سینه بغل یا نېمونيا انګلیسي: Pneumonia په ماشومانوکی یوه خطرناکه ناروغی ده چی ډیر ځله موراو پلاریی له دی چی د ناروغی نښوته متوجه شی ناروغی یوه خطرناکه پړاو ته ننوځی چی بیا یی درملنه ډیره سختیږی او خدای ناخواسته د ماشومانو د مړینی لامل هم ګرځی .
په سینه او بغل ناروغۍ چی اصطلاح یی نومونیا pneumonia ده بیلا بیل عوامل.
نېمونيا ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې | |
د ټټر د X-وړانگې يو انځور چې باکټېري نېمونيا په ښي سږي ښکاره کوي. | |
ICD-10 | J12., J13., J14., J15., J16., J17., J18., P23. |
ICD-9 | 480-486, 770.0 |
DiseasesDB | 10166 |
MedlinePlus | 000145 |
eMedicine | topic list |
MeSH | D011014 |
نېمونيا د سږو يو تسپودي حالت دی چې په ځانگړې توگه د سږو د پړپوکونو چې د تبې، او د ټټر په راډيوگراف کې د يو لړ موندونو له مخې پېژندل کېږي. د سږو د پړپوکونو دغه ډول تسپود يا التهاب د يو ډول انفېکشن په سبب رامېنځ ته کېږي خو د انفېکشن نا اړونده هم يو شمېر لاملونه دي چې د نېمونيا ناروغي راپېښوي. داسې انفېکشن رامېنځ ته کوونکو کې باکټېريا, ويروسونه، چڼاس, او پرازيتونه راځي. د انفکشن نا اړونده نېمونيا بلونکو کې کيميايي توکي، فيزيکي ټپونه، درملي اغېزښندنې او د رگونو د ناروغيو پېچلتياوې شاملې دي.
د نېمونيا د ناروغۍ د پېژندلو په نښو نښانو کې ټوخی، ټټرخوږی، تبه او په سختۍ سره سااخيستنه شامل دي. د دغې ناروغۍ په پېژندلو کې د ټټر د X-وړانگې انځور او په آزمېښتون کې د ناروغ د بلغم کتنې اغېزمنې دي. د نېمونيا د ځينې ډولونو د مخنيوي لپاره واکسينونه هم جوړ شوي. د نېمونيا درملنه د ورپېښو سببونو تر پېژندلو وروسته پېل کېږي چې په دغو کې باکټېريايي نېمونيا د انټيوبيوټيکو په درملو دملنه کېږي.
د دغې ناروغۍ د ښه کېدنې اټکل د نېمونيا د ډول، درملنې، نورو روغتيايي پېچلتياؤ او د ناروغ د روغتيايي حالت پورې اړونده دی. نېمونيا يوه عامه ناروغۍ ده او د هر عمر د ډلې خاوندانو کې پېښېږي. دا ناروي په ځوانانو کې، په بوډاگانو کې او په اوندن رنځ اخته ناروغانو کې د مړينې يو تر ټولو لوی سبب دی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سینه بغل, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.