ليوکېمي يا ليوکېميا (په انگرېزي:leukaemia) (له لرغوني يوناني سپين, او وينه)د وينې يا د هډمغز يو ډول سرطان دی چې د ناروغ په بدن کې د وينې سپين توکيو نارسېدلي ژونکې چې د بلاسټ ژونکې په نامه يادېږي په لويه کچه شته وي.ليوکېمي يو جامع نوم دی چې د وينې د يو شمېر ناروغيو لپاره کارېږي.
په اصل کې دا اصطلاح د يو ډله ناروغيو لپاره چې په وينه کې، هډمغز او لېمفاوي غونډال کې راپېښېږي کارېږي چې د هېماټولوجيکل نيوپلازمونو يا د وينې سرطاني ناروغۍ په نامه هم يادېږي.
په 2000,ز. کال کې په ټوله نړۍ کې نژدې 256,000 ماشومان او لويان د ليوکېمي په يو ډول اخته شوي چې په دغو کې 209,000 تنه له همدې ناروغۍ مړه شوي. د لوکېمي نژدې 90% برخه په لويانو کې پېژندل کېږي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ليوکېمي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.