ډوایټ ډیویډ ایزنهاور

ډوایټ ډیویډ ایزنهاور (د۱۸۹۰ز کال د اکټوبر له ۱۴مې نه، د ۱۹۶۹ ز کال د مارچ تر ۲۸ مې) یو امریکایي پوځي افسر او سیاستوال و، چې له ۱۹۵۳ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې د متحده ایالاتو ۳۴م ولسمشر پاتې شوی دی.

د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې هغه په ​​اروپا کې د متحدینو د ځواک د ستر قوماندان په توګه دنده تر سره کوله اود جنرالۍ پنځه ګونو ستورو رتبه یې هم ترلاسه کړې ده. هغه له ​​۱۹۴۲ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ډیوې(مشعل) په عملیاتو کې په شمالي افریقا د برید او د لوېدیځې جبهې له خوا(۱۹۴۴ز کال نه تر ۱۹۴۵ز) پر نورماندي د بریالي برید پلان او څار پر غاړه درلود.

ډوایټ ډیویډ ایزنهاور
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۴ اکتوبر ۱۸۹۰
مړینه 28 مارچ 1969 (79 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 180 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت عفونيت (په ناروغۍ اخته کېدل يا د ناروغۍ سرايت)   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي (۱۴ جون ۱۹۱۱–۱۲ جون ۱۹۱۵)  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال
ليکوال
پوځي افسر
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د متحده ایالاتو سیاسي نظام   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه
دويمه نړېواله جګړه
د کوريا جګړه
سړه جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډوایټ ډیویډ ایزنهاور  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ایزنهاور د ټیکساس ایالت په ډینیسن سیمه کې زېږېدلی او د کنساس ایالت  په ابیلین سیمه  کې په یوه الماني نسبه کورنۍ کې رالوی شوی. د هغه کورنۍ د مذهبي تندلارۍ مخینه لرله، خو ایزنهاور تر۱۹۵۲ز کال پورې له کومې کلیسا سره تړاو نه درلود. ایزنهاور په ​​۱۹۱۵ز کال کې له ویسټ پوینټ نه فارغ شو او وروسته یې له مامي داود سره واده وکړ، چې له هغې نه یې دوه زامن هم وزېږېدل. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې، په ​​اروپا کې د نوموړي د خدمت کولوغوښتنه رد شوه او د یوې قطعې قومانده یې پر غاړه واخیسته، چې د ټانکونو کارونې لپاره یې خلک روزل. ایزنهاور په ۱۹۴۱ز کال کې له بېلابېلو جنرالانو سره دندې تر سره کړې او په دې توګه یې د برید جنرالۍ رتبه هم ترلاسه کړه. دویم نړیوال جنګ ته د متحده ایالاتو له ننوتلو وروسته، ایزنهاور د شمالي افریقا او سیسلي د بریدونوقومانده پر غاړه درلوده. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته هغه د پوځ د لوی درستیز په توګه (۱۹۴۵ز-۱۹۴۸ز)، د کولمبیا پوهنتون د رییس په توګه (۱۹۴۸ز-۱۹۵۳ز) او د ناټو د لومړي ستر قوماندان په توګه (۱۹۵۱ز-۱۹۵۲ز) هم دندې تر سره کړې ده.

په ۱۹۵۲ز کال کې ایزنهاور د جمهوري غوښتونکو له ګوند نه په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته اوغوښتل یې د سناتوررابرټ ای ټافت د انزوا کوونکې بهرنۍ تګلارې مخه ونیسي. د یادونې وړ ده چې سناتوررابرټ ای ټافت د ناټو مخالفت کاوه او نه یې غوښتل چې امریکا کومه بهرنۍ ښکېلتیا ولري. ایزنهاور دغه ټاکنې او د ۱۹۵۶ز کال ټاکنې په لوی توپیر وګټلې او دواړه ځلې یې دویم اډلای سټیونسن ته ماتې ورکړه. د ولسمشرۍ  پر مهال د ایزنهاور اصلي موخې د کمونیزم د خپراوي مهارول او د فدرالي کسر کمول یاد شوي دي. په ۱۹۵۳ز کال کې هغه د کوریا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اټومي وسلو په کارولو فکر کاوه او غوښتل یې په دي توګه چین ته هم د اټومي برید ګواښ وکړي که چېرې د اوربند خبرې ژر نتیجې ته ونه رسېږي. چین موافقه وکړه او په یو اوربند سره صلاح شول چې عملي بڼه یې هم واخیسته. هغه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د هري ایس ټرومن هغې تګلارې ته دوام ورکړ، چې تایوان د چین د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني او د فورموسا پر پریکړه لیک یې د کانګرس تصویب هم ترلاسه کړ. د هغه ادارې د اندوچینا په لومړۍ جګړه کې د فرانسې په ګټه د ویتنامي کمونیسټانو سره د مبارزې لپاره ډېرې مرستې وکړې او د فرانسې له وتلو وروسته یې د جنوبي ویتنام د نوي دولت قوي مالي ملاتړ وکړ.

هغه په ​​ایران او ګواتیمالا کې د رژیم بدلونې لپاره د هغې پوځي کودتا ملاتړ وکړ، چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال تنظیم شوې وه. د ۱۹۵۶ز کال د سویز کړکېچ په لړ کې هغه په ​​مصر باندې د اسرائیلو، بریټانویانو او فرانسویانو یرغل وغانده او هغوی یې وتلو ته اړ کړل. نوموړي د ۱۹۵۶ز کال د هنګري د انقلاب پر مهال د شوروي یرغل وغانده خو د دغه انقلاب پر وړاندې یې هېڅ اقدام ونه کړ. وروسته له هغه چې شوروي اتحاد په ۱۹۵۷ز کال کې سپوږمکۍ فضا ته واستوله، ایزنهاور د ناسا د جوړولو اجازه ورکړه، چې د فضايي سیالۍ لامل شو. هغه د ۱۹۵۸ز کال د لبنان د کړکېچ پر مهال ۱۵۰۰۰عسکر دغه هېواد ته واستول. کله چې د متحده ایالاتو یوه جاسوسي الوتکه د شوروي اتحاد په خاوره کې وویشتل شوه، ایزنهاور د خپلې ولسمشرۍ په پای کې له شوروي سره په خبرو اترو کې پاتې راغی . هغه د (Bay of Pigs Invasion)عملیات تصویب کړ کوم، چې جان ایف کینیډي ته د ترسره کولو لپاره پرېښودل شوی و.

د هغه ترټولو لویه برنامه د ایالتونو تر منځ د لویو لارو سیسټم و. د ایزنهاور په ​​دواړو دورو کې په ۱۹۵۸ز کال کې له یوه کوچني کساد پرته بې ساري اقتصادي سوکالي ولیدل شوه. ملت ته یې په خپلې مخه ښه وینا کې؛ د پراخو پوځي لګښتونو، په ځانګړې توګه د کسري لګښتونو او خصوصي پوځي شرکتونو ته د دولتي قراردادونو د خطرونو په اړه اندېښنهڅرګنده کړه. د هغه د ولسمشرۍ تاریخي ارزونې ته په کتو نوموړی د امریکا د قوي ولسمشرانو په ردیف کې راځي.

د ډوایټ ډي ایزنهاور ولسمشري (۱۹۵۳ز کال نه تر ۱۹۶۱ز کال پورې)

ایزنهاور د لوړې مراسمو نه دمخه په پیرل هاربر کې د مشاورینو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال مهمو مسایلو ته اشاره وکړه او د بودیجې پر توازن، د کوریا جګړې پای ته رسونې، د اټومي مخنیوي له لارې د حیاتي ګټو دفاع او د نرخونو او معاشونو کنټرول د نوموړي د ولسمشرۍ بنسټیزې موخې وټاکل شوې. هغه د ۱۹۵۲ز کال په وروستیو کې د کابینې لومړۍ غونډه ترسره کړه او په دغه غونډه کې یې د کمونستې روسیې ضد تګلارې په ډاګه کړې، همدارنګه د هغه پرانستونکې وینا بهرنۍ تګلارې، بهرنۍ سوداګرۍ او ملګرو ملتونو ته د ژمنتیا لپاره ځانګړې شوې وه.

ایزنهاور د نورو پخواني ولسمشرانو په پرتله له مطبوعاتي کنفرانسونو نه ډېره ګټه پورته کړه او د خپلو دوو دورو په لړ کې یې نږدې ۲۰۰مطبوعاتي کنفرانسونه ترسره کړل. هغه له مطبوعاتو سره د ښو اړیکو په ګټه پوهېده او دا یې د امریکا له خلکو سره د نېغو اړیکو ټینګولو او پاللو وسیله ګڼله.

ایزنهاور په پیل کې یوازې د یوې مودې لپاره د ولسمشر کېدو پلان درلود، خو وروسته یې وویل که چېرې مخکښ جمهوري غوښتونکي وغواړي، هغه به بیا په ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخلي. ایزنهاور د ۱۹۵۵ز  کال د سپټمبر په وروستیو کې د زړه له حملې نه روغ ووت. نوموړي د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندیدانو د ارزولو لپاره له خپلو نږدې سلاکارانو سره مشوره وکړه او دې پایلې ته ورسېد چې د ۱۹۵۶ز کال په فبروري کې په ولسمشریزو ټاکنو کې بیا برخه اخلي.

ایزنهاور په ښګاره توګه د مرستیال په توګه د نیکسون له ټاکلو خوښ نه و، دا ځکه چې د نوموړي د زړه ناروغۍ ته په کتلوسره دا مسئله مهمه وه. هغه ​​شخصاً د رابرټ بيانډرسن، چې یو ډیموکرات و د مرستیال په توګه ملاتړ وکړ، خو هغه دا وړاندیز رد کړ، نو ایزنهاور پریکړه وکړه، چې دغه موضوع د ګوند واک ته پرېږدي.

د ۱۹۵۶ز کال په ولسمشریزو ټاکنو  کې ایزنهاور، بیا له اډیلا سټیونسن سره سیالۍ ته ووت، چې د ۵۳۱ ټاکنیزو رایو نه د ۴۵۷رایو په ترلاسه کولوسره یې ټاکنې وګټلې او بیا ځلې ولسمشر شو.

سرچینې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

بشپتوکمپالنه (ټولنيزعلم)تلويزوند اقليمي بدلون اغېزېگل پاچا الفتد افغانستان اسلامي امارتسیرت النبی سوال او ځواباتڼ2012چهل ستون ماڼۍد واشنگټن څلیچڼاسمحمدمحمد عثمان نژنداروپايي اتحادلړممنرالپرمخ (جنسي عمل)د افغانستان لنډ تاريخبیل کلینټنجنرال عبدالرازقدعناصرو دوراني جدولرحيم شاهګرده څیړۍ ولسوالۍامیر شیر علی خانبيولوژيحميد مومندچټک پیغام سیسټمډاکتر کبير ستوریعربي ژبهچاریکارالفرېډ نوبلويکيپېډياهايډروجنهراتپېليپينجرمنيسینټ پیټرزبورګدافغانستان په ځنګلونو کی انساني ضررونهد منجمنټ اساساتکابلحبيب الله رفيعساراتوفبهسود ولسوالۍ (ننگرهار)پلار څوک دیکانډومښيښهCaliforniumپيروبرکت الله سليمټولنيزې رسنۍماري انتوانېت28 سپټمبرد انسان جنسي غوښتنېد افغانستان جغرافيهموټرشیريازاد شعراکسيجند افغانستان لومړی وزيرRheniumفیسبوکمسکووختبرېښناد درود شريف ځانګړتیا او ګټيعنايت الله عنايتکرنهخوشال خان خټکخيميرانعددمريم نواز🡆 More