مينه:

مينه يا محبت یوداسي احساس ته ویل کیږي چي دیو انسان او یا څیز په اړه وي .

مینه څوډوله ده چي په عمومي توګه مشهوره یې له جنس اوجسم سره کیږي اودغه میني ته په انګلیسي ژبه (Romantic Love) وایي . له دې څخه ماسېوا نوري میني بېلابېل ډولونه لري لکه مذهبي مینه، له وطن سره مینه، فلسفي مینه او داسي نور ........

دیو احصایې له مخي په 2012 زیږدیزکال دمشهوره انجن ګوګل له لاري دغه جمله تر ټولو ډېره استعمال سوې ده، (?What is love) یعني مینه څه ده؟ .

عام خلک میني ته کوم ځانګړي الفاظ نه لري او دیو احساس په توګه یې مني خوځانګړي خلک میني ته په اشعارو، ادبیاتو او خاصو الفاظو کي ځای ورکوي .

مينه او محبت په اسلام کې

مينه او محبت په جايز (رواه) او نا جايز تقسيم شوی دی . ۱- د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سره محبت واجب بلکي دا محبت د ايمان شرط دی .

قال الله تعالی : [وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ] (البقرة 165 ) ژباړه: او هغه کسان چې (پر الله ) ايمان لري د دوی مينه د الله سره ډيره زياته ده. همدارنګه رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي :«لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» . (المسلم ۴۴ ) . ژباړه: ستاسې نه څوک تر هغه پورې د کامل ايمان څښتن نشي کيدای څو پورې زه ور ته له خپل پلار ، اولاد او ټولو خلکو محبوب نشم .

د قيامت په ورځ به اووه کسه د عرش تر سيورې لاندې د هغې ډلې به يو هغه کس وي چې : « وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ» (البخاري ) .

يعنې : هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی

او فرمايي :«أفضل الأعمال الحب في الله والبغض في الله» (راوي : ابوذر غفاري – ابوداؤد 4599).

يعنې : بهترين عمل دوستي دپاره د الله (جل جلا له) او دوښمني د پاره د الله (جل جلا له) وي .

۳- د خپلې ښځې ، اولاد ، والدينو او خپلوانو سره محبت کول فطري محبت دی ، جايز او مستحب محبت دی ، همدارنګه د سفر د ملګري ، ګاونډې ، د معاملې د شريک سره محبت کول مباح دي .

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پیچ سیندټوپک مادل ٥٨مايکروسافټ وېنډوزرومي بانجانويکيپېډياځنګلونو له منځه وړل (بې ځنګله کول)لوبغاړی15 فبروريلاوو ژبهخواړهکولابکلاشېنکوف اې کې ۴۷شفعهامنیت شورارونالډ ریګنسینټ پیټرزبورګانګلیسيپشه يي پښتو متلونهدانگام ولسوالۍنس ناستیبرېتانياميدان وردگ ولايتډګروالویدانتاټولنيزې رسنۍڅارنوالله ځوانۍسورة سبأسینه بغلمو هن جودارواسد الله غضنفرويکيکندزشاهپور ځدراڼميخانيکګوګلمرکهانارد برتانيې اقتصادرنګينه حميديايمانشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهکانډومعلي بن ابي طالبلویي آګاسيد بدر غزاعبدالمنان ارغندويکيمېډيا بنسټnt2k9افغانستانمتلخوستسردار عزيزالله خان ضياييد اوړي وختد اشرف خان هجري په شاعرۍ کې تشبيه ګانېد امپراطوریو هدیرهکلا، ارغندابد متحده ايالاتو تاريخچه4 فبروريملا نصر الدينبهاييسمفروپولعبدالله بن زبيرچرسويټامينوړانديز (وټپوهنه)خوست ولايت🡆 More