ماري سالومیا سکلودوسکا کوري، (/ˈkjʊəri/ KEWR-ee فرانسوي، : پولنډ کې زږېدلې ده.
د 1867 د نومبر له 7 مې څخه د 1934 د جولای تر 4 مې پورې یوه پولندي الاصله فرانسوي فزیک او کیمیا پوهه وه، چې د راډیو اکټیوټي په اړه یې مخکښې څیړنې (په لومړني ځل ) ترسره کړې دي. دا لومړنۍ ښځه وه، چې د نوبل جایزه یې وګټله. همدانګه یوازینی کس او یوازینۍ ښځه وه چې د نوبل جایزه یې دوه ځلې وګټله. ماري یوازنی کس دی، چې په دوه ساینسي څانګو کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده. د دې مېړه، پیري کوري د هغې د لومړۍ نوبل جایزې شریک ګټونکی و. په دې ډول دوی هغه لومړنۍ واده شوې جوړه شوه، چې د نوبل د جایزې ګټونکې وه. د کوري کورنۍ هغه کورنۍ ده چې د نوبل د پنځو جایزو میراث یې خپل کړی دی. هغه په ۱۹۰۶ کال کې لومړنۍ ښځه وه چې د پاریس په پوهنتون کې استاده شوه.
ماري سکلودوسکا کیوري | |
---|---|
شاوخوا کال 1920م | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۷ نومبر ۱۸۶۷ Warsaw, Kingdom of Poland, then part of Russian Empire |
مړینه | ۴ جولای ۱۹۳۴ (۶۶ کال کلنۍ کي) Passy, Haute-Savoie, France |
د مړینې لامل | Aplastic anemia |
استوګنځای | وارسا (۱۸۶۷–۱۸۹۱) پاريس (۱۸۹۱–) |
تابعیت |
|
مذهب | اګنوسټېزم |
ميړه | Pierre Curie (1859–1906) m. 1895 |
اولاد |
|
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون (۱۸۹۱–۱۸۹۳) پاریس پوهنتون پاریس پوهنتون (–۱۸۹۴) |
تخصص تعلیم | پنځپوهنه پنځپوهنه شمېرپوهنه |
تعلیمی اسناد | Master of Science Doctor of Science Master of Science زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
کار/مسلک | فزيک پوه |
مورنۍ ژبه | پولينډي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي پولينډي ژبه فرانسوي آلماني ژبه انگليسي |
د کړنې څانګه | کيميا پنځپوهنه |
دندې | پاریس پوهنتون |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
یادښتونه | نوموړی یوازې ښځه ده چی دوی د نوبل جایزی یی په دوه مختلفو علومو کی وګټلی.. |
سمول |
هغې په وارسا کې دې نړۍ ته سترګې و غړولې او په هغه وخت کې د پولنډ سلطنت د روسیې د امپراتورۍ یوه برخه وه. هغې د وارسا په فلاینګ پوهنتون کې په پټه توګه زده کړې و کړې او په ورسا کې یې خپله عملي ساینسي روزنه پیل کړه. په 1891 کال کې چې عمر یې 24 کلونو ته رسېده، هغې د خپلې مشرې خور برونیسلاوا په تعقیب په پاریس کې خپلو زده کړو ته ادامه وکړه او هلته هغې د خپلو زده کړو لوړې درجې ترلاسه کړې او خپل پاتې علمي کارونه یې ترسره کړل. په 1895 کال کې یې د فرانسوي فزیک پوه پیري کوري سره واده وکړ. دې د فزیک په برخه کې د 1903 کال د نوبل جایزه له خپل مېړه او د فزیک پوه هنري بیکریل سره د دوی د مخکښ (چې په لومړي ځل ترسره کېږي) کار لپاره شریکه کړه. دغه مخکښ کار د راډیو فعالیت (radioactivity ) تیوري ته وده ورکول و او دغه اصطلاح هم دوی رامنځته کړه. په 1906 کې پیری کوري په پاریس کې د سړک په سر په یوه پېښه کې مړ شو. ماري په 1911 کې د کېمیا په برخه کې د پولونیم او رادیم د عناصرو د کشفولو په خاطرد نوبل جایزه وګټله. دې دغه عناصر د هغه تخنیکونو په کارولو سره کشف کړل، چې هغې د راډیو اکټیو ایزوټوپونو د جلا کولو لپاره اختراع کړي و.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ماري کیوري, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.