هما سلیم قریشی (لاطینی: Huma Qureshi) یو هندي فلمی لوبغاړې ده چې تر ډیره په هندي ژبه فلمونو کې کار کوي، هما قریشی دری ځله د فلمفیر جایزې وګټلې، او د هند د ښکلو ښځینه لوبغاړو په لړ کښې یې هم ځان ته ځای پیدا کړ.
هما قريشي | |
---|---|
(انګلیسي: Huma Qureshi) | |
قریشی د په کال ٢٠١٧ کښې ،لندن. | |
د شخص معلومات | |
اصلي نوم | هما سلیم قريشي |
پيدايښت | ۲۸ جولای ۱۹۸۶ نوي ډیلي هند | (عمر: ۳۷ کاله)
تابعیت | هندوستان |
قد | 1،7 متر |
وزن | 61، کیلو |
مذهب | اسلام |
خپلوان | ثاقب سلیم (ورور) |
عملي ژوند | |
تعلیم | يونيورسټۍ آف دِهلي |
کار/مسلک |
|
کاروونکي ژبه(ي) | هندي |
د فعالیت وخت | ۲۰۱۲-تر اوسه |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
قريشي په ۲۸ جولای ۱۹۸۶ کي په يوه مسلمانه کورنۍ کی په نوي ډیلي, هند کی زیږیدلی ده. د هغې پلار، سلیم قریشی، یو رسټورانټ چلونکی دی هغه یو لړ رسټورانټونه لري. د هغې مور، امینه قريشي (یو کشمیري)، کورنی مېرمن ده. هغه درې وروڼه لري چی له هغو څخه يو هم لوبگر ثاقب سلیم هم دي. ددوی کورنۍ کالکاجی، جنوبي ډیلي ته کډه وکړه هغه وخت چې قريشي يوه ماشومه وه. نوموړې خپل ليسانس په تاریخ او هنر کی د گارگی پوهنتون—ډیلی پوهنتون څخه ترلاسه کړی. وروسته، هغه د تیاتر يو ( tiater 1) د ډلی سره یو ځای سوه، او ځینی تیاتری شوګانی یا خپرونی یی وکړی او دتیاتر د تولید نه وروسته د هغی وضیعت نور هم ښه سو.
په 2008م کال کی هغه ممبیی ته د فلم رول د ازمایښت لپاره کډه سول,د فلمجنکشن لپاره کوم چې هيڅکله نه وو جوړ سوی یا یی د جوړونی پلان نه وو .تر دی وروسته قریشی د هندوستان یونیلور سره د تلويزيونی اعلاناتو لپاره یو قرارداد لاسلیک کړ. هغي یو لړ محصولاتو ته وده ورکړه, په شمول د سامسنګ موبايل د (عامر خان سره), نیرولاک صابون او شامپو پر تلويزيون نشرونه د ( شاهرخ خانسره) . د هغی د موبایل اعلان یو ډیر مهم رول وو، او هغی ځان ته ډیر فینز کړل او د هغی نوم لږ بدل سو او په هما واوښتی، او کرار کرار یی د خلکو په مرسته فلمونو ته مخه کړه .
په خونديځ کې د هما قریشی اړونده دوتنې(انځورونه) موجودی دي. |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article هما قریشی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.