید پر مهال لیکلې، هڅه یې کړې، څو د روسیې په حالت اغېز وکړي چې له امله یې په ۱۸۶۱ زکال کې په روسیه کې د تر ټولو مهمو لیبرال اصلاحاتو لپاره سیاسي فضا رامنځته شوه. هغه خپل مهم ټولنیز رمان څوک ملامت دي؟ (۱۸۴۵- ۴۶ زکال) کې خپور کړ. د هغه خپل ژوند لیک، زما تېر مهال او افکار (۱۸۵۲ – ۱۸۷۰ زکال کې لیکل شوی) د روسيې په ادبیاتو کې د اوټوبیوګرافي ژانر یو له پام وړ بېلګو ګڼل کېږي.

الکساندر هرتسن
الکساندر هرتسن
الکساندر هرتسن

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۲۵ مارچ ۱۸۱۲
مسکو   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 جنوري 1870 (58 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت روسي سترواکي
سويس   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال
خبريال
سياستوال
ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
سياست
ادبيات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
الکساندر هرتسن
الکساندر هرتسن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساندر هرتسن  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژوند

هرتسن (یا ګرتسن) د ایوان یاکولف په نامه د یوه بډایه روسي ځمکې لرونکې او له شتوګارت څخه د یوې ځوانې یهودي الاصلې پروتستانت نجلۍ هنریت ویلهمینا لوئیزا هاګ زوی و؛ دوی دواړو واده نه و کړی. یاکولف هغه ته هرزن (په جرمني ژبه هرز) تخلص وټاکه ځکه هغه د ده «د زړه ماشوم و».

هغه د سرګئی لوویچ لوویتسکي لومړنی د تره زوی و، چې د روسیې د انځور اخیستنې پلار او د اروپا د انځور اخیستنې له پام وړ مخکښانو، مخترعینو او مبتکرینو بلل کېږي. په ۱۸۶۰ زکال کې لوویتسکي؛ هرزن د یوه مشهور انځور په مرسته هغه تلپاتی کړ.

هرزن په روسیه باندې د ناپیلیون له برید او د مسکو له لنډ مهالي اشغال څخه ډېر لږ وړاندې وزېږېد. پلار یې له ناپیلیون سره له شخصي مرکې وروسته په سن پترزبورګ کې روسي سترواک ته د فرانسویانو د لیک د لېږدولو په منلو سره له مسکو څخه د وتو اجازه ومونده. کورنۍ یې تر روسي کرښو د هغه ملتیا وکړه.

یو کال وروسته، کورنۍ یې بېرته مسکو ته راوګرځېده او تر هغه مهاله چې هرزن د مسکو په پوهنتون کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې، همالته پاتې شول. په ۱۸۳۴ زکال کې، هرزن او د هغه نږدې ملګری نیکولای اوګارف په هغو مراسمو کې د ګډون له امله چې تزار ته په کې د سوکولوفسکي ادبیات لوستل کېدل ونیول شو او محاکمه شو. هغه مجرم و پېژندل شو او په ۱۸۳۵ زکال کې د ختیځې اروپا په شمال کې ویاتکا یا اوسنی کیروف ته تبعید شو. نوموړی تر ۱۸۳۷ زکال پورې همالته پاتې شو، تر هغه مهاله چې د تزار زوی لوی دوک الکساندر ( هغه چې وروسته تزار دویم الکساندر شو) له شاعر ژوکوفسکي سره له دغه ښاره لیدنه وکړه او د هغه له طرفه یې مداخله وکړه. هرزن اجازه ترلاسه کړه، څو ویاتکا د ولادیمیر په قصد پرېږدي او هلته د ښار د رسمي مجلې مدیر مسئول وټاکل شو. په ۱۸۳۷ زکال کې هغه د خپلې عمه لور نتالیا زاخرینا سره په پټه واده وکړ.

په ۱۸۳۹ زکال کې هغه آزاد شو او په ۱۸۴۰ زکال کې مسکو ته وګرځېد او هلته یې له ادبي منتقد ویساریون بلینسکي سره ولیدل، هغه چې په کلکه ترې اغېزمن و. له رارسېدو سره سم، نوموړی په سن پترزبوګ کې د کورنیو چارو د وزارت د وزیر الکساندر ستروګانف د منشي په توګه وټاکل شو، خو وروسته له هغه چې د یو پولیس افسر د مړینې له امله یې شکایت وکړ نووګرد ته ولېږل شو او تر ۱۸۴۲ زکال پورې هلته ایالتي سلاکار و. په ۱۸۴۶ زکال کې یې پلار ومړ او په زیاته کچه ارث ورته پاتې شو.

په ۱۸۴۷ زکال کې، هرزن له خپلې مېرمنې، مور او بچیانو سره ایټالیا ته کډوال شول، څو بیا روسیې ته را وه نه ګرځي. په ایټالیا کې د ۱۸۴۸ زکال د انقلاب څخه په خبرېدو پاریس او بیا سویس ته لاړ. هغه د ۱۸۴۸ زکال له انقلابونو ملاتړ وکړ، خو داروپا د سوسیالیستي خوځښتونو له ماتې وروسته په شدت سره ناخوښه شو. هرزن د سیاسي لیکوال په توګه شهرت وموند. د کډوالۍ له امله یې په روسیه کې شمتنۍ کنګل شوې، خو بارون روچلید چې کورنۍ یې ورسره سوداګریزې اړیکې لرلې د دغې پانګې د آزادولو په برخه کې ورسره مرسته او یوازې تش په نامه هغه روچلید ته انتقال شوه.

هرزن له خپلې مېرمنې نتالیا څلور ماشومان لرل. د هرزن مور او یو زوی یې په ۱۸۵۱ زکال کې د بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې له منځه لاړل. د هغه ښځې له جرمني شاعر ګئورګ هرویګ سره نامشروع اړیکه پیدا کړه او په ۱۸۵۲ زکال کې د تبرکلوز د ناروغۍ له امله مړه شوه. همدغه کال هرزن جینیوا د لندن په مقصد پرېښود او هلته د ګڼو کلونو لپاره پاتې شو. هغه د خپلې لوڼو د د روزنې په موخه Malwida von Meysenbug استخدام کړه. هغه د آزدې روسیې له مطبوعاتو سره چې په ۱۸۵۳ زکال کې یې بنسټ کېښودل شو، هڅه وکړه د روسیې په اوضاع اغېز وکړي او د روسي بزګرانو وضعیت ښه شي، هغه موضوع چې د ده اصلي آیډیال وه.

په ۱۸۵۶ زکال د هغه پخوانی ملګری نیکولای اوګارف له ده سره په لندن کې یوځای شو. دوی په ګډه سره په روسي اخبار کولکول (زنګ) کې کار وکړ. ډېر ژر هرزن د اوګارف له مېرمنې، ناتالیا توچکووا له مېرمنې سره چې د  جګړې د اتل جنرال توچکوف لور وه عاشقانه اړیکه پیدا کړه. توچوکوا د هرزن درې نور ماشومان هم دنیا ته راوړل. اوګارف ځانته نوې مېرمن پیدا کړه او د هرزن او اوګارف ملګرتیا هماغسې له یوبل سره پاتې شوه.

هرزن د یو څه مودې لپاره په لندن کې د کارګرانو نړیواله ټولنه مدیریت کړه او انقلابي کړیو په ځانګړې توګه له باکونین او مارکس سره یې ښه وپېژندل. په لندن کې د اوسېدنې پر مهال د هرزن نوم د «افشا کولو» له امله د ټولو په خوله و، هغه مهال چې باکونین په تازګۍ لندن ته له سایبریا څخه له تبعیده را تښتېدلی و، وویل چې مارکس هغه د یو روسی عامل په توګه تورونوي؛ په حقیقت کې دوی دواړه په ډېرو ښو شرایطو کې و.

په ۱۸۶۴ زکال کې، هرزن جنیوا ته راوګرځېد او له یوه مهاله وروسته پاریس ته لاړ او هلته د تبرکلور ناروغۍ له امله په ۱۸۷۰ زکال کې مړ شو. په پیل کې په پاریس کې خاورو ته وسپارل شو خو یوه میاشت وروسته یې مړی نایسي ته ولېږدول شو.

سیاسي ځایګی

هرزن په ۱۸۴۸ زکال کې د ویساریون بلینسکي له مړینې وروسته لویدیځ پلوه نظریات ترویج کړل. هغه د ولټر، شیلر، سن سیمون، پرودون او په ځانګړې توګه د هیګل او فویرباخ تر اغېز لاندې و. هرزن د یو لیبرال په توګه په کار پیل وکړ خو وروسته په مخ پر زیاتېدوني ډول یې سوسیالېزم ومانه. هغه په ۱۸۴۷ زکال کې د تل لپاره روسیه پرېښوده، خو په لندن کې له ۱۸۵۷ زکال څخه تر ۱۸۶۷ زکال پورې د هغه خپرېدونکی اخبار کولوکول په پراخه کچه لوستونکي لرل. هرزن د فرانسې د انقلاب او جرمني آیډیالېزم نظریات سره ترکیب کړل. هغه د بورژوایي او منځنۍ طبقې له ارزښتونو څخه بېزاري څرګندوله او د کروندګرو ترمنځ د اصالت په لټه کې و. هغه د روسي وګړو د ازادېدو په موخه مبارزه وکړه او له ۱۸۶۱ زکال وروسته یې د اساسي حقونو، د ځمکې د ګډ مشترک او د خلکو له خوا د حکومت لپاره غوښتنې زیاتې کړې.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

خښتهد اوکرايني پناه وړونکو کړکېچ23 اپرېلفرانسوي ژبهعدلي طبپوهنهارمنستانښځه په اسلام کېد سپېڅلې روم امپراتوريبھین چودکلکتهسالمون پی چیساشرف غنيد اوکام اُستُره (چاړه)د روشنګرۍ دورهقزاقستانعثمانې ټولواکمنيټولنيزې رسنۍدعناصرو دوراني جدولد بیزانس سترواکيمیاشتنی عادتجلال الدين محمد اکبرپه منځنیو پېړیو کې اروپايي علومد ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالتتريخید واده شپه25 مېنفل لمونځقضیوي حساب (منطق)له مذهبي ټولنې څخه شړلوينهعيسیالزایمرمیتودیزمطالبانبیجنګليننګراد ولايتپریزمعبدالهادي عطاييد الله 99 نومونهاېټالياواټسافاسلامي دولتمېډياويکي5 اگسټفخر الدين رازيمطالعهسمارا ولايتببرک کارملد ارام سمندر جګړهسینه بغلدقیانوسهندويزمامريکا لويه وچهکارډينالاندونيزيانوبل جايزهسردار عزيزالله خان ضياييسینټ پیټرزبورګحاد مايلوييد ليوکېميایدینبرګکټملاسحق نیوټنسردار محمد يوسف خاناستراخان اوبلاستجوړښتمارگرېټ ټاچرملنگ جانجورج اوروېلژباړهفقهډي آکسي رايبونيوکليک اسيداخلاق17 جنوري🡆 More