فردریش انګلس

فردريش انګلس چې ځيني وختونه يې انګليسي بڼه فريدريک انګلس ده، چې د ژوند موده يې د ۱۸۲۰ ز کال د نومبر له  ۲۸ مه څخه د ۱۸۹۵ ز کال د اګسټ تر ۵ مه نېټې پورې وه.

نوموړی د دې تر څنګ چې يو الماني فيلسوف، د سياسي اقتصاد کره کتونکی، تاريخپوه، د سياسي نظرياتو پوه او اوښتونيز يا انقلابي سوسياليست و، سوداګر، ژورنالېست او سياسي فعال هم و، چې پلار يې په سالفورډ “Salford” (د انګلېنډ لانکاشاير) او د پروس په بارمېن “Barmen, Prussia” کې د اوبدلو يا نساجۍ سترې فابريکې درلودې.

فردریش انګلس
(جرمني: Friedrich Engels د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فردریش انګلس
فردریش انګلس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ نومبر ۱۸۲۰
مړینه 5 اگسټ 1895 (75 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه آلماني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر هېراکلیتوس
کارل مارکس
گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل
ادم سمېت
ماکس شتیرنر   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فردریش انګلس  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

انګلس له کارل مارکس سره په ګډه هغه څه رامنځته کړل، چې اوس مهال ورته مارکسيزم وايي. نوموړي په ۱۹۴۵ ز کال په انګليسي ښارونو کې د خپلو شخصي کتنو او څېړنې پر بنسټ د «انګليستان کې د کارګر پوړ حالت : The Condition of the Working Class in England» نومې کتاب خپور کړ. په ۱۸۴۸ ز کال يې له مارکس سره په ګډه «د کمونيست څرګندونې يا اعلاميه:Communist Manifesto» او ځانته او يا په اصل کې له مارکس سره په ګډه نور زيات کتابونه وليکل. انګلس وروسته د مارکس مالي ملاتړ وکړ او هغه ته يې د څېړنې کولو او “Das Kapital” نومي کتبا د ليکلو اجازه لاره هواره کړه. انګلس د دې تر څنګ «د ډېرښت يا پاتې شوني ارزښت نظرياتو» په اړه د مارکس يادښتونه ترتيب کړل، چې وروسته د “Das Kapita” د څلورم ټوک په توګه چاب شول. نوموړي په ۱۸۸۴ ز کال کې د مارکس د نژادي څېړنې پر بنسټ د «د کورنۍ، شخصي شتمنۍ او دولت اصل: The Origin of the Family, Private Property and the State» تر سرليک لاندې کتاب چاپ کړ.

انګلس د ۱۸۹۵ ز کال د اګسټ پر ۵ مه نېټه د ۷۴ کلونو په عمر لندن کې د سرطان (laryngeal cancer) له امله مړ شو. د جسد له سوځولو څخه وروسته يې ايرې ايسټبورني “Eastbourne” ته نږدې “Beachy Head” سيند کې واچول شوې.

ژوند ليک

د ژوند لومړي وختونه

فردريش انګلس د پروس د جوليش – کليوس- بيرګ په بارمين “Barmen” کې (چې اوس د المان د وپپرټال “Wuppertal” سيمه ده) د ۱۸۲۰ ز کال د نومبر پر ۲۸ مه نېټه وزېږېد. پلار يې مشر فردريش انګلس “Friedrich Engels Sr.” (۱۷۹۶ – ۱۸۶۰) او مور يې اليزابيت يا ايلايس فرانزيسکا ماوريشيا اون هار “Elisabeth "Elise" Franziska Mauritia von Haar” (۱۷۹۷ – ۱۸۷۳) نومېده او انګلس يې تر ټولو مشر زوی و. د انګلس شتمنې کورنۍ په بارمين او سالفورډ کې د پنبې اوبدلو سترې کارخانې درلودې، چې دواړو يې د سيمې لوی صنعتي ښارونه پراخول. د فردريش مور او پلار پاک پارسا پروتستانت وو او خپل ماشومان يې هم د همدې باور له مخې را لوی کړل.

انګلس د ۱۳ کلنۍ په عمر د ايلبرفيلډ “Elberfeld” په نږدې ښار کې د ژبې د اصولو يا ګرامر ښوونځي (جمنازيوم) کې ګډون وکړ، مګر د پلار د فشار له امله يې بايد په ۱۷ کلنۍ کې پريښی وی. د نوموړي پلار له هغه څخه غوښتل چې بايد يو سوداګر شي او د کورنۍ په شرکت کې د سوداګريز زده کوونکي په توګه کار پيل کړي. په بارمېن کې له يو کال څخه وروسته ځوان انګلس په ۱۸۳۸ ز کال کې د خپل پلار له لورې د بارمين په يو سوداګريز شرکت کې زده کړو تر لاسه کولو په موخه هلته واستول شو. مور او پلار يې تمه درلوده، چې نوموړی به د کورنۍ په سوداګرۍ کې د خپل پلار مسلک ته دوام ورکړي، مګر د زوی اوښتونيزو فعاليتونو يې ناهيلي کړل. دا ښايي د کورنۍ له شرکت سره د نوموړي له يو ځای کېدلو څخه څو کالونه پخوا وختونه وو.

په بارمين کې د اوسېدلو پر مهال انګلس د هيګل “Georg Wilhelm Friedrich Hegel” د فلسفې لوستل پيل کړل، چې لارښوونو يې په هغه وخت کې الماني فلسفه باندې واکمني وکړه. انګلس د ۱۸۳۸ ز کال په سپټمبر کې د “Bremisches Conversationsblatt” په ۴۰ ګڼه کې خپل لومړنی کار خپور کړ، چې په اصل کې د بيډويون “Bedouin” تر سرليک لاندې شعر و. نوموړی په نورو ادبي کارونو کې هم بوخت شو او ورځپاڼو لپاره مقاله ليکنې يې پيل کړې، چې د صنعتي کوونې پر ټولنيزو بدګڼو باندې يې په کې نيوکې کولې. نوموړي د دې لپاره چې له پاروونکو ليکنو سره يې د کورنۍ د اړيکې مخنيوی کړی وي، د “Friedrich Oswald” په پټ يا مستعار نوم سره يې ليکل وکړل.

هغه په ۱۸۴۱ ز کال کې د کورنۍ توپخانې د غړي په توګه (چې جرمني کې ورته “Garde-Artillerie-Brigade” وايي) د پروس په فوځ کې فوځي خدمت تر سره کړ. برلين ته ګومارل شوي انګلس په برلين پوهنتون “University of Berlin” کې د پوهنتون درسونه ولوستل او د ځوان هيګليانو (Young Hegelians) له ډلو سره اړيکې پيل کړې. نوموړي په بې نومه ډول په “Rheinische Zeitung” ورځپانه کې مقالې خپرې کړې، چې د کارخانې د کارکوونکو له لورې ګالل کېدونکي کمزورې ګومارنه او د ژوند حالتونه يې په کې رابرسېره کول. د يادې ورځپاڼې مدير کارل مارکس و، مګر انګلس د ۱۸۴۲ ز کال د نومبر تر وروستيو پورې ورسره نه وو ليدلي. انګلس په خپل ټول مسلک کې پر خپلې معنوي يا فکري وده باندې د الماني فلسفې اغېز ومنه. نوموړي په ۱۸۴۰ زکال کې دا هم وليکل: «له ژوند څخه د ډېر څه تر لاسه کولو لپاره بايد فعال اوسئ، تاسې بايد ژوند وکړئ او د ځوانۍ له څپې څخه د خوند اخېستلو په موخه زړه ورتوب ولرئ».

انګلس د بې دينۍ عقيدو ته وده ورکړه او د هغه او مور او پلار تر منځ يې اړيکه وپاشل شوه.

مانچستر او سالفورډ

په ۱۸۴۲ ز کال يې مور او پلار ۲۲ کلن انګلس د انګليستان مانچستر ته ولېږه، چې هغه توليدي مرکز و چې صنعتي وده په کې مخ پورته روانه وه. ټاکل شوې وه چې نوموړي به د ايرمين او انګلس دوه کسيزه کارخانې “Ermen and Engels’s Victoria Mill” د سالفورډ د “Weaste” سيمې په څانګو کې کار کوي، چې د ګنډول تارونه يې توليدول. د انګلس پلار فکر کاوه، چې د مانچستر شرکت کې کار کولو سره يې ښايي زوی يو ځل بيا خپلو بنسټپالو نظرياتو باندې فکر کولو ته اړ کړي. فردريش انګلس مانچستر ته پر لاره په کالوګني سيمه کې “Cologne” د “Rheinische Zeitung” له دفتر څخه ليدنه وکړه او په لومړي ځل يې کارل مارکس سره وکتل. دوی په لومړيو کې له يو بل څخه اغېزمن نه وو. مارکس په تېروتنې سره فکر وکړ، چې انګلس لا هم د هغو برليني ځوان هيګليانو له ډلو سره اړيکې لري، چې مارکس ورسره په تېرو نږدې وختونه کې پرې کړې وې.

انګلس په مانچستر کې له ماري برنس “Mary Burns” سره وکتل. نوموړې يوه کلکه ايرلنډۍ ځوانه ښځه وه، چې بنسټپال نظريات يې درلودل او د انګلس په فابريکه کې يې کار وکړ. دوی اړيکه پيل کړه، چې ۲۰ کالونه يې دوام وکړ او په ۱۸۶۳ ز کال کې په مړينې سره پای ته ورسېده. دواړو هيڅکله ځکه واده ونه کړ، چې د واده خلاف وو. په داسې حال کې چې انګلس له يوې ښځې سره واده پاک لمني ګڼله، مګر شته حالت او د کليسا له لورې ترتيب شوی واده يې د ټولګي د فشار يا زور يوه بڼه وبلله. برنس “Burns” خپل شل کلن ملګري (انګلس) په مانچستر او سالفورډ کې وګرځاوه او د خپلې څېړنې تر ټولې خرابې سيمې يې وروښودلې.

انګلس په داسې حال کې چې د ۱۸۴۳ ز کال د اکتوبر او نومبر مياشتو ترمنځ په مانچستر کې و، د «د سياسي اقتصاد د يوې نيوکې غټ ټکي:Outlines of a Critique of Political Economy» تر سرليک لاندې يې د سياسي اقتصاد برخه کې خپله لومړنۍ نيوکيزه مقاله وليکله. نوموړي ياده مقاله پاريس ته ولېږله، چې هلته د مارکس له لورې په ۱۸۴۴ زکال په (Deutsch–Französische Jahrbücher) کې خپره شوه.

انګلس په داسې حال کې چې د مانچستر ښار له ګڼو سيمو (چې وېجاړې او ناولې وي) يې له نږدې ليدنه کوله، د سيمو د ډار او کرکې يادښتونه يې واخېستل، چې د ماشومانو کار، تالا شوی چاپيريال او زيات کار او بې وزله کارکوونکي يې د يادونې وړ ټکي وو. نوموړي مارکس ته درې ګونې مقالې ولېږلې، چې لومړی په “Rheinische Zetung” او وروسته په “Deutsch–Französische Jahrbücher” کې خپرې شوي او په مانچستر کې د کارګر ټولګي يا پوړ په منځ کې حالتونه يې په تاريخي ډول بيانول. هغه وروسته يادې مقالې د ۱۸۴۵ ز کال «په انګليستان کې د کارګر پوړ حالتونه:The Conditions of the Working Class in England» نومي لومړني اغېزناک کتاب لپاره راټولې کړې. ياد کتاب چې د ۱۸۴۴ ز کال د سپټمبر او د ۱۸۴۵ ز کال د مارچ تر منځ ليکل شوی دی، په ۱۸۴۵ ز کال المان کې خپور شو. نوموړي په کتاب کې د غريبۍ د هغو بشپړو معلوماتو په ګوته کولو سره د پانګوالۍ او صنعتي دورې ډارونکی راتلونکی بيان کړ، چې کارګرو خلکو په کې ژوند کاوه. نوموړی کتاب په ۱۸۸۷ ز کال انګليسي کې هم چاپ شو. مانچستر کې د انګلس د اوسېدلو د وخت ارشيفي سرچينې د مانچستر پوهنتون کې د ځانګړو ټولګو له لورې په پام کې نيول شوې چاپي يا ليکنيزې نسخې (MMM/10/1) په ګډون، پر هغو ځينو حالتونو باندې رڼا واچوله، چې انګلس يې په ياد کتاب کې تشرېح کوي. دا د مانچستر په هغه شاهي بستر “Manchester Royal Infirmary” کې ليدل شوي حالتونه (قضيې) بيانوي، چې صنعتي پېښو په کې واکمنې وې او د هغو بې ډوله وګړو په اړه د انګلس له تبصرو سره همغږي دي، چې د دې ډول پېښو له امله مانچستر کې ليدل کېږي.

انګلس له بنسټپال ژورنالېزم او سياست سره خپلې ښکېلتيا ته دوام ورکړ. نوموړی څو ځله هغو سيمو ته تللی و، چې د انګليسي کارګر او چارټسټ خوځښتونو د هغو غړو په منځ کې نامتو وې، چې هغه ورسره وکتل. انګلس د سويلي ستوري “The Northern Star”، د رابرت اووين د نوې اخلاقي نړۍ “Robert Owen’s New Moral World” او ديموکراتيک کتنې “Democratic Review” په نوم ورځپاڼې په ګډون بېلابېلو ورځپاڼو ته ليکل هم وکړل.

سرچينې

Tags:

فردریش انګلس ژوند ليکفردریش انګلس سرچينېفردریش انګلس

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ملا محمد يعقوباسلامسورة المجادلةد بدر غزاپښتو ويکيپېډيایوکاریوتد واشنگټن څلید ښکلا کاریال راښکته کولآنتونیو د الیویرا سالازاردرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)تلمودچغرزید حضرت عمر فاروق رض عدالتپېښورژويښوونځیاروپایي ټولنهشاه شجاعجلغوزهکرنه24 اپرېلجگړهامازون باراني ځنګلمصنوعي ځيرکتیااتڼبوټپوهنهماري انتوانېتد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچعربي ژبه28 سپټمبرلومړنۍ نړېواله جگړهمايتوکاندريااوټ(جودر)پير باباپښتو متلونهد افغانستان اقتصادجودی لین اوکیفپښتانه ټبرونهلېزرابو حنيفه (امام اعظم)مطالعهد افغانستان لومړی وزيرامام بخاريپېليپيند ښځې تناسلي آلهپوځخيميرانميدان وردگ ولايتکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)متالورژيچین د خلکو جمهوریتعامه افکار څه ته وايي؟بست کلاد یونان د خپلواکۍ جګړهد امریکا د آیالاتونو نوملړوختګاري کاسپاروفد ډبرو د سکرو کان کیندنهموټرله مذهبي ټولنې څخه شړلد افغانستان باندنۍ اړيکېله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلامير حمزه شينواریعامه روغتیاد سوداګرۍ اتحادیهميوند بانکافغانستان ته د اسلام راتگپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهد اکسيديشن نمبر۸۰۰ (عدد)ويکيسفر🡆 More