بې پرې ليدلوری د ويکيپېډيا تګلار او لارښوونو او د هغې د پنځو بنسټونو څخه يو بنسټ دی۔
د ويکيپېډيا ټولې ليکنې او اصول بايد بې پرې ليدلوري مطاق وليکل شي او ترشوني بريده بايد له تعصب پرته باوري سرچينو څخه وي او بې پرې ليدلوری ولري۔ دا بې پرې ليدلوری د بحث وړ نه دی او ټولو کارنانو او پازولانو باندې د دې تطبيق لازمي دی.
ويکيپېډيا:بې پرې ليدلوری د ويکيپېډيا له درې لومړنيو بنسټيزو بنسټونو څخه يو دی، پاتې دوه نور يې تصديق وړتيا او د ويکيپېډيا قوانین بدلون موندونکي دي، شامل دي۔ په مشترکه ډول دا درې بنسټونه د ويکيپېډيا د ليکنو د متن او قابل قبول او منل کېدو معيارونه ګڼل کيږي. د ويکيپېډيا ټولې منځپانګې بايد د بې پرې ليدلوري پراساس ولاړې وي۔ له بې پرې ليدلوري نه موخه دا ده چې ليکنه بايد، منصفانه وي، يو طرفه نه وي او د نورو خلکو احساساتو ته پکې په سپکه نه وي کتل شوي، او تر ممکنه حده بايد له تعصبه خالي وي او د ټولو هغه اندونو او نظرونو سره سمې وي چې په تصديق وړتيا کې ورته اشاره شوې ده۔
يانې موږ بايد په ویکیپېډیا کې هڅه وکړو چې لیکنې مو د یوه ځانګړي فکر او نظر رابلونکې نه اوسي، بلکه ټولو لیدلورو باندې چې هرې موضوع اړوندې وي؛ لیکنې ترسره شي. ځینې وخت دا کار د څو بېلابېلو لیدلورو د بیانولو او د هغوي ته پراختیا ورکولو اړتیا لیدل کېږي؛ تردې چې کارن پوه شي چې هر لیدلوری له کومې سرچینې راځي او هیڅ لیدلوری نه باید د «مطلق حقیقت» یا «غوره لیدلوري» په توګه وپېژندل شي. داسې یوې موخې ته د رسېدا لپاره، په هر ممکنه ځای په ځانګړي توګه اختلافي موضوعګانو کې د معتبرو او استناد وړ سرچینو راوړل او کارول اړین بریښي. ځینې وخت په دې اړه چې کومه څرګندونه بې پرې ده، د نظر اختلاف راڅرګندېږي، له سمونونو (ایدیټ) څخه د یوې لنډې مودې لپاره د لاس نیولو غوښتنه مطرح کېږي، په لیکنه کې د {{سموالی}} یا {{پلوي}} کینډۍ لګول کېږي او د اختلاف وړ جزییات د لیکنې په خبرې اترې برخه کې د خبرو اترو لپاره وړاندې او اختلافاتو ته رسېدنه کېږي.
|
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ويکيپېډيا:بې پرې ليدلوری, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.