هیروشیما

هیروشیما د جاپان د هیروشیما ادارې پلازمینه ده.

 په ۲۰۱۹زکال د جون په لومړۍ نېټه د ښار نفوس ۱،۱۹۹،۳۹۲ اټکل شوې وو. په ۲۰۱۰ز کال کې د لوې هیروشیما ناخالص کورني تولیدات ۶۱،۳ میلیارده ډالرو ته رسېده. کازومي ماتسوی د ۲۰۱۱ز کال له اپریل راهیسې د دغه ښار د ښاروال په ټوګه دنده ترسره کوي.

هیروشیما
بە ژاپۆنی: 広島市
هیروشیما
برخه دSassenhirofuku، 100 municipalities with water، Hiroshima metropolitan area
بنسټ ايښودنه۱ی اپرېل ۱۸۸۹
Pseudonym3Bの街
رسمي نښه広島市
Founded byMōri Terumoto
Named byMōri Terumoto
Anthemmunicipal anthem of Hiroshima
لويه وچهآسيا
هېوادجاپان
Capital ofHiroshima Prefecture، Hiroshima Domain
پلازمېنهNaka-ku
ځاي د هيواد په برخه کېHiroshima Prefecture
وختزون موقعيتنړيوال همغږی وخت + 09:00
Associated electoral districtHiroshima 1st district، Hiroshima 2nd district، Hiroshima 3rd district، Hiroshima 4th district
Located in/on physical featureHiroshima Plain
کوارډينېټي موقعيت
ترټولو لوړه څوکهMount Ōmine
Office held by head of governmentmayor of Hiroshima
د حکومت مشرKazumi Matsui
Legislative bodyQ11484650
Legal formordinary local public entity
د وگړو شمېر۱٬۱۹۸٬۰۲۱
څښتن دHiroshima Municipal Stadium، Hiroshima Sun Plaza، Hiroshima Municipal Stadium، Q11484671، Q11484672
Language usedHiroshima dialect
Significant eventatomic bombing of Hiroshima
سيمه۹۰۵٫۰۱±۰٫۰۱ کیلومتره مربع
پوستي کوډ730-8586
رسمي وېبځیhttps://www.city.hiroshima.lg.jp/
Hashtag広島市
Official symbolCinnamomum camphora، گنډېری
Economy of topiceconomy of Hiroshima
Local dialing code82
Has listQ28683158

هیروشیما په ۱۵۸۹ز کال کې د اوتا سیند ډیلټا سیمه کې د یوې کلا په توګه جوړ شو. په ۱۸۶۸ز کال کې د میجي بیارغونې نه وروسته، هیروشیما په چټکۍ سره په یو لوی ښاري او صنعتي مرکز بدل شو او  په ۱۸۸۹ز کال کې هیروشیما په رسمي توګه د ښار حیثیت ترلاسه کړ. دا ښار د سترواکۍ دورې په لړ کې د پوځي فعالیتونو مرکز و لکه څنګه چې د چین – جاپان لومړۍ جګره، د روس - جاپان جګړه او دوه نړیواله جګړو کې یې د پام وړ ونډه لرله.

هیروشیما لومړی ښار ده، چې د اټومي وسلو له خوا په نښه شوی. دا د ۱۹۴۵زکال د اګسټ په شپږمه نېټه د سهار په ۸:۱۵ بجو هغه مهال په نښه شو، چې د متحده ایالاتو د پوځ هوايي ځواکونو (USAAF) په دغه ښار باندې اټوم بم وغورځاوه. د ښار ډېره برخه ویجاړه شوې وه او د کال تر پایه پورې له ۹۰۰۰۰ نه تر ۱۶۶،۰۰۰ کسانو ترمنځ د چاودنو او د یاد اټوم بم د ناوړه اغېزو په پایله کې مړه شوي وو. له جګړې وروسته د بیارغونې دورې راهیسې، هیروشیما د لوېدېځ هونشو په چوګوکو سیمه کې ترټولو لوی ښار وبلل شو.

دویمه نړیواله جګړه او اټومي بمبارۍ ( ۱۹۳۹ز کال-۱۹۴۵ز کال) 

د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د دویم عمومي پوځ او چوګوکو سیمه اېز پوځ مرکزي دفترونو په هیروشیما کې و او د پوځ سمندري مرکزي دفتر په اجینا بندر کې شتون درلود. دغه ښار د پوځي اکمالاتو لوی ډیپو هم درلودل او همدارنګه د بار وړلو یو اړین مرکز هم ګڼل کېده. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان په توکیو او نورو ښارونو کې بمبارۍ د پراخې تباهۍ او د سلګونو زرو ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شو.

د ۱۹۴۵زکال د اګست په ۶مه د دوشنبې په ورځ د سهار ۸:۱۵ بجې (د هیروشیما په وخت) اټومي وسله د امریکایي بوینګ B-29 Superfortress الوتکې له خوا، چې د پاول وارفیلډ تبتس جونیر له خوا الوتنه ورکول شوې وه په هیروشیما باندې وغورځول شوه. په پای کې  لږترلږه ۷۰،۰۰۰ خلک د زرګونو کوریايي غلامانو کارګران په شمول ووژل شو. د تلفاتو له ۱۰ سلنې نه لږ پوځيان وو. د کال په پای کې د اټمي وسلې زیانونو او وړانګو د مړینو شمېر    ۹۰،۰۰۰ نه تر ۱۴۰،۰۰۰ته ورساو، چې د یادې بمبارۍ دمخه د هیروشیما نفوس شاوخوا ۳۴۵،۰۰۰ و. د ښار شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او ۷ سلنه نورې سختې زیانمنې شوې وې.

د برید وروسته د ویجاړ شوي ښار د فلمونو خپرول او د یاد برید د بشري اغېزو په اړه د اټومي بم د تلفاتو کمیسیون ځینې څېړنې د جاپان د اشغال پرمهال سانسور شوې وې او د دې معلوماتو ډېری برخه تر ۱۹۵۱زکال پورې د سان فرانسسکو تړون د لاسلیک کېدو پورې سانسور شوي وې، چې یاد تړون جاپانیانو ته د کنټرول بېرته راګرځول په مانا و.

په جاپان باندې د اتومي بم د بریدونو حیرانونکې خبرونه په قصدي ډول خوا د جاپان له خلکو نه د متحدینو د اشغال په لړ کې د متحده ایالاتو د پوځي سانسورانو له خوا پټ ساتل شوي و. که څه هم  دوی بومي خلکو ته د ازاد مطبوعاتو ښېګنې ور زده کول، خو د یادې پېښې د تلفاتو احصایې پټې کړې. په هیروشیما او ناګاساکي کې د جاپاني کمرې مینانو له خوا له بریدونو نه ضبط شوي فلمونه بېرته اخیستل شوی و. د جان هیرسي له خوا لیکل شوی کتاب دې «هیروشیما» په نوم  په متحده ایالاتو کې خورا اغېزه درلوده، خو په جاپان کې منع شوی و.

د جان هرسي له خوا د هیروشیما کتاب په اصل کې د مقالو په بڼه د نیویارکر په مجله کې په ۱۹۴۶زکال د اګسټ په ۳۱مه خپور شو. د راپور له مخې دا کتاب باید تر ۱۹۴۷ز کال کې په انګلیسي ژبه کې توکیو کې خپور شوې واې، خو د یاد کتاب ژباړل شوې نسخه په ۱۹۴۹ز کال کې جاپان کې خپره شوه.

له جګړې نه وروسته دوره (۱۹۴۵ – اوس مهال) 

د ۱۹۴۵ زکال د سپټمبر په ۱۷مه هیروشیما د ماکورازاکي توپان په پای کې سخت وځپل شو. له ۳۰۰۰ نه ډېرخلک مړه او ټپیان شول. د ښار تر نیمايي زیات پلونه ویجاړ شول، سړکونو او ریل پټلیو ته پراخه زیانونو واوښتل، چې ښار یې نور هم ویجاړ کړ.

هیروشیما له جګړې وروسته د ملي حکومت په مرسته د هیروشیما د سولې د یادګار ښار د جوړولو قانون له لارې، چې په ۱۹۴۹ز کال کې تصویب شو بیا ورغول شو. د دې بیارغونې لپاره د مالي مرستې سربېره د مرستې شوې ځمکې، چې مخکې د ملي حکومت ملکیت و او د سترواک پوځ له خوا کارول کېده چمتو کړاې شوې.

په ۱۹۴۹زکال کې د هیروشیما د سولې یادګار پارک لپاره ډیزاین غوره شو. د بم د چاودنې ځای ته ترټولو نږدې ژوندۍ پاتې شوې ودانۍ د ګینباکو ګنبد یا«اتومیک ګنبد» و، چې د هیروشیما د سولې یادګار پارک یوه برخه ده. د هیروشیما د سولې یادګار موزیم په ۱۹۵۵زکال کې پرانیستل شو. هیروشیما د سولې یوه معبد هم لري، چې په ۱۹۶۶ز کال کې د نیپونزان میوهجي له خوا جوړ شوی او یاد معبد په ځانګړې توګه د معمول ډبرې په پرتله د فولادو نه جوړه شوې ده.

هیروشیما د جاپان د پارلمان له خوا په ۱۹۴۹زکال کې د خپل ښاروال شینزو هامي (۱۹۰۵-۱۹۶۸زکلونو) په نوښت د سولې ښار په توګه اعلان شو. د پایلې په توګه هیروشیما ښار د سولې او ټولنیزو مسلو په اړه د نړیوالو کنفرانسونو د ترسره کولو لپاره د مطلوب ځای په توګه نړیوال پام ترلاسه کړ. د ۲۰۱۶ز کال د می په ۲۷مه بارک اوباما د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر و، چې د اتومي بم له حملې وروسته یې هیروشیما ته سفر وکړ.

زده کړه

پوهنتون 

د هیروشیما پوهنتون په ۱۹۴۹زکال کې د تعلیمي سیسټم د ملي بیارغونې د یوې برخې په توګه جوړ شو. د هیروشیما پوهنتون په ګډون په هر ولایت کې یو ملي پوهنتون جوړ شو، چې د اته موجوده موسسو (د هیروشیما د ادبياتو او ساینس پوهنتون، د هیروشیما د ثانوي زده کړو ښوو۵ینځی، د هیروشیما د ښوونې او روزنې ښوونځی، د هیروشیما د ښځو د ثانوي زده کړې ښوونځی، د هیروشیما د ښوونې او روزنې ښوونځی، د هیروشیما عالي ښوونځی، د هیروشیما عالي تخنیکي ښوونځی او د هیروشیما ښاروالۍ عالي تخنیکي ښوونځی) ترکیب و، چې  په ۱۹۵۳زکال کې د هیروشیما طبي کالج سره بېره رامنځته شو، خو په ۱۹۷۲زکال کې د هیروشیما پوهنتون د لیږد پریکړه وشوه، چې د هیروشیما ښار له ښاري سیمو نه د هیګاشی هیروشیما ښار پراخه کیمپس ته ولېږدول شي.

ګرځندوی

د جاپان ښار او د هیروشیما ریاست څه د پاسه ۷۶ کاله پخوا د اتومی بم له امله ویجاړ شوی وی، خو نن ورځ دغه تخریب ځای په ټول هېواد کې د سیلانیانو لپاره  یو غوره ځای دی. د دې هېواد د سیلانیانو د ادارې له خوا په خپره شوې شمېرې کې ښودل شوی چې د ۲۰۱۲ کال په ترڅ کې شاوخوا ۳۶۳۰۰۰ کسانو سیلانیانو له میتروښار نه لیدنه کړې و، چې وروسته له امریکایانو نه استرالیایان او چینایان د دې شمېرې زیات اکثریت جوړوي. په ۲۰۱۶ ز کال کې ۱.۱۸میلیونه بهرنیان له هیروشیما نه لیدنه کړې ده، چې په ۲۰۱۲ ز کال کې د ۳۶۰ زرو نه  ۳.۲ برابر و . امریکایان د ۱۶ سلنې په جوړولو سره د یادې شمېرې تر ټولو لویه برخه جوړوي.  وروسته استرالیایان وو چې  ۱۵ سلنه، ایټالویان ۸ سلنه او بریټانویانو ۶ سلنه د یادې شمېرې برخه جوړوله. د چین او جنوبی کوریا د سیلانیانو شمېر لږ و، چې یوازې ۱ سلنه او ۰.۲ سلنه د ټولې شمېرې استازیتوب کاو.

سرچينې

Tags:

هیروشیما دویمه نړیواله جګړه او اټومي بمبارۍ ( ۱۹۳۹ز کال-۱۹۴۵ز کال) هیروشیما زده کړههیروشیما ګرځندویهیروشیما سرچينېهیروشیما

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پلار څوک دیګوګل مېپسعبدالمنان ارغندبيپاشا باسوکمپیوټر ساینسعباسي خلافتد افشارو عملیاتپه پښتو کې د ياگانو سمه کارونهیوزنېټڅو زېږونيغزلد انګلستان دویم جېمزمارگرېټ ټاچراحمد شاه باباپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلسټاکهولملمونځ څه ته وايي؟عامه اړیکېرومي ژبېجوارمعلوماتي ټیکنالوژيفنانةدرسي پلانتېمور شاه درانيننګرهار ولایتتوماس جفرسونداکټر سید جمال الدین هرویجکارتاطبيعي پوهنېزرغونه اناروڼ انديد لویې بریتانیا لومړی جورجد نورستان ولایت ولسوالۍوحې څه وخت پيل شوه ؟ليکوالسیسیلیا پېن-ګاپوچکېنبریدګرې نوعېزکات- فقهي مسایل- پښتو آسانه فقهسپوږميز لېږديز کالهندارهمدهيه پرديشوحې9 اکتوبردبهسودو ولسوالۍ چاپېريالي وضعیتپښتو پښتو تشريحي قاموسمحمود سوماپښتونوليکچالوجرگهپيشودیوبند دار العلومنوی ډیلينجيب الله جامعسویډناسلامي تاريخابو حنيفه (امام اعظم)حسن خاتمة ( ښه پایله )د واشنگټن څلیگل پاچا الفتپښتانهجاپانفريدريک هايکويکي مانيافلزسومریاندافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېپټه خزانهد جنازې لمونځالکساندر هميلټنکیمیا🡆 More