لرګی

لرګی يو اوبه زبېښونکی او رېښکۍ لرونکی جوړښتي نسج دی چې د ونو او نورو لرګي لرونکو بوټو په ډډونو او رېښو کې موندل کېږي.

دا يوه عضوي ماده ده – د حجروي رېښو يو طبيعي مرکب دی چې جاذبه يې پياوړې ده، د «لګنن» په قالب کې ځای پر ځای شوی وي او د کېکاږل کېدو په وړاندې مقاومت کوي. لرګی کله کله د ونو په ډډونو کې يواځې د دويمې درجې Xylem په توګه تشريح کېدای شي، يا يې زيات پراخه تعريف کېدای شي چې  همدا ډول نسج په کوم بل ځای کې شامل کړای شي، لکه د ونو او بوټو په رېښو کې. په ژونديو ونو کې دا مرستندويه دنده تر سره کوي، د کوم په پايله کې چې د لرګي بوټي د غټېدو يا خپله د ودرېدو وړتيا پيدا کوي. دا همدا راز د پاڼو، نورو غټېدونکو نسجونو او رېښو په منځ کې اوبه او غذايي اجزا رسوي. لرګی همدا راز د بوټو نورو هغو توکو ته هم ويل کېږي چې له دې سره پرتله کېدونکي خصوصيات لري او د هغو موادو سره چې له لرګي څخه جوړ شوي وي، يا د لرګيو تختې يا پلې ولري.

لرګی له زرګونو کلونو راهيسې د سون توکو په توګه، د ودانيزو موادو په توګه، د وسايلو او وسلو د جوړولو لپاره، د کور وسايلو او کاغذ جوړولو لپاره کارېږي. په وروستيو کې، لرګی د تصفيه شويو «سيلولوز» او د هغې څخه د پيدا کېدونکو، لکه سيلوفين او سيلولوز اسيټيټ د جوړولو لپاره د خامو موادو په توګه راڅرګند شوی دی.

تر ۲۰۰۵ز کال پورې، په ټوله نړۍ کې د ځنګلونو زياته شوې زېرمه نږدې ۴۳۴ ميليارده مکعب متره وه چې له دې جملې څخه ۴۷٪ يې سوداګريزه برخه وه. د يو زيات، کاربن –طبيعي نوې کېدونکې سرچينې په توګه، د لرګي توکي د نوې کېدونکې انرژۍ د سرچينې په توګه د زياتې لېوالتيا وړ ګرځېدلي دي. په ۱۹۹۱ز کال کې، نږدې ۳.۵ ميليارده مکعب ميتره لرګی پرې شوی و. زيات استعمال يې د کور وسايلو او ودانيو د جوړېدو لپاره شوی و.

تاریخ

د کاناډا په «نيو برنسوک» ايالت کې د ۲۰۱۱ز کال يوې موندنې پر مهال تر ټولو لرغوني بوټې تر لاسه شوي وو چې نږدې ۳۹۵ څخه تر ۴۰۰ ميليونه کاله پخواني کرل شوي لرګي وو.

د لرګي تاريخ د کاربن د تاريخ موندلو په مټ او په يو شمېر انواعو کې د «ډيندروکرونولوژي» (د تاریخ موندلو علم) په واسطه کېدای شي، تر څو دا معلومه شي چې د لرګي شيان کله جوړ شوي دي.

خلکو لرګي له زرګونو کلونو راهيسې د ډول ډول موخو لپاره کارولي دي، په دې کې د سون توکو په توګه، يا د کورونو، وسايلو، وسلو، کور وسايلو، کڅوړه کولو، هنري کارونو، او کاغذ د جوړولو د موادو په توګه موخې شاملې دي. د لرګي په کارولو سره پېژندل شوې ودانۍ لس زره کاله پخوانۍ دي. د اروپايي نوي ډبرين عصر د لوړو ودانيو په څېر ودانۍ له لرګي څخه جوړې شوې دي.

په ودانيو کې د فولادو او ژړو (برونز) په زياتولو سره د لرګي اوسني استعمال کې زياتوالی راغلی دی.

د ونو د کړيو په پراختيا او «ازوتوپي» زياتوالي کې کال په کال بدلون د هغه مهال د خپاره اقليم ښودنه کوي، کوم وخت کې چې ونې پرې شوې وې.

فزيکي خصوصيات

د ودې کړۍ

په دقيقه معنا سره لرګی له ونو څخه تر لاسه کېږي، کوم چې د شته لرګي او داخلي پوټکي تر منځ، د نوي لرګي د قشر له جوړېدو سره په قطر کې زياتوالی کوي، کوم چې  ټول ډډ، ژوندۍ څانګې او رېښې په ځان کې رانغاړي. دا جریان د دويمې درجې ودې په نوم پېژندل کېږي؛ دا په عروقي کيمبيم کې د حجرې د وېش پايله ده، دا یو جانبي «ميرسټيم» او وروسته د نویو حجرو پراختيا ده. له دې وروسته دا حجرې د ډبلو دويمې درجې حجرې ديوالونه جوړوي، کومې چې په بنسټيز ډول د سيلولوز، هيمي سيلولوز او لګنن لرونکي وي.

چېرته چې د څلورو موسمونو تر منځ توپير جلا جلا موجود وي، د بېلګې په ډول نيوزيلينډ، نو وده يواځې په کلني يا موسمي نمونه کې منځ ته راځي او په دې ډول د ودې کړۍ منځ ته راځي؛ دا عموماً د لرګي (د ونې د څانګې پای) په پای کې تر ټولو ډېر په څرګند ډول ليدل کېدای شي، خو همدا راز په نورو سطحو هم د ليدلو وړ وي. که د موسمونو تر منځ توپير په کلني ډول منځ ته راځي (لکه د سينګاپور په څېر په استوايي سيمو کې چې کوم حالت دی)، د ودې دې کړيو ته کلنۍ کړۍ ويل کېږي. چېرته چې ډېر کم موسمي توپير موجود وي، نو شونې ده چې هلته د ودې کړۍ څرګندې نه وي يا له لويه سره شتون ونه لري. که په يوه ځانګړې سيمه کې د ونې پوټکی لرې کړای شوی وي، نو شونې ده چې دا کړۍ خرابې شي، ځکه چې دا بوټې کولای شي د زخمي کېدو (د ونې ټپي کېدل) دا برخه لا زياته کړي.

که د ودې د کړيو تر منځ توپير موجود وي، نو بيا د ونې مرکز ته نږدې د ودې د کړۍ يوه برخه او د وده کونکي موسم په پيل کې کله چې وده چټکه وي، عموماً د پراخو عناصرو لرونکې وي. عموماً دا برخه د کړۍ د بهرنۍ برخې سره نږدې د راڼه رنګ لرونکې وې او دا د ابتدايي لرګي يا د پسرلي لرګي په نوم پېژندل کېږي. په دې موسم کې وروسته جوړېدونکې بهرنۍ برخه د وروستي لرګي يا دوبي د لرګي په نوم پېژندل کېږي. په هر حال، د لرګي ډول ته په کتنې سره د لرګيو په منځ کې ډېر توپير شته. که یوه ونه د خپل ژوند په اوږدو کې په پرانيستې ډول وده کوي او د خاورې او ځای په شرايطو کې هېڅ بدلون رانه شي، نو دا ونه په ځوانۍ کې تر ټولو چټکه وده کوي او سوکه سوکه له منځه ځي. د ودې کلنۍ کړۍ د څو کلونو پورې ډېره پراخه وي، خو وروسته کرار کرار تنګيږي. له دې امله چې هره راتلونکې کړۍ له مخکې څخه د جوړ شوي لرګي څخه دباندې اېښودل کېږي، نو له دې وروسته وضعيت په دې ډول دی چې تر هغه وخته يوه ونه له مادي اړخه د لرګي په توليد کې کال په کال زياتوالی نه راولي، نو د ډډ په نري کېدو سره کړۍ هم خامخا نرۍ ګرځي. څومره چې یوه ونه تر خپل پوخوالي پورې رسېږي، د هغې تاج (لوړه څوکه) ډېره پرانيستې ګرځي او د لرګي کلنی توليد کمېږي، په همدې ډول د ودې د کړيو ډبلوالی لا پسې کمېږي. په ځنګل کې د کرل شويو ونو په حالت کې، د رڼا او تغذيې لپاره په هلو ځلو کې د ونو په سيالۍ پورې دومره تړاو لري چې د چټکې او کراره ودې په پړاونو کې تبادله منځ ته راتلای شي. يو شمېر ونې، لکه د سويلي سیمو بلوط، د سلګونو کلونو پورې د کړۍ هماغه يو شان ډبلوالی ساتلای شي. په هر حال، په ټوليز ډول، څومره چې د ونې قطر زياتېږي، په همدې اندازه د کړيو ډبلوالی کمېږي.

غوټې

څومره چې ونه وده کوي، عموماً يې لاندې څانګې له منځه ځي او شونې ده چې د دې بېخونه ډېر ستر شي او وروسته د ډډ د لرګي له قشرونو سره نښلي، له کوم څخه چې يو ډول خرابوالی منځ ته راځي، کوم ته چې غوټه ويل کېږي. شونې ده چې له منځه تللې څانګې د ډډ له لرګي سره نه وي نښتې، د هغې له بېخ څخه پرته او کله چې ونه د تختو په ډول پرې شي نو بيا دا را ايستل کېدای شي. غوټې د لرګي په تخنيکي ځانګړتياوو اغېز غورځولای شي، عموماً يې د کشش سختوالی کموي، خو شونې ده چې د ليدلو د اغېز لپاره له هغې ګټه واخيستل شي. په اوږدوالي سره اره شويو تختو کې، يوه غوټه د لرګي نږدې دايروي «سختې» (عموماً توره) برخې په توګه راڅرګندېږي، د کوم په شا او خوا کې چې د پاتې لرګي دانه «بهېږي» (جلا کېږي او بيا سره يو ځای کېږي). د يوې غوټې په داخل کې، د لرګي لوری (د دانې لوری) د منظم لرګي د دانو د لوري په پرتله تر ۹۰ درجو  پورې مختلف وي.

په يوه ونه کې غوټه يا خو د يوې اړخيزې څانګې بنسټ وي، يا مړه شوې غوټۍ وي. يوه غوټه (کله چې د يوې اړخيزې څانګې بنسټ وی) په مخروطي شکل کې وي (په همدې بنسټ د دايروي عرضي مقطع وي) د داخلي څوکې سره د ډډ د قطر په هغه ځای کې، په کوم کې چې د بوټي عروقي کمبيم موقعيت لري، په هغه حالت کې چې څانګه به د غوټۍ په توګه جوړېده.

سرچينې

Tags:

لرګی تاریخلرګی فزيکي خصوصياتلرګی سرچينېلرګی

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

شیريټولنيزې رسنۍد اوبو آسمورايرانبانکجمهوریت غوښتنهاتڼخاورهسوسياليستی دولتاپلاتوندرملد ګنډلو ماشیند انګلستان دوم چارلزشهباز شریفپېليپينصليبي جگړېشاتو مچید واده شپهپښتو ټولنهپښتو ويکيپېډياتایوانتلويزونانډرايد (د عامل سيستم)تور زیړی څه ډول ناروغي ده؟اقلیم پېژندنهښځهكابلی تفسيرنورزيدري ژبهصدیق الله رښتینډونالډ ټرامپد کتاب نړيواله کره شمېرهرسمي ژبهچاریکارجنتیکافغانستانکټرينا کیفتلمودخرقه شريفهچغرزید الله 99 نومونهدوتنهکانډومد دوهم ګروپ عناصرکرواسیایي ژبهابو حنيفه (امام اعظم)لومړی مخد انګلستان دویم جېمزبرېښناد امپراطوریو هدیرهامير حمزه شينواریکندهارهوااوټ(جودر)درېیمه نړۍاسلامي بانکوالیغازي محمد جان خان وردگنسيم حجازياضطرابآزاد تجارتبیجنګپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونغسل🡆 More