هنر

هنر د انساني فعالیتو (او یا د هغه د محصولاتو) پراخه برخه ده چې په کې نوښتګر تخیل شاملېږي او موخه یې د تخنیکي اغیزمنتیا، ښکلا، احساسي ځواک او مفهومي نظریاتو څرګندول دي.

د هنر اړوند ټولو ته د منلو وړ داسې تعریف چې څه په هنر کې شاملېږي نشته او په اړه یې نظریات د وخت په تېرېدو بدل شوي. د تجسمي یا بصري هنر درې لرغونې برخې نقاشي، مجسمه جوړونه او معماري دي. تیاتر، نڅا او نور ننداریز هنرونه همدارنګه ادبیات، موسیقي، فلم او نورې رسنۍ لکه تعاملي رسنۍ د هنر په پراخ تعریف کې شاملېږي. تر اولسمې پېړۍ پورې هنر هر ډول وړتیا او ځانګړنو ته اړوند کېده چې له صنعت او علم څخه یې توپیر نه کېده. خو له ۱۷ مې پېړۍ وروسته د هنر په معاصره کارونه کې، کله چې د ښکلا پېژندنې نظریاتو لومړیتوب ترلاسه کړ، په ټولیز ډول ښکلي هنرونه له ترلاسه کېدونو وړتیاوو لکه تزئیني او پلي کېدونو هنرونو (چې د ژوندانه اړوندو توکو په جوړولو کې کارول کېږي) جلا شول.د هنر او هغو ته اړوندو مفاهیمو طبیعت لکه خلاقیت او تفسیر د فلسفې په یوه څانګه کې چې ورته ښکلا پېژندنه ویل کېږي، ارزول کېږي. هنري آثار د هنر د نقد او د هنر د تاریخ په حرفوي برخو کې مطالعه کېږي.

لنډه کتنه

د هنر د تاریخ له مخې، هنري آثار د انسان د پیدایښت له مهاله شته: له تاریخ وړاندې هنر څخه تر معاصر هنر پورې؛ ورته مهال یو شمېر نظر ورکوونکي احساس کوي چې د "هنري آثارو" مفهوم په ډېره لږ کچه له مدرن لویدیځو ټولنو سره مطابقت لري. د هنر د تعریف لومړني مفاهیم د هغو د پخوانۍ لاتین معنی سره نږدې اړیکه لري چې د "مهارت" او یا "صنعت" په معنی ژباړل کېږي چې د صنعت کار له کلیمې سره اړیکه لري. انګلیسي لغت یې د یو شمېر معناوو لکه مصنوع (artifact)، مصنوعي (artificial)، طبي هنرونو (medical arts) او پوځي هنرونو (military arts) اخیستل شوی. همدارنګه په محاوره یي ډول دغه کلیمه ډېره کارول کېږي چې ټولې یې له اصلي ریښې سره اړیکه لري.

د وخت په تېرېدو، یو شمېر فیلسوفانو لکه افلاطون، ارسطو، سقراط، کانت او نورو د هنر معنی له سوال سره مخ کړې. د افلاطون په ډېرو بحثونو کې د هنر په اړه پوښتنې شوي: سقراط وايي چې شعر له موزانو یا موسایانو (د پخواني یونان ۹ نیمه خدایانو ښاپېریو) الهام اخلي او عقلاني ندی.  افلاطون په خپل کتاب فدروس (نږدې ۲۶۵ کاله له میلاد مخکې) کې د دغې خبرې په تائید د الهي جنون د نورو ډولونو (مستي، ایروتیسم او خیالاتو) په اړه ویلي، او په خپل بل کتاب جمهوري کې غواړي چې د هومر لوی شاعرانه هنر او خندا هم غیرقانوني وبولي. د آیون په بحث کې  استدلال کېږي چې د هومر شعر لیاد (Iliad) په پخواني یونان کې داسې رول لوباوه لکه په معاصره عیسوي نړۍ کې چې بایبل نن ورځ رول لري: له الهیاتو څخه په الهام اخیستو د هغه ادبي هنر کولای شي اخلاقي لارښونه وکړي، پدې شرط چې په سمه توګه تفسیر شي.

ارسطو د ادبي هنر او موسیقاري هنر له مخې حماسي شاعري، تراژیدي، کمیډي، ډیترامبیک شاعري (Dithyrambic poetry) او موسیقي تقلیدي هنر بولي، چې هر یو د تقلیدي چاپېریال، موخې او تګ لارې له مخې توپیر لري. د بېلګې په توګه، موسیقي د ریتم او هارموني له محیط تقلید کوي په داسې حال کې چې نڅا یوازې له ریتم تقلید کوي او شاعري له ژبو.

د هنر د کلیمې نوې او خاصه معنې د نوښتګر هنر او یا هم ښکلو هنرونو په توګه د اوولسمې پېړۍ په پیل کې رامنځته شوه. ښکلي هنرونه هغه وړتیاوو ته اړوندېږي چې د هنرمند نوښت او د مخاطب د ښکلا پېژندنې حساسیتونه رامنځه کوي.

تاریخچه

د هومو ارکتوس (Homo erectus) له خوا د حکاکي شوي صدف مخینه له ۴۳۰ زره څخه ۵۴۰ زره کالو وړاندې ښوول شوې. د سپینې لکۍ لرونکو اتو بازانو ټولګه چې پکې د غوڅېدو او تراش کولو آثار شته چې د نئاندرتالانو د لاسوهنې څرګنديي کوي او امکان لري چې د جواهراتو په توګه کارېدلي وي ۱۳۰ زره کاله مخینه لري. د سویلي افریقا په یوه غار کې ۷۵۰۰۰ کاله پخواني د کوچنیو حلزونونو د سوري شوو صدفونو ټولګه کشف شوې. د رنګ موندل شوي هغه قوطي چې په ډېر احتمال سره د رنګ ساتلو په موخ کارېدل ۱۰۰ زره کالو پخوا ته اړوندېږي.

لرغونې پالیولیتیک (Upper Paleolithic) زمانې ته اړوند مجسمې، د غارونو نقاشۍ، د ډبرو نقاشۍ او ډبر لیکونه چې نږدې ۴۰ زره کاله پخواني دي کشف شوي، خو د دغه ډول هنرونو کره معنی تل د بحثونو سره مخ شوې ځکه د هغو کلتورونو په اړه چې دغه اثار یې جوړ کړي ډېر کم معلومات شتون لري.

په هنر کې ډېر لوی دودونه په پخوانیو لرغونو تمدنونو لکه د پخواني مصر، بین النهرین، فارس، هند، چین، لرغوني یونان، روم او همدارنګه اینکا، مایا او اولمېک په تمدنونو کې رېښه لري. د تمدن هر یو دغه مرکز په هنر کې خپل ځانته ځانګړی سبک رامنځته کړی. د دغو تمدنونو د کچې او مهال له مخې د دوی ډېری هنري آثار پاتې شوي او اغیز یې نورو کلتورونو او وروسته مهالونو ته لېږدېدلی.

د لویدیځ په منځني عصر کې د بیزانس او منځنۍ دورې هنر، تر ډېره د بایبل او د مذهبي کلتور اړوند موضوعاتو په وړاندې کولو تمرکز درلود، او له هغو سبکونو یې کار اخیسته چې د جنتي نړۍ لوړه ښکلا یې تر ډېره څرګندوله، لکه د نقاشیو په بګروند کې به یې طلا کاروله، په موزایک او کړکیو کې به یې شیشه کاروله او همدارنګه به یې تخیلي موضوعات په مسطح سطحو کې وړاندې کول. ورته مهال لرغونی ریالیستیک (واقعیت پلوه) کلتور د بیزانسانو په کوچنیو اثارو کې دوام درلود او ریالیسم په پرله پسې ډول د کاتولیکې اروپا په هنرونو کې وده وکړه. د رنسانس دورې هنر د مادي نړۍ په واقعي انځور کولو او په هغه کې د انسان په ځایګي تمرکز درلود.

په ختیځ کې، اسلامي هنرونو د انساني انځورونو د جوړولو په رد کولو سره په هندسي ډولونو، خطاطۍ او معمارۍ ټینګار درلود. تر ډېره په ختیځ کې مذهب په هنري ډولونو اغیز لرلی. هند او تبت د مجسمو په جوړولو او نڅا ټینګار درلود، په داسې حال کې چې مذهبي نقاشیو تر ډېره له مجسمې جوړونې اخذ کاوه او د روښانه مخالفو رنګونو پر ځای یې په حاشیوي کرښو ټینګار درلود.

جرمنی فیلسوف او پیاوړی متفکر، مارتین هایدګر په خپل کتاب The Origin of the Work of Art (د هنري آثارو ځایګی) کې د هنر جوهر د هستۍ او حقیقت د مفاهمیو پر بنسټ توصیف کوي. هغه استدلال کوي چې هنر نه یوازې په یو فرهنګ کې د واقعیت عناصر څرګندوي، بلکه د هغو د جوړولو لپاره وسیله او ورته د پرواز تخته برابرول دي چې له هغو کېدلای شي هغه څه چې دي څرګند شي. هنري آثار یوازې ښکلا ښودونکي نه دي بلکه په واقعیت کې د یوې ټولنې مشترک درک جوړوي. هر کله چې یو هنري اثر په یوه کلتور کې زیاتېږي، د هغو د شتون معنی په ذاتي ډول بدلون مومي.له تاریخي پلوه هنر او هنري وړتیاوو او نظریاتو د سوداګرۍ له لارې پراخوالی موندلی. د بېلګې په توګه د ورېښمو لار، چېرې چې هلسنتیک، هندي او چینايي اغېزې ګډېږي. بودایي یوناني هنر د دغه تعامل یو له څرګندو بېلګو څخه دی.

سرچینې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

موټربازارموندنهمتالورژيچاپیریالی روغتيا ساتنهکومي جمهوريتد انګلستان دوم چارلزاستقلابد درود شريف ځانګړتیا او ګټيچهل ستون ماڼۍزړهجنسي ناوړه ګټه اخيستنهامام الدين جمعه دينسردار سلطان محمد خاند پښتو ژبدودزنک (جست/کوټ)لېږد ۴۵سینټ پیټرزبورګپېليپينکتابتونسپوږميز لېږديز کالهندارهکټرينا کیفکلا، ارغندابګرجستاناوهایوژوياحمد شاه درانیسیمهد خلق ډموکراتيک ګوندمحاسبهد بکارت پردههندي هنرمشاهدهد انګليستان د بېوزلۍ قوانينښيښهد کمپیوټر ارزښتشاتو مچیآسياد قسطنطنیې ايالت ( فتحه)پښتوتلمودمرکزي بانکبرېښناکاناډابيولوژيانا بورکوسکاعامه افکار څه ته وايي؟ابن سينا بلخيn9fhiمايتوکاندرياسوريد زړه حمله (ناروغي)جمهوریت غوښتنهجلغوزهاقتصادي ستونزهد انسان جنسي غوښتنېانرژي په بریتانیا کېد الله 99 نومونهمحمد حسن کاکړنور محمد ترکی5 نومبرپکتيا ولايتقانونرحيم شاهتور زېړیوختوزهقانون څه ته وايي؟فیودور داستایفسکيمیلانمصراسد الله غضنفرساراتوفپښتو متلونه🡆 More