کوکا کولا

کوکا کولا يا کوک يو کاربني نرم څښاک دي، چې د کوکا کولا شرکت له لورې توليد شوي دي.

ياد څښاک چې په اصل کې د نرم يا معتدله څښاک په توګه بازا ته وړاندې شوي او د څرګندو درملو په توګه په يام کې نيول شوي دي، د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د جورجيا په اتلانتيا سيمه کې د جان سټېت پيمبيرټن “John Stith Permbrton” له لورې رامنځته شول. په ۱۸۸۸ زکال پيمبيرټن د کوکا کولا د ملکيت حق په اسا ګرېګس کېنډلر “Asa Griggs Candler” نومي سوداګر خرڅ کړ، چې د نوموړي د بازار موندنې لارې چارې په ۲۰ او ۲۱ پېړيو کې د نرمو څښاکو پر نړيوال بازار باندې د کوکا کولا د واکمنۍ لامل شوې. د څښاک نوم د هغه دوه اصلي جوړونکو مادو ته اشاره کوي، چې کوکا د پاڼو او کولا د زڼو يا مغز (د کافين) مانا لري. د کوکا کولا اوسنی جوړښت يا فرموله يو کره خوندې شوی سوداګريز راز دی؛ که څه هم يو شمېر ښکاره لارښودونه او د جوړولو ازمايښتي لارې چارې يې خپرې شوې دي. د کوکا کولا د جوړښت محرميت ته لا هم بازار کې ځکه پام کېږي، چې يوازې لږ شمېر بې نومه کارکونکي يې د جوړښتي تګلارې په اړه پوهېږي. دې څښاکو پېښې يا تقليد کونکي هڅولي دي او د نرم څښاک (کولا) بشپړه ډلبندي يې جوړه کړې ده.

د کوکا کولا شرکت ټينګ مواد توليدوي، چې وروسته بيا په ټوله نړۍ کې له کوکا کولا څخه جواز لرونکو شرکتونو باندي پلورل کېږي، چې د بوتل په بڼه بسته بندي او بازار ته وړاندې شي. په بوتلونو کې هغه بسته بندي کونکي، چې له شرکت سره د ځانګړې برخې هوکړې لري، له ورکړل شويو موادو څخه د چاڼ يا تصفيه شويو اوبو او خواږونکو موادو په يو ځای کولو سره، قطي او بوتلونو کې وروستی توليد چمتو کوي. د نمونې په ډول د متحده ايالتونو يو ۳۵۰ ملي قطۍ يا بوتل ۳۸ ګرامه بوره (چې شمالي امريکا کې په عمومي ډول د لوړ فرکتوز جوارو شربت په بڼه وي) لري. په بوتل کې بسته بندي کونکي له دې څخه وروسته کوکا کولا په پرچون مغازو، رستورانتونو او د نړۍ نورو خرڅېدونکو ماشينونو باندې د پلور، وېش او سوداګريز کولو دنده تر سره کوي. د کوکا کولا شرکت د سترو رستورانتونو او خوراکي خدمتونو د وړاندې کونکو د سوډا چينو “soda fountains” اصلي جوړونکي مواد هم پلوري.

کوکا کولا په ورته وخت کې د کوک تر نوم لاندې د کولا نور څښاک هم وړاندې کړي دي، چې د نورو تر څنګ د کافين نه لرونکې کوکا کولا، کافين نه لرونکې پرهېزانه کوک، خواږه يا شکر نه لرونکې کوکا کولا، کوکا کولا ګيلاس [الوبالو] وانيلا او د ليمو، يو ډول کوچني ليمو او قهوې د ځانګړو ډولونونو په ګډون، تر ټولو عام يې د پرهېز يا غذايي رژيم کوک “Diet Coke” دی. کوکا کولا ته د ۱۹۸۵ز کال له جولای څخه تر ۲۰۰۹ ز کال پورې له نوي کوک “New Coke” څخه د بېلولو په موخه، کوکا کولا کلاسيک ويل کېده. د ۲۰۲۰ ز کال د نړيوال سوداګريز توکي يا نښې د «تر ټولو غوره نړيوالې نښې» پر بنسټ، کوکا کولا د نړۍ شپږم خورا د لاسرسي وړ توکی و. په ۲۰۱۳ زکال کې د کوک توليدات د نړۍ له ۲۰۰ څخه زياتو هېوادونو کې پلورل شوي وو او مصرف کونکي يې هره ورځ له ۱،۸ بيليون څخه په زيات ارزښت د شرکت د څښاک د برخې له خدمتونو څخه ګټه پورته کوي. دې شرکت په ۲۰۱۸ زکال د ټول عايد له مخې د متحده ايالتونو د سترو شرکتونو د ۵۰۰ نېکمرغه “Fortune 500” شرکتونو لښتليک کې ۸۷ ځای خپل کړ.

تاريخچه

د ۱۹ پېړۍ تاريخي اصليت

د اتحاد ډګروال جان پيمبيرټن چې د امريکا کورنۍ جګړه کې ټپي او مورفين باندې روږدی شو، طبي سند يې هم درلود او د ستونزه راپورته کونکو درملو د ونج يا بديل موندلو پلټنه يې پيل کړه. نوموړي په ۱۸۸۵ ز کال د جورجيا په کولمبس سيمه کې د “Pemberton’s Eagle Drug and Chemical House” په نوم خبل درملتون کې د پيمبيرټن د فرانسوي شرابو کوکا [پاڼې] “Pemberton’s French Wine Coca” په نوم عصبي سبک ورکونکي درمل ثبت کړل. د نوموړي ياد درمل ښايي د وېن مارياني له وېرونکې بريا څخه الهام اخېستی وي، چې يو ډول فرانسوي کورسي کوکا شراب دي، مګر دې لارښود يا نسخې د کورسي تر څنګ خپل جوړښت کې له افريقايي کولا مغز يا زڼي څخه هم ګټه پورته کړه، چې د څښاک د کافين سرچينه جوړوي. د کوکا کوکا په نوم هسپانوي څښاک د کوکا کولا له رسمي رامنځته کېدلو څخه يو کال وړاندې په ۱۸۸۵ز کال فلادلفيا کې بازار ته وړاندې شوي وو.

په ۱۸۸۶ ز کال کله چې اتلانتا او فولټن سيمې د شرابو د مخنيوي قانون تصويب کړ، پيمبيرټن د کوکا کولا په جوړولو سره د هغې ځواب ورکړ، چې د پيمبيرټن د فرانسوي شرابو کوکا غير الکولي ډول و. ياد توليد د کوکا کولا د نرم يا د الکولي څښاکو د مخنيوي پلوي څښاک په نوم بازار ته وړاندې شو، چې له ګڼو خلکو څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه، ځکه چې د الکولي څښاکو د مخنيوي خوځښت د دې مودې پر مهال پراخه ملاتړ تر لاسه کړ. د توکو لومړنی خرڅلاو د ۱۸۸۶ز کال د می په ۸ نېټه د جورجيا ايالت د اتلانتيا سيمې په «د يعقوب درملتون» کې تر سره شو، چې په لومړيو کې يې يو ګيلاس په پينځه سينټه وپلوره. د درملتون د سوډا چينې يا جوړونکې مادې په دې وخت کې متحده ايالاتو کې د دې باور له امله نامتو وې، چې کاربني اوبه روغتيا ته غوره دي او د پريمبيرټن نوي څښاک د څرګندو درملو په توګه بازار ته وړاندې او پلورل کېدل، چې په ورته وخت کې پيمبيرټن ادعا کوله، چې توليد کړي څښاک يې د مورفين د روږدتيا، ناهضمۍ، عصبي ګډوډۍ، د سر دردونو او کمزورتيا په ګډون زياتو ناروغيو لپاره درملنه وه. نوموړي د همدې کال د می په ۲۹ نېټه په اتلانتيا ورځپاڼه کې د څښاک لومړنی اعلان تر سره کړ.

په ۱۸۸۸ زکال کې د کوکا کولا درې ډولونه يا نسخې بازار کې وې، چې د درې بېلابېلو سوداګريو له لورې پلورل کېدلې. د ۱۸۸۸ زکال د جنوري په ۱۴ د پيمبيرټن او د اتلانتا د څلور سوداګرو (جی سي مېفيلډ، ای او مورفي، سي او مولاهي او اي اېچ بلډوورت) تر منځ يو ګډ شراکت رامنځته شو. د اسا کېنډلر له لورې يوه وييزه وينا چې د هيڅ کوم لاسليک شوي سند له مخې نه ده ليکل شوې، کالونه وروسته د ګواهۍ په ډول ادعا وکړه، چې نوموړي د ۱۸۸۷ زکال په لومړيو کې د پيمبيرټن شرکت کې يوه ونډه تر لاسه کړې وه. جان پيمبيرټن څرګنده کړه چې د کوکا کولا نوم د هغه په زوی چارلس پورې اړه درلوده، مګر نورو دوه توليدونکو [شرکتونو] يوازې د کوکا کولا د فرمولې کارولو ته دوام ورکولی شو.

د کوکا کولا نوم باندې د چارلي پيمبیرټن د واک سند هغه بنسټيز عامل و، چې د ۱۸۸۸ زکال په مارچ کې يې د کوکا کولا شرکت د اتحاد په ثبتولو کې د ستر ونډوال په توګه د نوموړي ګډون ته لاره هواره کړه، چې د نوموړي د پلار په ځای کې تر سره شو. د کوکا کولا نوم باندې د چارلي ځانګړی واک د اسا کېنډلر په برخه کې د خفګان يو مشروط عامل شو. د کېنډلر مشر زوی چارلس هووارډ کېنډلر په ۱۹۵۰ز کال کې يو کتاب وليکه، چې د ايموري پوهنتون له لورې چاپ شو. د خپل پلار په اړه په دې څرګند ژوند ليک کې، کېنډلر په ځانګړي ډول وايي: «د ۱۸۸۸ زکال د اپرېل په ۱۴ نېټه ځوان درمل جوړونکي اسا ګرېګز کېنډلر د کوکا کولا په نوم د ملکيت د نږدې بشپړ نامعلوم امتياز په اکسير يا د شرابو په ګډون له ګڼو موادو څخه د جوړو شويو درملو جوړښت يا فرموله کې درېيمه برخه وپېرله». ياده راکړه ورکړه په اصل کې د جان پيمبيرټن د زوی چارلي او والر، کېنډلر او شرکت تر منځ وه، چې جان پيمبيرټن په کې د خپل زوی د مل لاسليک کونکي په توګه و. واکر، کېندلر او شرکت “Walker, Candler & Co.” په ۳۰ ورځو کې له ۵۰ ډالرو څخه ښکته او ۵۰۰ ډالرو په بدل کې کوکا کولا شرکت کې د چارلي ټوله يو پر درې برخه ګټه تر لاسه کړه، مګر چارلي لا تر اوسه د شرکت نوم په خپل نوم ساتلی و. د اپرېل د ۱۴ نېټې له راکړې ورکړې څخه وروسته، د ۱۸۸۸ زکال د اپرېل په ۱۷ نېټه کېنډلر د واکر/ډوزاير “Walker/Dozier” شرکت د سود نيمايي ونډې د نورو ۷۵۰ ډالرو په بدل کې تر لاسه کړې.

کېنډلر

په ۱۸۹۲ زکال کې کېنډلر د کوکا کولا شرکت په نوم (اوسني اتحاد) په نوم د دويم شرکت د يو ځای کولو چارې پيل کړې. کله چې کېنډلر په ۱۹۱۰ ز کال کې د کوکا کولا شرکت پخوانۍ سوانح له منځه وېوړې، د ادعا له مخې دا کار همدې وخت ته نږدې د نوي اتحاد دفترونو ته د تګ پر مهال شوی و.

سره له دې چې کېنډلر د ۱۸۸۸ ز کال اپرېل کې په کوکا کولا شرکت کې يو غوره او خوندي ځای خپل کړ، مګر له دې څخه وروسته هم اړ و، چې توليدي څښاک د يم يم “Yum Yum” او کوک “Koke” تر نومونو لاندې وار له مخه شته لارښود سره توليد کړي. دا هغه مهال و، چې چارلي پيمبيرټن د خپل پلار له برکته د څښاک جوړولو کيمياوي ماده يا اکسير پلوره، که څه هم د کوکا کولا په نوم يو بې خونده يا نا چاڼ شوی مخلوط و. وروسته له هغې چې د ۱۸۸۸ زکال نيمايي کې دواړه نومونه د کېنډلر په نيولو کې پاتې راغلل، د اتلانتيا درمل جوړونکي د کوکا کولا پر وړاندې د يوې سختې قانوني ادعا د رامنځته کولو لپاره خورا اندېښمن وو او هيله يې درلوده، چې نوموړی به خپل دوه سيالان واکر او ډوزاير اړ کړي، چې په بشپړ ډول له سوداګرۍ څخه ووځي.

سرچينې

Tags:

کوکا کولا تاريخچهکوکا کولا سرچينېکوکا کولا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان جمهوريتچيليخېبر پښتونخواچاریکارلړمساراتوفامام بخاريپښتو نومځري او د هغو کارونهشاتو مچیپښتو پښتو تشريحي قاموسعمر بن عبدالعزيزخرقه شريفهد عیسوی کال میاشتېپښتو متلونهبیل کلینټنn9fhiد امریکا متحده ایالتونو – مکسیکو – کاناډا هوکړهمالېزياد خاورې ککړتياوچکۍ تبه (محرقه)24 اپرېلد سوداګرۍ اتحادیهلعل پاچا ازمونويکيپېډياله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلسوسياليستی دولتعبدالرحمان باباجنسي ځورونهاحمد يوسف نورستانيمحاسبهلومړی مخپه بریتانیا کې بادي برېښناد واده شپهپوهنهعمر بن خطابد ښځو نړیواله ورځګاري کاسپاروفنیوتروني ستورید پښتو ژبې ليکنښېرسمي ژبهبټي کوټ ولسوالۍيوټيوبمطالعهچاپیریالی روغتيا ساتنهنور محمد ترکیکيمياد لویې بریتانیا دویم جورجاروپايي ټولنهتوره تتۍصليبي جگړېبانکنوټپښتانهپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهپښتني بانکد المان هیواد آیالاتونهفیودور داستایفسکيزنک (جست/کوټ)مورسولهد افغانستان جغرافيهښوونځید افغانستان لنډ تاريخنوې پاپواګينهشیريمعلومات🡆 More