سيراليون: په لوېديځه افريقا کې يو خپلواک دولت

سېرالیون چې رسمي نوم یې د سېرالیون جمهوریت دی په لویدیځې افریقا کې پروت هیواد دی.

د سرالیون پلازمینه فری ټاون او رسمي ژبه انګلیسي ده یاد هیواد ۷۴۰'۷۱ کیلومتره مربع مساحت او ۷۷۴'۲۹۴'۶ میلیونه وګړي لري. د سیرالیون لیون SSL د یاد هیواد د پیسو واحد دی، سرالیون په ۲۷ د افریل ۱۹۶۱م کال له بریتانیا خپل واکی ترلاسه کړه.

Flag بيرغ سيراليون: ایداري وېش, جغرافیه, اقتصاد نښان
Location of  سيراليون  (dark green)
Location of  سيراليون  (dark green)
نخشه
موقعيت
Location of  سيراليون  (dark green)
حکومت
 -  ولسمشر جولیوز مادال بیو
 -  مرستیال محمد جولده جالو
 -  لومړی وزیر داوید ج. فرانسز
 -  د ولسي جرګې رئیس عباس بوندو
 -  چیف جوستیک ډسکونډ باباتوند اډوارډ
Legislature ولسي جرګه
جوړښت
 -  له بریتانیا ۲۷ افریل ۱۹۶۱ 
 -  ولسمشریزه جوړیدل ۱۹ افریل ۱۹۷۱ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۷۱,۷۴۰ کيلومتر2 (۱۱۷th)
۲۷,۶۹۹ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱.۱
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۵ census ۸,۰۵۹,۱۵۵ (۱۰۲nd)
 -  ګڼه ګونه ۱۱۲/km2 (۱۱۴tha)
۲۹۱/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۱۲.۱۷۷ بیلیونه 
 -  پر کس $۱,۶۰۸ 
GDP (nominal) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۳.۸۲۴ بیلیونه (۱۵۵th)
 -  پر کس $۵۰۵ 
Gini (۲۰۱۸) ۳۵.۷ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۹) ۰.۴۵۲ (۱۸۲nd)
د وخت سيمه (UTC )
د موټر چلولو لوری ښویb
د انټرنټ مخکښ شپول .sl
پيل ګڼ +۲۳۲

سیرالیون، په رسمي ډول د سیرالیون جمهوریت، په غیر رسمي ډول سیلون، د لویدیځې افریقا په سویل لویدیځ ساحل کې یو هېواد. دا هېواد له سویل ختیځ لوري له لایبیریا سره ګډه پوله لري او ګیني د دې هېواد شمالي نیمه برخه چاپېره کوي کوي. سیرالیون استوایی اقلیم لري چې متنوع چاپیریال له چمن ځایونو څخه نیولې تر باراني ځنګلونو پورې سیمې لري، ټول مساحت یې ۷۱۷۴۰ کیلومتر مربع (۲۷۶۹۹ مایل مربع) دی او د ۲۰۱۵ ز کال د سرشمیرنې پر بنسټ ۷۰۹۲۱۱۳ وګړي لري. پلازمېنه او لوی ښار یې فریټاون دی. دا هېواد په پنځو اداري سیمو وېشل شوی دی چې په شپاړسو ولسوالیو وېشل شوي دي.سیرالیون د اساسي قانون یو جمهوریت دی چې یو مجلسه پارلمان لري او مستقیم ټاکل شوی ولسمشر ډېر تر ډېره  د دوو پنځه کلنو دورو لپاره خدمت کوي. اوسنی ولسمشر یې جولیوس مادا بایو دی. سیرالیون یو سیکولر هېواد دی چې اساسي قانون یې د دولت او دین د جلا کولو او د فکري ازادي (چې د فکر او دین ازادي پکې ګډون لری) وړاندې کوي. د نفوس دری پر څلورمه برخه مسلمانان دي، که څه هم د پاوړ مسیحي لږکي هم لري. د لویدیځې افریقا په ملتونو کې دیني زغم خورا لوړ دی او په عمومي ډول د سیرالیون د کلتوري هویت یوه برخه او اصل ګڼل کېږي.

سیرالیون چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې اوستوګنځای دی، خو د چې نن ورځ هېواد او سرحدونه او پولې یې د بریتانوي حاکم له لوري په دوه پړاوونو کې وټاکل شوې: لومړی، په ۱۸۰۸ کال کې د ساحلي سیرالیون مستعمره (د غلامۍ له پای وروسته د افریقایانو د راستنیدو لپاره)؛ دوهم، په ۱۸۹۶ کال کې د داخلي خودیتوب (تحت الحمایه) په وخت کې (لکه څنګه چې حاکم د ۱۸۸۴ – ۱۸۸۵ ز کلونو د برلین د کنفرانس له پایلو وروسته په هېواد کې د لا زیاتو واکمنیو رامنځ ته کېدو ته اړتیا درلوده). له همدې امله، دا هېواد په رسمي توګه د "سیرالیون مستعمېرې او تحت الحمایه" یا په ساده ډول د بریتانوي سیرا لیون په نوم یادېده. سیرالیون د ۱۹۶۱ ز کال د اپریل په ۲۷ له انګلستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه او په همدې ورځ د مشترک المنافع هېودونو غړی شو او د هېواد نوم د سیرالیون په واکمنۍ بدل شو. ښاغلی میلټن مارګای د سیرا لیون لومړی وزیر شو.

له خپلواکۍ وروسته د څو لسیزو په اوږدو کې، سیرالیون د سیاسي فعالیتونو، بدلونونو، ګډوډۍ، بشري او ټولنیز-اقتصادي ناورینونو د زیاتوالي شاهد و. د ۱۹۶۱ز کال د می په ۲۷ نیټه دې هېواد د یوه خپلواک هېواد په توګه لومړي ټولټاکنې تر سره کړې. د مارګي د سیرا لیون خلق ګوند (SLPP) په پارلماني څوکیو کې اکثریت وګټې او نوموړی یو ځل بیا لومړی وزیر شو. په ۱۹۱۷ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو، چې د سیرالیون جمهوریت ته یې لاره هواره کړه، او سیاکا سټیونز، د ټولو خلکو کانګرس ګوند (APC) مشر، د سیرا لیون جمهوریت لومړی اجرایوي ولسمشر شو. سټیونز د حکومت د یو ګوندي نظام تر سیوري لاندې چې د ۱۹۸۷ ز کال د جنجالي اساسي قانون پر بنسټ چمتو شوی و، د ۱۴ کلونو لپاره (تر ۱۹۸۵ ز کال پورې) دا چوکۍ په واک کې درلوده. خو د سټیونز ټاکل شوی ځای ناستی جوزف سیدو مومو ژمنه وکړه چې هېواد به څو ګوندي نظام ته راولي. په ۱۹۹۱ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو چې د څو ګوندونو ډیموکراسۍ لپاره یې لاره هواره کړه. په همدې کال کې وحشي کورنۍ جګړه پیل شوه چې د ۱۱ کلونو په اوږدو کې یې په هر هغه څه باندې چې سیرا لیون یې د یو ملت په توګه تعریف کړی و، ویجاړونکو اغېزې وکړې. د جګړې له پیلېدو یوازې یو کال وروسته (په ۱۹۹۲ ز کال کې)، ولسمشر مومو د سیرالیون د اردو د کپتان ویلنټاین سټراسیر په مشرۍ کودتا کې له واکه لرې شو. سټراسیر وروسته د اردو د خپل  همکار او د دوهم لوړپوړي قوماندان جولیوس مادا بایو له لوري  "وشړل" شو، ځکه ملکي واکمنۍ ته د ګړندي لېږد په ژمنې کې پاتې راغئ. بایو به بیا په ۱۹۹۶ ز کال کې د عمومي ټاکنو له لارې هېواد بیرته یو دیموکراتیک جمهوریت ته راوست.  

سره له دې چې د ۱۹۶۶ ز کال په پیل کې هېواد له یوې وحشي کورنۍ جګړې تېرېده، د څو ګوندي ډیموکراسۍ ته د بېرته راستنېدو احتمال د سیرالیونیانو د اکثریت ترمنځ نوې هیلې او لویې تمې راوړي، لکه څنګه چې ملي بحث "له ټاکنو وړاندې سوله – له سولې وړاندې ټاکنې" یوه توده موضوع شوه. بالآخره "له سولې مخکې ټاکنې" مناظره وګټله. احمد تیجان کابه د ۱۹۹۶ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د سیرالیون لومړنی څو ګوندي ډیموکراتیک منتخب ولسمشر شو. له هغه وخت راهیسې، د ټولټاکنو له لارې ولسمشرۍ د ځایناستي لپاره آسانه لاره را منځ ته شوه. په ۱۹۹۷ ز کال کې د سیرالیون د پوځ مشر جاني پاول کوروما تر مشرۍ لاندې یوې لنډې کودتا کبا له واکه لرې کړ، چې ګیني ته په جلاوطنۍ لاړ. نوموړی نهه میاشتې وروسته د لوېدیځې افریقا د هېوادنونو د اقتصادي ټولنې د څارونکې ډلې (ECOMOG) له لوري د نظامي لاس وهنې له لارې بېرته راستون شو. د کابه ولسمشرۍ د نوي سیرا لیون پیل په نښه کړ، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې د کورنۍ جګړې پای، د ملي یووالي او پخلاینې پیاوړتیا، په حکومت باور، سولې او ثبات، د ډیری هېوادونو سره د اړیکو ښه والی، او د بریتانیا د ځانګړې مرستې او روزنې پر مټ د سیرالیون د وسله وال ځواک بېرته رغېدلو ګډون درلود. 

په سیرالیون کې نږدې ۱۸ قومونه اوسېږي؛ دوه لویې او خورا اغیزمنې ډلې د تیمني او مینډي وګړي دي. د هېواد نږدې ۲٪ کریول وګړي دي، چې د آزاد شوو افریقی امریکایی او لویدیځ هند غلامانو اولاده ده. انګلیسي رسمي ژبه ده چې په ښوونځیو او دولتي ادارو کې کارول کېږي. کریو په سیرا لیون کې په پراخه کچه تکلم کېږي چې د هېواد ۹۷٪ وګړي پې خبرې کوي. سیرالیون د طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د الماسو، سرو زرو، بکسایت او المونیم، بډایه هېواد دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو، افریقایي ټولنې، د لویدیځې افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې (ECOWAS)، د مانو د سیند ټولنې، د مشترک المنافع هېوادونو، د پیسو د نړوال صندوق سازمان یا IMF، د نړیوال بانک، د سوداګرۍ د نړوال سازمان یا WTO، د افریقا د پراختیايي بانک او د اسلامي همکاریو د سازمان غړیتوب لري. سیرا لیون د افریقا سویلي صحرا لومړی لوېدیځ-دوده پوهنتون کوربه دی، چې د فورا بې کالج دی (چې په ۱۸۲۷ کال کې تاسیس شو). 

ایداري وېش

د سیرالیون کوچینی هیواد له سیاسي جغرافیې له مخې په ۱۳ ولایتو ویشل شوی دی.

سيراليون: ایداري وېش, جغرافیه, اقتصاد 

جغرافیه

اقتصاد

کلتور

تاریخ

Tags:

سيراليون ایداري وېشسيراليون جغرافیهسيراليون اقتصادسيراليون کلتورسيراليون تاریخسيراليونانګلیسيبریتانیاد سیرالیون لیونفری ټاونلویدیځه افریقاهیواد

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

په ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتپروټينهلمند ولايتسل سوالونهاتموسفیرسردار عبدالقدوس خانبین النهرینحیاتي کیمیامسلکرومانیاسلوانیاطبي څېړنهد پېغمبرانو په اړه جالب معلوماتد پښتو ژبې ليکنښېلرغونی مصرد رونډا جګړهد جنسيت له مخې د ماشوم زيانخان آباد ولسوالۍشہید سعد اللہ نورزئفردوسیشمالي کورياد هېوادونو له مخې د انټرنټ د مخکښ شپول کوډد افغانستان د خپلواکۍ ورځشورایي کمونیزممرغهبيولوژيصدام حسینژويد روم ټولواکمنيد چاپ او نشر حقسردار محمد اکبر خانمذهبهنري ډېوېډ توروکيمياد چاپ ماشینارواپوهنې تاريخبلنلیکزنگاليد تهجد لمونځاټومذهنبرج خلیفهافغان قاموساډولف هټلرشهزاده میرویس ظاهرد لمانځه وختونهحسن صباحپاکستان تحريک انصافشهزادګۍ مریم ظاهرملارياد استوا کرښهانګليسي ويکيپېډياشوروي اتحادتاي ژبهعمران خانمحمد ظاهر شاهآی اېس او ۳۱۶۶-۱ژان کرېټین🡆 More