نزاکت
د ويکيپېډيا په منځپانګه کې په ناسمه توګه د يو څه زياتول، ړنګول يا په هغې کې داسې يو سمون کول چې له کبله يې د ويکيپېډيا بشپړتيا له منځه لاړه شي، ورانکاري بلل کيږي. يا د بېلګې په توکه که ووايو چې د ويکيپېډيا په مخونو کې د ليکنې سره د نه تړاو لرونکو انځورونو، بربنډو انځورونو يا خندا وړ ليکنو ځايول يا په غير منطقي توګه د تګلارې مخالف له ځينو ليکنو څخه يو څه ړګول او يا په ځينو مخونو کې په واضح ډول د بې کاره او غير ضروري موادو ځای پرځای کولو ته د ويکيپېډيا ورانکاري وايي. يانې ورانکاري هر هغه عمل دی چې د ويکيپېډيا ليکنې او مخونه خرابوي يا يې بې باوره کوي يا دا چې د ويکيپېډيا مالومات ګډوډ کوي. ورانکاري منع دهد کارنانو د هڅونې په پار بايد وارنکاری کارن د هغې د ورانکارۍ په اړه خبر کړای شي، د څو پرله پسې ورانکاريو يا د نه منع کېدو په صورت کې ويکيپېډيا:پازوالان کولی شي چې په هغې د څه مودې لپاره بنديز ولګوي. د ورانکارۍ مخنيوی څنګه وکړوکوښښ وکړئ چې وروستي بدلونونه پاڼه او په ځانګړې توګه نوي مخونه وڅارئ!. د ورانکارۍ ليدلو پرمهال بايد څه وکړو؟که تاسو په کومه ليکنه يا مخ کې ورانکاري ووينئ، نو هغه ورانکارې برخه يې لرې کړئ، يا ټوله ليکنه سمه کړئ. نويو کارنانو ته لارښوودسمون ورانکاري ده، يا تېروتنهبايد وکتل شي چې کارن دا ډول بدلونونه د سمون په نيت ترسره کړي يا د ورانکارۍ په نيت، يانې د کارن موخه په ليکنه کې د بدلون څخه د ليکنې ورانول و، يا سمول۔ بېرته ګرځولد مخ نېټه وګورئ او د ورانکارۍ دمخه تاريخ ليکنه بېرته راوګرځوئ. خبرداریکارن ته خبرداری ورکړئ، ترڅو بياځلي دا ډول تېروتنه او ورانکاري ونه کړي. د وران شوي مخ څارنه وکړئ!دا مخ تر هغې وڅارئ، ترڅو ډاډه شئ، چې نور په ياد مخ کې کوم څوک ورانکاري نه ترسره کوي. پازوال خبرولد پرله پسې ورانکارۍ په صورت کې پازوال ته خبر ورکړئ، چې په ياد کارن بنديز ولګوي، يا په اړه لازم اقدام وکړي. نور وګورئ
|
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ويکيپېډيا:ورانکاري, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.